لیکوال: اسماعیل ساراني


همجسبازۍ «همجنسپالنه» (دوهمه برخه)

همجنس پالنه د قرآن له نظره
د همجنسبازۍ څخه کرکه د قرآن په مختلفو ځایونو کې بیان شوې ده. لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي د لوط علیه السلام قوم په لومړي توګه دا پروسه منځته راوړه. راځئ یو ځل هغه آیاتونه وګورو چی په دی موضوع کې راغلي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: «إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ».
د تفسیر لنډیز: «(او لوط علیه السلام مو) څو کلو ته د پېغمبر په حیث واستاوه کله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو دومره بد کار کوئ چې ستاسو څخه مخکې په نړۍ کې هیچا نه دی کړی، (یعنې) تاسو په نارینه باندي شهوت کوئ او ښځي مو پریښودلي دي. (او داسې نه ده چې تاسو په دې کار کې دوکه شوي یاست) مګر تاسو (د انسانیت) له حدودو څخه تیری کړی دی او د هغه قوم لخوا (د دې مسئلې په وړاندې) هیڅ معقول ځواب نه دی ورکړل شوی، مګر دا چې (په باطل سره یې) وویل: چې دغه (حضرت لوط علیه السلام او د هغه سره ورسره مومنان) له خپل ښار څخه يې وباسئ (ځكه) چې دوى غواړي چې پاك او صاف پاتي شي (او موږ ناپاك او پلیدان معرفي کوي، نو پاكان په ناپاكو كې څه كوي؟).»
ابو حیان رحمه الله وايي: « لکه څرنګه چې انسان ته د دې عمل بدوالی معلوم شو او عقل ته یې کرکه څرګنده شوه. د تعریف «الف و لام» چې د (الفاحشة) په کلمه کې راغلې، دا ښيي چې دوی د دې ناوړه عمل لومړني عاملین او پیل کوونکي وو.»
عمرو بن دینار رحمه الله وايي: «د لوط علیه السلام له قوم مخکي او د مخکنیو امتونو په منځ کې داسې نه دي لیدل شوي چې یو سړی دې له بل سړي سره جنسي اړیکه ولري.»
ابو سعود رحمه الله وايي: «د (شهوة) قید ځکه راوړه شوی دی چې د دوی حیوانیت ته اشاره وکړي او دا هم په ډاګه کوي چې د یو هوښیار انسان د جماع (نږدې کیدو) څخه هدف او انګیزه په حقیقت کې د اولاد غوښتنه او د نسل بقا ده، نه یواځې شهوت.»
اموي خلیفه ولید بن عبدالملک رحمه الله وايي: «که په قرآن کې د لوط علیه السلام د قوم پېښه نه وای ذکر شوې، نو موږ به فکر نه کاوه چې یو انسان دې داسې کار وکړي.»
حدیثونه
د همجنس پالنې(همجنسبازۍ) په اړه ډېر احادیث شته چې ځینې یې دلته ذکر کوو.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: «الله جل جلاله په خپلو اوو مخلوقاتو له اوو اسمانونو څخه لعنت کړی دی، مګر په دوی کې په یوه باندې درې ځله لعنت استول شوی، او نور یې یو وار لعنت کړي دي، او ویلي دي: ملعون دی، ملعون دی، ملعون دی هغه څوک چې د حضرت لوط علیه السلام د قوم عمل وکړي.»
حضرت ابوهریره رضي الله عنه وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څلور ډلې دي چې د خدای په غضب کې شپه تېروي، او د خدای په غضب کې سهار راپاڅیږي. ما وویل: ای د خدای رسوله دوی څوک دي؟! هغه مبارک علیه السلام وفرمایل: هغه نارينه چې ځانونه له ښځو سره مشابهت کوي، او هغه ښځې چې ځانونه له نارينه وو سره مشابه کوي، او هغه چې له څارویو(حیوانانو) سره جماع کوي، او هغه چې له نارينه وو سره لواطت کوي.»
حضرت ابوهریره رضي الله عنه وایي: «رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: د همجنسبازۍ فاعل او مفعول ووژنئ.»
حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه کس په  اړه چې د حضرت لوط علیه السلام د قوم عمل کوي فرمایي: « فاعل او مفعول دواړه ووژنئ.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version