له سیاست څخه د دین جلاوالی، له ډېر وخت راپدیخوا د ډیرو افرادو او ټولیو له لوري مطرح شوي ده چې دین خپلو نامشروع اهدافو ته د رسېدو په لاره مانع، او په دیندارو جوامعو یې د حاکمیت پیدا کولو فکر کاوه. هغوی د دې مستحکمي مانع د لرې کولو لپاره، لمړۍ یې پر ځان لازمه وګڼله چې د هغې بنیاد سست او وروسته یې په ناروا اتهاماتو او د دا ډول مقولو په نسبت ورکولو لکه: تحجر، وروسته پاتي والی، عدم تعقل، د تمدن او ماډرنیزم سره مخالفت، د فردي او اجتماعي ازادیو محدودول، ادیان په دیني امورو کې پاتي کیدل او د دنیوي مهمو مواردو څخه یې غفلت د ادیانو د پیروانو په متزلزل کولو کې یې هڅه درلوده. او له بل پلوه د سیکولریت په تبلیغ، په دې عنوان چې یواځنئ د علاج او فلاح لار ته د رسیدو، او د هغوی د ناچیزو لاستهراوړنو ستر ښکاره کولو، ډیره هڅه یې وکړه تر څو د دین او سیاست تر مینځ فاصله زیاته کړي؛ تر هغه چې یو بل ته پرَدي شي او هیڅ کله د دې دواړو د اجتماع امکان میسر نه وي.
د سیکولریسم لغوي او اصطلاحي تعریف
حاجي زاده لیکي: سیکولر په انګلیسي او فرانسوي ژبو کې د دنیوي په منعیٰ ده (هغه څه چې د خاوریني نړۍ مربوط دي) او د لاتیني کلمې سکولوم (ددې نړۍ امور) څخه مشتق شوي ده.
ویکي پدیا لیکلي دي:
سیکولریسم یا جدا ګڼل د دین له سیاست څخه، په لغت کې: دنیا خوښول، نړۍ خوښول او عقیده په دې مبنا چې د دیني نهادونو جدایې له دیني مقامونو څخه ده.
ډاکټر یوسف قرضاوي په ځپل کتاب «الإسلام والعلمانیة» کې ویلي دي: سیکولریسم هغه فلسفي-فکري ښونځی دی چې پر اساس عدم دخالت د دین د ژوند په امورو، په خاص ډول په حکومت او سیاست کې مینځ ته راغلی دی.
سیکولریسم د مطلق غیر دیني بنیان په فکر او سیاست بنیادي شوی اخلاقي او اجتماعي نظام دی په نفي د دیني ارښتونو مبتني او د معاصر ژوند اعتباراتو او روابطو ته توجه او متکي پر ټولنیز تضامن او تکافل او دیني مفاهیمو او معیاراتو ته په عدم توجه دی.
د سیکولریسم کلمه، د لمړي ځل لپاره د «جورج هالي اوک» په نوم د بریتانیایي لیکوال په واسطه ۱۸۴۶م کال کې وکارول شوه. پورته توضیحاتو ته په کتو، مومو چې سیکولریسم یعني د دنیا په خوندونو او لذتونو کې غرقیدل او د اخروي دنیا له ثواب او عقاب څخه بی خیاله کیدل دي.
د سیکولریسم نړۍ یوه مادي، شهواني او جسماني نړۍ ده او هیڅ پاملرنه روح، نفس او آخرت ته نلري. یعني دا نړۍ د ګټي اخیستلو نړۍ ده نه د مشقت او رنځ؛ د راحتطلبۍ نړۍ ده نه د قربانۍ او فداکارۍ.
هغه نړۍ ده چې په هغه کې منفي عقل، لمړۍ خبره کوي د سیکولرانو په نړۍ کې خدای، دين او شرع ځای نلري.
د سیکولریسم د پیدایښت لاملونه
د مینځنيو پیړیو په وخت کې، چې غرب د تحریف شوي مسیحیت دین بیرغ حمل کولو، د سیکولریسم د موجودیت د اعلان لپاره بهترین فُرصت مهیا شو؛ ځکه موجود دین، هغه دین نه وو چې حضرت عیسیٰ علیهالسلام له ځان سره راوړی وو؛ بلکه کاملاً متحول شوی وو او د پیروانو له لوري هغې کې لاسوهنه شوي وه. له بل پلوه یې، خپل دیني مراکز او دیني رسالت هېر او خپل مذهبي خوی او خاصیت یې له لاسته ورکړي وو. کلیسا د دین په نوم، ځان د مطلق إِلٰه په توګه ظاهر کاوه او د ظالمانه قوانینو په وضع کولو سره یې ورځ په ورځ د ژوند چاري راتنګولي.
لمړۍ یې د تثلیث عقیده فرض کړه او هغه څوک چې به تثلیث ته قایل نه وو د تیغ له مخي به یې تېرول؛ هر هغه څه چې یې د طبیعت خلاف وو هغه به یې حرام اعلانول او هغه څه چې یې د طبیعت سره موافق وو هغه ته به یې حلال ویل؛ مخکي سنتول (ختنه) واجب وو، اما هغه یې حرام اعلان کړل؛ مړ شوی (خودمرده) حیوان حرام وو، هغه یې مباح کړ. بُتان چې د شرک علائم وو، د تقوا په مجسمه مبدل شول. مخکې او ورسته خبره د کلیسا وه، او هر څه چې یې زړه غوښتل ترسره کول به یې، او هيڅ چا د اعتراض کولو او نظر ورکولو حق نه درلود. که چا به یې په ضد خبره وکړه د بېدینۍ او تکفیر مُهر به پرې وهل کیدو او د ژوند له ټولو مزایاو به محروم کیدو.
