لیکوال: ابورائف


سیکولریزم «په لوېدیځه ټولنه کې د تکامل د تیورۍ اغیزې او پایلې» (پنځه ویشتمه برخه)

  کوم عوامل د دې تیورۍ د ژور اغېزمن توب سبب شول؟  دا باید معلومه شي چې که د ډاروین نظریه له هغه دورې څخه پرته په بله دوره او زمانه کې راښکاره شوې او وده کړې وي، یا د هغه دورې پرته په نورو شرایطو کې وړاندې شوې وای، نو ښایي دا ډول اغېزه به یې په غربي ټولنه نه درلوده، خو هغه څه چې دغه نظریه یې ډېره اغېزمنه کړې وه په لاندې ډول دي:
 ۱- خراب تاریخي حالات؛ د ډاروين نظريه په داسې زمانه کې څرګنده شوه چې د علم او ​​دین تر منځ جګړه تر ټولو سخت پړاو ته رسېدلې وه او صنعتي انقلاب په لوېديځه ټولنه واکمن و او یادې ټولنې ته یې له ديني او اخلاقي مسايلو پرته يو نوی رنګ ورکړی و، اروپايان هم له غلامۍ او هر ډول ذلت او ځورونې څخه چې د کلیسا لخوا پر دوی ترسره کېدل، ستړي شوي و او له هغوی څخه د غچ اخیستنې په لټه کې و؛ له همدې امله، د دې نظريې ظهور د کليسا او د مسيحي دين د تعليماتو د مخالفت يوه نوې دروازه پرانستله.
 ۲-  د شیطاني قوتونو له خوا له دې تیورۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل؛  هغه مسله چې څرګنده او واضح ده هغه دا ده چې یهود تل د انسانیت د تباه کولو او د هغوی د دین، اخلاقو او دیني رسمونو په له منځه وړلو سره د هغوی د تابع کولو لپاره پلانونه او دسیسې جوړوي؛ دا هغه مسله ده چې حتی ټول غربي مفکرین په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره به تل د دوی هغه پټ پلانونه په ډاګه شي چې دوی یې د انسانیت د تباه کولو لپاره جوړوي.
پروتوکولونه لیکي: «دا فکر مه کوئ چې زموږ څرګندې خبرې تشې خبرې دي، مګر دا فکر وکړئ چې موږ د ډاروین، مارکس او نیچې بریالیتوبونه لا دمخه ترتیب کړي وو، په داسې حال کې چې د ملتونو په منځ کې د دې اندونو او نظریاتو غیر اخلاقي اغیزه زموږ لپاره ښکاره او څرګنده ده.»
 همدا لاملونه باعث شول چې د ډاروین نظریه د یهودانو او د ژوند په مختلفو برخو او د علم او ​​​​فکر په ډګرونو کې په چټکۍ سره رامینځته او تطبیق شوه.
 یهودانو دغه نظریه د یوې بلې وسیلې له لارې هم مشهوره او عامه کړې ده او په یو ډول یې ناوړه ګټه پورته کړې ده لکه د ارتقايي تیوریو له پامه غورځول چې د الهي قدرت او د حیواناتو په وده او تکامل کې د هغې اغیزې ته پام کوي، د مسیحیت اعتقاد او دین پرځای د ډاروین نظریه د بدیل  په توګه بدلول، د ډاروین افسانه جوړول او د انسانیت د ستر مفکر او ژغورونکي په توګه د هغه اعلان او د ډاروین په مخالفینو باندې د لیکوالانو او ژورنالستانو برید؛  ځکه مطبوعات د شکمنو یهودانو په لاس کې وو.
 د یهودو لخوا د ډاروین د نظریې د دې ستاینې او مقبولیت پایله دا شوه چې غربي عیسوي ټولنه د الحاد او کفر، عقلیت او ماديت، د الله سبحانه وتعالی په وړاندې خالص کفر او ایډیالوژیکي اضطراب ته مخه کړه او د خپل دین له عقایدو څخه لرې شوه.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version