لیکوال: ابوعائشه

معتزله (لومړۍ برخه)

مقدمه

د لومړۍ پیړۍ په دویمه برخه کې چې اسلام غټو نصرتونو او فتوحاتو ته ورسید، او د مختلفو ملتونو و کلتورونو سره مخ شو، نو درې مسلې ورته پیښي شوي: ۱. د خلافت مسله ۲. د انسان ځواک پر خپلو اعمالو باندي ۳. د صفاتو نفی.
په دغه زمانه کې چې هره اسلامي فرقه بله فرق به یې تکفیر کوله، د اعتزال مذهب د واصل بن عطاء په واسطه رامنځته شو، چې فکر یې د نورو فرقو سره بېل وو. دا فرقه په اسلامي کلامي مذهبونو کي د مهمو فرقو څخه بلل کیږي، چې په علمي، فقهي او سیاسي تحولاتو کې یې مهم رول درلود. معتزله خپل په وروستیو کلونو کې یې ډېره وده وکړه، دا فرقه د اسلامي ټولني د بهرنیو او داخلي پیښو له امله رامینځته شو او په عباسي خلافت کې د مطرحو کلامي فرقو څخه بلل کېدو.
په دې مقالې کې غواړو چې دا فرقه در وپېژنو، او د هغه اصول او نظریات درته بیان کړو، او د هغه مشران، طبقات او نومونه درته وړاندي کړو.

د معتزله و د پیدایښت لامل

معتزله او اعتزال هغه لفظ دی چې پر انفراد، ضعف، انقطاع او په ګوښه کولو باندي دلالت کوي.
په قاموسونو کې دغسي راغلي چې: عزله، یعزله، و عزله، فاعتزل، و انعزل، و تعزل: هغه یې جلا کړ، نو یوې خوا ته شو او په کونج کې کیناست)، په اصطلاح کې ویلای شو چې: د قدریه یوه ډله ده چې د امت سره د ګناه کبیره په مسله کې مخالفت لري.
معتزله د قدریه یوه ډله ده چې خپل په ګمان سره دوی د دوو ګمراه ډلو( اهل سنت او خوارج) څخه جلا شوي دي. معتزله لومړۍ ډله نه ده چې له اسلامي فکر څخه يې ځان ليرې کړ، بلکې له دوی څخه مخکې هم د جهمیه او قدريه په څېر ډلې موجودې وې، چې ښايي د نورو ډلو له شتون سره د دې ډلې د راپيدا کېدو لامل هم دا وي، چې دغه ډله د علم کلام بشپړ موضوعات په یوه کامله مذهبی ترتیب کې راوړل.
معتزله یو عقلي مکتب دی چې د سني مذهب له تحریک څخه منځته راغی، دې ډلې په لومړي سر کې استدلال ځای پر ځای کړ او د اسلام او د هغه د عقایدو په منطقي بڼه یې د بیانولو لپاره ډیرې هڅې وکړې چې په هیڅ صورت له عقل او منطق سره متضاد نه وي. په اسلامي فکر کې ځينو څېړونکو معتزله د زمانې په تېرېدو سره د فکر له ډېرو مهمو او پخوانیو مکتبونو څخه ګڼلې ده.
تقریباً ټول منابع په دې متفق دي چې د اعتزال د مذهب اصلي بنسټ ایښودونکي د قدریه په لاس کې له ابتدایي او مقدماتي پړاوونو وروسته واصل بن عطاء او عمرو بن عبید دي چې په ۸۰ هجري کې زیږیدلي دي که څه هم دوی خپل د مذهب اصل له وصل بن عطاء او عمرو بن عبید څخه مخته ګڼې. له همدې امله د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر اصحاب چې څلور خليفه او اهل بيت هم په کې شامل دي، د خپل مذهب د مشرانو په توګه ګڼي، قاضي عبدالجبار د  ابن یزداد څخه لیکي: د معتزله لومړۍ ډله د محمد صلی الله علیه وسلم اصحاب وو. ځکه چې دوی دومره متحد او یو ځای شوي وو چې ځینو یې یو د بل ملاتړ کاوه او خپل ملګري یې ګڼل.