د تکفیر مراحل یې داسي وو: تکفیر شوی شخص، د مؤمنانو له حوزې خارج کیده او مذهبي رسم او رواج به یې په هغه باندی نه اجرا کول. ځیني وخت به مسیحیانو حق نه درلود تر څو له داسي اشخاصو سره مراوده (تګ راتګ) ولري؛ ځکه تکفیر شوي شخص د طاعون حکم درلود.
د خلګو تکفیر کولو، خاص تشریفات درلودل چې په پوره توګه به د خلګو په ذهن کې پاتي کیدل. ددې کار لپاره، لمونځ خونه چې یې درلوده هغه به يې وپوښله او ناقوس به یې کړنګاوه؛ هر عالم او روحانی به یو مشعل په لاس کې واخیست او د اُسقف (د مسیحیانو خطیب) خواوشا ته به دریدل؛ اسقف، به حکم په لوړ غږ د حاضرو خلګو په وړاندي بیان کړ او وروسته به یې لعنپاڼه جاري کړه. د لعنپاڼي یوه برخه په لاندې ډول ده: په هر ځای کې چې وي د ورځې او شپې، که ویده وي یا ویښ، که په خوله روژه وي یا د خوراک او څښاک په حال کې، له تالاق د سر څخه تر پښو پورې دي د خدای په لعنت مبتلاء وي. إنشاءالله په سترګو ړانده، په غوږونو کاڼه او په خولې به ګونګي شي، او ژبه دي یې په تالو کې ونښلي، لاسونه دي یې هیڅ شی ته و نه رسیږي، او پښې دي یې له ځایه حرکت نکوي او د دوی د بدن ټولې برخې دي په لعنت مبتلاء شي. که په پښو ولاړ وي یا په ځمکه ناست وي او یا پراته وي خدای دي په هغوی لعنت وکړي. انشاءالله د خرو او سپیو سره به ښخ شي او وږې لیوان به یې ټوک ټوک کړي.
لعنتپاڼه په دې عبارت پای ته رسیده، لکه څنګه چې دا مشعلونه نن زموږ په لاسونو کې مړه کیږي. تر څو چې توبه ونه کړي، خدای دي وکړي چې د دوی د ژوند رڼا د تل لپاره خاموشه شي. هغه وخت به یې، اُسقف او علماؤ مشعلونه تر پښو لاندي وغورځول او مړه کول یې.
که همدا متهم به کوم پاچا یا امیر وو، تنها توبه ورکول ورته کافي نه وو، بلکه د دارايې او امارت په باره کې به یې تحریمونه صادر کول؛ په دې معنا چې د مذهي تشریفاتو اجراء، معوق پاتي کیدل او علماؤ یې پرته له غسل، تعمید او تدهین، نور مذهبي رسمونه نه اجرا کول او په جماعت به یې لمونځ په ندرت، خفا او بیناقوسَ کول. په دې ترتیب، دې تحریم، له پاچا او امیر نیولي تر عامو خلګو به عملي کیدل؛ په همدې بنا، غالباً د خلګو د نه رضایت په سبب، کار به یې هغه ځای ته رسولو چې تکفیر شوی شخص د عمومي شورش له ویرې به تسلیم کیدو. علاوه پر دې بعضي اُسقفانو به تکفیر د مؤمنانو د جیب د لوټلو د وسیلې په توګه کاروه.
چا چې به د خپل مال یوه برخه کلیسا ته نه ورکوله، کله به چې مړ شو د هغه د دفن کولو په وخت کې به یې مذهبي مراسم نه ترسره کول او حتیٰ هغه به یې له تدفین هم محروم کولو.
او که څوک به د وصیت پاڼې له لیکلو پرته مړ شو، او د مال یوه برخه به یې شرعي حکامو (اهل کلیساو) ته نه ورکوله، د هغه قریبان ناچاره وه چې هغوی ته مراجعه وکړي او هغوی (شرعي حکام) د مړي له ما تَرَک مال څخه خپل سهم جدا کولو لپاره یو کس ټاکلو تر څو معلومه کړي چې متوفي مخکې له مرګ څخه باید څومره خپل مال کلیسا ته ورکړی وای.
میړه او ښځې د واده په شپه او همدا ډول په دوو نورو شپو کې اجازه نه درلوده چې یو بل سره یو ځاي شي، مګر دا چې مخکې به یې د کلیسا څخه د روپیو په بدل کې اجازه اخیستله.
د دې ټولو بدبختیو او جنایاتو چې کلیسا د دین په نوم، د خلګو په حق کې کول، بیا هم د هغه وخت له ظالمو حاکمانو سره یې د همکارۍ تفاهملیکونه امضا کول، او له هغوی سره به درېدل؛ نو ظالمو پاچاهانو به چې هر جنایت په خلګو روا ګڼلو، کلیسا میشتو به یې د جواز ورکاوه او د هغې لپاره به یې دیني لاره جوړَوله.
دا هغه لاملونه وو چې په مینځنیو پیړیو کې راپیدا شول او اروپایې انسانان یې اړ کړل تر څو یې د دیني رهبرانو په وړاندي ودریږي. په پای کې دا هغه څه وو چې د لائیک د مفهوم د پیدا کیدو لپاره یې زمینه، د غرب د نوي تاریخ په پیل کې مهیا کړه.