لیکوال: عبیدالله نیمروزی

ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها(دریمه برخه)

له واده څخه تر الهي ازموینې پورې

حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها د ایمان او هوښیارۍ په ډک زړه سره خپل واده ته مخه کړه. هغه یوه بې مثاله شخصیت او مثالي ښځه وه چې د خپل میړه په هر معنا پوهېدله او په پوره اخلاص او ایماندارۍ یې د هغه حقوق ته درناوی کاوه او له هغه سره د پاکې مینې له امله یې هر هغه څه وکړل چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د خوشالۍ لامل وو.
هغې د هغه سختې مینې او علاقې له امله چې په زړه کې درلوده به په دوامداره توګه هڅه کوله چې د هغه دردونو، کړاوونو او سختیو مخه ونیسي چې په رسول الله صلی الله علیه و سلم باندې راځي او د امکان تر حده یې کم کړي او د ستونزو سره په مقابله کې ورسره مرسته وکړي.
هغې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د تبلیغ او دعوت په لاره کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم هڅې په ښه توګه درک کړې وې، نو له همدې امله د ډېرو ښځو په څېر له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه یې ډېره تمه نه درلوده. او تل به يې د رسول الله (ص) د رضايت د ترلاسه کولو هڅه کوله او له هر هغه شي څخه به يې ډډه کوله چې د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د خپګان سبب ګرځي او له هغه څخه به يې ډېره ډډه کوله.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم د هوښيارۍ او مهربانۍ د حضرت عائشې رضي الله عنها سره او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه و سلم د عظمت او کرامت درک او پېژندنې له امله، رسول الله صلی الله علیه و سلم ډېر پر هغې ګران وو.
رسول الله صلی الله علیه و سلم هم هغې ته ځانګړې پاملرنه کوله، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو په منځ کې یوازینۍ ښځه وه چې د پېغلتوب په وخت کې یې له هغه سره واده کړی و او د رسول الله صلی الله علیه و سلم تر څارنې لاندې لویه شوه او د ماشومتوب څخه د هغه د روزنې لاندې رالویه شوه.
د دې دلایلو په  ټولګه سره د عایشه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره ډیره مینه پیدا شوه، او په رښتیا هم هغه د (فنا في الرسول) مقام ته ورسېدل او همدارنګه د افک د کیسې یو حکمت هم د (فنا فی الله) مقام ته د هغه لوړوالی او پرمختګ و.
عایشه رضي الله عنها غوښتل هغه مقام او عزت ترلاسه کړي چې خدیجه بنت خویلد رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره درلوده. له همدې امله هغې ډېر غوښتل چې د خدیجې په څېر اولاد ولري. خو ورځې تیرې شوې او هیڅ ماشوم یې ونه زیږاوه.
د عایشه رضي الله عنها د مهربانۍ له امله رسول الله صلی الله علیه و سلم هغې ته وفرمایل: د خپلې خوریې عبدالله بن زبیر په نوم خپل کنیه وټاکه او وروسته په (ام عبدالله) مشهوره شوه.

د عایشه رضي الله عنها مینه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زړه کې

