لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (دوه شپېتمه برخه)

پيليزه
په اسلامي شريعت كې ديني مسايل په دوه ډوله وېشل شوي دي: يو هغه چې په عقل سره او د چا له توضيح پرته پوهېدل کيږي. او بل هغه څه دي چې په غیبو پورې اړه لري او په عقل نه پوهېدل کیږي بلکې په دیني نصوصو لکه د قران کریم د آيتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو له لارې درک کیږي. له دې مسايلو څخه يوه هم د قبر د عذاب مسئله، د نکير او منکر پوښتنه او په دې اړوند نور احوال دي. د قبر د عذاب مسئله او د نکیر او منکر پوښتنه ځینې هغه مسایل دي چې اکثره معتزله یې ردوي. په دې برخه کې هڅه کوو چې د اهل سنت او معتزله‌و نظر د هغو د دلایلو په رڼا کې څرګند کړو.
د قبر د عذاب په اړه د معتزله‌و نظر
 د معتزله‌و فرقه د قبر د عذاب په اړه په دوو ډلو وېشل شوې ده: لومړۍ ډله يې ردوي او ځينې يې د اهل سنت او جماعت سره متفق دي. په دې برخه کې موږ د هغو کسانو نظر څرګندوو چې د قبر له عذاب څخه انکار کوي او ځوابونه ورته وايو.
ابن حزم په “الفصل” کتاب کې لیکي: «ضرار بن عمرو چې د معتزله‌و له شیوخو څخه دی، د قبر د عذاب منکر دی.» البته باید معلومه شي چې یوازې ضرار بن عمرو د عذاب منکر نه دی، بلکې د‌ معتزله‌و نور کسان هم په دې باور دي. د “شرح مواقف” کتاب لیکوال لیکي: «ضرار بن عمرو، بشر مريسي او نور ډېر متأخر معتزله د قبر له عذابه انکار وکړ.»
علامه اشعري رحمه الله وايي: «معتزله د قبر له عذابه منکر دي.»
علامه تفتازاني رحمه الله تعالی د معتزله‌و د قول په اړه ليکي: «ځينې معتزله او روافض د قبر له عذاب څخه انکار کوي او وايي: ميت بې‌جان دی، نه ژوند لري او نه درک، نو تعذيب يې ناشونی دی.»
امام قرطبي رحمه الله وايي: «د معتزله‌و يوې ډلې لکه ضرار بن عمرو، بشر مريسي، يحيى بن کامل او داسې نورو د قبر له عذاب څخه په کلکه انکار کړی دی او وايي: څوک چې مړ شي. هغه تر پايه (د قیامت تر ورځې) پورې به په خپل قبر کې مړ وي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version