
ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۱)
د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي اثار
لنډيز
په دې علمي څېړنه کې چې په کتابتوني مېتود سره تر سره شوې، د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي آثار څېړل شوي او موخه يې د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي اثار څېړل دي. دا موضوع له دې امله ډېره ارزښتمنه ده چې ځينې مغرضين امام ابوحنيفه رحمه الله په دې تورنوي چې دی په احاديثو نه پوهېده او يا هم دده او يا ده ته منسوب کوم حديثي اثر نشته.
ددې څېړنې پايله داده چې امام ابوحنيفه رحمه الله د جرح او تعديل امام او په احاديثو کې ثقه او باوري شخصيت دی. اکثره علماء د امام ابوحنیفه رحمه الله په امامت اقرار کوي او دا مني چې هغه په قران او سنت پوره علم درلود. د هغه له صحابه وو او سترو تابعينو سره ملاقات شوی و، هغه تابعين چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرو يې علم حاصل کړی و، له ځينو علماوو نقل شوي چې په جرح و تعديل کې لومړي ځل لپاره امام ابوحنیفه رحمه الله خبرې کړې دي. الجعفی يې مجروح کړی او دعمرو بن دينار او ابن المبارک ستاينه يې کړې ده.
په حديثي اثارو کې ۱۵ مسندونه امام ابوحنيفه رحمه الله ته منسوب او له ده څخه روايت شوي دي چې په دې څېړنيزې مقالې کې به پرې پوره رڼا واچول شي.
سريزه
الحمد لله الذي اعلی منزلة المؤمنين بکريم خطابه و رفع درجة العالِمين بمعاني کتابه و خصّ المستنبطين منهم بمزيد الاصابة و ثوابه و الصلاة والسلام علی محمد و اصحابه.
امابعد! د اسلام مبارک دين هغه دين دی چې الله جل جلاله يې د ساتنې ذمه واري کړې، د هغه د حفاظت او ساتنې لپاره يې ګڼ اسباب پیدا کړي او پيدا کوي يې، له دغو اسبابو څخه يو هم په اسلامي نړۍ کې د نابغه فقهاو او نوموتو پوهانو پیدايښت دی، چې په هره زمانه کې يې د وخت او حالاتو سره سم پيدا کړي دي، دغو فقهاوو او پوهانو د اسلام دين د پرديو له لاسوهنې، ناسم تعبيرونو او غلطو تأويلونو څخه ژغورلی دی.
همدارنګه دغو فقهاوو رحمهم الله هغه شرعي احکام چې هغه په قرآن کريم او نبوي سنتو کې صراحتاً نه دي ذکر شوي، دا احکام يې د اجتهاد او استنباط په وسيله راويستلي دي. د دغو احکامو د استنباط لپاره يې داسې ځانګړي قواعد او اصول وضع کړل چې د اچسلام د دښمنانو ناوړه کړنو او موخو دروازه د تل لپاره بنده شوه.
له دغو فقهاوو څخه يو هم د نړۍ نوموتې څېره، ستر فقيه، امام، ځلانده لمر، مجتهد او مفکر امام الاعظم ابي حنيفه رحمه الله دی، څوک چې د فقهې په پلار سره شهرت لري. هغه څوک چې د دين د ساتنې، له دين څخه دفاع او د دين د دعوت او خپرولو لپاره يې ځان وقف کړی و. او په دې لاره کې يې هر ډول تکليفونه، لوږې، تندې آن تر زندان او دُرو وهلو پورې زغملې دي.
څرنګه چې مونږ ټول په دين باندې د سمې پوهې لپاره د صحابه کرامو، تابعينو او نورو سلف صالحينو پیروي ته اړ يو، په دې اساس د نوموړو فقهاوو او سلفو ژوند ليک او سيرت باندې پوهې ته هم سخت ضرورت لرو. په دې اساس څرنګه چې زمونږ ډېری هېوادوال په فروعي فقهي احکامو کې د ستر فقيه امام ابوحنيفه پیروان دي، نو دوي ته ددې امام د سيرت زده کړه ضروري ده.