دا حقیقت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب یو له بل سره متحد او یو موټي وو، ځکه نو معتزله دي په حقیقت کې یو خیالي او بې اساسه دلیل دی چې پر هغه باندي استناد هیڅکله سم نه دی. ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام همیشه په اتفاق او اتحاد کې وو او د دوستۍ او محبت تر ټولو غوره نمونه وو، تر دې حده چې خدای تعالی د دوی په اړه فرمايي: «اشداء علی الکفار رحماء بینهم». « له کفارو سره سخت او په خپل منځ کې مهربانه دي». البته په دې اړه نورې ډېرې نظريې او دلایل هم شته چې په همدې مقاله کې شکونه ځواب شوي دي.
د معتزله د نوم دلیل
د دغه نوم د تسمیې وجه او دا چې ولې په دې نامه یادیږي ډېر اقوال شته چې موږ دلته یو تعداد ذکر کوو.
لومړی قول: ځیني وایي: ځکه معتزله ورته وایي چې واصل بن عطاء د خپل استاد امام حسن بصري رحمه الله د درس څخه اعتزال او ګوښه شو، چې د هغه کیسه په تفصیلي ډول لاندي ذکر کیږي:
یوه ورځ یو سړی امام حسن بصری رحمه الله ته راغی او ویې ویل: اې امام! زموږ په زمانه کې یوه ډله راڅرګنده شوې ده چې د لویو ګناهونو مرتکبین کافر ګڼي او لویه ګناه د دوی په ګمان کفر دی چې مسلمان د اسلام له دائرې څخه باسي او دا ډله د “وعیدیه خوارج” ده، او بله ډله د لويې ګناه د مرتکبينو سزا ځنډوي، د دې ډلې له نظره دا لويه ګناه نه کېږي. او ایمان ته ضرر نه رسوي، خو د دې ډلې د مذهب له مخې عمل په هیڅ صورت د ایمان برخه نه ده او له ایمان سره سره نافرماني هیچا ته ضرر نه رسوي، لکه څنګه چې له کفر سره اطاعت هم هیچا ته ګټه نه رسوي. او دوی د دې امت مرجئه دي. تاسو د دې موضوع په اړه څه فکر کوئ؟ امام حسن بصري رحمه الله د دې مسئلې په اړه یوه شېبه فکر وکړ او مخکې له دې چې ځواب ورکړي، واصل بن عطاء (چې د امام حسن بصري له شاګردانو څخه و، او د هغه په ​​درسونو کې به یې ګډون کاوه. )) وفرمایل: زما په اند د لویې ګناه مرتکب نه پوره مؤمن دی او نه بشپړ کافر، بلکې د دوو منزلو تر منځ کې دی، چې نه مومن دی او نه کافر. له دې وروسته واصل پاڅېد او د جومات یوه ستون ته ورنژدې شو او د جومات حاضرینو ته هغه څه وویل چې د امام حسن بصري رحمه الله د مجلس غړو ته یې هغه څه تکرار کړي وه. حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي: واصل له موږ څخه لیرې شو او د اعتزال لاره یې خپله کړه. له همدې ځایه هغه او ملګري یې معتزله بلل کېدل.
دویم قول: ځينې په دې اند دي چې دې ډلې ته د جليل القدر صحابه قتاده رضي الله عنه د وينا له امله معتزله ويل کيږي: عثمان طویل وايي: ما قتاده رضي الله عنه وليد، هغه رانه وپوښتل: ولې موږ ته نه راځې؟ ښايي معتزله(مانع کوونکي) دې نه پرېږدي؟ ما وویل: هو.
دریم قول: بله ډله وایي: ځکه دوی ته معتزله ویل کیږي چې د ټول امت سره د ګناه کبیره په مسلې کې مخالف دي.
څلورم قول: ځیني وایي: هغوی د خپل سیاسي نظریات او لیدلور په سبب معتزله بلل کیږي.
