لیکوال: ابو مهاجر

د یهودو په اړه توضیحات (لومړۍ برخه)

یهودیت په حقیقت کې د ابراهیم علیه السلام د نسل (عبرانیانو) دین دی چې د اسباطو په نوم پیژندل شوي او د بني اسرائیلو څخه دي. دوی د حضرت یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام اولادونه دي؛ هغه خلک چې الله ﷻ موسی علیه السلام له تورات سره و دوی ته د استازې په توګه واستول.

بنسټیزي کليمې

یهود، بني اسرائیل، فلسطین، موسی، عیسی، غزوه، هولوکاسټ (نسل وژنه).

سرېزه

عبرانیان په اصل کې د اردن او فلسطین په سیمه کې اوسېدل. وروسته بني اسرائیل مصر ته ولیږدول شول او بیا فلسطین ته کډوال شول تر دې چې هلته یې یهودي ټولنه جوړه کړه، خو د خپل ځاځاني، غرور، تکبر، تعصب، دسیسه جوړني او د خدای تعالٰی د لعنت له امله تل ځورول شوي، شړل شوي، بندیان او ذلیل شوي دي؛ له همدې امله دوی د نړۍ په هېوادونو کې وپاشل شول، ځینې یې اروپا، روسیې، بالکان او هسپانیا ته ورسېدل او ځینې یې د عربو جزیرې دننې ته مخه وکړ چې د اسلام په راتګ سره له هغه ځایه هم وشړل شول. او یو شمېر یې په امریکا، افریقا او اسیا کې ژوند کوي.1
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د دې ټبر د ژوند بېلابېلې دورې او پړاونه په لنډ ډول، خو په هراړخیزه توګه انځور شي او د یهودي ټبر چې یو له خورا پخوانیو دیني او مذهبي قومونو څخه دی، د لوړ او ژور نه ډک ژوند، لنډ تاریخ د لاس رسي لپاره چمتو شي.
حضرت یعقوب علیه السلام د کنعان په خاوره – د اردن اوسنۍ برخه او د فلسطین یوه برخه – کې اوسېده.
څاروي یې پالل او دوولس اولادونه یې په لاندې نومونو درلودل:
یوسف، بنیامین، یهودا، لیوی، شمعون، روبین، اشیر، نفتالی، یساکاد، عیبي، خار، دان او زبولون. د دوی څخه ډیری یې، پرته له حضرت یوسف (ع) څخه چې بالاخره د خپلو وروڼو په سازش مصر ته یوړل شو. د هغه په خپل پلرني تاټوبې کي اوسېدو. د حضرت يعقوب (علیه السلام) د زامنو له جملې څخه يوسف او يهودا د بني اسرائيلو په تاريخ کې ځانګړی شهرت لري او ويلای شو چې د بني اسرائيلو د ملت تاريخ د همدغو دوو وروڼو په نوم جوړ شوی او دوام لري.
حضرت يوسف چي د خپلو وروڼو په توطئه کي مصر ته په لاره کوهي ته وغورځول شو او د يوه کاروان په واسطه وژغورل شو او د غلام په توګه مصر ته ولېږدول شو. په زندان کې د زلیخا د فریب له امله د ډیرو سختیو له زغملو وروسته د مصر واکمنۍ ته ورسید او د هغه د برترۍ تر سیوري لاندې د بني اسرائیلو هغه خلک چې په هغه وخت کې د قحطۍ له امله دې خاورې ته داخل شوي وو، مناسب مقام وموند.
مصر ته له ننوتلو وروسته د بني اسرائيلو خلک د نيل د سيند په غاړه او د خپلو انبياوو د لارښوونو لاندې ميشت شول. د حضرت يعقوب او يوسف (علیه السلام) په څېر به يې خپل وخت په خوښۍ تېراوه. خو په ۱۴۱۱ ق.م کې د پېغمبراکرم (ع) له وفاته وروسته په تدريجي ډول د خلکو په منځ کې د یوسف (علیه السلام) د جانشينۍ په اړه د اختلافاتو لمنه زياته شوه او د دې قوم دريځ د کفر او مذهبي انحرافاتو له امله او همدارنګه د واک ترلاسه کولو په هڅو کي په بشپړه توګه ټکنی شو.
