لیکوال: شکران "احمدي"

په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (نهمه او د پای برخه)

په حرامو شیانو باندې د علاج حکم
علامه ابن قیم رحمه الله له امام بخاري رحمه الله څخه د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه قول نقل کوي چې: «بې‌شکه الله تعالی ستاسو شفاء په حرام شي کې نه ده اېښی.”
حرام شیان، په ځانګړې توګه شراب، د انسان په دماغ کې ډیرې ناوړه منفي اغیزې لري؛ له همدې امله، په اسلام کې، شراب ته “ام الخبائث” (د چټليو مور) ویل کیږي. بقراط هلته چې د مزمنو او حادو ناروغیو په اړه بحث کړی، وایي: «انسان باندې د شرابو زیانونه سخت دي. ځکه چې په چټکۍ سره پورته کیږي او تاثیر لري او په ورته وخت کې د دې اغېزې سره په بدن کې اخلاط، دماغ ته ځي او ذهن ته زیان رسوي.”
مردارخوري
په شلمه پیړۍ کې مایکروبیولوژي او لابراتواري علم په دې پوه شول چې په پوزه، خوله، ستوني، هاضمي سیسټم او پوستکي کې ډول ډول میکروبونه شتون لري چې په طبیعي توګه وده کوي او حتی د صحي خلکو لپاره ګټور دي. پرته له له ناروغۍ او مرګ څخه چې زیان رسوي، بیا د وینې جریان دریږي او میکروبونه وده کوي، او د اکسيجن په نه شتون کې ډېريږي او په څو ساعتونو کې د بدن ډیری برخو ته خپریږي. له همدې امله، د مړه‌حيوان تر ټولو لږ زیان د هاضمي سیسټم مسموميت دی.
وینه
د وينې او د لمفاوي غدو ترشحات د بدن مختلفو برخو ته د مختلفو ميکروبي، ويروسي او سرطاني ناروغيو د لېږد تر ټولو ستره وسيله او لار ده.
د خنزیر غوښه د ډېری ویروسونو لیږدونکې ده، او ترټولو خطرناک حلزوني او تريشين چينجي دي، کوم چې د بدن، سترګو او پوزې ته ننوځي.
خدای تعالی څومره په زړه پورې فرمایلي دي: «حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَ لَحْمُ الخنزير …»؛ ژباړه: «پر تاسې د مړي او وینه او د خنزير غوښه حرامه شوه.»
پايله
اسلام د نظافت او حفظ الصحې د لارښوونو یوه لنډه مجموعه ده، چې هغه ته فوق‌العاده اهمیت ورکړل شوی، چې په نورو دینونو کې یې نه شو موندلی او دا هر څه ۱۴۰۰ کاله وړاندې ويل شوي او نن ورځ انسانانو د هغې په ځينو رازونو پوه شوي دي. تر دې حده چې ساینس پوهانو او لابراتوار پوهان او نور یې حیران کړي دي او د قرآن او اسلام علمي معجزه، بقا او حقیقت یې درک کړی دی.
نو ځکه د اسلام له نظره پاکوالی خورا مهم دی. او دا ټول د روغتیا او حفظ الصحې احکام موږ ته د اسلام او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رحمت ثابتوي: «وَ مَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ»؛ «وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ».

 

منابع
  1. القرآن الکریم.
  2. جوزیه، ابن قیم، الطب النبوى، الطبعة الثانية ۱۶ نوامبر ۱۹۵۷م، مصر، القاهرة، دار احياء الكتب العربية.
  3. شریف، دکتر عدنان من علم الطب القرآني، دار العلم للملایین، بیروت، لبنان، 1999م.
  4. السجستاني، أبو داود سليمان بن الأشعث، سنن ابی داود، الناشر: دار الكتاب العربي ـ بيروت.
  5. علوان، عبدالله، تربية الأولاد في الاسلام، دار السلام: 181م، بیروت، لبنان.
  6. صانعی، دکتر صفدر، تعالیم بهداشتی اسلام، چاپ چهارم، کتاب‌فروشی جعفری.
  7. الحسينى الزبيدى، محمد بن محمد بن محمد، اتحاف السادة المتقین، دار الکتب العلمية، بیروت، لبنان.
  8. الغزالي الطوسي، أبوحامد محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، دار المعرفة، بیروت، لبنان.
  9. ابو الحسین، مسلم بن حجاج، نیشاپوری، صحیح المسلم، دار الکتب العلمیة، بیروت، لبنان.
  10. بخاری، محمد بن اسماعیل، الجامع الصحیح للبخاری، دار احیاء التراث العربي، بیروت، لبنان.
  11. التبريزي، الخطيب محمد بن عبدالله مشکوة المصابیح، الطبعة: الثالثة 1405، الناشر: المكتب الإسلامي، بيروت، لبنان.
Leave A Reply

Exit mobile version