حضرت فیروز دیلمي رضی الله عنه (اوولسمه برخه)
د احادیثو ځینې کتابونه چې د حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه حدیثونه یې ذکر کړي دي
ډېرو سترو امامانو او محدثينو په خپلو کتابونو کې د حضرت فيروز ديلمي رضي الله عنه حديثونه او مناقب ثبت کړي دي. خو د متن د اختصار او د ټولو کتابونو د ذکر کولو د نه اړتیا لپاره، ځینو ته به اشاره وکړو:
-
امام ابو عبدالله، محمد بن اسماعیل بخاري رحمه الله په “الجامع الصحیح” کې.
-
امام مسلم ابن حجاج نیشابوري رحمه الله په “صحیح مسلم” کې.
-
امام ابوداود، سلیمان ابن اشعث سجستاني رحمه الله په “سنن ابي داود” کې.
-
امام ابو عیسی محمد ابن عیسی ترمذي رحمه الله په “سنن ترمذي” کې.
-
امام ابو عبدالرحمن احمد ابن شعیب نسايي رحمه الله په “سنن النسائي” کې.
-
امام ابن ماجه محمد بن یزید قزویني رحمه الله په “سنن ابن ماجه” کې.
-
امام احمد بن ابی بکر بن اسماعیل البویصري رحمه الله په “إتحاف الخيرة المهرة بزوائد المسانيد العشرة” کي.
-
امام تقي الدین ابو الفتح محمد بن علي بن وھب بن مطیع قشیري چې په ابن دقیق العید رحمه الله مشهور دی، په “الإلمام بأحاديث الأحكام” کې.
-
امام احمد بن حسین بن علي بن موسی ابوبکر بیهقي رحمه الله په “سنن بیهقی” کې.
-
امام حافظ بن عمر دارالقطني رحمه الله په “سنن الدارقطنی” کې.