
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۶ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
په افغانستان کې حالت څه و؟
په دې کې شک نشته چې د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې امان الله خان د افغانستان یو تر ټولو محبوب پاچا و. په دې سربېره چې هغه له انګریز څخه د استقلال اخیستلو په وجه ښه شهرت ګټلی و، یو لړ شخصیتي ځانګړنو هم فوق العاده جذابیت وربښلی و . هغه د پخوانیو انزوا طلبه پاچاهانو خلاف له عامو خلکو سره ډېرې لیدنې او غونډې درلودې، د ټولنې له بیلابیلو اقشارو سره یې مخامخ روابط درلودل. د پرمختګ له کاروان سره د هیواد همغاړي کول، د تعلیم وده او د ټولنې بیداري یې نور نوښتونه وو. له خلکو سره د مخامخ اړیکو په موخه په ښار کې ګرځېدل او د ولایتي سفرونو په مټ د خلکو له حال ځان خبرول یې همیشنی عادت و. بل دا چې هغه د نظم، ترقي، کار او زیار سخت علاقمند و او هره دوهمه خبره یې په همدې اړه وه. د نوموړي همدا فعال کرکټر د دې باعث شوی و چې خلک همیشه د هغه د کردار ننداره وکړي، د هغه ټول کارونه تعقیب کړي او له حالاتو یې ځان باخبره وساتي.
اروپا ته د هغه تاریخي سفر یوه داسې پیښه وه چې په افغانستان دننه خلکو تلوسه درلوده چې له جزئیاتو یې خبر شي، هغه وخت په افغانستان کې راډیو نه وه، خو د چاپ صنعت له پرمختګ سره د اخبارونو له لارې د شرق او غرب ترمنځ اطلاعات تبادله کیدل او د نړۍ په هر ځای کې له پیښو خلک په یوه څه ځنډ خبریدلای شوای. وړاندې یادونه وشوه چې د امان الله خان سفر ته د غرب او هند مطبوعاتو خورا پراخ پوښښ ورکړ. په دې لړ کې د هغه د ټولو لیدنو کتنو او حتی عادي ناستې ولاړې عکسونه هم اخیستل کیدل او په مطبوعاتو کې نشریدل.
څرنګه چې د هند مطبوعات هغه وخت تر افغانستانه هم رسیدل، ډېر ژر دغه عکسونه افغانستان ته هم راورسېدل. په دې عکسونو کې د افغانانو لپاره تر ټولو هيښوونکې دا وه چې په لومړي ځل یې یوه افغانه ښځه ( ملکه ثریا) لیدله چې حجاب یې غورځولی، له نارینه وو سره په لوڅ مخ روغبړ کوي او یا د اروپايانو په طرز د سمندر غاړو له ګشت څخه خوند اخلي.
داسې شواهد شته چې هندو مطبوعاتو مسلمانانو ته د طعنې او رواني تعذیب ورکولو په خاطر هم دغه عکسونه ډېر او بیا بیا خپرول. ځکه هغه وخت چې عثماني خلافت سقوط شوی و، د هند مسلمانانو امان الله خان ته د یوازیني خپلواک اسلامي پاچا په نظر کتل او خپلې د آزادۍ هیلې يې ورپورې غوټه کړې وې. د امان الله خان او د هغه د میرمنې دغو نامناسبو انځورونو هندو او انګریزي مطبوعاتو ته فرصت ورکړی و چې د مسلمانانو په پاچا پُسخند ووهي.
د امان الله خان او ملکې ثریا د عکسونو خپرېدلو او بیا په افغانستان کې لاس په لاس کېدلو یو ځل بیا د پاچا په اړه پوښتنې او اعتراضونه راوپارول. د افغانستان خلک چې د ښځو په مسئله کې خورا حساس دي، اوس یې چې ملکه ثریا د اروپايي میرمنو په نقش کې لیدله، زغم یې ورته سخت و. له بلې خوا هغه کسان چې د داسې مسائلو حساسیت ته متوجه و او نه یې غوښتل چې رامنځته شوی استقرار یو ځل متزلزل او هیواد یو بل بحران ته لاړ شي، په دې وضعیت سخت خپه و او ټوله هڅه یې کوله چې په یوه شکل حالات سم لوري ته سوق کړي.
د قاضي عبدالرحمن شاګرد او نږدې ملګری حضرت محمد صادق مجددي وايي چې د دې عکسونو په لیدلو د دوی په شمول د حکومت خواخوږي علماء که څه هم په زړه کې ډېر خپه وو، خو د بحران د مخنیوي لپاره یې دا خبره تبلیغوله چې دا عکسونه جعلي جوړ شوي دي. د مسلمانانو پاچا ( امان الله خان) او میرمن یې هیڅکله داسې کار نه کوي چې له اسلام او افغاني عنعنو سره په ټکر کې وي.
د محمد صادق مجددي په قول دا چې امان الله خان د اروپا له سفر څخه په راستنېدو و او په نږدې ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته رااوښت، د دې لپاره چې د نامناسبو عکسونو له امله راپورته شوې ګنګوسې ارامې شي، موږ په کابل کې چارواکو ته یوه مشوره ورکړه. هغه زیاتوي زه د کابل په باغ عليمردان کې د امان الله خان نږدې دوست او د بهرنیو چارو وزارت معين سلطان احمد خان کور ته ورغلم، هغه ته مې وویل چې د اوس لپاره خو موږ خلکو ته وایو چې د امان الله خان او ملکې ثریا خپاره شوي عکسونه جعلي دي. د دې لپاره چې زموږ خبره تائید شي او دغه غوغا آرامه شي، تاسو امان الله خان ته حال ورکړئ چې کله له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي نو ملکه ثریا دې بیرته هماغه لباس واغوندي په کوم لباس کې چې له افغانستان څخه وتلې وه. کله چې د افغانستان خلک هغه بېرته په خپل اسلامي ــ افغاني لباس کې وویني، نو ټول شکونه به یې رفع شي او د عکسونو د جعل په اړه زموږ ادعا به هم رښتیا شي.
په دې ملاقات کې مې سلطان احمد خان په دې هم پوه کړ چې که داسې ونه شي، نو ډېر احتمال شي چې دا موضوع د یوه بل جنجال پیلامه شي چې ورسره به د افغانستان ملت د یوه بل بحران قرباني شي. خو داسې معلومیږي لکه د امان الله خان په شان چې یې ملګری سلطان احمد خان هم د دې مسائلو له حساسیت څخه ناخبره وي نو ځکه د محمد صادق مجددي مشوره بابېزه ګڼي او خبره په دې خلاصوي چې ( زه نه شم کولای د اعلی حضرت په وړاندې داسې جسورانه وړانديز وکړم، اعلی حضرت پوه شه او د مملکت سیاست یې)[1]
دوام لري…
[1] خاطرات محمد صادق مجددي صـ ۱۹
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۵ ) - کلمات پښتو