د معتزله وینا د «منزله بین منزلتین» د اصل په اړه په خورا ساده ډول پېل شوه، دوی پرېکړه وکړه چې د لویې ګناه مرتکب نه مؤمن دی او نه کافر، بلکې فاسق دی. دوی فسق د ایمان او کُفر ترمنځ درېیم مقام، یو خپلواک او جلا مقام ګڼي؛ نو د لویې ګناه مرتکب له مؤمن څخه بد او له کافر څخه غوره دی او د مؤمن درجې ته نه لوړېږي او نه د کافر درجې ته ښکته کېږي؛ دا رایه او د دوی نظر له یوې فقهي مسلې پرته بل څه نه ده کوم چې دومره مهم نه دی.
ابن المرتضي په دې اړه د معتزلې اجماع نقلوي او لیکي: «مګر پر هغه څه چې معتزله متفق دي هغه دا دي چې معتزله د منزله بین منزلتین په اجماع باندې متفق دي او هغه دا چې فاسق نه مؤمن دی او نه کافر!.
علامه اسفراییني لیکي: دا یو له بدو مواردو څخه چې معتزله پرې متفق دي او وايي: فاسق د منزله بین منزلتین په حالت کې دي، نه مؤمن دی او نه کافر، که له دې نړۍ څخه لاړ شي مخکې له دې چې توبه وباسي د تل لپاره به په جهنم کې پاتې او د خدای تعالی جل جلاله لپاره دا روا نه ده چې هغه ته بخښنه وکړي او یا پرې رحم وکړي، که خدای تعالی جل جلاله په هغه رحم وکړي او یا یې وبخښي نو هغه به د حکمت څخه وتلې دي او هغه ته د شرک په بخښنې سره هغه د اله له مقام او درجې څخه لیري شوی، الله جل جلاله پخپله فرمایلي دي: «إن الله لا یغفر أن یشرک به و یغفر مادون ذلک لمن یشاء»؛ (بیشکه چې الله هغه څه نه بخښي چې له هغه سره شریک وي او یوازې هغه چا ته یې بخښي چې وغواړي.)
خو د الله سُبحانه وتعالی دغه قول دوی ردوي؛ لکه څنګه چې خدای تعالی جل جلاله فرمایي: (قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ).(53).؛ (اې پېغمبره! ستا له طرفه) ووايه: اې هغو بندګانو چې پر خپل ځانو اسراف کړى دى، د خدای جل جلاله له رحمت څخه مه نا اُمېده کیږئ، بېشکه خداى جل جلاله ټول ګناهونه بخښي، بې شکه هغه ډېر رحم کوونکى دى.) همدارنګه فرمايي: (إنَّهُ لا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكافِرُونَ). ژباړه:(ځکه چې یوازې د کافرانو ډله د خدای جل جلاله له رحمت څخه نه نا اُمېده کیږي.) «یعني د لویې ګناه مرتکب، ځکه چې په وعده او تړون کې مؤمن ته ورته دی، خو په عمل کې نه دی او په عمل کې له کافر سره ورته دی نه په تړون کې، نو هغه د دې دواړو په مینځ کې دی؛ نو د هغه سزا د کافر له عذاب څخه کمه دی.»
که موږ د معتزله دين وڅېړو نو وبه ګورو چې هغوى په دې خبره ايمان لري او وايي: د لويې ګناه مرتکب په مطلق ډول نه مؤمن بلل کېږي او نه کافر، بلکې فاسق بلل کېږي. د «منزله بین منزلتین»؛ یعنی دا د ایمان او کُفر ترمنځ دی.
صاحب کشاف د فاسق په اړه داسې ليکي: فاسق په شريعت کې د لويې ګناه په کولو سره د الله تعالی جل جلاله له حُکم څخه بهر او د «منزلتین» ترمنځ دی؛ یعنی دا د کُفر او ایمان ترمنځ دی. د دې خبرې موخه دا ده چې د لویې ګناه مرتکب د مؤمن او کافر د نوم مستحق نه دی. بلکې د هغه لپاره باید یو جلا نوم وټاکل شي، کوم چې فاسق دی.
البته ویلای شو: هغه څه چې دوی یې د لویې ګناه مرتکب لپاره د داسې نوم غوره کولو ته اړ کړل، دا دي چې دوی د فاسق په قضیه کې مغشوش شوي او ورک شوي دي. ځکه چې هغه په یو ډول مؤمن نه دی؛ ځکه د مؤمن نوم اصلاً پر هغه نه لګېږي؛ ځكه چې په ځينو چارو كې د كافرانو كارونه كوي او بيا هم بشپړ كافر نه دى. ځکه چې په ځينو چارو کې هغه څه کوي، چې مسلمانان يې کوي.