په لومړي سر کې مصريانو دوی ته په درنه سترګه کتل داسې چې که کوم مصرۍ په لوړ مقام کې ناست وای او د اسرائيلو څخه څوک ترې تېر شوی وای، نو د هغه د درناوي لپاره به راښکته شول. خو وروسته له دې چې دوی ولیدل چې یو له بل سره جګړه کوي او د پیسو ذخیره کوي، د دوی درناوی کم شو او په وروستیو وختونو کې دوی مهاجرین او د دویمې درجې اتباع وګڼل شول تر دې چې د اوږدې مودې لپاره د فرعونانو تر واکمنۍ لاندې غلامان شول.2
موسی علیه السلام د بني اسرائیلو څخه و، په مصر کې د دویم فرعون رامسیس ( 1301-1234ق.م) په زمانه کې په مصر کې زیږیدلی و، له زیږیدو وروسته یې مور په سینه کي یې وغورځوله. سیند د فرعون ماڼۍ کي ووته او موسی علیه السلام په همدې ماڼۍ کې لوی شو. کله چې ځوان شو نو په غلطۍ سره يې يو مصري وواژه او مدين ته وتښتېدل. هلته يې له شعيب عليه السلام سره د شپون په توګه کار وکړ او شعيب عليه السلام له خپلو دوو لوڼو څخه يوه يې ده ته په نکاح کړه.
مصر ته د راستنیدو په لاره کې ، خدای جل جلاله په سینا کې هغه ته وحی ولیږه او امر یې وکړ چې د خپل ورور هارون سره فرعون ته لاړ شي ترڅو هغه ته بلنه ورکړي او اسراییل وژغوري. موسی علیه السلام فرعون ته ورغی. خو فرعون د ده بلنه ونه منله او له هغوی څخه يې مخ واړوه. موسی علیه السلام له بني اسرائیلو سره له مصر څخه ووت، البته دا پیښه په ( 1213ق. م.) کې د فرعون (منفتاح) په زمانه کې شوې وه. چې د خپل پلار (دویم رمسیس) ځای ناستی شوی و. فرعون دوی تعقیب کړل تر دې چې دوی ته ورسیدل، خو خدای تعالی هغه غرق کړ او موسی (علیه السلام) او د هغه قوم یې وژغوره.
د سینا په دښته کې موسی علیه السلام غره ته وختل چې له څښتن تعالی سره خبرې وکړي او د تورات نسخه ترلاسه کړي، خو کله چې بیرته راستون شو نو بني اسرائیل یې د سامری لخوا جوړ شوي خوسکي ته په عبادت باندې ناست ولیدل. د دوی له شاګردانو څخه یې پیدا کړل او هغوی یې زجر منع کړل.
کله چې يې فلسطين ته د ننوتو امر وکړ، نو انکار يې وکړ او ويې ويل: فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقٰتِلَآ إِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُونَ
ته او ستا رب، دواړه لاړ شئ او وجنګېږئ، موږ دلته ناست يوو.
له همدې امله خدای تعالی په دوی باندې غصه شو او د څلویښتو کلونو لپاره یې په دښته کې سرګردان پرېښودل.
په دې کلونو کې موسی علیه السلام پرته له دې چې فلسطین ته ننوځي مړ شو او په سور غونډۍ کې ښخ شو، ورور یې هارون علیه السلام هم له هغه څخه مخکې وفات شو او د هور په غر کې خښ شو. یوشع بن نون: له موسی (علیه السلام) نه وروسته مشري په غاړه واخیسته او د اردن له ختیځ څخه یې اریحا ته داخل کړ، یوشع (علیه السلام) په 1130ق.م کې وفات شو.