څرنګه چې د امام ابوحنيفه رحمه الله له هر اړخه قوي علمي ارزښت درلود چې دلته به يې يواځې د احاديثو اړوند اثارو باندې بحث وشي.
د څېړنې ارزښت
وړاندې مو وويل چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په امامت باندې ټول خلک اقرار کوي، په نړۍ کې تر نورو فقهي مذاهبو ډېر پيروان لري، ددې ترڅنګ داسې متعصبين هم شته چې د اسلامي امت د سترو امامانو جرحه کولو ته يې کار ويلی دوی غواړي چې دا نوموتي پوهان داغداره او دوي چې اسلامي نړۍ ته کوم خدمتونه کړي هغه له سوال سره مخ کړي، د متعصبينو له موخو څخه يو هم د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي برخې په هکله ځينې شکونه راپیدا کول دي چې ګواکي هغه د احاديثو په برخه کې کمزوری و، په دې مقاله کې دهغه رحمه الله يواځې حديثي اثارو يادونه شوې چې کوم او څومره علمي ارزښت لري؟.
د امام ابوحنیفه رحمه الله رحمه الله حديثي مسندونه
ددې لپاره چې په دې مسانيدو ښه پوه شوي يو، لاندې موضوعات پېژندل په کار دي:
لومړی: د دې مسانيدو شمېر
دويم: د دې مسانيدو راټولونکي
دريم: د دې مسانيدو علمي ارزښت
څلورم: دې مسانيدو ته د علماو پاملرنه
لومړی: ددې مسانيدو شمېر
دا ښکاره خبره دی چې ټول علماء د امام ابوحنیفه رحمه الله په امامت اقرار کوي او دا مني چې هغه په قران او سنت پوره علم درلود. د هغه له سترو تابعينو سره ملاقات شوی هغه تابعين چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرو يې علم حاصل کړی ؤ، هغه رحمه الله خپله د دې څرګندونه کوي وايي: ما د ابن مسعود علم د ابن مسعود له ملګرو، د ابن عباس علم مې د ابن عباس له ملګرو او د ابن عمر علم مې د ابن عمر له ملګرو زده کړی دی([1]).
له دې څخه ښکاري چې ده به ډير زيات احاديث ترلاسه کړي وي خلکو ته به يې روايت کړي وي او ثقه اشخاصو به ترې اورېدلي وي، که مونږ وګورو چې په لومړۍ هجري پيړۍ کې علماء د احاديثو راټولولو او بيا د هغو تدوين کولو ته پاملرنه نه کوله، مګر د دويمې هجري پيړۍ په سر کې د خليفه عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په امر د احاديثو تدوين پيل شو.
او ابوحنیفه رحمه الله په ۸0 هجري کې زيږيدلی او د لومړۍ پيړۍ د وروستۍ نيمايي په اخير کې يې علم پيل کړی، اصول او فروع یې له شيخ حماد او نورو علماؤ اوريدلي، کله چې د حديث علماوو د احاديثو تدوين ته ملا وتړله او په دې اړه يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې، ابوحنیفه رحمه الله هم دخپل ځان لپاره يو منهج او کړنلاره جوړه کړه. دده د تګلارې تر ټولو مهمه برخه دا وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې د حديث په رسولو کې ډيره سختۍ کوله، د احاديثو په قبلولو کې به يې له ډير زيات احتياط څخه کار اخيست، خصوصاً د خبر واحد په منلو کې.
له همدې امله پخپله ابوحنیفه رحمه الله حديث نه دي تدوين کړي، بلکې د ده شاګردانو له ده سره د مجلسونو په مينځ کې رانقل کړي او يا يې ترې اوريدلي دي. د هغه شان د حديثو له سترو امامانو څخه کم نه وو.