د حضرت عایشې ښېګڼې، د هر حالت ښه درک کول او په هر ډګر کې د هغې ښه ښکاره کېدل د دې لامل شو چې د حضرت عایشه رضي الله عنها مینه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زړه کې ځای پر ځای شي.
حضرت عایشه رضي الله عنها د خپل خاص استعداد او هوښیارۍ له امله د رسول الله صلی الله علیه و سلم په ښځو کې ځانګړی مقام او وقار درلود.
رسول الله صلی الله علیه و سلم له هغه سره ډېره مینه درلوده او د هغه مینه د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه و سلم په زړه کې راښکاره شوه، هغه زړه چې د حسد، کینه او د بغض څخه خالي وو.
یوه ورځ حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه پوښتنه وکړه: یا رسول الله! له چا سره مو ډیره مینه ده؟
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: عایشه.
عمرو وویل: زما پوښتنه د نارینه وو په اړه وه.
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: د عائشې پلار (ابوبکر صدیق رضي الله عنه).
کله چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم مېرمنو ولیدل چې رسول الله صلی الله علیه و سلم له عائشې سره ډیره مینه او محبت لري، نو یوه ورځ یې حضرت فاطمه الزهرا رضي الله عنها یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته واستوله او هغې ته یې وویل چې خپل پلار ته ووایې چې: له موږ سره هم د عایشې په څېر چلند وکړي.
حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها پیغام ورسوی.
رسول الله صلی الله علیه و سلم ځواب ورکړ: اې فاطمې! ایا زه پر تا ګران یم؟
حضرت فاطمې ځواب ورکړ: هو پلاره زه له تاسره د زړه له تله مینه لرم.
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: نو له عایشې سره هم مینه وکړه او مهربانه اوسه.
رسول الله صلی الله علیه و سلم له عایشه رضي الله عنها سره ځانګړې مینه درلوده او هغه یې په زړه کې یې لوی ځای درلود، لکه څنګه چې پخپله رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: د عایشه رضي الله عنها مینه زما د زړه د دستګیرې په څېر ده. او دا مینه د حضرت عایشې لپاره بس وه چې تل د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره مینه وکړي، او هیڅکله ځیني غافله نه شي.

عایشه، د ریښتینې مېرمنې روښانه مثال

استاد ابوالعز مصري وايي: هغه معلومات چې موږ د حضرت عایشه رضي الله عنها د ژوند په اړه او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په ژوند کې د هغې د رول په اړه د لیکل شویو کتابونو له مطالعې څخه ترلاسه کړي دي. موږ دې نتيجې ته رسيږو چې حضرت عائشه رضي الله عنها د ټولو لپاره سربېره د دې چې یو مهربانې وه او هغوی ته يې لارښوونه کړې وه، هغه يوه د بریالۍ مېرمنې او ښځې بېلګه ګڼل کېږي،  او دا مناسبه ده چې د ټولنې ښځې او نجونې له هغې څخه زده کړه وکړي او د هغې د ژوند څخه درسونه واخلي.
هو! که د نننۍ ټولنې نجونې په خپل واده شوي ژوند کې عایشه رضي الله عنها د خپل رول نمونه وټاکي، د کورنۍ ډېرې ستونزې او کړاوونه به حل شوي او له صداقت، پاکوالي او اخلاص څخه ډکه ټولنه به رامنځته شوې وای.
حضرت عایشه رضي الله عنها په دې حقیقت پوهېدله چې د واده د ژوند بنسټ، اخلاص او مینه دی او د مېرمنې په زړه کې د خوښۍ او خوشالۍ فضا رامینځته کوي. هغه پوهېده چې ښځه د خپل میړه سره په ستونزو کې ډیره مرسته کولی شي او په ښه اخلاق، ښه سلوک او اخلاص دعا سره کولی شي د خپلې مؤمن خاوند د ستونزو بارونه کم کړي.
په همدې روحیه او د همدې اصولو پر بنسټ یې له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره خپل ژوند تېراوه او له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره به یې همیشه په مخ کې مسکا وه او د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) لپاره که لږ مرسته هم یې کړې وای، خوښي او رضایت یې څرګند کوه.

د عائشې صدیقې له نظره یوه کامیابه او غوره ښځه

حضرت عائشه رضي الله عنها په دې عقیده وه چې حتی د ناخوالو پېښو په وخت کې هم ښځې باید له خپل میړه سره په خپګان او غمجن زړه مخامخ نه شي. وايي: مؤمنې ښځې ته روا نه ده چې له دريو ورځو څخه زيات ماتم وکړي، پرته د خپل میړه لپاره.
د مؤمنانو د مور له نظره، ښځه باید تل د خپل میړه لپاره قرباني ورکړي او په هر حالت کې د خپل میړه رضایت ترلاسه کړي.
یوې ښځې له عایشه رضي الله عنها څخه پوښتنه وکړه: د ښځې لپاره تر کومه حده ځان جوړول (آرایش) روا دي؟
عایشه رضي الله عنها ورته په ځواب کې وویل: که مېړه لرې، او کولای شې چې خپلې دواړې سترګې راوباسې او په ځای یې له پخوا څخه غوره او ښکلې کړې، نو دا کار وکړه. (د حضرت عایشه رضي الله عنها مقصد دا دی چې د خپل میړه د راضي کولو لپاره څومره چې ممکنه وي هغومره کوښښ وشي). هو! دا د حضرت عایشه رضي الله عنها قول دی چې د خپل میړه په وړاندې د ځان قربانۍ یوه بیلګه وه.

