د اسلام د ظهور له پیل څخه تر ننه د حق او باطل جګړې په کشمکش کې، د ظلم، استبداد او بلواکۍ له وجې، داسې شرایط رامنځته شول چې ځيني هغه انسانان چې دیني کمزورتیا او عاطفي وروسته والی لري خپله نیکمرغي او پایښت، استکبار ته په غوړه مالۍ، پیروۍ او ځان پلورلو کې ویني، دغه وژونکې ناروغۍ په «نفاق» مشهوره ده.
دغې وژونکې ناروغۍ په عام ډول د هغو کسانو په زړونو کې ریښه زغلولې او یا لږ تر لږه ځای یې موندلی چې د ایمان او هدایت له روښنایي څخه لېرې پاتې دي، په داسې حال کې چې نفاق له کفر او شرک وروسته، تر ټولو بد خوی او اخلاق دې او منافق کس د پسونو د دوه خیلو ترمنځ د یو حیران پسه په شان پښه وړاندې او وروسته کوي؛ او په هیڅ عقیدې او مسلک ټینګ او ولاړ نه دې او د الله تعالی په وړاندې تر ټولو بد ځای او مقام لري.
اما له بده مرغه د دې ناروغۍ د مهلک توب او خطرناک توب سره سره، اسلامي امت له دې چې په دې ناروغۍ به اخته شوي وي، غافل او ناخبره دې، په داسې حال کې چې مؤمنانو؛ حتی د امت ځانګړو له دې وېرې چې پر دې ناروغۍ اخته نشي خپل ایمانونه به یې ازمویل او خپل عملونه به یې څارل چې آیا د دې ناروغۍ کوم علایم پکې شته او که څنګه؟ څرنګه چې حضرت عمر رضی الله عنه یوه ورځ د منافقانو د نومونو له رازساتونکي څخه پوښتنه کوي: «ای حذیفه! ستا دې پر الله قسم وي، زه له منافقانو څخه نه یم؟ نوموړی په ځواب کې وایي: که تاسو د منافقو څخه واوسئ وای د امت د نورو په حال، تاسو د ایمان او ریښتینولۍ له لویو بیلګو څخه یاستۍ».
د نفاق تعریف
منافق هغه څوک دې چې په ظاهره او ښکاره د خپل اسلام څرګندونه وکړي اما په باطن او پټه کې کافر یا بې عقیدې وي، د نفاق کلمه له نفق څخه اخیستل شوې ده او نفق د ځمکې پر مخ د موږکانو سوریو ته ویل کیږي چې مختلفې لارې لري او ړوند موږک چې د لمر له وړانګو څخه په تیښته دې په هغه کې پټیږي او هرکله چې له یوه اړخه هغه ته ګواښ یا خطر متوجه شي له بلې لارې ځان باسي، ګوندې د منافق نوم هم په همدې تناسب دې؛ ځکه منافق د پریکړې او تفکر څخه ناتوانه دې او له دې کبله، ځان د هر چاپیریال او شرایطو سره مطابقت ورکوي؛ نو «نفاق» یعنې دین ته له یوې دروازې ننوتل او له بلې دروازې وتل دي.
په هر حال، منافق د دوه مخي په معنی ده، څوک چې ظاهر یې له باطن څخه توپیر ولري او په هغه څه چې عقیده نلري داسې ښودنه کوي چې عقیده پرې لري، اوس نو چې هر څوک پکې شاملیږي.