په پای کې پکار ده چې په لنډه توګه هغه اصول بیان کړو چې پیغمبرانو علیهم السلام په خپلو دعوتونو کې کارولي دي:
د انبیاوو علیهم السلام د بلنې اساس دا دی چې دوی له مخلوق څخه د خپل کار اجرت نه غوښت، او د دوی شعار دا و چې: «وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ»؛ ژباړه: «اې خلکو! زه له تاسو څخه [د خپل بلنې په بدل کې] اُجرت نه غواړم؛ په حقیقت کې زما اجر د رب العالمین په ذمه دی.»
د دوی د دعوت جذابیت او اغېزه د دوو قوتونو له امله و:
۱. د مخلوق څخه استغنا او د انعام نه غوښتل؛ 2. د دوی پاک ژوند.
له دې څخه دا څرګنده شوه چې د یوه دعوت کوونکي د نفوذ سرچینه، پاکوالی، استغنا، اخلاص او للهیّت دی.
د پېغمبرانو د دعوت دویم محرک د خداى پر بندګانو د هغوى خواخوږي، شفقت او د هغوى د خیرغوښتنې احساس و. کله چې دوی د خلکو بد حالت لیدی، نو د دوی زړونه سوځول کېدل. د دوی هیله دا وه چې د خدای بندګان اصلاح کړي. لکه څنګه چې د یوه مهربان پلار او مهربان ښوونکي د زړه ارمان دا دی چې ماشوم یې د دنیا او آخرت د خوښیو لور ته هدایت کړي.
لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه راغلي دي: «فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا»؛ ژباړه: «ښه نو [ای محمده صلی الله علیه و سلم] که دوی پر دغه ښوونه ایمان را نه وړي، ښايي ته په هغو پسي له غم خوړلو څخه خپل ځان بایلې.»
و «لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ»؛ ژباړه: «[ای مسلمانانو!] ستا له قبیلې څخه یو پیغمبر تاسو ته راغلی دی، ستاسو تکلیف ورته سخت دی، ستاسو پر هدایت باندې حرصناک دی او د مسلمانانو لپاره بخښونکی او مهربان دی.»
دعوت کوونکی باید تل د «الأهمفالأهم» اصل په پام کې ونیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل دعوت کې پر توحید او رسالت ټینګار کړی دی. قريشو به پوښتنه کوله: له موږ څخه څه غواړې؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ځواب ورکاوه: زه له تاسو څخه یو شی غواړم؛ او هغه دا چې که د توحید کلمه ومنئ نو عرب او عجم به ستاسو امر ته تسلیم شي. په حقیقت کې توحید او رسالت د دعوت اصلي تخم دی. که دا تخم په سمه توګه وکرل شي، نو داسې وخت به راشي چې د دعوت نیالګۍ به وده وکړي او په پاڼو او احکامو به سينګار شي.
د قرآن کریم د نزول ترتیب د دعوت غوره نمونه او طریقه ده. حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها وایي: «په لومړي پړاو کې د قرآن کریم هغه آیتونه نازل کېدل چې د جنت، دوزخ، ترغیب او ترهیب په یادولو سره به یې زړونه نرم کول، او بیا کله چې خلک اسلام ته متوجه شول نو د حلال او حرام په اړه آیتونه نازل شول.»
دا یقیني ده چې که د لومړي ځل لپاره د شرابو د تحریم حکم صادر شوی وای، کېدای شوای چې چا نه وی منلای. له دې حدیث څخه څرګندیږي چې د قرآن کریم د آیتونو په نزول کې د دعوت او تبلیغ مصلحت مراعات شوی دی. کله چې د طائف د خلکو یو پلاوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې حاضر شو، نو وړاندیز وشو چې دوی دې د لمانځه څخه معاف شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لاخیر فی دین لا رکوع له»؛ ژباړه: «هغه دین چې په هغه کې لمونځ او رکوع نه وي په هغه کې هیڅ خیر او برکت نشته.» هغوی وویل: له موږ څخه دې عشر او زکات وا نه خیستل شي او زموږ خلک دې جګړې ته ونه لېږل شي. حضرت دا دوه شرطونه ومنل او ویې فرمایل: «کله چې مسلمانان شي نو عشر او زکات به ورکړي او په جهاد کې به هم برخه واخلي.»
