د الله تعالیٰ جل جلاله توره(خالد بن ولید رضي الله عنه) ژوند ته لنډه کتنه (درې ویشتمه برخه)
د تبوک په غزوه کې حضرت خالد رضي الله عنه
«تبوک» څه شی دی او چېرته موقعیت لري؟
تبوک د یوې لویې سیمې نوم دی چې د مدینې ښار شمال لویدیځ لوري ته په بشپړه توګه د مدینې منورې او د سوریې د دمشق ښار ترمنځ پرته ده.
د تبوک د غزوې اسباب او لاملونه؛
وروسته له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د«موتې» له غزوې څخه فارغ شو او د اسلام دُښمنانو ته یې سخت ګوزار ورکړ، رومیانو او عیسویانو بیاځلي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جګړې پرېکړه وکړه؛ خو دا ځل د رومي امپراتورۍ په یووالي او اتحاد سره د روم ټول قوتونه د جګړې ډګر ته را ننوتي ترڅو د دوی په ګمان د تاریخ له پاڼې څخه د اسلام او مسلمانانو نوم د تل لپاره له منځه یوسي.
دا خبر د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، د دې خبر په حقيقت باندې تر پوره ډاډ وروسته یې عمومي اعلان وکړ او ټولو ګرانو اصحابو ته يې خبر ورکړ، چې له روميانو سره د جګړې لپاره تيارى ونيسي.
په دې جګړه کې کابو دېرش زره مجاهدین د الله تعالیٰ الله جل جلاله د دین د لوړولو لپاره چمتو شول. په دې جګړه کې هیڅ یو منافق شتون نه درلود. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې اصحاب هم و ازمویل شول او له جګړې څخه پاتې شول.