پنځم قول: استاد احمد امین په خپل کتاب «فجر الاسلام» کې لیکي: بل لامل د دوی د تسمیې لپاره ذکر شوی دی. هغه وایي: دا لقب د یهودو یوه ډله چې نوي مسلمانان شوي وه دوی یې وبلل.
د آراء المعتزله کتاب خاوند لیکي: د دغو مختلفو نظریاتو چې د تسمیې په اړه لیکل شوي، زما په اند راجح قول دغه دی: چې کله واصل بن عطاء او عمرو بن عبید د حسن بصري رحمه الله د غونډې څخه اعتزال وکړ او ګوښه شوه. او زما د دې خبرې دوه دلیل شته:
  1. ځکه دا قول د اکثرو مورخینو راجح قول دی.
  2. هغه صحابه رضي الله عنهم چې د حضرت علی او حضرت معاویه رضي الله عنهما په وخت کې د فتنې په خاطر لیروالی اختیار کړ، په اصطلاحې معنا فرق کوي، او هغوی ته معتزله ونه ویل شوه. ځکه موږ وایو: هغه معتزله چې موږ د هغو په اړه خبرې کوو هغه د اهل سنت او جماعت او صحابه کرامو رضي الله عنهم(چې د اهل سنت و جماعت امامان وه) جلا شول، نو صحابه کرام رضي الله عنهم د هغوی سلف نه بلل کیږي ځکه هغوی د شرع تابع او معتزله د عقل تابع دي.
په دغه وینا د هغو کسانو تېروتنه معلومیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابان د معتزله له مشرانو څخه ګڼي؛ ځکه معتزله، اعتزال د خپل مذهب او عقیدې په توګه ټاکلی و چې د هغه د لارښوونو پر بنسټ یې د الله سبحانه وتعالی عبادت کاوه. او صحابه کرامو له دغه فتنې څخه لیروالی وکړ نه د دې لپاره چې اعتزال د دوی اعتقاد دی بلکې د دې لپاره چې له ګناه څخه ځان وساتي او د مسلمانانو وینه توی نه کي.
نو د دې دوو مسلو قیاس د عقلي لحاظه سم نه دی، سره د دې چې دوی عقل ته راجح دي او هغه په اکثرو شیانو کې معیار ګرځوي. تر دا حد پورې چې ځیني علما وایي چې دوی عقل پر نص باندي مخته کوي، او هر ځای چې د دوی ګټه وې عقل څخه کار نه اخلي.
د معتزله و طبقات
هیڅ مسلمان په دې کې شک نه لري چې د اسلام دین د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته مخکې د بشپړیدو مرحلې ته رسیدلی دی. ځکه چې الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کلام کې دا مسئله په واضح ډول بیان کړې ده؛ نو له دې سره سره هر هغه نوی شی چې له هغه وروسته په عقیده کې راښکاره شي هغه کفر، ګمراهۍ او ضلالت ګڼل کیږي. او هر ګمراهۍ هم په اور کې ده، ځکه چې په اسلام کې هره فقهي ډله په هره طریقه هڅه کوي چې خپل مشران د نسب او یا د دوی د طبقې له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسوي. او موخه يې دا ده چې د دوی نظرونه او اصول بدعت نه دي، بلکې په صحابه کرامو او تابعينو کې ژورې ريښې لري او د هغوی اصول هماغه اصول دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او ملګري یې پر هغه باندي روان شوي دي.
معتزله خپله طبقات په لاندي ډول سره ښیي:
لومړۍ طبقه: حضرت علي، ابوبکر، عمر، ابن عباس، ابن مسعود، ابن عمر او ابو الدرداء رضوان الله تعال علیهم.
دویمه طبقه: حسن او حسین رضي الله عنهما د حضرت علي زامن، محمد بن علی بن ابو طالب(ابن حنفیه)، د تابعینو څخه سعید بن مسیب، طاووس یماني، ابو اسود دولي رحمهم الله اجمعین.
