
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴)
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
۵- د امام صاحب رحمه الله په اړه د جرح او تعدیل د علماوو اقوال
د امام صاحب رحمه الله د شخصیت پر کاملتوب باندې د اهل السنت والجماعت د ټولو مخکښو علماوو اتفاق دی او د ده د اخلاقو، تقوی، عبادت، فقاهت او نورو صفاتو د شهادت په اړه له سلګونو علماوو څخه اقوال رانقل شوي دي، مګر موږ دلته د ده په احادیثو کې پر کره توب او ثقه والي باندې د جرح او تعدیل د یوڅو علماوو اقوال ذکر کوو:
امام احمد بن حنبل رحمه الله، چې باالاتفاق له فقې سره – سره د احادیثو د علومو لوی امام هم دی، وایي:
إنه من العلم والورع والزهد وإيثار الآخرة بمحل لا يدركه أحد.
ژباړه: امام ابو حنیفه رحمه الله په علم (چې هغه وخت کې پر قرآن او حدیث دواړو باندې د علم اطلاق کېده) تقوی، زهد او آخرت ته په زیاته پاملرنې سره پر دنیا باندې تر جیح ورکولو کې داسې درجې ته رسېدلی، چې بل هیڅوک نشي ورته رسېدلی.
د احادیثو لوی ناقد امام يحيى بن معين رحمه الله وايي:
الفقهاء أربعة: أبو حنيفة، وسفيان، ومالك، والأوزاعي.
ژباړه: فقهاء څلور کسان دي: امام ابو حنیفه، امام سفیان ثوري، امام مالک او امام اوزاعي رحمهم الله.
همداسي یو بل ځای چې له ده څخه د امام صاحب رحمه الله په اړه پوښتنه وشوه، ده وویل:
ثقة، ما سمعت أحدا ضعفه، هذا شعبة یکتب له أن یحدث ویأمره، وشعبة شعبة. یعني امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې ثقه دی، او ما له هیڅ کس څخه نه دي اورېدلي، چې امام صاحب رحمه الله یې ضعیف بللی وي، چې امام شعبه غوندې شخصیت هغه ته خط لیکي او ورته وایي، چې حدیث بیانوه، نو دا به څنګه شخصیت وي!؟
خپله امام شعبه رحمه الله، كوم ته چې په احادیثو کې امیر المؤمنین ویل کیږي، وایي:
كان، والله! حسن الفهم، جيد الحفظ، حتى شنعوا عليه بما هو أعلم منهم.
یعنې زما دې د الله په ذات باندې قسم وي، چې هغه د ډېر ښه فهم او حافظې خاوند و، خو بعضو پر هغه باندې د هغو شیانو له امله بد رد ویلي(مراد یې حدیث دي) چې په هغه شیانو تر هغوی ډېر پوه وو.(۱)
د احادیثو په باب کې پر امام صاحب رحمه الله باندي کېدونکي اعتراضات او د هغو ځوابونه
د احادیثو په باب کې پر امام صاحب رحمه الله باندي دوه قسمه اعتراضات کیږي:
یو قسم یې قولي دي، یعني داسې اعتراضات چې د جرح په الفاظو سره وي.
بل قسم یې نظري دي، یعني داسې اعتراضات چې خارجي شیانو ته په کتلو سره واقع کیږي.
قولي اعتراضات
اول اعتراض: امام نسائي رحمه الله امام صاحب ته “لیس بالقوي فی الحدیث” ویلي.
امام صاحب رحمه الله باندې په قولي اعتراضاتو کې اول اعتراض امام نسائي رحمه الله کړی دی، چې وایي: “نعمان بن ثابت أبو حنيفة ليس بالقوي في الحديث”.( ) یعني امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې قوي نه دی.
ځواب
د دې اعتراض ځواب دا دی، چې جرح او تعدیل دواړه پر دوه قسمه دي:
یو قسم یې مفرد دی، چې د یو کس یا یوڅو کسانو له خوا څخه وشي،بل قسم یې متعدد یا مرکب دی، چې د یو جماعت له خوا څخه ترسره شي.
او قاعده ده، چې د تعدیل مرکب په مقابله کې جرح مفرد د اعتبار وړ نه ده.
