
لیکوال: مفتي محمد نبي "المیداني"
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۹)
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او د حنفي مذهب مزایاوې (دوام لري)
پنځم: د حنفي مذهب جامعیت او فوقیت د دې مذهب تقدیري فقه ده
دا څرګنده خبره ده، چې د ټولو واقع کېدونکو مسائلو، جزئیاتو او نوازلو ذکر صراحتاً په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې نه شته؛ بلکې د واقع کېدونکو مسائلو او نوازلو حکم فقهاء کرام د کتاب الله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو او د صحابه کرامو له اقوالو څخه استنباطوي.
حنفي مذهب له دې امله د نورو مذاهبو په نسبت جامعیت او فوقیت لري، چې په حنفي مذهب کې فقه تقدیري شتون لري او نور مذاهب دا فضیلت نه لري، تقدیري او فرضي فقه دې ته ویل کېږي چې د هغو مسائلو او نوازلو لپاره مخکې له مخکې حکم بیان شي چې لا تر اوسه پورې واقع شوي نه وي او کله چې واقع شي ځواب لا د مخه په کتابونو کې موجود وي.
په حنفي مذهب کې د تقدیري او فرضي فقهې شتون د دې مذهب له ځانګړتیاوو څخه ده او همدا وجه ده چې په فقهي کتابونو کې د هرې مسئلې مسبق ځواب شته او فقهاء کرامو پر دې امت باندې شفقت کړی دی، دا زیار یې وېستلی دی او د واقع کېدونکو مسئلو حل یې کړی دی، چې دا کار د حنفي فقهې په وسعت او جامعیت باندې دلالت کوي.
د تقدیري فقهې د ګټو او فائدو په اړه یوځل امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی د امام قتاده رحمه الله څخه پوښتنه وکړه:
قال قتادة: والله الذي لا إله إلا هو، مایسألني الیوم أحد عن الحلال والحرام إلا أجبته، فقام إلیه أبوحنیفة فقال: یا أبا الخطاب! ما تقول في رجل غاب عن أهله أعواماً، فظنت امراأته أن زوجها مات، فتزوجت ثم رجع زوجها الأول، ما تقول في صداقها؟ فقال قتادة: ویحک أوقعت هذه المسألة؟ قال: لا، قال: فلمَ تسألني عما لم یقع؟ فقال أبوحنیفة: إنا نستعد للبلاء قبل نزوله، فإذا ما وقع عرفنا الدخول فیه والخروج منه([1]).
ژباړه: امام قتاده رحمه الله تعالی وویل: قسم په هغه ذات چې له هغه پرته بل الله نشته، نن ورځ به له ما څخه یو کس د حلالو او حرامو په باره کې پوښتنه ونه کړي؛ مګر دا چې زه به یې ځواب ورکړم، امام ابوحنیفة رحمه الله تعالی ورته پورته شو او ورته یې وویل: اې ابوخطابه! ته څه وایې په باره د هغه سړي کې چې د خپلې ښځې څخه څو کاله غائب شو، نو ښځې یې ګمان وکړ چې خاوند یې مړ شوی دی نو له بل سړي سره یې نکاح وکړه، بیا یې خپل پخوانی خاوند راغی، ته د د غې ښځې د مهر په باره کې څه وایې؟ امام قتاده رحمه الله په ځواب کې وویل: هلاک شې آیا دا مسئله واقع شوې ده؟ امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی وویل: نه، قتاده رحمه الله وفرمایل: نو ته له ماڅخه د داسې مسئلې په باره کې ولې پوښتنه کوې چې تر اوسه لا نه ده واقع شوې؟ امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی ورته وفرمایل: موږ ځان بلاء او مصیبت ته چمتو کوو مخکې تر دې چې هغه واقع شي، کله چې بلاء واقع شي نو موږ به په بلاء کې داخلېدل او له بلاء څخه وتل یاد کړي وي. نن سبا په اسلامي نړۍ کې زیات مفتیان د حنفي مذهب د تقدیري فقهې د مسائلو څخه زیاته استفاده کوي او ورڅخه ګټه اخلي.
شپږم: په قیاس او استحسان کې توسع
د اسلام له مبارک دین څخه مخکې بغداد او کوفه د مختلفو ادیانو او غیر اسلامي مذاهبو ټاټوبی او مرکز و، کله چې بغداد د اسلامي حکومت برخه وګرځېده او اسلامي تعلیماتو رشد پکې وکړ، کوفه او بصره اسلامي او دیني مرکزونه شول، بیا هم د اسلام په جامه کې په عراق کې د منحرفو مفکورو خاوندان موجود ول او د اسلامي عقائدو او احکامو په اړه به یې وخت په وخت اعتراضونه او سوالونه را پورته کول، عراق ته لکه د حجاز په څېر د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول احادیث او د صحابه کرامو فتواګانې نه وې رسېدلې، همدا راز د امام ابوحنیفه رحمه الله په زمانه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې وضع او درواغ ویل په عراق کې رائج شوي وو او ځینو خلکو به له ځانه احادیث جوړل، له بلې خوا عراق د تمدنونو او ادیانو ځمکه وه او فقهاوو ته به داسې بېلابېل موضوعات راتلل چې د مکې مکرمې او مدینې منورې مجتهدین او فقهاء کرام به د هغو مسائلو او د هغو له ځوابونو نه خبرېدل.