محدثین وایي: لمونځ هغه فرض دی چې سمدستي فرض کیږي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه هیڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی. البته جهاد کفایې فرض دی چې په ځانګړو وختونو کې فرض کیږي او عشر او زکات له یو کال وروسته فرض کیږي او له یوې مودې وروسته یې ادا کول ممکن دي. له همدې امله، دوی په دې مسله کې انعطاف وښود.
د دعوت او تبلیغ له اصولو څخه یو د اسلام وړاندې کول او معرفي کول دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د راتلو انتظار نه کاوه؛ بلکې هغه او ملګري به يې پخپله خلکو ته تلل او حق ته به يې رابلل. دوی به له مکې څخه طائف ته تلل او هلته به د سردارانو کورونو ته تلل او هغوی ته به یې بلنه ورکوله. د حج پر مهال به قبایلو ته ورتلل او هغوی ته به یې د حق پیغام ورساوه او د هغوی له تاوتریخوالي ډک چلند ته یې پام نه کاوه.
د حدیبې له سولې وروسته کله چې په جزیرة العرب کې امنیت ټینګ شو، اسلامي سفیران د مصر، ایران، حبشې، بحرین او سوریې هېوادونو ته لاړل او هلته یې د اسلام پیغام ورساوه او په دعوت او تبلیغ بوخت شول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام به هر وخت سیمو ته تلل. حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه مدینې ته ولاړ، حضرت علي او حضرت معاذ رضي الله عنهما یمن ته د دعوت په موخه ولاړل.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه زمانه کې د اصحاب صفه د تدریس او زده کړې حلقه د مسجد نبوی تر چت لاندې جوړه شوه. دوی به د ورځې لخوا لرګي ټولول او ژوند به یې په چلول او په شپه کې به یې له فرصت څخه ګټه پورته کوله او د دین زده کړه به یې کول، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مجلسونو به یې فضل حاصلاوه او نورو سیمو ته به یې د تبلیغ او دعوت لپاره د اړتیا په صورت کې استول. .
اسلام د حرکت او تحرک دین دی. خو د مسلمانانو د اوسني ژوند واقعيت داسې دى چې د مسلمانانو د پخواني پرمختګ او ودې او د دوی صالحو مخکنیو څخه خبر نشته او مسلمانان د نننۍ نړۍ په شورماشور کې حیران او سرګردان دي. هغه وخت چې اسلامي امت د دعوت په لاره روان و، د مسلمانانو طلايي دوره جوړه شوه، او کله چې امت له دعوت او حرکت څخه ودرېد، فکري رکود او عملي زوال يې په زړونو کې راښکاره شو. تېر عزت په یوه نه پوره کېدونکې خوب بدل شو چې یوازې د تاریخ په پاڼو کې لیدل کېږي.
دا په دې معنا نه ده چې اسلامي امت به نور مخ په وړاندې لاړ نشي؛ بلکې اوس چې د ملت د شاتګ او زوال رازونه په ډاګه شوي او هر چا ته معلومه ده چې د دین له څرګندو منابعو څخه فاصله او همدارنګه د ملت د ټولنیز دعوت بې تحرکي د وروسته پاتې والي اصلي لاملونه دي، دا ممکنه ده چې د دې ملت روښانه راتلونکي ته سترګې په لار اوسو. ځکه اوس د حق د لارویانو مبارک فعالیتونه او هلې ځلې مسلمانانو ته د ښه راتلونکې وعده ورکوي.
