
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۳ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د تصوف او طریقت تړون
قاضي عبدالرحمن یوازې د دیني علومو پوه یا عالم نه و، بلکې یو واقعي صوفي هم و. نوموړي د کابل د شوربازار د نقشبندیه مجددیه خانقاه د مشر حضرت غلام قیوم مجددي ( قدس الله سره) سره بیعت کړی و. د هغه په امر په کابل کې د وظیفې ترسره کولو په کلونو کې د شوربازار په خانقاه کې اوسېده. د خپل مرشد زامن یې شاګردان وو. او کله چې حضرت غلام قیوم مجددي وفات شو. د هغه د مشر زوی حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي سره يې بیعت تجدید کړ، د هغه له وفات وروسته یې له حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي سره بیعت وکړ. دغه دواړه کسان په دیني علومو کې د قاضي صاحب شاګردان وو، اما دا د قاضي صاحب تواضع او د اصلاح حرص و، چې له خپلو شاګردانو یې هم روحاني استفاضه کوله.
حضرت محمد صادق مجددي وايي چې قاضي عبدالرحمن د مجددي حضراتو سره دومره نږدې تعلق درلوده، چې هغه وخت د دوی په مریدانو او خپلوانو کې بل هیڅوک ورته دومره قریب او د باور وړ نه وو. بالمقابل قاضي صاحب هم له حضراتو کرامو سره ډېر اخلاص، محبت او ادب درلود. د هغوی په اولادونو ډېر مشفق و چې دغه حقیقت به وروسته د پکتیا په سفر کې د حضرت شمس المشائخ صاحب له زوی معصوم مجددي سره د قاضي صاحب په چلند کې درته واضح شي.
په جهاد کې ګډون
کله چې د امان الله خان د واکمنۍ په لومړیو کې د انګریزي استعمار خلاف جهاد اعلان شو. په سمت جنوبي ( پکتیا) کې د ولسي جهادي لښکرو مشري د حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي او نور المشائخ فضل عمر مجددي په غاړه وه. قاضي عبدالرحمن چې د امان الله خان له واکمن کېدلو وروسته یې د قضاء دنده پرې ایښې وه. په دې جهادي سفر کې له حضراتو کرامو سره ملګری و او عملا یې په جهاد کې برخه درلوده.
د امان الله خان حکومت کې دنده
قاضي عبدالرحمن د امان الله خان د واکمنۍ لومړيو کې د قضاء دنده پرې ښوده. هغه له امان الله خان څخه همیشه په شکایت و او ویل به یې چې د دې سړي په تندي کې د اصلاح آثار نه معلومیږي، د شریعت د تطبیق او ترویج اراده نه لري نو ځکه ورسره وظیفه نه کوم. که څه هم وروسته د حکومت فشارونو هغه دې ته اړ کړ چې د کابل د مرافعه محکمې مسؤلیت په غاړه واخلي، دغه راز یو ځل د هغه هیئت مشر هم وټاکل شو چې د سمت مغربي د محاکمو د تفتیش لپاره ټاکل شوی و. هغه د قضاء په برخه کې دنده په امانتدارۍ ترسره کوله خو د امان الله خان سره خپل فکري اختلاف یې هم نه پټاوه. هغه په ښکاره ویل چې امان الله خان اراده لري چې مقدس شریعت له بنیاده ونړوي خو له دې ناخبره دی چې الله تعالی د شریعت ساتنه کوي.
په ۱۳۴۲ هجري قمري کال چې د ده مرشد حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي حج ته تللی و، ده هم له امان الله خان اجازه واخیسته او د دوهم ځلي حج په سفر لاړ، په حرمینو کې له خپل مرشد سره یو ځای شو او ورسره یو ځای یې حج اداء کړ.
د امان الله خان سیکولر اقدامات او د ملا عبدالله پاڅون
امان الله خان واک ته له رسيدو سره سم په یو لړ داسې اقداماتو پیل وکړ چې د افغانستان په سیاست او حکومتدارۍ کې یې ساری او سابقه نه درلوده. دغه وخت چې د اسلامي نړۍ په ځینو مهمو هیوادونو ( ترکیه، مصر او ایران) کې د عصریت او ترقي تر عنوان لاندې د مسلمانو ټولنو د غربي کولو پروسه پیل شوې وه. امان الله خان هم نه غوښتل له دې مسابقې وروسته پاته شي. اصلا دغه خوځښت د یوه فکري حرکت په حیث څو کاله وړاندې لا پیل شوی و.