عمرو بن دينار به ويل: د لومړی ځل لپاره ابوحنیفه رحمه الله زه د احاديثو زده کړې ته کينولم.
له ځينو علماوو نقل شوي چې په جرح و تعديل کې لومړي ځل لپاره ابوحنیفه رحمه الله خبرې کړې دي. الجعفی يې مجروح کړی او دعمرو بن دينار او ابن المبارک ستاينه يې کړې ده.
کله چې ابوحنیفه رحمه الله په خپله احاديث نه دي تدوين کړي نو بديهې نتيجه دا راوزي چې د ده تدوين شوي احاديث به کم وي.
که مونږ د ده احاديث له امام مالک سره پرتله کړو، هغه احاديث چې هغه پخپله تدوين کړي کيدای شي په شمار کې ور نژدې شي او که امام شافعي له احاديثو سره يې پرتله کړو نو کيدای شي ترې زيات شي.
سره له دې چې دې ټولو ته د دوی د تدوين شويو احاديثو کموالي هيڅ زيان نه رسوي، دنړۍ ګوټ ګوټ ته د دوی علم رسيدل او د ځمکې برخې ترې ډکيدل همدوی ته کافي دي([2]).
د پورته خبرو په اساس مونږ ويلي شو د ابوحنیفه رحمه الله هغه مسندونه چې له ده څخه روايت شوي، پنځلس مسندونه دي چې د نړۍ په کتابونو کې هلته او دلته خواره واره دي.
دا مسندونه امام محمد بن محمود الخوارزمي راټول کړي، بيا يې ترتيب کړي، بيا يې احاديث راوړي او په دې مسانيدو کې يې د هغه موجوديت ښودلی او له کومې لارې چې روايت دي هغه يې ښودلې ده، هغه پنځلس مسندونه دادي:
لومړی مسند: مسند أبي محمد عبد الله بن محمد بن يعقوب بن الحارث الحارثي البخاري له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
دويم مسند: مسند أبي القاسم طلحة بن محمد بن جعفر العدل المعروف بالنفار. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
دريم مسند: مسند أبي الحسن محمد بن المظفر بن موسی بن عیسی ابن محمد. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
څلورم مسند : مسند أبي نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد الأصفهانی. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
پنځم مسند: مسند أبي بكر محمد بن عبد الباقي بن محمد بن عبد الله الأنصاري المعروف بقاضی بیمارستان . له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
شپږم مسند: مسند أبي أحمد عبد الله بن عدی الجرجاني الحافظ. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
اووم مسند: مسند الحسن بن زياد اللؤلؤی د أبي حنيفة شاګرد له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
اتم مسند: مسند القاضي أبي الحسن ا الأشنانی.له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
نهم مسند: مسند أبي بكر أحمد بن محمد بن خالد خلی الكلاعي. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
لسم مسند: مسند أبي عبد الله الحسين بن محمد بن خسرو البلخي. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
يولسم مسند: مسند أبي يوسف يعقوب بن إبراهيم قاضي القضاة د امام ابوحنیفه رحمه الله شاګرد. له ابوحنیفه رحمه الله څخه.
دولسم مسند: مسند محمد بن الحسن الشيباني له خپل شيخ أبو حنيفة څخه.
ديارلسم مسند: مسند حماد بن أبي حنيفة له خپل پلار څخه.
څوارلسم مسند: مسند محمد بن الحسن الشيباني. دويم روايت
پنځلسم مسند: مسند أبي القاسم عبدالله بن محمد بن ابي العوام السعدی. له ابوحنیفه رحمه الله څخه([3])
دوام لري…
[1] – مکانة الامام ابی حنيفه بين المحدثين ص ۲۷۳
[2] – مکانة الامام ابی حنيفه بين المحدثين ص ۲۷5
[3] – مکانة الامام ابی حنيفه بین المحدثين، ص ۲۷۴-۲۷۵