لیکوال: زید
د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اته پنځوسمه برخه)
د دمشق په دروازو کې د ځواکمنو قوماندانانو ټاکل
په هغه وخت کې دمشق ښار پنځه مرکزي دروازې درلودې چې ابو عبيده رضی الله عنه د هرې یوې لپاره خپل پياوړي قوماندانان ټاکلي وو؛ لکه څنګه چې د “خالد ابن ولید” د کتاب لیکوال لیکي: “ابو عبیده پخپله د الجابیه په دروازه کې، عمرو بن عاص د الفرادیس په دروازه کې، شرحبیل بن حسنه د التوما په دروازه کې، قیس بن هبیره د الفرج په دروازه کې او خالد بن ولید یې د دمشق ښار په الشرقي دروازه کې وګمارل.
مسلمانانو اویا ورځې د یاد ښار محاصرې ته دوام ورکړ او د دمشق خلک د رومیانو له خوا د یوه نوي ځواک په تمه وو، خو د وضعیت په کتلو سره ټول له دې ځواک څخه ناهیلي شول. سیدنا خالد رضی الله عنه سره له دې چې د پوځ اعلی سرقومندان نه ګڼل کېده، بیا هم پوره چمتووالی یې نیولی و. د ده سترګې هر طرف ته خلاصې وې، د دښمن له حرکاتو خبر وو او له هرې خوا ته یې جاسوسان استولي و، چې شېبه په شېبه یې د دښمن خبرونه ورته رسول.
د خالد رضی الله عنه لخوا د برید پېل
د جګړې او محاصرې په دې حالت کې، د دمشق یو مهم کشیش د یو ماشوم پلار شو او یوه لویه مېلمستیا یې چمتو کړله او خلکو ته یې د ډوډۍ او شراب څښلو بلنه ورکړه. هر څوک په خوراک او شرابو بوخت وو او هېره یې کړه چې دوی په کوم وضعیت کې دی.
خالد رضی الله عنه له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړه. لومړی یې د کلا پر دېوالونو ډېرې رسۍ او مزي وغورځول او بیا وروسته هر یو په خپل وار سره دیوالونو ته ور وختل. هغه حصار چې خالد او د هغه ملګري د هغه له دیوالونو څخه تېر شول، په دمشق کې تر ټولو مهم حصار ګڼل کېده. په دې حصار او کټارو کې ډېرې اوبه وې او داخلېدل ډېر ستونزمن وو؛ خو دغو زړورو دا جدي اقدام وکړ او ټولو د ختیځې دروازې په لور حرکت وکړ او ساتونکي یې ووژل. هغه مسلمانان چې په دمشق کې اوسېدل ډېر حیران شول چې د شپې په دې وخت کې په دې حصار کې څه پېښ شوي دي.
مخکې له دې چې خالد حصار یا کلا ته ننوځي، ابو عبيده رضي الله عنه د دمشق خلکو ته د سولې وړانديز وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې د خپلو جايدادونو او ځمکو نيمايي برخه مسلمانانو ته ورکړي؛ خو د دمشق خلکو دغه سوله رد کړه. بیا کله چې دوی پوه شول چې خالد د ختیځې دروازې څخه برید پیل کړی دی، نو په غوسه او اندیښمن شول او دا وړاندیز یې ومنل.
له بلې خوا خالد رضی الله عنه له خپلو ملګرو سره ډېر مخکې تللی و او بې شمېره خلک یې وژلي وو. خو کله چې د سولې په وړانديز خبر شو او ويې ليدل چې ټولو کفارو سوله کړې ده، نوموړي هم له جګړې لاس واخیست هم او سولې ته يې مخه کړه.
په دې توګه مسلمانانو او د اسلام مجاهدین وتوانیدل چې له وینو تویولو او پرله پسې جګړې پرته د دمشق خورا مهم ښار فتحه کړي.
د فحل ښار فتح کول
حمص ښار د روميانو لپاره مرکزي او مهم ځای و او شاوخوا اتيا زره جنګي ځواکونه هلته راټول شوي وو. د دغو مهماتو او خپلو لښکرو د ساتنې لپاره روميانو د فحل ښار د دفاعي نقطې په توګه ټاکلى و او ټول روميان له دغه ښار څخه د دفاع په هيله وو.
مسلمانانو هم دا حقیقت درک کړی و چې اوس په حمص برید کول ګران دي او باید لومړی د حمص دفاعي سیمي په نښه کړي او بیا وروسته پر حمص برید وکړي. ابو عبيده ؛ د خالد یو پياوړي قوماندان شرحبیل به حسنه د لښکر د لومړي قومندان په توګه وټاکه او ټول د فحل په لور روان شول.
كله چې روميانو ته د مسلمانانو د راتګ خبر ورسېد، نو د مسلمانانو په لور يې ټول سيندونه او ويالې روانې كړې؛ خو دا کار د دوی په زیان او د مسلمانانو په ګټه تمام شو. په آسونو سپاره اتیا زره جنګیالي ونتوانېدل چې په دغو اوبو او خټو کې له مجاهدینو سره جګړه وکړي. مسلمانانو د هغو بې شمېره کسان ووژل یې او ځیني یې وتښتېدل او پاتې نور یې په خټو کې بند شول.
په دې ډېره اسانه طریقه حضرت خالد، ابو عبیده او نور مجاهدین رضی الله عنهم وکولای شول چې د فحل ښار فتحه کړي، بیا ټول د حمص ښار په لور روان شول او د فتحې لپاره یې جدي تصمیمونه ونیول.