د دې خبري تفصیل دا دی چې:
د احادیثو چې څومره امامان او حافظان تېر شوي دي، په هغوی کې داسې څوک نه دی پاتې شوی چې پرهغه دې د یو چا له خوا څخه رد او جرحه نه وي شوې، الا ماشاء الله، چې په دې لړ کې پر امام اوزاعي، امام احمد، امام شافعي، یحیی بن معین، امام کرابیسي او امام بخاري باندې امام ذهلي رحمهم الله جرحه کړې ده؛ مګر بل طرف ته په لسګونو نقد کوونکو او د جرحې اوتعدیل امامانو د دغو ټولو امامانو په ډېر تفصیل سره تعدیل کړی دی، اوس که د تعدیل کوونکو د جماعت په مقابل کې د یو کس یا دوو کسانو جرحې ته اعتبار ورکړل شي، هیڅوک به هم ثقه ( کره ) پاتې نه شي، چې باالاخره به ټول احادیث له منځه ولاړ شي.
کله چې د جرحې او تعدیل ترمنځ ټکر راشي، جرحې ته پر تعدیل باندې ترجیح ورکول کیږي، نو د خطیب بغدادي رحمه الله په وینا دا هغه وخت ده، چې کله د جارحینو شمېر زیات او تعدیل کوونکو تعداد کم وي یا د ابن صلاح په وینا (چې د جمهورو مذهب یې بللی) چې کله جرحه مفسره وي یعنې سبب یې ذکر شوی وي.
دا چې د امام صاحب رحمه الله د تعدیل کوونکو شمېر تر جرحه کوونکو په څو چنده هم زیات دی، چې مخکې یې موږ په احادیثو کې امامت او د احادیثو له حافظانو څخه کېدل ثابت کړل، او هم د جرحه کوونکو جرحې مجهولې دي، نو د امام نسائي رحمه الله دا خبره چې “امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې قوي نه دی”، د اچمام صاحب رحمه الله ثقه والي او حدیثي مهارت ته کوم زیان نه رسوي.( )
دوهم اعتراض: دارقطني رحمه الله امام صاحب رحمه الله ته ضعیف ویلي.
پر امام صاحب رحمه الله باندي دوهم قولي اعتراض دا کیږي چې امام دارقطني رحمه الله چې کله «من کان خلف الإمام فقراءة الإم له قراءة» حدیث نقل کوي، نو وایي: “لم یسنده عن موسی بن عائشة غیر أبی حنیفة والحسین بن عمارة وهما ضعیفان”( ) یعني له موسی بن عائشې څخه د امام ابو حنیفه رحمه الله او حسین بن عماره ماسوا بل چا داحدیث مسند او مرفوع نه دی ذکر کړی، او دوی دواړه ضعیف دي.
ځواب
د دارقطني رحمه الله څخه رښتیا هم دا قول ثابت دی، خو د دې ځواب هم د امام نسائي رحمه الله د اعتراض د ځواب په څېر دی، یعني دا جرحه مفرده او مجهوله ده، چې د مرکب او مفصل تعدیل په مقابله کې د اعتبار وړ نه بلل کیږي.
بله خبره دا ده چې امام دارقطني رحمه الله چې له امام صاحب رحمه الله څخه تقریبا دوه سوه کاله وروسته زېږېدلی دی، هغه د امام صاحب رحمه الله په اړه دا قول کوي چې “امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې ضعیف دی”، حال داچې د احادیثو لوی امامان او د جرحې او تعدیل لوی لوی نقد کونکي، کوم چې د امام صاحب رحمه الله هم عصر وو، د امام صاحب رحمه الله تعدیل کوي، لکه مخکې چې تېر شوه، ایا هم عصر امامان به د امام صاحب رحمه الله په حالت ښه خبر وي او که به د دوه سوه کاله وروسته یو تن؟ (۱)
دریم اعتراض: سفیان ثوري رحمه الله د امام صاحب پر وفات باندې د خوښۍ اظهار کړی.