فتحه شوې ځمکه په دولسو قومونو (د يعقوب عليه السلام د زامنو دولسو قبيلو) تر منځ وويشل شوه چې له کاهنانو څخه یې قاضیان واکمني کول، دې دکوچیانو ابتدايي دوره شاوخوا يوه پېړۍ دوام وکړ.
یو له وروستي قاضیانو څخه صموئیل شاءون وو چې د دوی د پاچا په توګه وټاکل شو، دا کس په قران کریم کې د طالوت په نوم یاد شوی دی. هغه اسراییل د ګاونډیانو په وړاندې په سختو جګړو کې رهبري کوله. داؤد (عليه السلام) د هغه له لښکریانو څخه و او په يوه جنګ کښې داؤد (علیه السلام) جالوت ته چې د فلسطينيانو مشر و ماتې ورکړه او له هغه وخته داود (علیه السلام) د اسراييلو د یوه مهم قوماندان په توګه راڅرګند شو.
داود (عليه السلام) د بني اسرائيلو په منځ کې دوهم پاچا وټاکل شو او پاچاهي يې په اولاد کې پ میراثي ډول سره پاتې شوه، بيت المقدس يې د خپلې پاچاهۍ پلازمينه جوړه کړه او د قدس معبد يې جوړ کړ. تابوت چي په هغه کي د موسی علیه السلام څخه مبارک شیان پاتې وو هلته یې انتقال کړل او د هغه حکومت څلویښت کاله دوام وکړ3.
د داود علیه السلام زوی سلیمان علیه السلام د خپل پلار ځای ناستی شو او د بخت ستوری یې ځلاند شو، الله تعالی ورته حکمت، علم او واکمني ورکړه. هغه څه چې له هغه پرته یې بل چا ته نه وو ورکړي، تر هغه چې د خدای په اذن؛ انسانان، جنات، شیطانان، بادونه، مرغان، حیوانات، داړونکي او ټولو مخلوقاتو د هغه اطاعت کاوه. د پاچاهۍ په څلورم کال یې د خپل پلار له وصیت سره سم د قدس په ښار کې د معبد (هیکل) د حوړونې چارې تکمیل کړ. وروسته یې د بیت المقدس بیا رغونه پیل کړه، لویې او پراخې ودانۍ یې جوړې کړې4
رحيعام د هغه ځای ناستی شو او په 935 ق.م کې د پاچا په توګه وټاکل شو، مګر هغه د قومونو له بیعت او پیروی څخه برخمن نشو او بني اسرائيلو هغه رد کړ او د ده ورور يريعام طرف يې واخيست، له همدې امله پاچاهي په دوو برخو وويشل شوه: شمالي سلطنت (اسرائیل) چي پلازمینه یې شکیم، د موسی علیه السلام او بني اسرائیلو وروستۍ قرارګاه وه. جنوبي سلطنت د یهوذا په نوم ونومول شو او پلازمینه یې اروشلیم (قدس) وه.
په هرو دوو سلطنتونو کې 19 پاچاهان وو، د یهوذا په پاچاهۍ کې د سلیمان علیه السلام اولادې ته سلطنت ورکړل شو. مګر د اسراییلو په سلطنت کې، پاچاهي په څو کورنیو کې لیږدول شوی و.
اشعیا: د قبل المیلاد په ​​8 پیړۍ کې ژوند کاوه او په (729-668 ق.م) د یهودا پاچا (حزقیا) له سلاکارانو څخه و.
عاموس: هغه یو پیغمبر و چې شاوخوا 750 ق.م راڅرګند شو. نوموړی د مخکینیو زمانو یو له ترټولو مخکني پیغمبرانو څخه وو چي ویناوې یې په لیکلي بڼه مونږ رارسېدلی.
هغه د دویم یربعام (783-743 ق.م) په ورځو کې ژوند کاوو.
په 721 ق.م کې، اسراییلي یهودیان د اشوریانو تر ولکې لاندې راغلل، یانې د اشور پاچا دویم سرجون د واکمنۍ پرمهال. نو له همدې امله د تاریخ له پاڼو څخه لېرې پاتي شول. د 586 ق.م  د یهوذا سلطنت د بابلیانو لاس ته ورغلل او (بختنصر) بیت المقدس ویجاړ کړ او یهودیان یې بابل ته د یرغمل په توګه لېګدول او دا هماغه لومړۍ وېجا ۍ و.5