عایشه د جهاد په میدان کې

ښځو ته د جهاد په میدان کې ګډون کول روا دي. مګر دوی حق نه لري چې له دښمن سره په مقابله کې توره راوباسي، مګر دا چې ډېره اړتیا وي. په هرصورت، دوی کولی شي په جهاد کې د زخمیانو سره مرسته وکړي، خواړه چمتو کړي او داسې نور.
  عایشه صدیقه رضي الله عنها هم له رسول الله صلی الله علیه و سلم په څو غزاګانو کې ورسره وه، او مجاهدینو ته یې اوبه رسولې، د ناروغانو پالنه یې کوله او داسې نور.
په هغو مهمو غزاګانو کې چې هغه په ​​کې برخه اخیستې وه د “احد” او “احزاب” یادونه کولی شو، او په شپږم هجري قمري کال کې د بني مصطلق په جګړه کې هم حضور درلود.

منافقان په کمین کې

منافقین چې د صحابه کرامو په صف کې وو او همدا راز هغه یهودیان چې په زړونو کې یې د اسلام کرکه درلوده، په دوامداره توګه پر رسول الله صلی الله علیه و سلم باندې د برید په فکر کې وو، دوی د رسول الله صلی الله علیه و سلم فتوحات او بریاوې نه شي لیدلی، او هرکله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم په جګړه کې بریالی شوی وای، دوی به ماتم وکړ.
په شپږم هجري قمري کال کې چې کله رسول الله صلی الله علیه و سلم د بني مصطلق له قبیلې سره په جګړه شو، نو هغوی ته یې ماتې ورکړه او په دې جګړه کې د منافقینو مشر عبدالله بن ابی هم حاضر وو او د رسول الله صلی الله علیه و سلم پوره څارنه یې کوله او د صحابه کرامو د صفونو د ماتولو او د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سپکاوي لپاره یې د عذر په لټه کې و.
منافقانو د اسلام د پیغمبر او مسلمانانو د بدنامولو لپاره خپله وروستۍ دسیسه وکاروله، خبیثه دسیسه یې طرحه کړه. خو دا دسیسه څه وه؟ او څوک یې قرباني کړه؟

عایشه طاهره او افک

هو! هغه څوک چې تورنه وه د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لور وه، هغه څوک چې په خپل کور کې یې د جاهلیت، شرک او بت پرستۍ نښه نه وه لیدلې او هغه او کورنۍ یې د دین، ایمان او جهاد له مخکښانو څخه وه. هغه څوک چې تورنه وه هغه “عائشه ام المؤمنین، د رسول الله صلی الله علیه و سلم محبوبه مېرمن ” وه.
منافقانو ته چې شپه او ورځ د عذر په لټه کې وو، داسې موقع په لاس ورغله، چې په حقيقت کې “نعوذ بالله” د زنا توهين د مؤمنانو مور عايشه صديقه (رض) ته منسوب کړ او له همدې امله اسلامي ټولنه د یوه سخت او ستر امتحان په لور ګام پورته کړ.

