دا الزام په ټولو موضوعاتو کې و او هیچا یې د رد کولو توان نه درلود. حتی واکمنانوله کلیسا څخه ویره درلوده چې له دوی سره به جګړه وکړي او کله کله به د دوی ګټې له کلیسا سره شریکې شوې او دا عشرونه د دوی د بقا لامل و. له همدې امله د دواړو خواوو د واک لپاره، یعنې کلیسا او پاچاهانو ته لازمه وه چې وضعیت همداسې وساتي او کوم بدلون رامنځته نه کړي.
۴ – د «لومړي کال» مالیه
اوقافو او عشرونو د کليسا حرص او لوږه ونشو مړه ولی، بلکې ماليات او نور مالي عوايد يې هم ټاکلي و، په تېره بيا په استثنايي حالاتو کې لکه صليبي او سپېڅلي مراسم او د هغوی په وسيله يې د رعيت پر اوږو بار ایښودلی و.کله چې دوه ویشتم «پاپ حنای» مسؤلیت په غاړه واخیست، هغه یو جدي نوښت رامینځته کړ چې د “لومړي کال مالي” په نوم پیژندل کیږي. دا مالیه د هغه عایداتو څخه جوړه وه چې په لومړي کال کې له هر مذهبي یا فیوډالي وظیفې څخه اخیستل کیده او په اجباري ډول کلیسا ته ورکول کیده.
۵- صدقه او خیرات
کلیسا د ډیرو سوغاتونو او مرستو څخه ګټه پورته کوله کوم چې بډایه او د جایداد خاوندانو ورته د خوشالۍ او غوړه مالۍ لپاره ورکولې، که څه هم کلیسا په ښکاره توګه دا غوښتنه نه وه کړې، خو بډایه خلک د دې حرص څخه خبر وو او په همدې خاطر یې د کلیسا له بندیز او غضب څخه د ځان ژغورلو لپاره دا ډول ډالۍ یې ورکولې.
دا ډالۍ له هغو سوغاتونو او مرستو پرته نورې وې چې کلیسا ته د ځانګړو مراسمو او رخصتیو پر مهال ورکول کېدې.
6- په وړیا توګه د کارګرانو ګمارل
کلیسا په مختلفو برخو کې په وړیا توګه خلک استخدام کړل او خپلې پروژې او پروګرامونه یې ترسره کړل لکه د کلیسا او زیارتونو جوړول د خپلو پیروانو په اوږو. پیروان اړ وو چې د یوې ټاکلې مودې لپاره د کلیسا لپاره وړیا کار وکړي، چې معمولا په اونۍ کې یوه ورځ وه. په دې توګه عام خلک د کلیسا د سخت دریځۍ او مالي سرغړونو تر فشار لاندې راغلي و او د یو فرصت په لټه کې ول چې وکولی شي له دې ناخوالو او ستونزو څخه ځانونه وژغوري.