حجاز ته د یهودانو ننوتل

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې کله بنی اسرائیل د بختنصر له تسلط او د هغوی له ویش او ذلت وروسته منتشر شول او د محمد صلی الله علیه وسلم صفتونه يې په خپل کتاب کې وموندل چې کله د شام خاوره یې پرېښودل، نو د شام او يمن تر منځ د عربو له هر کلي څخه تېرېدل او له يادو صفاتو څخه يې د يثرب نوم پيدا کول او بني النضير، بني قريظه او بني قینقاع د محمد صلی الله علیه وسلم سره د لیدو او د هغه د پیروي په تمه هلته راوتلي وو. یوه برخه خلګ وایې؛ دا چې دوی د هارون له اولادې څخه وو چې تورات یې لېږداوه او ځینې بیا وايي چې بنو نضیر او بنو قریظه له پخوانیو پاچاهانو (کاهنانو) څخه وو. د دوی پلرونه په داسې حال کې مړه شول چې په محمد (صلی الله علیه وسلم) ایمان درلود او خپل اولادونه یې د هغه پیروي ته هڅول. خو د دوی اولادونو په داسې حال کي چې هغه ښه پېژندل، له انصارو سره د حسد له کبله په هغه باندې کافران شول.6
ارميا: (650-580 ق.م) د خپلو خلکو تېروتنې څرګندې کړې، د بيت المقدس د سقوط اعلان يې وکړ، د بابل له پاچاهانو سره يې بيعت اعلان کړ، له همدې امله د يهودانو له خوا شکنجه شو.
حزقیال: هغه دقبل المیلاد په شپږمه  پیړۍ کې راڅرګند شو او د قیامت، د آخرت حساب او د مسیح د راتلو په اړه یې وړاندوینه وکړه چې د داود (علیه السلام) له اولادې او د یهودانو پاچا وي. هغه د یهودا د سلطنت د سقوط پر مهال ژوند کاوه او د بیت المقدس له اشغال وروسته بابل ته جلاوطن شو.
په 538 ق.م کې پارسي پاچا کورش بابل اشغال کړ او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې بېرته فلسطین ته ستانه شي، خو لږ شمېر یې بېرته راستانه شول.
دانیال: د اسراییلو د ولس راتلونکی اعلان کړ، ځکه چې هغه د خوبونو په تعبیر مشهور و، هغه د خپل ولس سره ژمنه وکړه چې دوی به د مسیح لخوا وژغورل شي.
په 320 ق.م کې د فلسطین حکومت سکندر اعظم ته ورکړل شو او له هغه وروسته بطالمه ته ورسید. په 63 ق.م کې فلسطین د رومیانو له خوا اشغال شو او د بامبیوس تر مشرۍ لاندې یې قدس اشغال کړ.
په 20 ق.م کې هیرودوس د سلیمان معبد بیا جوړ کړ او تر 70يم میلادي کال پورې پاتې شو، تر هغه چې امپراتور ټایټس ښار ویجاړ کړ او معبد یې وسوځاوه، او دا دویمه ویجاړتیا ده، چې د جوبیتار په نوم یادیږي، دا بت د امپراتور قسطنطین تر وخته پورې دوام وکړ. د هغه وخت د عیسویانو لخوا ویجاړ شو.7

عیسی علیه السلام

له لومړیو ورځو څخه چې عیسویت راڅرګند شو، د دې فکر خاوندان د هغه وخت د یهودانو لخوا تدڅارنې لاندي ونیول شول، وځورول شول او شکنجه شول. دا د دې لامل شو چې عیسویان په عامه توګه د خپلو نظریاتو څرګندولو څخه مخه ونیسي، ځینې یې د خپل هیواد پریښودو ته اړ کړل، او نور یې په بند محکوم شول او د زندان په تیاره کې مړه شول.
لومړی کس چې تعقیب او پوښتنه یې وشوه پخپله عیسی علیه السلام و. او د دې دین د پلویانو د شکنجې، ګواښونو او وژلو د دې فضا په پایله کې او وروسته له دې چې د عیسی علیه السلام ژوند له خطر سره مخامخ شو، خدای پاک آسمان ته پورته کړ. حضرت زکریا او یحیی علیهما السلام هم په دې موده کې د یهودانو لخوا په شهادت ورسیدل.8

زکریا علیه السلام

زکریا د سلیمان بن داوود علیهم السلام له اولادونو څخه وو، هغه یو پیغمبر او ترکاڼ وه، د زکریا میرمن د مریم د عمه وه، نو د مریم پالنه یې کوله. په همدې وخت کې خداى جل جلاله جبرئيل (علیه السلام) واستاوه او زکريا ته يې د يحيى په نوم د زوى زيرى ورکړ، کله چې يهوديانو ته معلومه شوه چې مريم له ميړه پرته حامله شوې ده، نو زکريا يې تورن کړ او غوښتل يې چې هغه ووژني. زکریا په یوه لویه ونه کې پټ شو، هغوی هغه ونه پرې کړه او زکریا (علیه السلام) یې وواژه.

