لیکوال: صادق "فائز"
ځوانان؛ بې مثاله شتمنۍ (لومړۍ برخه)
ځواني؛ د ژوند پسرلی
ځواني د ژوند پسرلي موسم او د عفت، ازادۍ، پرمختګ او د فرد او ټولنې د مادي او معنوي هوساینې او د ښېګڼو او وړتیاوو د راڅرګندېدو فصل دی. ځواني د انسان لپاره تر ټولو غوره نعمت دی چې الله تعالی انسان ته ورکړی دی او د انسان په ژوند کې د نېکمرغۍ له سترو شتمنیو څخه دی. تر ټولو مهمه دا چې د پرمختګ او مادي او معنوي بریالیتوب لوړې څوکې د ځوانۍ په فرصت کې فتح کیږي. په دې توګه، یو ځوان باید د ځوانۍ فرصت وپیژني ترڅو په بریالیتوب سره د ژوند له لوړو او ژورو څخه تېر شي. ځواني د انسان په ژوند کې هغه حساس پړاو دی چې په هغه کې ځواک، پیاوړتیا، جذبه، هوډ او بې باکي خپل اوج ته رسېږي او د دوه مخي تورې په څېر پاتې کېږي، که په سمه توګه جوړه او وکارول شي، ټولنې ته ګټه رسوي او که نه زیان به ورته ورسوي.
ځوان له هیلو او ارمانونو او له مینې او محبت څخه ډک دې. ملګرتیا او دوستي په دې دوران کې د محبت او پاکې مینې پر بنسټ صورت مومي. د ټولنیز ژوند په درشل کې د ځوانانو سالمه ملګرتیا د دوی شخصیت پیاوړی کوي او د دوی ټولنیز استعدادونه رغوي. دا لیوالتیا که خپل پاکوالی له لاسه ورنکړي، په انسان کې د پرهیزګارۍ لومړنی ریښتینی احساس پیدا کوي او له ځوان څخه یو مېړنی، سرښندونکی او مخلص انسان جوړوي.
یو ځوان داسې یو پړاو ته ننوځي چې که څه هم د تیرو پړاوونو په پرتله ډیر پوخ او پیاوړی دې، هغه بیا هم د هغه ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او مبارزه کوي چې د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د هغه له برخلیک سره نېغه اړیکه لري. کله چې انسان ځوانۍ ته ورسېږي، په دې پوه شي چې د ژوند پسرلي ته رسېدلی او د ډېرو کارونو د کولو ځواک او قوت لري، نو غواړي چې تر ټولو لوی او غوره کارونه چې په ذهن کې یې لري، ترسره یې کړي او د غرور په لوړه کچه کې وي، خو تر اوسه هم په ډېرو مسايلو نه پوهيږي او درک کولی یې نشي، له دې امله ښايي د ژوند په لاره کې ګمراه شي او له ډېرو ستونزو او خطرونو سره مخ شي. او له بلي خوا ځوانان په خورا سختو ذهني اضطرابونو او رواني تکليفونو اخته کيږي، چي په يوه غفلت سره د زوال، تباهۍ او ابدي بدبختۍ سره مخ کيږي.
ځواني د ژوند د روښانتیا ، ځلېدا او د ژوند رڼا او د سرلوړس او خوښۍ وخت دې. د ځواک او پیاوړتیا او د خوشالۍ او هیلو دوره ده؛ د کار، هڅو، لیوالتیا، مینې، ژمنتیا او مسؤلیت وخت دې. ځوان هغه مسؤول کس دی چې په خپل صداقت او پاکوالي سره تل د ډګرونو بریالی وي.
د انسان معنوي ځواک د ځوانۍ په وخت کې په کلکه څرګندیږي. همدا رنګه د انسان د بدن د ودې سره هم مهاله، عواطف او ګرم احساسات د ځوانانو په وجود کې را ژوندي کیږي او هغوی نه ستړي کېدونکو فعالیتونو ته هڅوي. د جسمي او ذهني قوتونو په غوړېدلو سره ځوانانو ته د پرمختګ او تکامل غوره عوامل په لاس ورځي او که له هغو څخه په سمه توګه ګټه واخلي، نېکمرغه او بریالي به شي.
ځواني پسرلی دی چې کله تېر شي، قدر او ارزښت یې پېژندل کیږي، خو د ځمکې له پسرلي سره یې لوی توپیر دا دې، چې یو ځل راځي او یوازې ارمانونه او حسرت ترشا پرېږدي، شاعران د خپلې ځوانۍ په یادولو افسوس کوي چې په قدر یې نه دي پوه شوي او ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې د دې بېرته نه را ګرځېدونکې دورې په قدر پوه شي او ډېره ګټه ترې پورته کړي؛ خیام څومره ښکلي وېلې دي:
افسوس که نامه جوانی طی شد
و آن تازه بهار زندګانی طی شد
آن مرغ طرب که نام او بود شباب
افسوس ندانم که کی آمد کی شد.
لنډه دا چې دځوانۍ ځواک په خپلو کړو او نه کولو سره کولی شي ټولنه او د نړۍ سیاست ته بدلون ورکړي او د یوه هېواد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري څېره په بشپړه توګه بدله کړي. تاریخ د دې ادعا تر ټولو لوی ثبوت دې.