دا هرڅه د دې لامل شو چې امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی من حیث د فقیه العراق په فقهي مسائلو کې توسع راولي؛ ترڅو د هر چا د سوال ځواب په کې وموندل شي او عام خلک چې په ورځني ژوند کې د مشکلاتو سره مخ دي د هغوی د معاملاتو لپاره شرعي او دیني توجیه پیدا شي.
بناء امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی قیاس او استحسان د فقهي اصولو په حیث زیات استعمال کړل او د ضرورت په اساس یې په استحسان کې زیاته توسع رامنځ ته کړه چې په نورو مذاهبو کې نه وه او فقهاء کرامو له دې لارې وکولای شو چې د اولس شته ستونزې ورباندې حل کړي چې دا د حنفي مذهب په جامعیت او فوقیت باندې دلالت کوي.
البته په قیاس او استحسان کې توسع د هر چا د وسع او توان کار نه دی؛ دا د هغو فقهاوو کار دی چې په فطانت او ذکاوت کې انتهاء ته رسېدلي وي.
بلې! په حنفي مذهب کې ضعیف حدیث د قیاس څخه غوره دی؛ خو چې په مسئله کې ضعیف حدیث هم شتون ونه لري نو قیاس او استحسان ته رجوع کول د مجتهد له اعذارو څخه دي.
د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی په نزد فقهي اصول اووه دي:
۱ – کتاب الله،
۲ – د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت
۳ – د صحابه کرامو رضی الله عنهم اقوال
۴ – اجماع
۵ – قیاس
۶ – استحسان
۷ – عرف
په حنفي مذهب کې په قیاس او استحسان کې توسع موجوده ده، د دې لپاره چې په قیاس او استحسان کې مصالح العباد زیات دي او د امت مسائل پرته له ځوابه نه پاتې کېږي او بل په استحسان کې سهولت او آساني ده او د شریعت حکمتونه ډېری په آسانۍ بناء دي چې دا ځانګړتیا په نورو مذاهبو کې کمه ده.
امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی د فقهي مسائلو لپاره خپل اصول داسې بیان کړي دي: زه لومړی په کتاب الله عمل کوم، که چېرې ما په کتاب الله کې د موضوع حل پیدا نکړ، د هغې موضوع حل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې لټوم او د ثقه راویانو په صحیحو روایتونو عمل کوم، که چېرې مې د موضوع حل په کتاب الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې پیدا نکړ، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ته رجوع کوم د ځینو صحابه ؤ نظر اخلم او د ځینو نورو نظر پرېږدم او د دوی له نظرونو څخه نه وځم او کله چې خبره امام ابراهیم نخعي، شعبي، حسن بصري، ابن سیرین او سعید بن المسیب ته را ورسېږي هغوی اجتهاد کړی دی او زه هم اجتهاد کوم لکه څرنګه چې هغوی اجتهاد کړی دی.
امام موفق مکي رحمه الله فرمایي: د امام ابوحنیفه رحمه الله په کلام کې اخذ په ثقه دی او د قبحې څخه فرار دی او د خلکو معاملات په نظر کې ساتل دي او هغه څه په نظر کې ساتل دي، چې خلک ورباندې ولاړ دي او د هغوی چارې ورباندې سمې دي، کارونه به په قیاس مخ پر وړاندې ځي، کله چې قیاس ناکاره و بیا به کارونه په استحسان مخکې ځي ترڅو چې کار سم وي، کله چې کارونه په استحسان نه سمېږي بیا به مجتهد هغه څه ته رجوع کوي چې خلک ورباندې تعامل لري([2]).
ځینې خلکو حنفي مذهب په دې مشهور کړی دی چې د احادیثو خلاف ولاړ دی، امام ذهبي رحمه الله لیکي: روی نوح الجامع أنه سمع أباحنیفة یقول: ما جاء عن رسول الله صلی الله علیه وسلم فعلی الرأس والعین، وقال وکیع: سمعتُ أباحنیفة یقول: البول في المسجد أحسن من بعض القیاس، قال أبو محمد بن حزم: جمیع الحنفیة مُجمِعون علی أن مذهب أبي حنیفة أن ضعیف الحدیث أولی عنده من القیاس والرأي([3]).
ژباړه: نوح الجامع روایت کوي چې ده له امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی څخه اورېدلي دي چې هغه به ویل: هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راشي نو هغه په سر او سترګو قبلوم… وکیع بن جراح رحمه الله تعالی وایي: ما د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی څخه اورېدلي دي چې په مسجد کې بول کول غوره دي له ځینې قیاس څخه، امام ابن حزم رحمه الله وایي: ټول احناف په دې اجماع لري چې د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی دا مذهب و چې ضعیفه حدیث د هغه په نزد اولی و له قیاس او رأې څخه.
دوام لري…
سرچینې:
([1]) تاریخ بغداد (۱۵/ ۴۷۷).
([2]) المدخل إلی دراسة المذاهب الفقهیة، علي جمعة محمد عبدالوهاب ص: ۹۲).
([3]) تاریخ الإسلام للذهبي (۳/ ۹۹۴)، الوافي بالوفیات للصفدي (۷/ ۳۵۱).