د الله تورې « خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)

د حّدیبیې په سوله کې د خالد نقش

د هجرت په شپږم کال رسول الله (ص) د خپلو سرسپارلو اصحابو په ملتیا، د عمرې ادا کولو په موخه، د مکې معظمې لوري ته روان شول؛ اما د هغه ځای اوسیدونکو دوی ته د ننوتلو او همدارنګه د عمرې ادا کولو اجازه ورنکړه، مسلمانان د «حدیبیه» په نوم سیمه کې را غونډ شول او د رسول الله (ص) سره یې بیعت وکړ چې د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې به د ده مبارک ملاتړ او دفاع کوي.
مشرکین چې له دغې پیښې څخه خبر شول د مسلمانانو د له منځه وړلو په موخه، یو لوی او ځواکمن لښکر یې د خالد تر مشرۍ لاندې ترتیب او سمبال کړ او د مسلمانانو پسې یې ولیږل، کله چې خالد د مسلمانانو د راټولیدو ځای ته نږدې شو، مسلمانان یې له ورایه لیدلای شوای او د هغوی ټول کړه- وړه یې تر پام لاندې وو، تر دې چې مسلمانانو د سید المرسلین او امام الانبیاء په امامت سره لمونځ ادأ کړ؛ اما خالد له دغې موکې څخه ګټه وانخیستله او په مسلمانانو یې برید ونکړ، د لمونځ تر ادأ کیدلو وروسته، اصحاب کرام خواره شول او هر یو خپل کار او دندې ته راوګرځید، خالد په دې ډیر پښیمانه شو چې ولې یې په لومړي سر کې په مسلمانانو برید ونکړ؛ او د بل لمونځ ادأ کولو وخت ته په تمه شو او د برید تابیا یې ونیوله، اما بیاهم په برید کولو بریالی نشو؛ ځکه الله تعالی د وحیې په وسیله خپل پیغمبر له دغې پیښې خبر کړ چې دښمن مو د یرغل په نیت تاسو ته انتظار باسي نو له هغه وروسته د الله تعالی لخوا، په داسې حالاتو کې د خوف لمونځ کولو امر وشو، په داسې توګه چې د مسلمانانو یوه ډله به د امام سره لمونځ په جماعت اداء کړي او دوهمه ډله به له وضعیت او سیمي څخه څارنه کوي او بیا به دوهمه ډله راځي او د همغه امام سره لمونځ اداء کوي او لوموړۍ ډله به څارنه کوي.
په پای کې، پیغمبر (ص) په دې پوه شو چې یو څوک د دوی څخه پټه څارنه او جاسوسي کوي؛ له دې امله، یوه ډلګۍ یې هغې خواته ولیږله، بلآخره خالد لوبه وبایلله او ډګر یې پریښود او د مکې خواته یې مخه کړه. [۱]

د مسلمانانو لومړنۍ عمرې ترسره کولو پر مهال د خالد غبرګون

د مسلمانانو په وړاندې د خالد د ډیرې کرکې او کلکې دښمنۍ له امله، نوموړي د مسلمانانو خوښۍ او بریا نشو زغملای او دایې هم ورته د منلو او تحمل وړ نه وو چې مسلمانان دې د پرمختګ پر لور ګام پورته کړي؛ بنا پر دې کله چې مکې ته د مسلمانانو د ننوتلو اجازه ورکړل شوه او هغوی و توانیدل چې په روحي سکون او د زړه ارامتیا سره خپل مناسک اداء کړي، په هغه وخت کې خالد د مکې څخه وتلی وه او کله چې مسلمانان له مکې څخه بهر شول، نوموړی بیرته راوګرځید.[۲]  د خالد دا ډول کړنې ته په کتلو سره دا جوته شوه چی نوموړی د اسلام او مسلمانانو سره په لوړې کچې عناد او دښمني درلوده چې د دغو صحنو د لیدلو زغم یې نه درلود.

د دې برخې پایله

د بحث له دې برخې څخه په څرګنده معلومیږي چې خالد تر کومه حده ځیرک او هوښیار وو، د جګړو په ډګرونو کې څومره بریالی وو، د محاربې او جنګي تکتیکونو په اړه یې څومره ژوره پوهه او مهارت درلود، نوموړی څومره چې د جاهلیت په دوره کې یې مسلمانان وځپل، تر هغه ‌ډير د اسلام په روښانه دوران کې اسلام او مسلمانانو ته ګټه ورسوله، او په عموم ډول د هر لښکر سره به چې مل شو، تش لاس به بیرته نه راګرځیده، او هرو مرو به د غنیمتونو څخه په ډک لاسونو راګرځیدل او بریا به یې خپله کړه؛ څرنګه چې د رسول الله (ص) مبارک حدیث دې « خیارکم فی الجاهلیه خیارکم فی الاسلام» ستاسو غوره کس په جاهلیت کې، غوره کس په اسلام کې هم دې؛ چې حضرت خالد یې ښه مصداق دې.

د دې برخې اړین ټکي او درسونه

د صحابه کرامو ژوند سر تر پایه د خیر او برکت او ګټورو درسونو او لارښوونو څخه ډک دې؛ د هغو نیکانو د ‌ژوند هره څنډه خلکو ته د حکمت، بصیرت، تقوا، شجاعت، سخاوت، اصلاح او نیکمرغۍ درسونه ورکوي.
د سیدنا خالد (رض) د ژوند په دې برخه کې هم ځیني درسونه او مهم ټکي پراته دي چې موږ یې په دغه لنډه لیکنه کې هغه ټول نشو یادولای؛ اما په مختصر ډول د ځینو په یادولو بسنه کوو:
– د دندې پر مهال د هغه ځیرکتیا: هرکله به چې خالد (رض) ته کومه دنده سپارل کیده په ښه او بشپړه توګه به یې ترسره کوله.
– د حق منل او هغه ته غاړه کیښودل: خالد سربیره پر دې چې د اسلام سره دښمني کوله خو حق خبره یې اوریدله او د حق خواته به لیواله وو.
– د مسئوولیت احساس: په هره برخه کې چې به ده ته کوم مسئوولیت ورسپارل کیده، د هغه څخه نه په شا کیده او بې له ځنډه به یې منل او د اداء کولو په برخه کې به یې هلې ځلې کولې.
– ځان له نورو څخه غوره نه ګڼل: د هغه دې ته پام نه وو چې زه د ولید بن مغیره زوی یم، زه د قریش د سردار او شتمن زوی یم، بلکه په ډيرو چارو کې د دې پر ځای چې خپل تر لاس لاندې سرتیرې مخې ته کړي او له هغوی  څخه کار واخلي، خپله به مخته کیدو او د خپلې ډلې او لښکر لپاره هر راز سرښندنې ته چمتو وو.
نور درسونه هم لري چې په راتلونکو برخو کې به ورته اشاره وکړو.
ادامه لري…
. [۱] المبارک فوری: صفی الرحمن، الرحیق المختوم ص: ۲۹۴، المقومات الفکریه و الشخصیه لخالد بن ولید ص ۵.
[۲] خالد بن ولید ص: ۶۲
Leave A Reply

Exit mobile version