دریمه طبقه: ابوهاشم عبدالله بن محمد بن حنفیه او د هغه ورور حسن بن محمد، او د حضرت علي د نسل څخه: حسن بن حسن او… .
څلورمه طبقه: چې د دغو په واسطه، د معتزلو مذهب پیل شوی: غیلام دمشقي، واصل بن عطاء، عمرو بن عبید، مکحول بن عبدالله او بشیر الرحال.
پنځمه طبقه: دا ډله د واصل بن عطاء د زده کوونکو څخه دي چې هغوی یې د دغه مذهب د خپرېدو لپاره شاوخوا ته واستول: ابوعمر، عثمان بن خالد طویل، قاسم بن سعدي او… چې شمېر یې زیات دی.
البته باید ووایو چې د ذکر شوي کتاب( آراء معتزله) د لیکنو له مخې د معتزله لس طبقات دي چې له دې جملې څخه مو تر پنځو پورې محدود کړي دي. ظاهراً معلوميږي چې دا طبقه بندي پخپله معتزله د خپل مذهب د لا پراختيا لپاره کړې وه، که نه نو لکه څنګه چې ويل شوي دي د معتزله مذهب د واصل بن عطاء له وخته پيل شو. د دې شبهې ځواب تر مخه په پوره وضاحت شوی دی.
د معتزله و نور نومان:
معتزله ځیني نور نومان هم لري چې دلته یې په لنډ ډول بیانوو:
عدلیه: ځکه دوی د خدای په عدالت او حکمت باندي باوري دي.
مؤحده: ځکه دوی دا اعتقاد لري چې د الله سره هیڅ قدیم شی نشته.
معطله: ځکه د الله تعال ټول صفات یې معطل اعلان کړي دي.
قدریه: ځکه دوی باور لري چې انسان خپل د قدر اختیار لري.
جهمیه: ځکه دوی د جهمیه و سره په نفی رؤیت، صفات او د قرآن خلق کې موافقت درلود.
مخانیث الخوارج: کله چې خوارجو ګناهکاران یې تل په اور کې وبلله او هغوی ته یې کافران وویل او د هغوی سره وجنګېدل، خو معتزله و کله چې ګناهکاران په دوزخ کې تلپاتې وبلل، جرئت ونه کولای شو چې هغو ته کافران ووایي او نه یې د جنګ جرئت وموند.
ثنویه: ځکه دوی وایي: خیر له الله طرفه او شر له بنده طرفه دی.
واردیه: ځکه په دې نامه وبلل شوه چې دوی باور لري چې مؤمنان هیڅکله دوزخ ته نه ځي، یوازي د هغه څخه تېریږي، ځکه هر څوک دوزخ ته لاړ، بیا نه راوځي.
حرقیه: ځکه دوی وایي چې کافران یو ځل سوځي.
مفنیه: ځکه اعتقاد لري چې جنت او دوزخ فنا کیږي.
ملتزقه: دوی وایي چې الله تعالی په هر ځای کې دی.
قبریه: ځکه د قبر عذاب نه مني.
بله مسله دا ده چې معتزله کله ژوند کاوه؟ او د دوی تر ټولو غوره دوره د کوم عباسي خلیفه په زمانه کې وه؟
معتزله د عباسي خلیفه درې پیاوړي خلیفه هارون رشید، مامون او معتصم کې وه. او دا چې ځینو واکمنانو له دوی سره همکاري وکړه، ملاتړ یې وکړ او خپل دولتي مقامونه یې ورته وسپارل.
د دوی مشران او شیوخ
ځکه چې معتزله مذهب په خپل وخت کې یو هر اړخیز مذهب وو او په ټولو برخو کې یې د ځان ثابتولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. دې ډلې ډېر مشران او شیوخ درلودل. د واصل بن عطاء په ژوندلیک کې راغلي دي چې کله یې دغه لاره غوره کړه نو د خپل مذهب د خپراوي لپاره یې خپل ډېر شاګردان لرې سیمو ته ولېږل. لاندې هڅه کوو چې د دوی تر ټولو فعال کسان د معتبرو کتابونو په مرستې سره در وپېژنو.