په یقین سره د دعوت، تبلیغ او رسالت له ترسره کولو پرته بله چاره نشته. موږ باید دا مسئولیت او رسالت په غاړه واخلو او هغو کسانو ته یې ور وپېژنو چې ځانونه مسلمانان ګڼي، په داسې حال کې چې دوی یوازې په نوم او رسمیت پېژني. هو، موږ دا رسالت هغو کسانو ته ورسوو چې د اسلام دعوت هغه ته په سپېڅلي ډول نه دی رسېدلی. په دې وخت كې د مسلمانانو له اوسني حالت څخه اوښتلو بله چاره نشته، ځکه چې دوی له اصلي عقيدې څخه خالي او لرې شوي دي. او باید د خلکو لپاره حقایق روښانه کړو او دغه ستر رسالت او مسئولیت په غاړه واخلو تر څو هغه لوړ مقام ته چې خدای تعالی د غوره امت (خیر امة) په توګه تعریف کړی دی، مفتخر شو. خدای تعالی فرمایي: “«کنْتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکرِ وَتُؤْمِنُونَ بالله»؛ ژباړه: «تاسو غوره امت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوی یاست. تاسو په نیکۍ امر کوی او له بدیو منع کوی او په خدای ایمان لری.»
د دین تبلیغ په اسلامي ټولنه کې د هر مسلمان له مکلفیتونو څخه دی، چې قرآن یې د اسلامي امت د امتیازاتو په توګه تعریفوي او فرمايي چې: «کنْتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکرِ»؛ يعنې د دې امت تر ټولو غوره دنده د پېغمبرانو د رسالت مسئولیت دی، او همدارنګه اسلامي دعوت د اسلامي ټولنې، حیاتي او بنسټیز هویت دی.
اسلامي دعوت په قرآن کريم کې څو ځله په مختلفو تعبیرونو لکه بلنه، نصيحت، د نيکۍ امر او له بديو منع کول، تذکیر او داسې نور ذکر شوی او دا د هر مسلمان د ژوند د فریضې په توګه بلل شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو لارښوونو په لړ کې اسلامي ټولنه له دوه پوړیزه بېړۍ سره پرتله کوي، که چیرې د ښکته پوړ خلک د اوبو راخیستلو لپاره ځانونوته زحمت ورنه کړي او د لوړ پوړ خلکو څخه یې ونه غواړي او بېړۍ سرۍ کړي، او همدارنګه د لوړ پوړ خلک یې ممانعت ونه کړي، نو د دواړو طبقو خلک به ډوب شي.
له همدې امله اسلامي دعوت د اسلامي ټولنې د ساتنې ضامن دی او د دعوت نه شتون د داسې فتنې د ښکاره کېدو نښه ده چې د ټولنې هيڅ فرد به ترې خوندي نه وي: «وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً» هیڅ عذر او بهانه په دې لاره کې نه قبول کیږي. او د دعوت پرېښودل داسې فساد دی چې ټولو ته خطر لري او د هغه فتنه عمومي ده.
له بده مرغه چې د اسلامي دعوت او مکلفیت پرېښودل د دې لامل شوی چې د اسلامي ټولنې بنسټ له منځه ولاړ شي. د دښمن فکري او کلتوري یرغل او د باطل او فساد دعوت په خپلو ټولو مادي او معنوي وسایلو سره د دومره لوی سقوط لامل ګرځېدلی دی چې کلونو کلونو ته اړتیا شته چې دغه ټول مسلمانان په خپل ټول ځواک سره د هغه د اصلاح لپاره هڅه وکړي، که نه نو، دا به خورا خطرناکې پایلې ولري.
د پورتنيو توضيحاتو له مخې، نن ورځ د دعوت اړتيا تر هر عصر زياته ده، او که دعوت د زمان او مکان له اصولو او شرايطو سره سم ترسره شي، مثبته اغېزه لري. په حقیقت کې د مسلمانانو یو له مهمو کارونو څخه بلنه ده. ان شاء الله چې هر مسلمان له خپل وجیبې څخه خبر شي او دعوت په خپلو چارو کې سر ته ورسوي او دعوت کوونکی وګرځي.