خدای غواړي د عایشې نوم ژوندی وساتي

په حقیقت کې د “افک” سختۍ او کړاوونه، هماغه تور چې منافقانو د مؤمنانو مور صدیقه کبری ته منسوب کړې وه، هغه صدیقه چې د ابوبکر په لاس لویه شوه او د محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم په لاس کې وغوړېدله. د دغه درد زعم او صبر مسلمانانو لپاره ډېر ستونزمنه وه.
له دې څخه معلومیږي چې د خدای تقدیر او د خدای پلان دا و چې په اسلامي ټولنه کې مسلمانانو ته یو مهم درس ور زده کړي او ټول امتحان کړي.
دا چې الله جل جلاله غواړي د ځينو خلکو صبر او زغم په يوه لویې ازموينه کې وازمايي، ځينې خلک جهنم ته ولېږي او د تل لپاره د يو انسان حيثيت او کرامت لوړ کړي.
هو! دا خورا سخت امتحان دی، د نبوت د کور پاکوالی او عزت او د ابوبکر رضي الله عنه او د رسول الله صلی الله علیه و سلم د کور پالنه د دې امتحان وسیله ده.

افک یو بې اساسه دروغ او یو وژونکی درد

ام المومنین عایشه صدیقه رضي الله عنها چې کله د ترقۍ مرحلې یو په بل پسې تېرولې او هره لحظه یې د حق د قرت درجو ته ځان رساوه.
دا ځل یې بادار غوښتل چې هغه فنا في الله کړي او له ټولو مخلوقاتو یې جلا کړي، او له خپل عظمت او جلال سره یې ونښلوي او د فنا في الرسول څخه یې فنا في الله ته واړوي.
هو! الله جل جلاله غواړي چې د عائشې رضي الله عنها نوم په ټولو پېړیو کې د زمانې له بقا سره پاتې شي، هغه غواړي چې د دې سترې صدیقې عظمت لوړ کړي.
راځۍ چې له دې سترې ادیبې څخه واورو چې هغه په ​​څومره فصاحت او بلاغت سره د نړۍ لپاره د “افک کیسه” انځوروي:
د رسول الله صلی الله علیه و سلم عادت دا و چې له خپلې مېرمنو څخه په هر سفر کې یوه مېرمن وټاکي. زما محبوب د بني مصطلق په غزوې کې قرعه واچوله چې له خپلې مېرمنو څخه یوه غوره کړي، چې زما نوم پکې راغلی او زه د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره شوم. په هغه وخت کې د حجاب آیت نازل شوی وو او سړي نامحرمو ښځو ته د کتلو حق نه درلود او ښځې هم په پوره حجاب سره له کوره وتلې.
زه په کجاوې کې وم چې پر اوښ باندې پرته وه او په هغه کجاوې کې هم پرده وه چې څوک دننه ونه لیدل شي.
موږ د بني مصطلق له جګړې څخه په برياليتوب سره راستانه شوو، په صحرا کې مو خېمې ودرولې او شپه مو تېره کړه.
د سهار له لمانځه وروسته د تللو غږ وشو، په دې شېبه کې زه د حاجت د پوره کولو لپاره لږ لیرې تللې وم، کله چې راغلم، ومې ليدل، چې غاړګۍ مې ورکه شوې ده، ګمان مې ورسېد چې کوم ځاي کې لوېدلې وي. کله چې کاروان ته راستانه شوم، کاروان تللی وو، ما ولیدل چې د دوی هیڅ نښه نشته.
د سفر ملګرو مو فکر کاوه چې زه په کجاوه کې یم، او  اوښان یې په حرکت اچولي وو او روان شوې وو.
 هلته په خپه او اندېښمنه کېناستم او څادر مې پر سر راکش کړ، په دې هیله چې دوی به راوګرځي.
ډېر وخت نه و تېر شوی چې یو سړی چې د کاروان شاته د پاتو شیانو لپاره به را روان ورسېد، هغه سړی صفوان بن معطل رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم صحابي وو.
څرنګه چې هغه د حجاب د آيت له نزول مخکې زه ليدلی وم، نو کله چې زه يې وليدم ویې پېژندلم او ويې ويل: «انا لله و انا اليه راجعون» د رسول الله صلی الله علیه و سلم مېرمن دلته څه کوي؟