په «فلسفه المعتزله» کتاب کې راځي: 
د دې ډلو په اړه په کتابونو کې د شلو معتزلو مشرانو او شیخانو یادونه شوې ده، د دې خبرې معنی دا ده چې ټول معتزله د خپل مذهب په پنځو اساسي اصولو متفق وو، اختلاف یې یوازې په فروعاتو کې وو. په فروع کې اختلاف د مذهب څخه د وتلو لامل هم نه ګڼل کیږي. هر هغه څوک چې په یوه فرعه کې یې بدلون کړی وي او یا یې یو اصول په بل ډول تشریح کړی وي، هغه شیخ دی او د خپل ځان لپاره یې یوه حلقه جوړه کړې وي او په شاوخوا کې یې پیروان او ملګري راټول کړي وي. دا بدلون ښيي چې دوی تر ډېره حده هڅه کړې چې د ځان لپاره د درسي حلقې ولري او زده کوونکې او ملګري وروزي، او خپل فکرونه او نظرونه ورته څرګند کړي.
یو بل ټکی چې باید دلته یې یادونه وکړو دا ده چې د معتزله مذهب یوازې یو ځای پورې محدود نه و، بلکې په ډېرو ښارونو کې یې نفوذ درلود او ډېر خلک یې خپل لوري ته راوستل، که څه هم لومړی ځل په بصره کې ښکاره شو. خو وروسته د دې فرقې دائره پراخه شوه او د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده، په “فلسفه المعتزله” کې راغلي دي: «اعتزال د لومړي ځل لپاره په بصره کې راڅرګند شو او وروسته يې دائره هم پراخه شوه. او له هغه ځايه بغداد ته ورسېده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپره شوه، خو بصره او بغداد تل د دوی د فعالتونو زړه وو، په دغو دوو ښارونو کې د دوی اصلي مرکز جوړ شو، بنسټ يې ټينګ او پياوړی شو. او وده یې وکړه» نو ځکه موږ د دغو دوو ښارونو د مشهورو شیخانو په ویناوو باندې بسنه کوو:
د بصره شیوخ:
د واصل بن عطاء ( د ۱۳۱ هـ/۷۴۸م متوفا) پلیونې(تابعداران) واصلیه نومیږي.
د عمرو بن عبید ( د ۱۴۳ هـ/۷۶۲م متوفا) تابعداران عمریه نومیږي.
د ابی هذیل علاف ( د ۲۳۵هـ/ ۸۴۵م متوفا) تابعداران هذیلیه نومیږي.
د ابراهیم نظام ( د ۲۳۱هـ/ ۸۴۵م متوفا) تابعداران نظامیه نومیږي.
د علي اسواري ( د ابراهیم نظام معاصر) تابعداران اسواریه نومیږي.
د معمر بن عباد سلمي ( د ۲۲۰هـ /۸۳۵م شاوخوا) تابعداران معمریه نومیږي.
د هشام قوطي ( د ۲۰۰ یا ۱۲۰هـ/۸۱۵ یا ۷۳۲م متوفا) تابعداران هشامیه نومیږي.
د عباد بن سلیمان ( د ۵۲۰ هـ/۸۶۴ م متوفا)
د عمر بن جاحظ ( د ۲۵۶هـ/ ۸۶۹ م متوفا) تابعداران جاحظیه نومیږي.
د ابی هذیل شاګرد ابویعقوب شحام ( په ۲۲۸ تر ۲۳۳هـ/ ۸۴۲ تر ۸۴۷ م) تابعداران شحامیه نومیږي.
د ابن علي محمد بن عبدالوهاب جبائي ( د ۳۰۳هـ/ ۹۰۵ م) تابعداران عمریه نومیږي.
د ابوهاشم عبدالسلام بن جبائي ( د 3۲۲هـ/ 933م) تابعداران بهشمیه نومیږي.