یحیی علیه السلام

حضرت یحیی علیه السلام په ځوانۍ کې خلک د الله سبحانه وتعالی بندګۍ ته رابلل او له ویښتانو څخه یې جامې اغوستي او په عبادت کي یې هڅه کوله.
په نوي قانون کې عیسی د ورور لور سره نکاح منع کړ. هردوس چې د بني اسرائيلو واکمن و د يوه وریرۀ درلوده او غوښتل يې له هغې سره واده وکړي، چې په يهودي مذهب کې روا و، خو يحيى علیه السلام له دې کار منع کړ، نو د نجلۍ مور له هرودس څخه وغوښتل چې يحيى ووژني او نجلۍ هغه هم ترې غوښتنه او ټينګار وکړ، نو امر يې وکړ چي یحیی علیه السلام ذبح کړ شي.
د تاریخ په دې پړاو کې بې شمیره عیسویان نه یوازې د قیصر لخوا بلکې د یهودانو لخوا هم ووژل شول. په دې کار سره د مسيحيت اصلي پيروان له منځه لاړل چې د دې دين تعليمات يې په مستقيم ډول له حضرت عيسى (عليه السلام) څخه ترلاسه کړي وو.
په 64 میلادي کال کې د «نیرون»، په 106 میلادي کال کې د «تراجان»، په 249 میلادي کال کې د «دیون» او په 280 میلادي کال کې د «دقیانوس» د واکمنۍ پر مهال د وخت د واکمنانو له خوا عیسویان تر سختو بریدونو لاندې راغلل او د دوی د له منځه وړلو لپاره له بیلابیلو لارو چارو یې کار واخیست.9
د اورشلیم ویجاړۍ او د یهودانو تباهي (او د دوی د حکومت له منځه تګ، چې وروسته بیا هیڅ راستنېدل یې نه درلود)
د هغه څه وروسته چې د مسیح په اړه پورته تشریح شو، پر اورشلیم د تیتوس تر واکمنۍ پورې، یو له بل څخه وروسته د یو شمیر پاچاهانو لخوا واک چلېدل.
د تیتوس د پادشاهۍ ځای، روم و، هغه د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال اورشلیم ته لاړ او پر يهودانو يې بريد وکړ، هغوی يې ووژل او تر اخره پورې يې ونيول، پرته له هغو کسانو چې پټ شوي و، بیت المقدس یې ويجاړ او لوټ کړ، د سليمان معبد او کتابونه يې وسوځاوه. او بیت المقدس یې له اسراییلو څخه خالي کړ.
له دې وروسته یهودانو نور مشري او حکومت نه درلود او دا دوهمه تباهي وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت پورې شاوخوا پنځه سوه اته پنځوس کاله تېر شول. کوم چې په نړۍ کې د یهودانو د ویش تاریخ دی.10

یهود، وروسته له هجرته

مخکې هم ويل شوي وو چې يهودو په مدينه کې ډېره موده واکمني کوله، درې قبيلې وې: بني قينقاع، بني نضير او بني قريظه. دغه درې قومونه د مدينې په شاوخوا کې اوسېدل او زياتره يې بزګران، شتمن، سوداګر او کسبګر وو.
او دا چې د مدينې د عربو د مالي او اقتصادي چارو کنټرول يوازې د دوى په لاس كې و او د لويو شتمنيو خاوندان وو، نو له همدې امله يې په ډېر ظلم او ستم سره په پوروړو ډېر سود وضع كول. د خلکو ماشومان او ښځې به یې د خپلو پورونو په خاطر ګروي اخیستې.
كله چې اسلام مدينې ته راغى، يهودو پوه شول چې د دوى ظالم او استبدادي حكومت به نور پاتې نشي او د زوال وخت يې راورسېد او هر څومره چې اسلام په مدينه كې خپور او آبادېدل، هغومره د يهودانو شوکت او پرتم ته چې له مودو مخکي یې ترلاسه کړی وو، زياته صدمه رسېده.
د يهوديت په لور تمايل چې د مدينې د مشركينو په منځ كې پيدا شوى و او ورځ تر بلې په پراخېدو و، ناڅاپه ودرېد. او د اسلام د زياتو فتوحاتو له برکته انصارو شتمني ترلاسه کړه او د يهودانو د پورونو له زنځیرونو څخه خلاص شول.11

