
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت ش.ه.ید ( برخه : ۱۳ )
(د ش.ه.يد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
پکتيا ته د سفر پيل (دوام لري)
سهار ملګري درې برخې شول، مولانا سلطان جان او شیخ محمد صدیق اوریاخيل د سفر له ضروري اسبابو سره مخ په لوګر وخوځېدل، تر څو له وړاندې د سفر لومړني منزل ( زرغون ښار) ته ځان ورسوي. قاضي صاحب سره له زامنو او مولانا فضل حق خپلې سيمې سه ګنبد ته لاړل، چې تر ماسپښين پورې به همالته انتظار کوي. حضرت محمد صادق مجددي ورسره یې وراره سنا معصوم مجددي او مولانا عبدالقادر همدلته په قلعه میر کې پاته شول تر څو غرمه پسې ور روان شي، د دوی اراده وه چې د قلعه قاضي په لار د چهاردهي تنګي سیدان ته ووځي او يا د قول جوز له لارې مخ په دشت سقاوه د لوګر زرغون ښار ته ځان وباسي.
ټکنده غرمه حضرت صاحب سره له ملګرو له قلعه میر نه روان شول، خو چې سه ګنبد ته ورسېدل ور معلومه شوه، چې قاضي صاحب د افشاء کېدو له ویرې، له وړاندې حرکت کړی او احوال یې پرې ایښی چې په قلعه قاضي کې د ده د یوه دوست میر واعظ په ځای به انتظار وي. حضرت صاحب او ملګرو یې هم مخ په قلعه قاضي حرکت وکړ. هلته له قاضي صاحب سره یو ځای شول. میر واعظ مکلفه ډوډۍ تیاره کړې او خواږه خټکي مات کړي وو. خو دا پوښتنه یې بیا بیا کوله چې څرنګه داسې په اتفاق راوتلي یاست.
قاضي صاحب توريه وکړه. دا چې په دې اقدام کې د موسهي محمد نور صاحبزاده هم له دوی سره شریک او همراز و او ورسره لیدل د دوی یو هدف و. قاضي صاحب وویل چې د موسهي د صاحبزاده څوک وفات شوي وو، د تعزیت لپاره ورتلو.
دوی د میر واعظ په ځای له ډوډۍ خوړلو وروسته لږ استراحت وکړ او بیا وکوچېدل، مولانا فضل حق چې په لاره بلد و له دوی نه وړاندې یې آس ځغلاوه، چې تنګی سیدان ته ورسېدل یو سړی په مخ ورغی چې شکرۍ یې په سر او تازه مڼې یې خرڅولې. څو دانې مڼې یې ترې واخیستې او په ملګرو یې وویشلې. مازدیګر د دشت سقاوې په پای کې ( سم دلدل) سیمې ته رسیدلي وو چې له آسونه پیاده شول او د مازدیګر لمونځ یې په جماعت اداء کړ.
همدلته د لوګر او موسهي لارې سره بیلیږي. له لمانځه وروسته یې په دې مشوره وکړه چې د صاحبزاده صاحب د لیدلو لپاره موسهي ته ځي او که لوګر ته. له حضرت صاحب پرته د ټولو مشوره په دې راغله چې مخ په لوګر مزل ته دوام ورکړي. دوی دلیل وایه چې موسهي کابل ته نږدې ده او حکومت یې تعقیبولای شي. وروسته د اکثریت له رایې سره سم مخ په لوګر روان شول. د سفیدسنګ په سیمه کې له سیند نه پورې وتل، نیت يې و زرغون ښار ته ځانونه ورسوي، هلته له حاجي نوروز خان احمدزي سره وویني، تر څو د هغه په ملتیا بیا زرمت او یا مچلغو ته لاړ شي. ځکه حاجي نوروز خان په پکتیا کې پراخ شناخت درلود او ژبه یې کړې وه چې په زرغون ښار کې به پنځه سوه مخور کسان راټولوي تر څو دوی ورته خبره وکړي.
د ماخستن د لمانځه وخت و چې په لاره له څو شکمنو کسانو سره مخامخ شول، د آسونو پړي یې کش کړل او په دې تلاش کې شول چې معلومه کړي چې دا کسان د دوی استقبال ته راوتلي او که غله دي. مولانا فضل حق ته یې وویل چې ورشي او له نږدې خبرې ورسره وکړي. مولانا فضل حق مخکې ورغی څه شېبه یې له نابلده خلکو سره خبرې وکړې. بیرته په راګرځېدو يې وویل چې دا د مغل خېلو د کلي څو کسان دي. مشر یې تازه ګل نومیږي. دوی وایي موږ ته ملا فیض محمد حال راکړی و چې نن قاضي صاحب او ورسره کسان دې خوا ته راځي.
تازه ګل له حکومته فراري شخص و چې څو تنه مسلح ملګري یې لرل، حکومت د ده په ګروپ د غلا تور لګاوه، تازه ګل وروسته د دوی خوا ته راغی، د روغبړ پر وخت یې د دوی لاسونه ښکل کړل او بیا يې وویل: ما ته ملا فیض محمد ویلي وو چې علماء کرام دې خوا ته راځي، دا چې لاره په امن نه ده او بل حکومت هم شاید تاسو تعقیب کړي نو زه او ملګري مې ستاسو د حفاظت لپاره لارې ته راوتلي وو. او بل که تاسو پکتیا ته لاړئ او له هغه ځایه مو کار برابر کړ، ما ته حال راکړئ ځکه د کابل له خوا تر پکتیا د لارې ترصد زه کولای شم. زه او زما ملګري کولای شو له چهار اسیاب تر تېرې کوتل پورې ساحه کې حکومتې قواوې مشغولې وساتو او اجازه ورنکړو چې پکتیا ته تېرې شي.
د سفر ملګرو په نمایندګي حضرت صاحب له تازه ګل مننه وکړه او ورته ويې ویل: زموږ خوځښت کاملا یو سوله ییز خوځښت دی. هیڅکله نه غواړو د افغانانو تر منځ جنګ رامنځته شي. حتی الوسع کوښښ کوو له جګړې او جنجال ځان وساتو. امید لرو چې الله تعالی به امان الله خان او د هغه حکومت ته هدایت وکړي، ناروا اعمال به پریږدي، د شریعت تابع به شي او د افغان شریف ولس له دود، دستور او عاداتو سره به ځان عیار کړي. له همدې امله ګمان نه کوم چې ستاسو همکارۍ ته به ضرورت پیښ شي. خو که د سولې او محبت له لارې ونه توانیدو چې هغه سمه لارې ته راولو، هغه وخت شاید معذورا په مجادله فکر وکړو، هغه وخت به بیا تاسو ته حال درکړو. اوس مو له تاسو هیله دا ده چې عمومي امنیت مه اخلالوئ، په آرام په کور کینئ او زموږ غږ ته منتظر پاته شئ.
تازه ګل او ملګرو یې د دوی خبرې واوریدې او په ځواب کې یې هیڅ ونه ویل، دا چې شپه ناوخته او تیاره خپره وه، هغوی د تازه ګل یو ملګری د راه بلد په حیث ورسره ملګری کړ تر څو یې زرغون ښار ته ورسوي.
دوام لري…
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۲ ) - کلمات پښتو