ما ورسره خبرې و نه کړې، اوښ یې راته نږدې کړ او ویې ویل: سپره شه! او خپله مخ ته شو، زه په اوښ سپره شوم، او صفوان د اوښ افسار په لاس کې ونیوه او مخکې روان شو.
موږ غرمه مهال ښار ته ورسېدو، عبدالله بن ابی په دې شېبه کې وليدل چې زه په اوښ سپره یم، او صفوان د اوښ د افسار په نيولو سره ښار ته ننوتو، دا هغه شېبه وه چې شيطان د خلکو په زړونو کې ننوت، او افک والاو هغه څه وویل چې باید یې نه وای ویلي.
زه له هر څه څخه ناخبره وم؛ خو ډېر غمجنه شوم ځکه چې د کاروان څخه پاتې شوې وم، دا غم مې له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره شریک کړ، هغه مبارک کومه پاملرنه ونه کړ او همدارنګه پلار او مور مې، نو حیرانه شوم چې څه شوي؟
هو! په دې وخت کې د منافقانو ناوړه تبلیغات ټول ښار پوښلی و او زه له هر څه نه ناخبره وم. خو ما لېدله چې زما محبوب زما سره لږ محبت کوي، نو له ځانه سره مې وويل: پخوا به مې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته شکايت کاوه، نو هغه به يې په مهربانۍ اورېدل، او ما ته به یې تسلي راکوله، خو اوس څه شوي؟
ډېر اندېښمنه شوم، په خپګان کې ډوبه شوم، کېدای شي زما محبوب زما څخه خفه شوی وي؟
خو زه نه پوهېدم چې له کوره بهر زما په اړه څه ویل کېږي!
د همدې مينې د نشتوالي له امله ناروغه شوم، يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه و سلم کور ته راغی، مور مې هم زما تر څنګ ناسته وه، کله يې چې زما خپګان وليد، ویې ویل: ستاسو لور څنګه ده؟
يوه سړه کلمه چې له احساساتو نه تشه وه، د دغه ډول سلام په اورېدو او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دغه چلند په ليدو سره زما ټول وجود د خفګان او ستړيا ډک شو، او زما د سترګو په وړاندې نړۍ تیاره شوه.
ما وویل: یا رسول الله! زه ناروغه یم، اجازه راکړئ چې د مور کره لاړه شم.
سمدستي يې وويل: هيڅ ستونزه نشته.
زه په داسې حال کې روان شوم چې زه له هر څه نه ناخبره وم او دا د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د مينې نشتوالى شاوخوا شل شپې دوام وکړ، تر دې چې يوه شپه له ام مسطح چې زما د پلار د خاله لور وه بهر ته د حاجت لپاره ووتلم.
موږ روان وو چې د “ام مسطح” پښه ښوی شوه، نو خپل زوی “مسطح” یې ته په ناڅاپي ډول ښېرا وکړه ، زه حیرانه شوم او ومې ویل:
آیا تاسو د رسول الله صلی الله علیه و سلم اصحابو ته ښېرا کوئ ؟! هغه څوک چې د بدر په غزوه کې یې برخه اخیستې او د مهاجرینو له ډلې څخه شمېرل کیږي؟
“ام مسطح” وویل: اې ساده ګۍ! ته نه یې خبره چې ستا په اړه څه ویل کیږي؟!
ومې ويل: له څه شي؟
هغه وخت یې ماته ټوله کیسه وکړه.
باور مې نه کېده، ما وویل، ته رښتیا وایې؟ هغه وویل: په خدای قسم چې په ټول ځایو کې شایع ده.
نه پوهېدم چې څه وکړم؟ زه څه ویلای شم؟ او له چا سره ووایم؟ لومړی غم مې هېر شو.
زه لیونۍ او حیرانه وم، یو ډیر سخت حالت په ما باندې راغی.
په بېړه کوره ته راغلم، چيغې مې وهلې، زړه مې د چاودېدو په حال کې و، د مور غاړه مې را ونيو او ومې ويل: دا څو ورځې کېږي، چې زما په اړه خبرې کیږي او تا ما ته څه ونه ويل؟