د بني قینقاع غزوه (د شوال دوهم هجري کال)

د بدر په جګړه کې د مسلمانانو بریا د یهودانو ویره نوره هم زیاته کړه. دوی په څرګند ډول ولیدل چې اسلام ورځ په ورځ پیاوړی کیږي. د يهودو په قبيلو کې د بني قينقا قبيلې سړي تر ټولو زړور وو. له همدې امله دوی تر ټولو لومړی دا جرأت وکړ چې له مسلمانانو سره د جګړې اعلان وکړي او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کړی عهد مات کړي، نو زکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی د شام د «اذرعات» ځای ته وشړل.12

د بني نضیر غزوه (د څلورم هجري کال ربيع الاول)

دوی یو پلان جوړ کړ چې یو څوک به بام ته پورته شي او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یوه لویه ډبره وغورځوي او په دې ډول به یې ووژني.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې دسیسې نه خبر شول او چټک د مدېنې په لور وخزېد او هغوی یې پنځلس ورځې محاصره کړل. هغوی په دې شرط له خپل وطن څخه په شړلو راضي شول چې له خپلو مالونو څخه (له وسلو پرته) هر څومره چې وي له ځانه سره واخلي، چونکې هغوی ټول خپل کورونه پريښيودل، ځینې مشران یې لکه سلام بن ابی الحقیق، کنانه بن ربیع او وحي بن اخطب خیبر ته ولاړل.13

بني قريظه

کله چې بنو نضیر د وطن پریښودو ته اړ شو نو حی بن اخطب خیبر ته لاړ او هلته میشت شو. د احزابو جګړه د مسلمانانو پر ضد د بنو نضیر د فعالیتونو پایله وه. خو بنو قریظه د حی بن اخطب په مشوره په ښکاره دغه تړون مات کړ او د متحدینو په جګړه کې یې ګډون وکړ، لنډه دا چې مسلمانان دوی محاصره کړل او دا محاصره یوه میاشت دوام وکړ، په پای کې بنو قریظه وړاندیز وکړ چې کومه پریکړه چي سعد بن معاذ  زموږ په اړه وکړي، موږ به یې ومنو.
سعد وړاندیز وکړ چې د دوی جنګیالي باید اعدام شي، ښځې او ماشومان دې ونیول شي او مالونه دې د غنیمت په توګه واخیستل شي.

د یهودو د لجاجت یوه بېلګه

کله چې حی بن اخطب چې د دې ټولو فسادونو اصلي عامل او د دې جګړې اور بلونکی و د اعدام ځای ته راوړل شو، سترګې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته واوښتې. وویل: په خدای قسم! زه له تا سره له کرکې نه پښیمانه. خو څوک چې خدای ذلیل کړي هغه به ذلیل شي. بیا یې خلکو ته مخ واړوه او ویې ویل: د خدای له حکمه مه وېرېږئ، دا د خدای امر دی او د خدای له لوري دا ذلت د بني اسرائیلو لپاره حتمي و.14
د خیبر فتحه (د هجرت اوم کال) او د یهودو شوکت له منځه تلل.
خېبر د یوې داسې ویالې سره نږدې موقعیت لري چې خورا خاصخېزه دی. هلته یهودانو قوي کلاګانې جوړې کړې چې د ځینو آثار یې لا اوس هم پاتې دي. خیبر په عربي خاوره کې د یهودي ځواک ترټولو لوی مرکز و؛ چې د شپږو قوي کلاګانو لرونکی وو: “سالم”، “قموص”، “نطاه”، “قصاره”، “شق” او “مربط” او په ټولو کې تر ټولو قوي قلعه “قموص” وه.
لنډه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولې کلاوې فتحه کړې او د «قموص» کلا له شلو ورځو محاصرې وروسته فتحه شوه. له فتحې وروسته د خیبر ځمکې د مسلمانانو لاس ته ورغلې، خو یهودانو غوښتنه وکړه چې دا ځمکې زموږ په واک کې پریږدئ، موږ به تاسو ته نیم فصل درکړو، د هغوی غوښتنه ومنل شوه. کله چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به فصل راټولول لپاره عبدالله بن رواحه رضي الله عنه لیږل. هغه فصل په دوه برخو ویشل او یهودانو ته یې وویل: له دې دوو برخو څخه یوه یې واخلۍ. يهودان په دې عدالت حيران شول او ويې ويل: په دې انصاف سره ځمکه او اسمان ټينګ شوي دي. که څه هم یهودانو ته پوره تحفظ ورکړل شو او له هغوی سره ښه چلند کیده، خو د هغوی چلند په پرله پسې ډول باغیانه او شرارت انګیزه وه.
د دې موضوع پیژندنه دا وه چې یوه ورځ زینب د سلام بن مشکم میرمن، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ځینې ملګري راوبلل. رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنه يې ومنله. زینب د رسول الله په خوراک کې زهر اچولي وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ګوله وخوړله او له ډوډۍ څخه یې ډډه وکړه. دوی تل شر او فساد ته لمن وهل تر دې چې حضرت عمر رضی الله عنه د شام خاورې ته جلاوطنۍ ته اړ کړ.15

