د رسول اللهﷺ اخلاق (دوهمه برخه)
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مهربانۍ، عدالت، عاجزي، زړورتیا، صبر او حيا په څېر ځانګړنې لرل او حتی تر بعثت مخکې هم ډېر نېک اخلاق يې درلودل، چې د اسوۀ حسنه په توګه یاد شوی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقي ځانګړتیاوو د پیژندلو اهمیت
رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د اخلاقي ښکلا مصداق دی، او د دې لپاره چې د هغه اخلاقي ځانګړتیاوې او وړتیا د نمونې او الګو په توګه وټاکل شي، بايد د هغه په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړو. د اسلام په دين کې رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته د نمونې په توګه د خداى تعالى هغه درسونه بيان کړي چې په قرآن کريم کې راغلي دي او پخپله هم د دې آسماني کتاب ښوونکى دى. زموږ دنده دا ده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پیروي وکړو. هر هغه څوک چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاقي ځانګړتياوي وپېژني،د معرفت او اخلاقو په لحاظ ځان يې بشپړ کړی.
په لومړی ګام کې، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم چلند په خپل ژوند کې د بېلګې په توګه ټاکل، دا اړينه ده چې د هغه د وجود ټول اړخونه موږ ته د درک وړ وي. کله چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وجود ژوروالی وپیژندل شي، نو بې خبره ټول چلندونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان شي. له همدې امله د پېغمبر اکرمصلی الله علیه وسلم د اخلاقي ځانګړتياوو د پېژندلو موضوع ډېر مهم ده.
په بل پړاو کې باید د ښه اخلاق ابعاد د مفهوم له نظره وڅیړل شي تر څو د هغه مصداق غلط نه شي، تر څو پوه شو چې آيا پر شنډو مسکا لرل، ښه اخلاق ګڼل کیږي او يا دا چې ژوره مانا لري.
د ښایسته او نېک باطن درلودل د ښه خوی په راڅرګندېدو کې اغېزمن دي. د دې په پام کې نیولو سره چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ښکلی باطن درلود، د دې مطلب په پوهېدو او د موضوع روښانه کولو وروسته، اراده او عزم مهم دی. کله چې یو څوک اراده ولري چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل الګو وګرځوی، نو هغه وخت بریالی کېدای شي. په حقیقت کې، تر هغه چې قوي اراده شتون ونه لري، هیڅوک نه شي کولای چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان لپاره د بېلګې په توګه وګڼي.
په هغه وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند کاوه، ډېر خلکو هغه په بشپړه توګه پېژنده، مګر د هغه صلي الله عليه وسلم څخه د ګټې اخیستنې اراده نه درلوده، دوی هیڅکله ونشو کولای د هغه پیروي وکړي او په ځینو مواردو کې دوی حتی ګمراه شوي هم دي. همدارنګه د دې قضیې برعکس هم شتون درلود.
بله مسله چې د پیغمبرصلي الله عليه وسلم د ښو اخلاقو د پیژندلو په برخه کې اړینه ده، د استمرار او څارنې مسله، په اصل کې د دې ځانګړتیا ساتنه ده چې په پورتنیو مرحلو کې ترلاسه شوې. د دې صفت کارول او ګټه اخیستل د هغه دوام او ساتنې ته اړتیا لري.
که د ښه خوی ځانګړنه ګام په ګام وکارول شي، د انسان په وجود کې به ډېرې او هراړخیزې اغېزې راښکاره شي، چې په باطن کې به یې سکون پیدا شي، وجود ته به پراخوالی ورکړي او وجود به یې د ښه والي مظهر وګرځي.
د دې ځانګړتيا اهمیت (د پیغمبرصلی الله علیه وسلم د اخلاقو د پیژندلو اهمیت) تر دې حده چې الله جل جلاله خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم داسې ستايلی دى: «وَ إِنَّکَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِیمٍ»؛ «اې پیغمبره! په حقیقت کې، ته په ډېرو لويو اخلاقو باندې (فايز) يې»
له بلې خوا، پيغمبر صلى الله عليه وسلم د خپل ماموریت موخه د اخلاقو فضیلتونو بشپړول معرفي کړی: «إنما بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَکارِمَ الأَخلاق»؛ ” زه د اخلاقي فضیلتونو بشپړولو ته هڅول شوی یم.”[1]
ادامه لري…
[1]. مسند بزار، مسند ابو حمزه انس بن مالک، ۱۵ برخه، ۳۴۴ مخ، ۸۹۴۹.