لیکوال: "ابورائف"

سیکولریزم «د علم په وړاندې د کلیسا د بې ځواکۍ بېلګې» (دري دېرشمه برخه)

 کلیسا په خپلو ډېرو نظرونو کې د علم او علمي څېړنو مخالفه وه او له یو څه وخت وروسته، د کلیسا تېروتنې او خطا ګانې څرګنده شوې.
 کلیسا په دې باور وه چې ځمکه مسطح او هواره ده او د کایناتو مرکز دې، خو “کوپرنیک” وېلي و چې ځمکه کروي ده او د لمر شاوخوا ګرځي، وروسته معلومه شوه چې کلیسا دروغ ویلي او کوپرنیک په حقه و.
 کلیسا وایې چې کاینات ۴۰۰۴ کاله د مسیح له زوکړې وړاندې په شپږو عادي ورځو کې خلق شوې، خو «لیل» او «داروین» وایي چې د نړۍ ژوند په سلګونو میلیونه کاله دې او د انسان د پیدایښت عمر میلیونونه کاله دې او بیا دا ثابته شوه چې دوي دواړه په سم نظر وه او کلیسا به غلطه وه.
 همدارنګه کلیسا باور لري چې 1 + 1 + 1 = 1، پداسې حال کې چې د ریاضیاتو مسائل او بنسټیز اصول دا د 3 سره مساوي ګڼي.
 همدارنګه کلیسا د ارسطو په تبعیت ویلي چې کاینات یوازې له څلورو عناصرو څخه جوړ شوی دې، په داسې حال کې چې علمي مقدماتو او د هغه اکتشافاتو ویلي چې دا عناصر ډیر دي او نن ورځ دا عناصر څه د پاسه 104 عناصرو ته رسیدلي، که څه هم معلومه شوه چې د خلقت اصلي عناصر څلور دي.
 کلیسا وايي تورات، انجیل او نورې رسالې د خدای تعالی نازل شوي کتابونه دي، خو تاریخپوهه منتقدین وايي چې دا کتابونه د دوی د لیکوالانو د پیدایښت پایله ده.
 همدارنګه، کلیسا ویلي دي چې په «عشای رباني» کې ډوډۍ او شراب د عیسی مسیح په حقیقي وینه او بدن بدلیږي؛  خو عقل، علم او ​​بدیهیات وايي چې دا ناشونې او له واقعیت څخه لرې خبره ده.
 کلیسا ویلي دي چې رهبانیت د پاکۍ او لوړ فضیلت وسیله ده، مګر انسانیت او ټولنیز علوم پدې باور دي چې دا کار د انساني فطرت سره مخالف دې او د انسانیت د تباهۍ لامل کیږي.
 کلیسا په دې باور ده چې ناروغۍ د شیطانانو لخوا ده  چې د سپیڅلي محفل په ترسره کولو او د صلیب مسح کولو سره یې درملنه کیدی شي ، مګر طب وايي چې د ناروغۍ لامل خورا کوچني ارګانیزمونه دي چې د کیمیاوي عملیاتو په واسطه له مینځه وړل کیدی شي.
 دا د کلیسا او په غربي ټولنو کې د رایج دین د تعلیماتو تر منځ د ښکاره تناقض د ډیرو مواردو مثالونه وو چې په ښکاره ډول د علم د اصولو او اساساتو خلاف وو او دین یې د غربیانو په وړاندې بې ارزښته وښود او علم یې د هغه پر ضد معرفي کړ.
له دې موضوع څخه دا څرګنده شوه چې په غربي ټولنو کې د علم د سیکولر کولو اصلي عامل د کلیسا او علم تر منځ ښکاره ټکر و. د وخت په تېرېدو سره د نړیوالو علومو سیکولریزیشن یا سیکولر کول پراخه او ټولیزه شو او د تجربوي علومو ټول اړخونه لکه کیمیا، فزیک، بیولوژي، ستورپوهنه، سمندر پیژندنه، طب او نور پکې شامل شول او بیا دا لړې نوره هم وغځېده او ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، انتروپولوژي او داسې نور یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستل. په پایله کې، علوم د ټولو لخوا یوازینی منل شوې سرچینه او مصدر شو چې د تجربې، منطق، عقلیت او نورو ټولو برخو کې حقیقت ته د رسېدو  وسیله شوه.
  په طبیعت او دین باندې د علومو تکیه یې طبیعت پالنه ګڼله او په دې برخه کې یې د الله جل جلاله، وحیې او دیني تعلیماتو رول او اغېزې ته یې پام نه کاوه.
 د علم او ​​د کليسا د توهماتو تر منځ دې لانجې په نننۍ ټولنې بدې اغېزې پرېښې دي او هر څوک فکر کوي چې ​​رښتيني ديني لارښوونې د علم او ​​علمي کشفونو او پرمختګونو سره مخالف دې. له همدې امله د زده کړې طريقې او تګلارې او همدارنګه علمي څېړنې په بشپړه توګه د ديني علومو له نښو او نظريو څخه بې برخې او خالصه سيکولر شوه او د ځوان نسل او لوستې طبقې لپاره دوه لارې تعريف شوې، يو داچې یا به دین  د رکود او وروسته پاتې کیدو سره ومني یا ملحدیت او بې دیني دې غوره کړئ، کوم چې د روښانتیا ، د فکر او نظر ازادۍ سره مل وي. له بده مرغه، د لوېدیځ غوڅ اکثریت د شاتګ له لېبل څخه د خلاصون لپاره الحاد غوره کړی دې.
 جوډ وايي: زه ممکن له شپږو څخه زیات هغه کسان ونه شمېرم چې په عیسویت باور لري، په داسې حال کې چې زه په اسانۍ سره له سلو څخه زیات ملحدین شمېرلی شم. دا ډیره ستونزمنه ده چې متدین با فرهنګه کس وموندئ. ډیری هغه خلک چې کلیسا ته ځي هغه زاړه خلک دي چې د کلتور او تمدن سره تړاو نلري او بیا هم دوی د بریتانیا د نفوس له لسمې برخې څخه زیات ندي.
 د علم او ​​​​مذهب تر منځ د جلاوالي د نورو  ناوړه او بدو پایلو او اغیزو په مینځ کې لاندې مواردو ته اشاره کولی شو:
 1- د الهي ذات په اړه اعتقادي او فکري اضطراب او اندېښنه، د خدای د وجود له موضوع څخه نیولې د هغه د صفاتو او وړتیاوو په اړه تر بحث پورې؛
 ۲-  د مخلوق د پیدایښت په مقصد نه پوهیدل او د پیدایښت د مقصد هیرول؛
 ۳-  د انسان د آزادې ارادې څخه انکار؛
 ۴-  د هستۍ او کائناتو د پیدایښت په علت نه پوهیدل او په دې مسله کې ړوند قضاوت کول؛
 ۵-  د هیوادونو او ملتونو د تخریب او د انسانانو او مخلوقاتو د نسل وژنې په برخه کې له علمي او ساینسي کشفونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه؛
 او داسې نورې ډېرې بدې اغېزې او پايلې چې د علم او ​​ساينسي کشفونو د سيکولرېزيشن او سيکولر کېدو له امله منځ ته راغلي دي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version