د قولي اعتراضونو په لړ کې پر امام صاحب رحمه الله باندې دریم اعتراض دا کیږي، چې امام بخاري رحمه الله په تاریخ صغیر کې له نعیم بن حماد څخه روایت نقل کړی دی، چې کله سفیان ثوري رحمه الله ته د امام صاحب رحمه الله د وفات په اړه خبر ورسېد، هغه وویل: “الحمدلله كان ينقض الإسلام عروة عروة، ما ولد فی الإسلام أشأم منه” یعني الله جل جلاله لره ستاینه دی (چې ابو حنیفه رحمه الله وفات شو) ده به د اسلام یو یو منار نړاوه، په اسلام کې تر دی بد بخته کس نه دی پیدا شوی.
ځواب:
د دې اعتراض ځواب دا دی چې دا روایت غلط دی، او له حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري، د نعیم بن حماد که څه هم بعضو کره توب بیان کړی دی، مګر د دې روایت د باطل والي لپار د حافظ ابن حجر رحمه الله دا قول کافي دی چې وایي: “کان یروی حکایات فی ثلب أبی حنیفة کلها کذب” یعني د امام ابو حنیفه رحمه الله په عیبونو بیانولو کې یې د درواغو حکایات نقل کول.
همدا رنګه سفیان ثوري رحمه الله چې د امام صاحب رحمه الله په شاګردانو کې شمېرل کیږي او تر نوي فیصده پوري یې په ټولو مسئلو کې د امام صاحب رحمه الله پر قول باندې عمل کړی دی، د ده له شان څخه د امام صاحب رحمه الله په اړه داسي خبره کول یقینا ډېره لري خبره ده. په حقیقت کې دا روایت پر امام صاحب او سفیان ثوري رحمهما الله دواړو باندې یو لوی تمهت دی.
اوس خبره دا ده چې د امام نسائي او دارقطني رحمهم الله په شان جلیل القدر امامان څنګه د امام صاحب رحمه الله په اړه “په احادیثو کې د ضعیف والي” قول کوي او یا هم د امام بخاري رحمه الله په شان شخصیت، چې په علم رجال کې د امامت درجې ته رسېدلی وو، څرنګه د حماد بن نعیم پر قول باندې اعتبار کوي او په خپل کتاب کې یې نقل کوي؟
د دې ځواب دا دی چې امام صاحب رحمه الله ته لکه څنګه چې الله تعالی ډېر کمالات او لوړ شان ورکړی و، همداسې یې د حاسدینو شمېر هم بې حسابه و، دوی چې به هر ځای ولاړل خلکو ته به یې د امام صاحب رحمه الله په اړه دروغ ویل او پر امام صاحب رحمه الله به یې تهمتونه تړل. هر هغه څوک چې امام صاحب رحمه الله به یې له نږدې څخه نه و لیدلی، د دوی له خبرو څخه به متاثر کېده او د امام صاحب رحمه الله په اړه به بد ګماني ورته پیدا کېده، چې په دې لړ کې د امام اوزاعي او عبد الله بن مبارک رحمه الله کیسه مشهوره ده. داچې ځینو متاخرینو محدثینو امام صاحب رحمه الله نه خپله لیدلی وو، نه یې د امام صاحب رحمه الله مشهور شاګردان لیدلي وو، او نه هم دوی په عراق یعنې کوفې او بصرې کې وخت تېر کړی و، دوی هم د حاسدینو له تهمتونو څخه متاثره شول او په ناخبرۍ کې یې د امام صاحب رحمه الله په اړه ځیني داسې شیان وویل چې هیڅ حقیقت یې نه درلوده.
همدا وجه وه چې امام بخاري رحمه الله ته د نعیم بن حماد په خبره کې هیڅ شک پیدا نه شو او بغیر له تحقیق څخه یې ولیکله؛ ځکه چې د امام بخاري رحمه الله مشهور استاد چې ډېر وخت یې ورسره تیر کړی و، امام حمیدي رحمه الله و، دا چې پر امام صاحب رحمه الله باندې د نقد کوونکو تر ټولو لوی شمېر د ظاهریه وو دی، او امام حمیدي رحمه الله هم ظاهریه وو ته میلان درلود، نو امام بخاري رحمه الله ته د امام صاحب رحمه الله په اړه له اول سره بدګماني پیدا شوې وه. درس ترمذي: ۱/ ۱۰۶ ، ۱۰۷.
دوام لري…
۱ څرگندون
Pingback: مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳) - کلمات پښتو