لیکوال: ابوریان عزیزي

ژباړن: عبدالجلال ابوعمر

 

فمینیزم (یوولسمه برخه) په نورو دینونو کې د ښځې میراث

هیڅ شرقي او غربي قانون نه دی توانیدلی چې ښځې ته هغه حق ورکړي لکه څنګه چې اسلام ورته ورکړی دی او د هغې کرامت یې په هغه ډول لوړ کړی چې اسلام یې د هغې د شخصیت او جسمي جوړښت او د هغې د کرامت او جسمي جوړښت له مخې د هغې ارزښت او کرامت لوړ کړی دی. یوازې هغه څوک چې د اسلام او د هغه د قوانینو سمه پوهه نه لري دا انکار کولی شي. هغه د خپل مخالفت په پایله نه پوهېږي چې څومره بدې پایلې لري. دا ډول کسان د ښځو دوستان او خیر غوښتونکي نه دي او په اصل کې د ښځو او انسانیت دښمنان دي او غواړي چې د باطل په ځلولو سره ښځې د فساد په ډنډ کې واچوي.
د بصیرت او درایت لرونکی انسان به تر هغې د وتلو لاره ونه مومي، تر څو چې دا حقیقت درک نه کړي او دا ومني چې اسلام ښځو ته ټول عزت او حیثیت ورکړی دی. په داسې حال کې چې له اسلام څخه مخکې يې هيڅ عزت او مقام نه درلود. د “یهودیت” نظام د ښځو د میراث د محرومولو له کبله مشهور و. دا مهمه نه وه چې دا “ښځه” مور، خور، لور او یا بل څوک وي، یوازې په هغه صورت به یې میراث وړل چي بیخي نارینه نه وای. د مثال په توګه: یوه نجلۍ به په هغه صورت میراث ترلاسه کول چې په ​​کور کې به یوازینی ماشوم وو.
د سِفر عدد په اووويشتم باب کې راغلي دي: د صلفحاد بن حافز لوڼې د موسى علیه ذلسلام، عازار کاهن او د قبيلې د مشرانو په وړاندې ولاړې وې، په داسې حال کې چې ټول جماعت د خېمې د دروازې مخې ته راغونډ شوي وو. دغو نجونو د اعتراض په توګه وویل: زموږ پلار په دښته کې بې زویه مړ شوی او له هغه وروسته څو لوڼې پاتې دي چي زموږ د پلار نوم له دې کورنۍ څخه حذف شوی دی، ځکه چې زوی نه لري. زموږ غوښتنه له تاسو څخه دا ده چې زموږ د پلار برخه جلا کړئ او د هغه د وروڼو په څیر موږ ته راکړئ او زموږ پلار د زوی د نه درلودلو له امله له میراث څخه مه محروموئ. حضرت موسى عليه السلام د صلفحاد د لوڼو دا ادعا د خداى جل جلاله په دربار كې وړاندې کړ او الله تعالى هم حضرت موسى (علیه السلام) ته وويل چې د صلفحاد لوڼې په حقه دي.
نو دوی ته هم د صلفحاد د وروڼو په څېر برخه ورکړئ، ځکه چې د پلار برخه ورته ورسېږي، حضرت موسی علیه السلام اعلان وکړ: هر هغه سړی چې بې اولاده مړ شي، د هغه مال دې خپلو لوڼو ته ورکړشي. مګر ښځه د خپل میړه څخه هیڅ شی نشي اخیستلي.
د رومي ټولنې ښځې د ميراث په برخه کې له نارينه وو سره برابرې وې او دا مهمه نه وه چې په کوم مقام او دریځ کې وي او په عين حال کې واده شوې ښځې له خپل مړ شوي خاوند څخه ميراث نه ترلاسه کول. ځکه چې د دوی په قانون کې ازدواجي اړیکي د میراث ثبوت نه ګڼل کېده او دا قانون د دې لپاره جوړ شوی و چې میراث له یوې کورنۍ څخه بلې کورنۍ ته ونه لېږدول شي او د دوی تر منځ د میراث معنی دا وه چې شتمني په یوه کورنۍ کې پاتي شي او ونه پاشل شي.
که کومه ښځه مړه شوي وای، د هغې ميراث د هغې وروڼو ته سپارل کېدای او د دې ښځې اولاد به له هغې څخه هيڅ ميراث نه اخیست. د پرمختللو ملتونو او پخوانیو امتونو میراث لکه د تورانیانو، کلدانیانو، سوریانیانو، فونیشینانو، سوریایانو، یونانیانو او نورو هغو کسانو چې د طوفان نه وروسته او د مسیح علیه السلام له میلاد نه مخکې په دغو سیمو کې اوسیدل په دې ډول وو: مشر زوی به د خپل پلار ځای ناستئ شو، په دې معنی چې د کورنۍ ټول واک او پانګه د هغه په ​​لاس کې به وه. او که د کورنۍ مشر بچی زوی نه وای؛ یعني لوڼي وای، په دې صورت کې به د زوی زوی چې د نورو زامنو څخه لوی به وو د پلار ځای ناستی کېدو، بیا به نور وروڼه په راتلونکو رتبو کې ځای ناستي کېدي او په راتلونکي رتبو کې به د کاکاګان و. او دا به تر هغه دوام کاو تر څو چې به په دې کې زومان او د قوم نور وګڼي هم شاملېدې او د ميراث د نظام توپير د دوی ترمنځ له همدې امله وو چي ښځې او ماشومان له ميراث څخه بې برخې و.
Leave A Reply

Exit mobile version