هو! دې پېښې د ام المومنین عایشه صدیقه رضي الله عنها زړه په نه جبرانیدونکي غم کې ډوب کړ.
یوه میاشت یې ونیوله؛ خو یوه مياشت ډېره اوږده ده، د پېړيو پېړيو د ظلم، بې عدالتۍ او استبداد په څېر، د قیامت سختې ورځې او د فرعون د ظالمانو د زندان د سختو ورځو په څېر.
یو ځل بیا زموږ مور داسې کیسې ته ادامه ور کوي: عجیبه تبه او یخنۍ مې پیدا شوه، مور مې څو کمبلې راباندې واچولې. زه لا لړزېدلم او زما د ژړا غږ ټول کور پوښلی و، مهربان پلار مې په بله کوټه کې تلاوت کاوه، زما د ژړا په اورېدو یې له مور څخه وپوښتل: دا څه حال دی؟
مور مې ځواب ورکړ چې دا عایشه ده، کله چې زما پلار خبر شو زه په کیسې پوه شوې یم نو هغه هم په ژړا شو، د ابوبکر کور له غم او ماتم ډک وو.
شپې مې په لمانځه او ژړا تېرې کړې، څو شپې مې سترګو ته خوب نه دی راغلی او ټوله ورځ به د خونې په کونج کې ناسته وم، د خدای تعالی د حکم په تمه ناسته وم، په دې شپو ورځو کې خدای رسول صلی الله علیه و سلم کور ته راغلی، زما مور، پلار او د انصارو یوه ښځه هم زموږ کور کې ز ما سره ناست وه ، رسول الله صلی الله علیه و سلم زه په ژړا او غمجن حالت کې ولیدم او ویې فرمایل:
یا عائشة! فإنّه قد بلغنی عنک کذا و کذا فإن کنتِ بریئةً فسیبرئک الله عزّوجل و إن کنتِ هممتِ بذنب فاستغفری الله و توبی إلیه فإنّ العبد إذا إعترف بذنبه ثمّ تاب إلی الله تاب الله علیه» (اې عائشې! ستا په اړه ما ته څه شیان را رسېدلي، که چیري ته پاک یې، خدای به دې پاکي اعلان کړي او که دې ګناه کړې وي، له خدایه بښنه وغواړه او توبه وباسه، ځکه کله یو بنده پر خپلو ګناهونو اقرار وکړي او توبه وباسي، نو خدای به یې توبه قبوله کړي.)
سبحان الله ! نور مې اورېدلاى نه شو، اوښکې مې ډېرې روانې وې او زړه مې په ټوټو ټوټو و، غوښتل مې چيغې وکړم؛ خو توان مې نه درلود، پلار ته مې مخ واړوه او ومې ویل: پلاره! رسول الله ته یو څه ووایه!، ووایه چې زه بې ګناه یم؛ تاسو ولې ځواب نه ورکوئ؟
پلار مې سر ټیټ کړ او مور ته مې مخ کړ.
ګرانې مورې! ته ووایه! ته چې زه دې را لویه کړې یم، یو څه ووایه رسول الله ته! زما د پلار په څیر، هغې هم خپل سر ټیټ کړ.
هو! داسې اوازې ډېرې وې، داسې ښکاري چې دوی هم په شک کې وو، نو له همدې امله یې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په حضور کې په ډېر حیا څه ونه ویل.
هغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په څېر د قدرمنې مېرمنې څخه، د ابوبکر په څېر مهربانه او مهربان پلار او د ام رومان په څېر د پاملرنې وړ مور څخه، له هر چا څخه مایوسه شوې وه. ما خپلې غږ چاته کړی وای؟ ایا ما له الله پرته بل څوک درلود، چې په ټوله کیسه مې پوره پوه وو، ما نور هیڅ ځای نه درلود، پرته له هغه.
 هو!
ومې ويل: «والله لاأتوب مما ذکروا أبداً»؛ (په خدای قسم چې ما هیڅ ګناه نه ده کړې او خلک یې ما ته منسوبوي، زه به هیڅکله توبه ونه باسم، ځکه چې زه پاک یم او هیڅ ګناه مې نه ده کړې.)
نن زه هم د حضرت يعقوب عليه السلام په څېر وايم: «فصبرٌ جمیلٌ والله المستعان علی ما تصفون.»