دا اوږد لیست د معتزله و مشران او شیوخ وه چې په بصره کې یې فعالیت درلود، چې هر یوه یې ځان ته ډله وه او په مسائلو کې يې خپل د شیخ نظر مخ ته بېوه. څرنګه چې د بصره شیوخ ذکر شول، ښه دی چې د بغداد شیوخ هم ذکر شي، ځکه موږ وویل چې دا دوه ښاره د معتزله و مرکز وو.
د بغداد شیوخ:
د بشر بن معتمر( د دې څانګې مؤسس) ( د۲۱۰ هـ/ ۸۲۵م متوفا) تابعدارانو ته بشریه ویل کیږي.
د ابوموسی مردار ( د ۲۲۶ هـ/ ۸۴۱ م متوفا) تابعدارانو ته مرداریه ویل کیږي.
جعفر بن حرب ( د ۲۲۶ هـ متوفا)
د جعفر بن مبشر ( د۲۳۴ هـ/ ۸۴۹ م متوفا) تابعدارانو ته جعفریه ویل کیږي.
د ثمامه بن اشرس ( د ۲۱۳ هـ/ ۸۲۸ م) تابعدارانو ته ثمامیه ویل کیږي.
د ابوالحسن خیاط ( د ۲۹۰هـ/ ۹۰۲م) تابعدارانو ته خیاطیه ویل کیږي.
د ابوالقاسم بن محمد بلخي کعبي ( د ۳۱۹ هـ/۹۳۱م) تابعدارانو ته کعبیه ویل کیږي.
د محمد بن عبدالله اسکافی ( د ۲۴۰ هـ/ ۸۵۴ م) تابعدارانو ته اسکافیه ویل کیږي.
د دغو شلو نفرو شیوخو سره نور ډېر شیوخ شته چې خیاط خپل په کتاب کې ذکر کړي، هغو که څه هم ځانګړې حلقه نه درلود، خو د دغه مذهب د تثبیت او تېنګوالي لپاره یې ډېرې هڅې کړي دي، او خپل د ښوونکو او استادانو خبرې یې تشریح کړې دي. خو د اوږدوالی لپاره موږ نه شو کولای چې نومان یې دلته ذکر کړو.
د «الفرق بین الفرق» کتاب خاوند وایي: «د معتزله مذهب ۲۲ فرقې لري چې هره فرقه بله کافره بولي، خو بیا هم ټول په ځینو شیانو کې یووالی سره لري.»
د مذهب المعتزله من الکلام الی الفلسفه کتاب خاوند دا لامل چې ولې معتزله په بصره او بغداد کې پیدا او وده یې وکړه وایي: «ځکه په دغه منطقه کې فکري او کلتورې فعالیتونه وه او دغه یو ډول مرسته  ده چې د امویانو پر ضد سیاسي معارضه وکړي. معتزله په مستقیم ډول له قدریه و سره اړیکي درلود، او دغه حرکت د معتزله و سرچینه حساب کیږي. پس له دې معتزله و بغداد ته مخه کړه ځکه بغداد د عباسیان پلازمینه او د علم او کلتور زړه وو.»
په پای کې غواړم ووایم چې: که څه هم دغه ډله ځان صحابه، اهل بیت او رسول الله صلی الله علیه و سلم ته منسوب کول، او د ځان جوړښت یې د اسلام له پیل څخه بلل، خو باید پوه شو چې دا نسبت سم نه او اکثر علما یې ردوي، او د هر اعتزال لپاره یې ډولونه بیان کړي دي.
او بله دا خبره چې ځیني لیکوالان وایې: «چې غربې لیکوالان د معتزله د نظریاتو څخه اغیزمن شوې، مخصوصا هغه برخه چې په عقل سره تړاو لري، تر دې ځایه پورې چې یو لیکوال وایې: د دغو ډېرو ستونزو، افراط او تشدد په وخت کې، متعزله عقلانیت ته اړتیا شته چې مسائل پري حل شي.» چې د عقل مسله او نور اختلافونه به په راتلونکو مقالو کې په تفصیل سره بیان  کړو ان شاء الله.
Leave A Reply

Exit mobile version