بې له شکه، شپږمه او اوومه پیړۍ د تاریخ تر ټولو ټیټه دوره وه، ځکه چې د څو پېړیو راهیسې، انسانیت له مینځه تللی و، او په ځمکه کې هېڅ ځواک شتون نه درلود چې لاس یې ونیسي او د سقوط څخه یې مخنیوی وکړي.
د ورځو په تېرېدو د هغه د ذلت او زوال سرعت په ډېرېدو و. په دې پېړۍ كې انسان خپل خالق هېر كړى و او په پايله كې يې له خپل ځان او تقدير څخه غفلت كړى و او د ښه او بد د توپير توان يې له لاسه وركړى و.
د پېغمبرانو بلنه يې تر ډېره وخته هېره کړې وه. هغه څراغونه چې دوی روښانه کړي وو د سختو طوفانونو له امله مړه شوي وو او که چیرې کومه رڼا پاتې وه نو دومره ضعیفه او تیاره وه چې یوازې د ځینو زړونو یې رڼا کولی شوو، نه کورونه او ښارونه.
دیني خلک او عالمان له فتنو څخه د خپل ځان او روح ساتلو لپاره، سولې او آرامۍ ته د رسېدو او د ژوند له ستونزو یا د دین او سیاست تر منځ د جګړو د خلاصون لپاره له ژوند څخه تښتېدلي او کلیساګانو او د ټولنې څخه یې جلا ځایونه ته مخه کړې وه. که له دوی څخه ځینې د ژوند په دې ناوړه څپو کې پاتې شوي وای، نو اړ وه چې د نړۍ له واکمنانو او خلکو سره به یې جوړجاړی کولی او له هغوی سره به یې په ګناهونو، زنا او د خلکو مال په ناحقه خوړلو کې یې مرسته کولی.
د فرد او ټولنې په اصلاح کې د اسلام طریقه:
مخکې له دې چې په اسلامي تمدن کې د انساني ارزښتونو او اړیکو موخې بیان کړو، غوره ده چې هغه طریقه بیان کړو چې اسلام د انسان په ښوونه او روزنه کې کاروي تر څو یو ښه، صالح، متوازن، با ثباته او همغږی انسان شي، چې د هر حقدار حق پوره کوي، د اصلاح او توازن دا طریقه دوه اساسي ستونونه لري:
لومړی: د ضمیر او نفس روزنه
دوهم: په خدایي قانون باندي استقامت
خو هغه څه چې ضمیر او نفس ته ښوونه او روزنه ورکوي، بې له شکه هغه رباني عقیده چې د خدای جل جلاله له عظمت او د هغه له وېرې او تقوا څخه یې په خصوصي او عامه توګه پوهه کړې وي او هغه یې خپل شعار ګرځولی وي، کله چې د انسان په روح کې ریښه ونیسي نو د “مراقبې” پکې ډېروي او خدای جل جلاله په هر ځای کې حاضر او ناظر بولي. دا بې ځایه او داخلي احساس د انسان روح دې ته اړ کوي چې د نورو په وړاندې خپل ځان محاسبه کړي. د دې له فضيلتونو څخه د مؤمن د باطني او فطري ارادې پياوړي کول دي او هغه به نور د خپلو خواهشاتو اسير نه وي، بلکې د تقوا او د ايمان لامله به خپل ځان به منظم کوي، او دا چې ثابت قدم پاته کېږي او په خپلو اعمالو کې د ښه والي او ښه کولو هڅه وکړي او د دې کار اجر به یوازې له خدای جل جلاله څخه به غواړي. په دې کې شک نشته چې په مناسب وخت کې د عبادت ترسره کول او ادا کول، د مختلفو عباداتو د ادا کولو تعهد او اعتقاد، د مرګ یادول او له هغه وروسته چې څه پېښیږي، او د قیامت د ورځې په اهمیت او نو ټول هغه لاملونه دي چې د الهي عقیدې هغه اړخونه پیاوړي کوي چې د انسان په روح کې په پام کې نیول کېږي او دی د ویرې او دُنیاوي افکارو څخه خلاصوي ترڅو د ټولو ځمکنیو ځواکونو په وړاندې ودریږي او د هیڅ حاکم او ظالم څخه ویره ونلري. د پادشاهانو په زور او د مال او مقام په ګمراهۍ کې د ذلت او خوارۍ احساس به نه کوي او داسې الهی او ثابت ایمان خپل مالک له دُنیاوي فتنو او ازمایښتونو څخه ساتي او په همدې ایمان سره د الله تعالی جل جلاله په دربار کې به په لوړه غاړه ولاړ وي، او لوړ مقامونه به لري او د نورو د هدایت او اصلاح په هیله د عاجزۍ او وقار سره نړۍ پرستانو ته ګوري او غواړي په ټینګ عزم سره هغوی هم هغه مقام ته ورسوي چې خدای جل جلاله ده ته ورکړی دی. او له دې ترخه او بدمرغه ژوند څخه يې وژغورل شي، چې دوى په کې بند پاتې دي او عذاب ویني.
د بېدارۍ اړوند تحولات:
د بېدارۍ(ویښتیا) تحولات چې د دیارلسمې هجري پېړۍ له پیل څخه د اسلام له نوي تمدن سره د تطبیق په هڅه کې پیل شوه، تر نن ورځې پورې د اسلامي حکومت او اسلام په اړه د مختلفو نظریاتو او افکارو سره (د یو نړیوال عقیدې او د عمل د لارښود په توګه) او همدارنګه د اسلام د دریځ په تشریح کولو سره په نوې نړۍ کې تر اوسه دوام لري؛ له همدې امله، په نظري او عملي توګه په دې کې د افکارو او عملونو پراخه لړۍ او همدارنګه مختلف او کله ناکله متضاد حرکتونه (له اصلاحي څخه تر انقلابي پورې) شامل دي.
د اسلامي بېدارۍ د ناکامۍ لاملونه:
د اسلامي بېدارۍ د ماتېدو لاملونه ډېر دي. مګر په لنډه توګه، ځینې شیان بیان شوي. هیله ده چې دا به د هغو کسانو لپاره ګټور وي چې غواړي ویښتیا راوړي او د دې نیمګړتیاو د جبرانولو لپاره کار پیل کړي: