Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)
د امت مشران سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

AdminBy Admin۱ څرگندون
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)
امام  اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
نظري اعتراضات
په نظري اعتراضاتو کې پر امام صاحب رحمه الله باندې درې اعتراضات کیږي:
اول اعتراض: د امام صاحب رحمه الله څخه ډېر کم احادیث روایت شوي
پر امام صاحب رحمه الله باندې یو اعتراض دا کیږي چې په احادیثو کې د امام صاحب رحمه الله ونډه ډېره کمه ده او ډېر لږ شمېر احادیث ورته یاد وو؛ ځکه که یې ډېر احادیث یاد وی نو بیا به یې روایت کړي وو.
ځواب : د دې خبري ځواب دا دی: اول دا خبره چې د حدیثونو روایت نه کول پر احادیثو د علم نه لرلو له وجې وي؛ ناسمه ده، ځکه چې په احادیثو کې د مهارت لپاره دا ضروري نه ده چې هرڅومره احادیث که د یو چا یاد وو هغه به روایت کوي هم، بیا خو حضرت ابو بکر صدیق او عمر رضی الله عنهم ته هم دا رد متوجې کیږي؛ ځکه چې دوی دواړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر،حضر، جهاد او دعوت کې ملګري وو او له هرچا څخه ورته زیات احادیث یاد وو، مګر بیا هم له دوی څخه ډېر کم احادیث روایت شوي .
او که چېري دا خبره موږ ومنو، چې کم روایت کول د کمو احادیثو د یادلو او حفظ دلیل دی، مګر پر امام صاحب رحمه الله باندې دا اعتراض کول، چې هغه کم احادیث روایت کړي دي، یا د ابن خلکان په وینا چې د امام صاحب رحمه الله د صحت شرایط ډېر سخت وو نو د امام صاحب رحمه الله په نزد یوازې اوولس حدیثونه صحیح وو؛ بې ځایه دی. که پر حقیقت باندې سترګې پټې نه کړو دا به راته څرګنده شي چې له امام صاحب رحمه الله څخه په ډېر لوی شمېر احادیث روایت شوي دي، چې د امام صاحب رحمه الله په مسانیدو کې له مسند دارقطني، مسند ابن شاهین، مسند خطیب بغدادي، مسند ابن عقده څخه ماسوا، امام محمد بن محمود الخوارزمي رحمه الله د “جامع مسانید الامام أبی حنیفة“ په نامه یو مسند لیکلی دی، چې په هغه کې یې د امام صاحب رحمه الله د روایاتو پنځلس مسانید یو ځای کړي دي. د علامه عیني رحمه الله په وینا په دې مسانیدو کې یوازې مسند ابن عقده دومره لوی مسند دی چې تر زرو پورې احادیث په کې راوړل شوي دي.
یو تن چې تر شلو پورې د روایاتو مسانید ولري، ایا پر هغه باندې دا اعتراض کېدلای شي، چې د هغه لږ احادیث یاد وو؟ کلا وحاشا( نه، هیڅکله نه )
بلکې د امام صاحب رحمه الله د یو شاګرد په وینا: د امام صاحب رحمه الله څخه تر اویا زره زیات احادیث روایت شوي دي.
بله خبره داده  چې که چېرته پر امام صاحب رحمه الله باندې د کمو روایتونو  له امله په احادیثو کې د کمې برخې اعتراض کېدلای شي، بیا پر امام شافعي او امام مالک رحمهما الله باندې هم دا تور لګېدلای شي؛ ځکه هغوی چې د احادیثو په طلب کې څومره وخت تېر کړی دی، د هغه په اندازه یې ډېر کم احادیث روایت کړي، دا بیا کوم انصاف دی چې پر هغوی باندې دا اعتراض نه کیږي، مګر پر امام صاحب رحمه الله باندي دا تور لګول کیږي؟([1])
د کمو احادیثو د روایت کولو وجه
اصل خبره دا ده چې په خیر القرون کې د محدثینو دوې ډلې وې:
یوه ډله یوازې محدثین وو، او د اجتهاد درجې ته نه وو رسېدلي. د دوی کار یوازې د احادیثو روایت کول وو.
بله ډله داسې وه چې له ښې حافظې سره الله تعالی جل جلاله دوی ته د اجتهاد لوی نعمت هم ور په برخه کړی و، داچې د احادیثو د روایت څخه لوی مقصد د فقهي مسئلو استنباط دی، نو دوی فقط د احادیثو د متونو د روایت کولو پر ځای د احکامواستنباط کولو ته ځانونه وقف کړي وو، چې له  امله یې له دوی څخه په دومره زیاته اندازه احادیث روایت نه شول لکه څومره چې له نورو عامو محدثینو څخه روایت شول.
دا چې امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي رحمهم الله ټول مجتهدین وو، نو د فقهي احکامو د استنباط له وجې له دوی څخه  په لوی شمېر د احادیثو د روایت پر ځای د فقهي مسئلو لوی تعداد نقل شو. (۱)
دوهم اعتراض: شیخینو د امام صاحب رحمه الله روایات نه دی نقل کړي
پر امام صاحب رحمه الله باندې بل اعتراض دا کیږي، چې شیخینو (امام بخاري او مسلم) رحمهما الله په خپلو کتابونو کې  له سلګونو امامانو او محدثینو څخه روایات راوړي دي، خو له امام ابو حنیفه رحمه الله له طریق څخه یې یو حدیث هم نه دی روایت کړی، له دې معلومیږي چې د امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې یو صحیح حدیث هم نشته؛ ځکه که وای نو دوی به حتما روایت کړی وو.
ځواب : دا اعتراض هم بې ځایه دی؛ ځکه اول خو امام بخاري او مسلم رحمهم الله ټول صحیح احادیث په مکمله توګه نه دي ذکر کړي، په دې معنی چې صحیح احادیث هر څومره دي هغه دې دوی ذکر کړي وي، بلکې په صحیح بخاري او مسلم کې چې څومره احادیث راغلي دي له هغو څخه پرته په زیاته اندازه صحیح احادیث  نور هم پاتې دي چې نورو محدثینو روایت کړي دي، چې خپله امام بخاري او مسلم رحمهما الله د دې خبري تایید کړی دی.
ابن صلاح رحمه الله وایي: لم يستوعبا الصحيح في صحيحيهما، ولا التزما ذلك. (۱)
یعني امام بخاري او مسلم رحمهما الله په خپلو کتابونو کې نه د صحیح احادیثو استیعاب او ټول کتنه کړې او نه یې هم پر ځانونو دا لازمي کړې ده.
دوهم داچې په صحیحینو کې لکه څرنګه چې د امام صاحب رحمه الله احادیث نه دي راغلي، همداسې د امام شافعي رحمه الله احادیث هم شتون نه لري، بلکې امام احمد رحمه الله چې په مجتهدینو کې تر ټولو زیات د احادیثو روایت لري، د هغه له احادیثو څخه هم په ټول بخاري شریف کې دوه یا درې حدیثونه نقل شوي دي. که چېري په صحیحینو کې د یو چا د روایت نه راتلل د هغه د ضعیف والي دلیل وي، بیا خو دا خبره پر امام شافعي او محمد رحمهما الله په حق کې هم راځي، بیا دا اعتراض یوازې پر امام صاحب رحمه الله باندي ولې کیږي؟
د شیخینو ( امام بخاري، امام مسلم رحمهم الله )  د احادیثو د روایت کولو تګلاره
اصل خبره دا ده چې د شیخینو مقصد په خپلو کتابونو کې د هغو محدثینو د احادیثو جمع کول وو چې لائق شاګردان یې نه درلودل، او په مرګ سره یې د احادیثو د ضایع کېدلو وېره وه. داچې امام ابو حنیفه، امام شافعي او امام احمد رحمهم الله په سلګونو شاګردان درلودل نو د دوی د احادیثو د لمنځه تلو هیڅ وېره نه وه، نو ځکه یې د دوی احادیث په خپلو کتابونو کې نه دې راوړي.  مکانة أبي حنیفة ۳۴۷.
دریم اعتراض: امام صاحب رحمه الله قیاس پر حدیث باندې مقدم کوي.
پر امام صاحب رحمه الله باندې یو اعتراض دا هم کیږي چې دی قیاس ته پر حدیث باندې ترجیح ورکوي، او د قیاس په مقابله کې حدیث پرېږدي.
ځواب : دا خبره چې امام صاحب رحمه الله پر حدیث باندې قیاس ته لومړیتوب ورکوي، دا پر امام صاحب رحمه الله باندې یو تهمت دی چې له حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري؛ ځکه د امام صاحب رحمه الله څخه پر صحیح سند باندې دا خبره ثابته ده چې: ” کذب والله وافتری علینا من یقول: إننا نقدم القياس على النص وهل يحتاج إلى القياس بعد النص!؟” یعني په الله قسم! څوک چې زما په اړه دا وایي چې زه قیاس پر حدیث باندې مقدم کوم، هغه درواغ وایي، او ما باندې تهمت لګوي. ایا چې حدیث موجود وي بیا قیاس ته ضرورت شته!؟  بلکل نشته.
همداسې د امام صاحب رحمه الله مشهور قول دی: “ما جاء عن رسول الله صلى الله عليه وسلم فعلى الرأس والعين، بأبي وأمي، وليس لنا مخالفته، وما جاء عن الصحابة تخيرنا، وما جاء عن غيرهم فهم رجال ونحن رجال” کوم څه چې له نبي علیه السلام څخه ثابت شي، زما پلار او مور دي پرهغه قربان وي په سر او سترګو مې قبول دي او کوم څه چې له صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین څخه ثابت شي، په هغه کې زه چاڼ کوم او چې کله خبره تابعینو ته راورسیږي نو دوی هم اجتهاد کړی او زه هم اجتهاد کوم. ([2])
قیاس ته پر حدیث باندې د ترجیح ورکولو حقیقت:
دا یو څرګند حقيقت دی چې امام صاحب رحمه الله د احادیثو په باب کې د ډېریو امامانو د اختلاف سره سره، د احتیاط له امله مرسل حدیث هم حجت بولي، او د نورو عامو احادیثو په څېر چلند ورسره کوي.
احادیثو ته د امام صاحب رحمه الله ژمنتیا له دې قیاس کېدلای شي چې امام ابن قیم رحمه الله وایي: “چا چې د امام ابو حنیفه رحمه الله په اړه دا خبره کوله، چې دی قیاس ته پر حدیث باندې لومړیتوب ورکوي، دا مطلق دروغ ده؛ ځکه ډېری مسئلې داسې دي چې د حدیث د ضعف له وجې نورو امامانو پر هغو باندې عمل نه دی کړی، خو امام صاحب رحمه الله په هغو کې پر حدیث باندې عمل کړی دی او قیاس یې پرې ایښی دی، سره له دې چې د حدیث پر ضعف باندې د ټولو محدثینو اتفاق وي”.
موږ به له هغو مسئلو څخه درې مسئلې ذکر کړو:
اوله مسئله: په لمانځه کې په قهقهې سره خندل، او د امام صاحب رحمه الله مذهب
اوله مسئله : په لمانځه کې په قهقهې یعنې پر لوړغږ سره خندل دي، چې په حدیث کې راغلي دي “من تقهقه في الصلوة فلینصرف ولیتوضأ” یعني څوک چې په لمانځه کې په لوړ ِغږ باندې وخاندي، نو هغه دې لمونځ پرېږدي، اودس دې تازه کړي او بېرته دې  لمونځ وکړي.
په دې مسئله کې  د قیاس تقاضا دا ده چې په قهقهې سره باید اودس مات نه شي؛ ځکه د بدن څخه کوم نجاست نه دی وتلی. د نورو امامانو قول همداسې دی. او له حدیث څخه څرګندیږي چې په قهقهې خندا سره اودس ماتیږي، خو امام ابو حنیفه رحمه الله پر دغه حدیث باندې عمل کوي او د قهقهې په کولو سره د لمانځه د فساد قائل دی، که څه هم ټولو محدثینو په اتفاق سره دې حدیث ته ضعیف ویلي.
دوهمه مسئله: د جمعې د لمانځه د انعقاد لپاره د ښار شرط، او د امام صاحب رحمه الله مذهب
دوهمه مسئله د جمعې د لمانځه لپاره د ښار د شتون شرط دی. امام صاحب رحمه الله وایي چې د جمعې د وجوب او ترسره کولو یو شرط دا دی چې ښار به وي، په کلیو کې د جمعې لمونځ نه صحیح کیږي؛ خو د قیاس غوښتنه دا ده چې په کلیو کې هم باید صحیح شي؛ ځکه چې دواړه ځایه د خلګو ټولیدنه راتلی شي، امام صاحب رحمه الله دلته هم  د یو ضعیف حدیث له امله قیاس پرې ایښی او د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره یې  ښار لازمي بللی.
درېمه مسئله: په غلا کې د لاس پرې کولو لپاره د نصاب شرط او د امام صاحب رحمه الله مذهب
درېمه مسئله په غلا کې د لاس د پرې کېدلو لپاره د نصاب شرط لګول دي. امام صاحب رحمه الله وایي چې په غلا کې هغه وخت لاس پرې کیږي، کله چې د غلا شوي شي قیمت د لس درهمو په اندازه وي.
دلته د قیاس تقاضا دا ده چې په غلا کې باید مطلق لاس پرې کړل شي، که د غلا کړي شي ارزښت تر لس درهمه کم وي او که زیات، دا چې د نصاب یعنې لس درهمو په اړه ضعیف حدیث راغلی چې “لاقطع أقل من عشرة دراهم“ له لس درهمو څخه په کمه غلا کې لاس نه پرې کیږي. نو د دې حدیث له امله امام صاحب رحمه الله په دې مسئله کې هم  قیاس پرې ایښی او پر حدیث یې عمل کړی دی. ([3])
دوام لري…
مخکینی برخه | راتلونکې برخه

([1]) درس ترمذي: ۱/ ۹۸.
([2]) مقدمة تبییض الصحیفة، للأستاذ محمد بن محمد أبي زهو: 54.
([3]) مقدمة تبییض الصحیفة، للأستاذ محمد بن محمد أبي زهو: 54. و إمامة الإمام الأعظم في السلوك والعقيدة والحديث والفقه، لمحمد نور سوید: 340، بدون الناشر.
احادیث اعتراضات مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleد حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴)

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD
نور یی ولوله

۱ څرگندون

  1. Pingback: مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴) - کلمات پښتو

Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD2 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD4 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD33 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴)

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD16 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴) امام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.