عایشه او صبر

هغه څه چې په دې ځای کې د یادونې وړ دی هغه د حضرت عائشې رضي الله عنها صبر او استقامت دی، يو سخت او لوى ازموينه، يو لوى، تريخ او دردناکه توهين، له دردونو او کړاوونو ډکې اوږدې ورځې. مګر د خدای د عاشقانو په څیر ښکلی صبر او استقامت.
په دې برخه کې د عایشه رضي الله عنها مثال د لاندې آیتونو مثال دی: إنّ الله مع الصابرین»؛  په حقیقت کې الله جل جلاله ورسره و او هغه یې یوازې نه پرېښود.
د دې ښايسته صبر ميوه دا وه چې خداى (ج) وفرمايل: هغه څه چې د عائشې په اړه ويل شوي، هغه ټول د عائشې لپاره ښه او خیر وو، نه شر او بد.
د دې سترې پېښې له امله د حضرت عائشې رضي الله عنها عزت کم نه شوی، بلکه د هغې عزت او وقار یې لوړ شو او درجې یې لوړې شوې.
څوک چې په الله تعالی توکل وکړي هغه ورته کافي دی.
د مؤمنانو د مور غم او خپګان هره شیبه زیاتی دی، دا معصومه انجلۍ له مور او پلار څخه مایوسه وه، نور هیڅوک یې نه درلود چې ورته پناه وروړي، او د هغې په ​​خبرو باور وکړي.
مګر نه! هغه څوک چې د کیسې په اړه پوه او خبر دی، حاضر دی او خپله یې ویلي دي: «ومن یتوکّل علی الله فهو حسبه» (هر څوک چې پر خدای توکل وکړي، نو خدای هغه ته بس دی.)
نو عایشه هر څه هغه ته پرېښود او یوازې اسمان ته ګوري چې د هغې برائت نازل شي.
هو! د ابوبکر او د مصطفی له کور څخه د غم او ماتم د وتلو وخت را رسېدلی دی، هغه وخت را رسېدلی چې رښتیني مؤمنان بیا خوشحاله شي او د منافقان مات شي.
له دې وروسته یو کونج ته ولاړم او په بستره کې پرېوتم، ډاډه وم چې الله تعالی به مې بښنه وکړي. البته ما خپل ځان او زما د پاکوالي په باره کې د وحې وړ نه ګڼی، خو هیله مې دا وه چې زما پاکوالی او معصومیت به د خوب له لارې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته څرګند شي.
ما هيڅ ډول بېره او ډار نه درلود، ځکه چې زه په خپل پاکوالي ډاډمنه وم. مګر زما مور او پلار ډېر د خپګان حالت کې وه، دوی ویره درلوده چې وحی به د خلکو خبرې تایید کړي.
پلار به مې کله په خفګان کې ماته کتل او کله به یې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته کتل.
کله چې یې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وکتل، له غمه ډک شو، څه به کېږي؟ او کله چې يې ماته وکتل، چې په ډاډه زړه ناست وم، نو په زړه کې يې هيله راښکاره شوه او نوره هم هيله مند شو. په دې نازکو شیبو کې، زما پرته په کور کې هرڅوک په یوه عجیب ویره کې و.
بالاخره وحې ورسېده او خوښي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په مبارک مخ ښکاره شوه او په خپل مبارک لاس یې په خوش بویه خوله پاکه کړه. او هغه لومړنۍ خبرې چې هغه وویل: «أبشری یا عائشة، فقد أنزل الله برائتک.» (ای عایشې! زېرۍ مې درباندي، خدای دې ستا بې ګناهي ښکاره کړه.)
په کور کې بېرته خوشالي راله، د خدای شکر مې ادا کړ چې زما ذکر یې په قرآن عظیم الشان کې ځای کړ او زما په اړه یې وحی نازله کړه
Leave A Reply

Exit mobile version