د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دري دیرشمه برخه)
د «هرمز» لنډه پېژندنه (د ابله د خاورې قوماندان)
هرمز د ایران د پاچا (اردشیر) یو له جنګیالیو او زړورو قوماندانانو څخه و، چې د هغه له خوا د اوسني عراق د ابله په سیمه کې د بصرې په ښار کې د فارس او ایرانیانو د سرحدونو د ساتنې لپاره په دنده ګمارل شوی و.
امام ابن کثير رحمه الله لیکي: د عجمو په منځ کې د هرمز په پرتله د اسلام له سپېڅلي دین او عربو سره بل هیڅوک ډیره دښمن نه درلوده.
دوى په خپل بل كتاب كې ليكي :دغه هرمز چې موږ پرې خبرې کوو، د خپلو نيتونو او باطني چارو له مخې تر ټولو بد سړی دی، د کفر له لحاظه تر ټولو سخت سړی دی، په پارسي او ايرانيانو کې ډېر عزتمند او مشهور و؛ څرنګه چې دا د ايرانيانو په منځ کې دا عادت او دود و چې هر هغه څوک به چې د هغه عزت او مرتبه لوړه شوه، هغومره به د هغه په ګاڼو او قیمتي شیانو کې زیاتوالی راغی، له همدې امله هرمز د داسې خولۍ څښتن و چې ارزښت یې سل زره درهمو ته رسیده.
خالد رضی الله عنه، هرمز او نورو قومندانانو ته یو لیک واستاوه
امام طبري رحمه الله لیکي: مخکې له دې چې خالد عراق ته لاړ شي، هغه د «ابله» سیمې قوماندان هرمز ته په لاندې منځپانګه کې یو ګواښونکی لیک ولیکه: اما بعد؛ اسلام راوړئ تر څو په امن کې اوسئ، کله چې زما دا لیک تاته ورسید؛ د هغه په ځواب کې، د خپلې ذمې د تړون منل بیرته ماته راولیږه او جزیه یې ورکړه، او که داسې ونه کړې، نو پوه شه، په هغه ذات مې قسم دې چې پرته له هغه بل حق معبود نشته، زه به داسې لښکر د جګړې لپاره در واستوم چې لکه څنګه چې تاسو د ژوند سره مینه لرئ ، هغوی په همغه کچه له مرګ او شهادت سره مینه لري .
امام ذهبي رحمه الله له ابو وائل څخه روایت کوي چې ویلي یې دي: حضرت خالد رضي الله عنه پارسیانو ته یو لیک ولیکه چې زما سره داسې لښکر شته چې دا خوښوي چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، لکه څنګه چې تاسو د شراب څښل او د هغه مستي خوښوئ .
له دې لیک څخه دښمن سخت وډار شو او په هره سیمه کې چې موجود وو له خالد سره د جګړې لپاره یې تیاری پیل کړ؛ څرنګه چې ټولو د ایران پاچا ته یو لیک ولیکه او هغه ته یې د عراق د عجم په خاوره کې د حالاتو په اړه خبر ورکړ؛ څرنګه چې هغه پخپله هم په دې خبره حيران شو او په عراق کې يې خپلو قوماندانانو ته ډېر ليکونه وليکل او د حل لار يې ورته ښوولې.
له دغو پېښو څخه چې د حضرت خالد رضی الله عنه، حضرت ابوبکر رضی الله عنه او د ایران او عراق د پاچاهانو او قوماندانانو تر منځ رامنځ ته شوې، په څرګنده توګه معلومېږي چې په هغه وخت کې د اسلام لښکرې په ځانګړې توګه د حضرت خالد رضی الله عنه لښکر ډېر پياوړی و؛ په داسې توګه چې د دواړو خواوو تر منځ تر اوسه جګړه نه وه شوې؛ خو د عجم ټول تاج اغوستونکي او تخت ناست کسان په لړزه شول او د ماتې او بربادۍ څخه ویریدل.
له بلې خوا، موږ ګورو چې په هغه وخت کې مسلمانانو دومره غرور، هیبت او دبدبه درلوده چې د نړۍ امپراتوريو او قدرتونو ته يې په خپلو ليکونو کې له هر ډول غوړه مالۍ او نرمۍ پرته، د ګواښ او تشدید سره به یې د نړۍ متکبرانو ته اخطار ورکړ تر څو له ظلم او زیاتي څخه لاس واخلي او د اسلام د مهربانۍ او خیر غوښتنې لمن ټینګه کړي .