حج د اسلام پنځم رکن دې او لغوی معنی یې د لوی شي یا ستر کار لپاره قصد او اراده ده.
د فقهاوو په اصطلاح کې حج هغه دی چې یو مسلمان په ټاکلي وخت کې د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره بیت الله الحرام ته ولاړ شي.
د قرآن له نظره د حج فرضيت
حج په هر مسلمان باندې د شرطونو له پوره کېدو وروسته فرض دې او فرضیت يې له قرآن، نبوي سنتو او د اسلامي امت په اجماع ثابت دی.
«وَ لِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَ مَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِين»؛ او د خداى لپاره پر هغو خلكو باندې د بیت الله حج واجب دې، چې هغه ته د رسيدلو توان ولري او څوك چې كافر شي، الله تعالی له خلکو او نړیوالو څخه بې نیازه دې .
دا آيت په ډېر فصاحت او بلاغت سره د هغو کسانو لپاره د حج فرضيت او ضرورت ثابتوي چې د حج کولو توان لري. ځکه چې د کریمه آیت په دوام کې وايي: «ومن کفر…» پر دغه فرضیت او لزوم باندې لا زیات او په بشپړه توګه ټینګار کوي.
په نبوي احادیثو کې د حج فرضیت
د قرانکریم سربیره نبوي احادیث هم په ښکاره توګه د حج فرضیت تایید او تاکید کوي او له هغو څخه یو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «بُنِي الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَ أَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ، وَاقام الصَّلاة وإيتاء الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصِيَام رَمَضَانَ»؛ اسلام په پنځو بنسټونو ولاړ دی: ګواهي او اعتراف چې له الله پرته بل معبود نشته او هغه محمد صلی الله علیه وسلم د خدای تعالی استازی او پیغمبر دی، لمونځ ادا کول، زکات ورکول، د بیت الله حج او د رمضان د مبارکې میاشتې روژه نیول.
د مسلمانانو د اجماع له نظره د حج فرضيت
د اسلام له پيل څخه تر نن ورځې پورې د اسلامي نړۍ د مختلفو اديانو علماء او فقهاء په دې اتفاق او اجماع ته رسېدلي دي چې په هغه کس چې د حج کولو توانایي او استطاعت ولري په ټول عمر کې یو ځل حج کول فرض دې او د فرضیت څخه یې انکار کفر او ارتداد دې. پر دې سربېره يې ويلي دي: څوک چې له بيت الله الحرام پرته بل ځای د ځان او يا د نورو لپاره د حج لپاره جوړ کړي او د کعبې شريفې پر ځای يې وګڼي هم کافر او مرتد دې.