لیکوال: ابو جریر
اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اوولسمه برخه)
پوشتنه: د قرآن کریم د نزول اساسي هدف څه دی؟
ځواب: د قرآن کریم حاکم کیدل د قضاوت او داورۍ لپاره.
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَائِنِينَ خَصِيمًا (النساء (105)
ژباړه: موږ پر تا د حق کتاب نازل کړی دی تر څو ( د هدایت د لاري مشعل وي) د خلګو په مینځ کې د الله جل جلاله د لارښونو مطابق چې تا ته یې درښودلي قضاوت وکړې او د خائنانو مدافع مه کیږه.
پوښتنه: آیا د مسلمانانو لپاره جایز ده چې کافران سره تړون وتړي او د هغو سره یو موټی شي؟
ځواب: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ* هَا أَنتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (آل عمران / ۱۱۸ — ۱۱۹)
ژباړه: یعني ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی غیر له خپل همدینو بل دوست او همراز مه نیسئ، ځکه هغوی په خپل عمل کې له فساد نه د ذري په اندازه شاتګ نه کړي. هغوي غواړي چې تاسو په رنځ او سختۍ کې واوسی، دوي ستاسو سره دښمني په ژبې هم ښکاروي خو هغه څه چې په زړه کې پټ ساتي له هغه ډیر دي چې په ژبه یې بیانوي، موږ خپل آیات تاسو ته بیان کړل که فکر وکړئ. خبردار! څنګه چې تاسو له هغوی سره مینه لری، هغوی به تاسو سره مینه ونه کړي، او تاسو په ټولو اسماني کتابونو ایمان لری، اما هغوی ستاسو په نزد د ایمان اظهار کوي او کله چې تنها شي د کینې او غصې د شدت له امله به خپله ګوته په غاښ کړي. ووایه په خپلي غصې کې مړه شئ بیشکه الله جل جلاله د سینو د ننه په اسرارو پوره خبر دی.
همدارنګه د المجادله په ۲۲ آیت او د سورة التوبه په ۲۳ آیت او د المائده په ۵۱ آیت کې په شدت سره د کفارو له دوستۍ منع شوي ده حتیٰ که پلار مور او ورور هم وي.
پوښتنه: د یو مسلمان په باره کې بد ګماني کول څه حکم لري؟
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ” ژباړه: (ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی د ډېرو (بدو) ګمانونو ځان وساتئ، ځکه ځیني ګمانونه ګناه دي، ابن عباس رضیالله عنهما د دې آیت په تفسیر کې داسي ویلي دي: “خدای تعالیٰ جل جلاله په دې آیت کې مسلمان انسان بل مسلمان ته د بد ګمانۍ او ظن کولو نه منع کړی دی.
پوښتنه: مسلمان باید کوم طرف حرکت وکړي؟
ځواب: وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ* (آل عمران ۱۳۳) ژباړه: (د خپل رب د مغفرت په لور او د جنت په طرف په تیزۍ حرکت وکړئ چې د هغې پلنوالی د ځمکې او اسمانو په اندازه دی او د پرهیزګارانو لپاره تیار شوی دی.)
پوښتنه: آیا کافران هم د اخرت له نعمتونو ګټمن کیږي؟
ځواب: وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ ۚ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ (الأعراف 50)
ژباړه: دوزخیان به جنتیانو ته په خطاب فریاد وکړي چې لږ اوبه او یا هغه څه چې الله تعالیٰ تاسو ته روزي کړې موږ ته راوغورځوئ، جنتیان به وایي: “الله جل جلاله په تاسو (کافرانو) دا دوه شیان حرام کړي دي.
پوښتنه: په جنت او دوزخ تمسخر د اسلام له نظره څه حکم لري؟
ځواب: کافر ورته ویل کیږي کوم کس چې د جنت، دوزخ او یا د قیامت له محاسبې انکار وکړي هغه د حکم نصوص چې په مورد یې وارد شوي، او ثبوت او دلالت یې قطعي وي کافر دی.