لیکوال: م. فراهي توجګي
اسلام او ډیموکراسي (دوهمه برخه)
د دموکراسۍ تاریخ
د دموکراسۍ کلمه په لومړي ځل په لرغوني یونان او د «آتن» په ښار کې د «کلیستن» لخوا وکارول شوه (510 ق م). هغه د «هیپارک» او د هغه د ورور «هیپارس» د واکمنۍ له ختمولو وروسته، قانون کې یې اصلاحات راوړ، او حکومت یې د کلیوالو او غریبانو ته وسپاره. په دې ډول دموکراسۍ کې له ښځو او غلامانو پرته ټولو خلکو په مستقیمه او شخصي توګه د قوانینو په جوړولو کې برخه اخیسته او په اجرایوي څوکیو به د قرعې له لاري ګومارل کېدل.
له لرغوني یونان څخه اوسني عصر ته
د دموکراسي (یا د خلکو لپاره د خلکو د حکومت) مفکوره د مشهور تاریخ لیکونکي «هرودت» له وخت راهیسې د یوناني فیلسوفانو او لیکوالانو په آثارو کې موندل کیدی شي. په لرغوني یونان کې حکومت د دموکراسۍ پر بنسټ ولاړ و او د آتن د اساسي قانون له مخې هر وګړی چې عمر یې شل کلن و، د ښار په شورا کې یې د ګډون حق درلود. د یونان تر څنګ په ختیځ (هند او لرغوني چین) کې هم د دموکراسۍ مفکوره پیژندل شوې وه. داسي چې ځینې تاریخپوهان د دموکراسۍ لومړنی ځای چین او هند ګڼي. افلاطون او ارسطو چې د لرغوني یونان له پوهانو څخه دي، په خپلو اثارو کې د دموکراسۍ یادونه کړې ده. د افلاطون په اند که څه هم د دولت د طبقه بندۍ معيار يې علم دی، خو بیا هم دموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه وه. ارسطو دموکراسي د بې وزلو او بې وسه خلکو د واکمنۍ څرګندونه ګڼلې ده. له همدې امله، دموکراسي د دواړو مفکرینو لخوا مسخره شوې او پر هغه باندي یې نیوکه کړې ده.
په لرغوني یونان کې د دموکراسۍ پر بنسټ د حکومت شتون یو لنډمهاله حکومت و او دوام یې و نه کړ. په لويديځ کې د «رنسانس» او د دیني اصلاحاتو د غورځنګ د څو پېړيو له تېرېدو وروسته، د نوې دموکراسۍ فکري بنسټ په تدريجي ډول کېښودل شو. له «ماکیاولي» څخه تر «هوبز» او «لاک» او بیا «روسو» او «مونتسکیو» پورې، هر یو د دموکراسۍ د مفکورې په جوړولو کې ژور اغیز درلود؛ په دې توګه په شلمه پېړۍ کې د انسان د فکر په جوړولو کې د دموکراسۍ نظریه داسې ځای ته ورسېده چې له مسیح مخکې پیل شوې وه. په مفهومي لحاظ، د «روسو» دموکراسي د لرغوني یونان له دموکراسي سره توپیر درلود؛ روسو په دې باور و، چې پر خلکو د خلکو واکمني په عملي توګه ناشونی دی. هغه مفهوم چې روسو وړاندې کړ د اکثریت واکمني وه. د دموکراسۍ دغه طریقه هم په عمل کې کار و نه کړ، او د هغې نیمګړتیاوې د فرانسې د پاڅون په وخت کې څرګندې شوې. هغو کسانو چې د فرانسې د انقلاب وروسته یې حکومت په لاس کې ونیول، د خلکو د اکثریت په نوم یې دیموکراتیک حکومت جوړ کړ. او د دولت په برخه کې د دوی افراط داسي تشریح شو چې څنګه چې یو فرد یا اقلیت کولای شي ظالم وي، اکثریت هم کولای شي مستبد او ظالم وي او د اکثریت په نوم ظلم تر نورو هم خطرناک وي.
که څه هم د دموکراسۍ په اړه د روسو لید سم شوی و، خو په عمل کې له ستونزو سره مخ شو. له همدې امله د لویدیځ ځیني لیکوالان دې پایلې ته ورسېدل چې په حکومت کې د ټولو یا د اکثریتو خلکو مستقیم ګډون د اجرا وړ نه دی، نو د ولسواکۍ نوې نظریه د خلکو د غیر مستقیم حاکمیت(یا د استازیتوب سیسټم) پر بنسټ وړاندي شوه. له همدې امله د استازیتوب طریقه او د اکثریتو رایه یو عام مقبولیت تر لاسه کړ. نن ورځ، دموکراسي د اکثریت خلکو د استازو واکمني ده د یو فرد یا اقلیت د واکمنۍ پر وړاندې. نو هغه څه چې له لرغونې دموکراسۍ څخه عصري دموکراسۍ ته په لیږد کې بدل شو، د خلکو د حاکمیت اصل نه دی، بلکې د پلي کولو طریقې یې دي. له همدې امله، هغه دموکراسي چې موږ یې پېژنو،د هغه د جوړښت څخه ډېر وخت تېریږي، د دموکراسي تدریجي تکوین او جوړښت په ډيرو بدلونونو سره پیاورې شوې ده. د دغو پرمختګونو څخه کولی شو په 1215 کال کې د «مګنا کارټا» د سند لاسلیک، په 18 پیړۍ کې د فرانسې او امریکا انقلابونه، او په 19 پیړۍ کې په شمالي اروپا کې د رایې پراخوالي یادونه کولی شو. البته، دا په شلمه پیړۍ کې وه چې د دموکراسۍ مفکوره د یو عادي حکومت په توګه رامینځته شوه. هغه بڼه چې په ټولو هیوادونو لکه اروپا، امریکا، آسیا او افریقا کې د هغه ادعا کیږي.