د فلسطین فتحه

په (636م) کال کې مسلمانانو فلسطین فتح کړ او رومیان یې له دې ځایه وشړل او سوفرونیس چې د عیسویانو سرپرست و، د مسلمانانو لپاره شرط کېښود چې په ښار کې دې هیڅ یهود نه اوسیږي.16
له هغه وخته د نولسمې پېړۍ تر لومړۍ نيمايي پورې دوی په نړۍ کې بې ځايه او کډوال و، د تېرې پېړۍ له پيله يې د فلسطين په خاوره کې د خپلو پاشلو خلکو په راغونډولو پيل وکړ چې تر ټولو ستر لامل يې د هولوکاسټ پدیده وه.
هولوکاسټ د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د نازي جرمني لخوا د 1941 څخه تر 1945 پورې د آلمان د مړینې په کمپونو کې د نژاد، مذهب او قومیت پر بنسټ د نږدې شپږ ملیون اروپایی یهودانو په ډله ایز وژنې او نسل وژنې  اطلاق کېږي.
د ډله ایزو ډزو په ګډون تنظیم شوي وژنې، د اجباري کار پاکولو پالیسي؛ همدارنګه، د اور وژنې په کمپونو کې د وینو او ګازو چیمبرونه ترسره شول؛ په اروپا کې د یهودانو شاوخوا دوه پر دریمه برخه په دې پیښه کې ووژل شول.
په دې وخت کې، د نورو استعماري قدرتونو د هڅولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل شوې له انګلستان او فرانسې د شړل شوي یهودانو د منلو وړاندیز وکړ په شمول د فلسطین، ایتوپیا، روډیشیا، ماداګاسکر او استرالیا.
د دغو سیمو په منځ کې، ماداګاسکر تر ټولو جدي و، یو ډیر لیرې پروت ټاپو د نامناسب اقلیم سره، چې د ګړندي مړینې سبب ګرزېده. مګر په 1941 کې د یهودانو د ډله ایزې وژنې له پیل سره، دا پلان پریښودل شو.
نازي سیاستوالو هم یو پلان وړاندې کړی و چې پر بنسټ به یې اروپايي یهودان سایبریا ته ولېږل شي. خو د آلمان د صهیونیسټي فدراسیون او د نازي حکومت تر منځ د هوارا تړون په نامه لاسلیک شوی تړون. فلسطین یوازینی نقطه وه چیرې چې د نازیانو د بیا میشتیدنې پلانونه د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کولو توان درلود. د دې تړون په پایله کې ۶۰ زره آلماني یهودیان او ۱۰۰ میلیونه ډالره له آلمان څخه فلسطین ته ولېږل شول.17
په دې کې شک نشته چې شته یهودان؛ چې نږدې پنځلس ملیونو ته رسېږي، د اسراییلو د پخوانیو عبرانیانو سره هیڅ تړاو نلري چې د ابراهیم (ع) له نسل څخه وو؛ ځکه چې دا خلک په ځمکه کې د توکمونو مخلوط دي، کوم چې استعماري عوامل دوی د یهودیت په لور هڅولي، مګر هغه کسان چې اوس مهال د اسراییلو له اصل او نسل څخه دي، په ځانګړې توګه په اسراییلو کې د ټیټې درجې یهودانو په توګه ګڼل کیږي.18

