
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۶)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
ځاځي اریوب
د قاضي صاحب او ملګرو یې وروستۍ پناګاه د ځاځیو اریوب سیمه وه، همدلته د چاوڼۍ د عسکري غونډ قومندان د لوګر د سرخاب اوسیدونکی برګېډ عبدالغني خان و. برګېډ عبدالغني د کابل د شوربازار له مجددي حضرات کرامو او قاضي عبدالرحمن سره له پخوا شناخت او آشنايي درلوده. کله چې د امان الله خان غیر شرعي اقدامات زیات شول او د قاضي عبدالرحمن په شمول د کابل علماء کرامو په امان الله خان د فشار راوړلو په هدف له ځینو قومي مشرانو او نظامي مسؤلینو سره مشورې پیل کړې. په دوی کې یو مهم شخص برګېډ عبدالغني خان و، چې د حاجي نوروز خان په واسطه له دوی سره همغږی شوی و او علماوو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی و. د حضرت محمد صادق مجددي له لیکنو ښکاریږي چې برګېډ عبدالغني خان یو متدين او زړور شخص و چې د امان لله خان له غیر شرعي اقدامات سره یې توافق نه درلود.
دوی له له مچلغو څخه د عیسی خان په نوم استازی برګېډ عبدالغني ته لیږلی و، ترڅو د دوی راتګ ته زمینه برابره کړي. قاضي صاحب او د سفر ملګري یې په سختو لارو د ځاځیو علي خیلو ته ورسېدل، هلته یې د ملک عزیز خان پوښتنه وکړه چې دغه قومي مشر هم د حاجي نوروز خان په توسط له دوی سره په اړیکه کې و. خو ځواب راغی چې ملک عزیز خان دا درې ورځې کېږي له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د انګریزانو تر واک لاندې ترې منګل سيمې ته تللی دی. داسې معلومېده لکه ملک عزیز خان چې له دې خبر شوی وي چې په مچلغو کې احمدزیو مشرانو له قاضي صاحب او حضرت صاحب سره هغسې ملګرتیا نه ده کړې لکه څنګه يې چې دوی تمه درلوده نو د دې لپاره چې ځان پناه کړي، ځاځیو ته د هغوی له رارسیدو مخکې ده کور پرې ايښی او په کومه بهانه یې ځان غیب کړی و.
ملک عزیز خان نه و، خو د کورنۍ غړو یې د قاضي صاحب او ملګرو ښه عزت وکړ، هغوی ته يې ډوډۍ تیاره او آسونه یې آسوده کړل. دوی شپه د ملک عزیز خان په میلمستون کې وکړه، سهار له لمانځه وروسته د دوی استازی عیسی خان هم راورسېد.
عیسی خان وویل چې له برګېډ عبدالغني سره یې لیدلي او د دوی پيغام یې ورته رسولی دی. خو هغه وویل چې تاسو اول د لوګر ، ازرې او پکتیا ورڅيرمه سیمو کې وګرځئ، خلک په ځان راټول کړئ تر څو یو داسې قوت تیار شي چې بیا زه ورباندې استناد وکړم او خپل عسکر درسره ملګري کړم. تاسو اقلا تر پنځلس ورځو په همدې سیمه کې وګرځئ او بيا ځاځیو ته راشئ. تر هغو به زه له خپلو عسکرو سره خبرې شروع کړم او له تاسو سره همکاري ته به یې آماده کړم، اما له دې پرته زه نه شم کولای په یوازې ځان د حکومت مخالفت وکړم.
د عیسی خان بیان دوی نور هم مایوسه کړل او دې نتیجه ته ورسیدل چې نور يې هلې ځلې کومه نتیجه نه لري نو په دې يې بحث شروع کړ چې اوس څنګه باید وکړي؟ آیا ځان حکومت ته تسلیم کړي او که له افغانستان څخه ووځي؟ د دې لپاره چې له وضعیت ښه خبر شي او د برګېډ عبدالغني موقف هم ورته معلوم شي، قاضي عبدالودود یې راوغوښت. قاضي عبدالودود د قلعه جواد د حضراتو کرامو مرید او مخلص و چې اوس یې په ځاځي اریوب کې د قاضي په حیث دنده درلوده. هغه چې د ملک عزیز خان کره راغی او د دوی له راتګ څخه خبر شو ډېر وارخطا شو.
قاضي عبدالودود وویل چې له کابل څخه د قاضي عبدالرحمن او د هغه د ملګرو د نیولو امر ولایت او ټولو ولسوالیو ته صادر شوی دی او همدا اوس د دوی د موندلو او نیولو هڅې روانې دي. بل دا چې ستاسو یو ملګری مولانا عبدالقادر چې له افغانستان څخه د وتلو هڅه یې کوله او د کورمې اړخ ته د پياده اوښتلو په تلاش کې و، دا چې پاسپورت يې نه درلود او حالت یې هم شک پاروونکی و، د سرحدي عسکرو لخوا نیول شوی دی او تر اوسه د ځاځیو په چاوڼۍ کې بندي دی. نن ترې تحقیقات وشول که څه هم ستاسو په اړه یې څه نه دي ویلي خو له قرائنو یې معلومېده چې ستاسو ملګری دی.
د قاضي عبدالودود له دې بیان وروسته ورته دوی ټول جریان صفا بیان کړ او بیا یې وظیفه ورکړه چې برګېډ عبدالغني ته ورشي، د دوی ټول داستان ا وحالات ورته بیان کړي، د هغه نظر معلوم کړي او بیا دوی ته حال راوړي، تر څو دوی یو نهايي تصمیم ونیسي. قاضي عبدالودود لاړ تر څو له برګېډ عبدالغني سره وویني.
په همدې کې د دوی د ملګري ریدي ګل ورور جمع ګل له مچلغو راورسېد او له دوی سره يې وروستي حالات شریک کړل. جمع ګل چې بېرته تلو، دوی ورته یوه اندازه پیسې ورکړې، تر څو لاړ شي او د محمد عیان د مړي ژوندي پوښتنه وکړي. چې آیا هماغو کوچیانو موندلی دی او که نه؟ که یې موندلی وي ژوندی دی او که شهید شوی. جمع ګل ته یې وویل چې که محمد عیان ژوندی وي د علاج لپاره دې کابل ته ورسوي او هلته دې د دوی کورنیو ته هم حال ورکړي چې دوی ژوندي دي او په پکتیا کې دي. حضرت محمد صادق مجددي یو د غاښونو خلال ( غاښ ټومبنی) چې د چرګ له یوه باریک هډوکي یې جوړ کړی و، ورته د نښې په ډول ورکړ چې که د دوی کور ته ورشي د ده ترور ته دې دغه نښه ورښکاره کړي تر څو یې اطمینان وشي چې دوی ژوندي دي. جمع ګل له دوی رخصت او په ورسپارل شوي کار پسې روان شو.
دوام لري…
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۵) - کلمات پښتو