لیکوال: "ابوعائشة"

معتزله (دري اویایمه او د پای برخه)

په دې برخه کې، موږ غواړو د معتزله‌و د زوال او افولو لاملونو باندې بحث وکړو.
د فرقو او ډلو د زوال او ناکامۍ بنسټیز لامل اکثره وخت د هغه ډلې څخه سرچینه اخلي؛ ځینې وختونه یوه ډله چې قدرت ته رسېږي، داسې کړنې کوي چې هغه د زوال او سقوط لور ته کشوي.
کارپوهان د معتزله‌و د افول یو لامل د دوی تشدد بولي چې په عملونو کې یې درلودی؛ ځکه چې کله دوی مقام ته رسېدل، خپلې عقیدې او باورونه به یې په زوره پر خلکو تحمیلول؛ د مثال په توګه، د «قرآن د خلقت» په اړه، دوی ګڼ شمېر علما شکنجه کړل او مجبوره یې کړل چې د دوی سره موافقه وکړي.
یوه بله موضوع چې د دې لامل شول چې معتزله د اسلام له لارې څخه منحرف کړي، د بیګانه‌و اغیزه وه. په پیل کې، معتزله‌و د اسلام د دفاع لپاره فلسفي کتابونه ژباړل؛ مګر ورو ورو، په دې کار کې یې افراط وکړ او د اسلامي احکامو څخه لېرې شول او هرڅه یې د عقل له نظره ارزول.
د فقهاوو او محدثینو سره مخالفت هم د معتزله‌و د نابودۍ یو لامل ګڼل کېدای شي؛ ځکه چې فقها او محدثین د کلامي او فلسفي مسایلو سره ښه اړیکه نه لرله او د خلکو په منځ کې یې ډېر نفوذ او احترام درلود. د معتزله‌و پراختیا په دې برخه کې ډېرې منفي پایلې درلودې؛ له دې امله، دا د دوی لپاره یوه ښه انګېزه وه چې د مذهب د پراختیا په وړاندې د معتزله‌و د افکار او نظریات په وړاندې ودرېږي.
بله موضوع چې معتزلیانو د ظهور لامل شوه او همدارنګه د دوی د سقوط سبب شوه، د مخالفینو سره د دوی سرسختي او دښمني وه؛ که څه هم دوی په پیل کې مخالفین شاته کړل او خپله قدرت ته ورسېدل، خو وروسته همدغه ډلو او مخالفینو د قدرت له تخته یې را ټیټ کړل.
د موضوع پایله او ټولګه
په دې برخو کې مو هڅه وکړه چې د اهل سنت او جماعت او معتزله‌و تر منځ ټولې مختلفې مسلې پرته له کوم کموالي سره او د تحقیق په طریقه سره، د دواړو ډلو د منابعو پر بنسټ بیان کړو. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو چې زموږ دا کمزورې هڅه ومني او هغه د ټولوونکي او د ټولو هغو علماوو لپاره ذخیره وګرځوي چې د حق د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
آمین
Leave A Reply

Exit mobile version