سرچینې

  1. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص504
  2. الانس الجلیل بتاریخ القدس و الخلیل،مجير الدين الحنبلي العليمي ، ص68-65
  3. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص497-494
  4. الانس الجلیل بتاریخ القدس و الخلیل ،مجير الدين الحنبلي العليمي ،ص121
  5. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص498
  6. سبل الهدى والرشاد، في سيرة خير العباد، محمد بن يوسف الصالحي الشامي جز 3ص282
  7. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص499
  8. الانس الجلیل بتاریخ القدس و الخلیل ،مجير الدين الحنبلي العليمي،ص153
  9. الانس الجلیل بتاریخ القدس و الخلیل ،مجير الدين الحنبلي العليمي،ص158
  10. الانس الجلیل بتاریخ القدس و الخلیل ،مجير الدين الحنبلي العليمي،ص168
  11. سيرة النبي-صلى الله عليه وسلم-شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي،جز1ص447-439
  12. سيرة النبي-صلى الله عليه وسلم-شبلي نعماني اوسيد سليمان ندوي،جز1ص452-446
  13. سيرة النبي-صلى الله عليه وسلم-شبلي نعماني وسيد سليمان ندوي،جز1ص456-452
  14. سيرة النبي-صلى الله عليه وسلم-شبلي نعماني وسيد سليمان ندوي،جز1ص485-477
  15. سيرة النبي-صلى الله عليه وسلم-شبلي نعماني اوسيد سليمان ندوي،جز2ص45
  16. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص499
  17. هولوکاست، د ویکی پېدیا الکترونیکي نسخه
  18. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة”ص504

۱ څرگندون

  1. د اونۍ لیکنه -۱

    اختلاف اوفکري پاشلتیا یوبشري فطرت دی،چې تاریخ یې دادم علیه السلام تر اولاده رسي او همدارنګه دانبیاوو،صحابه وو او دخپلو سلفو تاریخونه یې له بېلګو
    ډک دي. پۀ حقیقت کې اختلاف پۀ دیني مسائلو کې دین ته پۀ وسعت او دهغه پۀ
    شمول او هراړخیزوالي کې بنسټیز رول لوبوي. نو ویلای شو،چې اختلاف پۀ خپل ذات کې یو ښه شی دی.

    خو مهم او اساسي شی چې داختلاف پرمهال باید پۀ نظر کې ونیول شي دادی،چې داختلاف پۀ صورت کې باید چې دهر لوري موخه د حق موندل او دهغه تشییع او خپراوی وي. متاسفانه چې اوس داختلاف څخه لنګه غوا جوړه
    شوې چې هرچا لستوڼي ورته رانغښتي.
    او دحق دثابتولو پر ځای دمقابل لوري درا پرزولو سوچونه وهي. نور که پر حق وي، که ناحق توپیر نه کوي.

    که موږ خپلو سلفو ته رجوع وکړو،نو هغوی هم مخالفتونه لرلي،مناظرې یې کړي؛خو البته چې حق ته درسېدو او دهغه د خبراوي پۀ پار. کله چې یې حق د مخالف پۀ نظر کې لیدلی،نور یې منلی.
    پرته له دې چې پر دې فکر وکړي،چې دا خو مې دمخالف نظر دی.

    ښۀ بېلګه یې د امام صاحب او امام مالک
    رحمهما الله تر منځ مباحثه ده. مخکې تر
    مناظرې امام مالک رح امام صاحب دیو بدعتي او ددین دیو مخرب پۀ حیث پېژندی او معریفي کاوو یې. خو کله چې سره کېناستل او یو دبل نظر یې وارېد او قناعتونه یې حاصل شول. نو هغه امام مالک دهغه امام دتوصیف پۀ پار خپل شاګرد (لیث بن سعد) ته وایي: قسم پۀ الله ج چې ابوحنیفه داسي یوخولور عالم
    دی،چې که ددې لرګینې ستنې پۀ اړه له تاسره بحث وکړي او ووایي،چې دسرو زرو ده،خپل دلیل به پرتا باندي ومني.

Leave A Reply

Exit mobile version