په ۱۳۲۳ هجري قمري کال کې چې محمود طرزي له شام څخه افغانستان ته راغی، له ځان سره یې نوي افکار هم راوړي وو. د دې افکارو ځينې ګټور و لکه له انګریز څخه بشپړ سیاسي استقلال ترلاسه کول، د دولت لپاره د قوانينو شتون، د معاصرو علومو ترویج، د ټولنې په هره برخه کې کار، زیار او نظم ته د خلکو هڅول. د مطبوعاته لارې خلک د دنیا له حالاتو خبرول. افغانستان د معاصر پیشرفت له کاروان سره ملګری کول او داسې نور. اما ځینې افکار چې فکري، فرهنګي او اخلاقي اړخ یې درلود او د غرب له نوي تمدن څخه را کاپي شوي وو، د افغان ولس له دیني او ملي هویت سره یې نه یوازې اړخ نه لګاوه بلکې ورسره ضد او مناقض هم و.
د امیر حبیب الله خان د سلطنت په وروستیو کلونو کې محمود طرزي نه یوازې په عامه کچه د یوه فکري مرجع حیثیت خپل کړی و، بلکې په دربار کې یې هم دومره نفوذ موندلی و چې د پادشاه دوو زامنو ته يې خپلې دوه لوڼې په نام کړې وې. له دې جملې د طرزي یو له مهمو مریدانو شهزاده امان الله خان و چې واک ته له رسېدو سره سم يې د خپل خسر او فکري امام ( محمود طرزي) د نظریاتو په تعمیل او تطبيق کار پيل کړ.
څرنګه چې هر ټولنیز تحول او فکري ــ فرهنګي انقلاب له قوانینو پیلیږي امان الله خان یو شمېر ترکي قانون پوهان وګمارل چې د اروپايي هیوادونو ( سویس، فرانسې او نورو هیوادونو ) له قوانینو په اخذ د ټولو برخو لپاره نظامنامې جوړې کړي. په دې ډول د بیلابیلو امورو لپاره نظامنامې یا قوانین ترجمه یا جوړ شول او په ډېر قاطعیت یې د اجراء هڅې پیل شوې.
څرنګه چې دغه قوانین تر ډېره حده د اروپايي قوانینو ژباړه وه او د افغانستان د مسلمانې ټولنې دیني او هیوادني ارزښتونه په کې بشپړ نه وو لحاظ شوي، ډېر ژر یې په وړاندې د مخالفت او اعتراض غږونه پورته شول. له دې جملې یو ځواکمن غږ په پکتیا کې د ملا عبدالله/ ګوډ ملا صاحب اعتراض و چې د محلي چارواکو د بې تفاوتۍ او سهل انګارۍ له امله ډېر ژر په یوه ولسي قیام بدل شو.
په نظامنامو کې د غیر شرعي موادو سربېره، د هغه وخت د سمت جنوبي ( پکتیا) د والي امیر الدين خان نامعقول سیاست او مقدساتو ته سپکاوی د دې ټول بحران اساسي عامل وو. د بیلګې په توګه لوی مؤرخ غلام محمد غبار وايي چې هغه به په ښکاره ويل چې قانون ناسخ شریعت است ( قانون د شریعت ناسخ دی) دا چې د نظامنانو یو شمېر مواد له اسلامي شرعي اصولو سره په ټکر کې وو، کله به چې د خلکو لخوا دا موضوع مطرح کېده، حاکم اعلی امیر الدين خان به ځواب ورکاوه چې نوي قوانين تر قرآن لوړ دي ( العیاذ بالله) او له دې وروسته به خلک یوازې د همدې قوانینو پيروي کوي[1]. محي الدين انیس چې د هماغو حالاتو شاهد پاته شوی په خپل مغتنم اثر ( بحران او نجات) ۱۱ مخ کې وایي چې د حاکم رویه تر دې ناوړه وه( کله به چې کوم چا د شریعت مطهره یا قران کریم یادونه کوله، ده ورباندې چیغې وهلې چې ستاسو قرآن نور زوړ شوی دی، شریعت ته نور ضرورت نشته، یوازې د قانون خبره کوئ ــ العیاذ بالله)
په دې ډول د پکتیا ګردیز ته نه نږدې د اتماني د کلي امام ملا عبدالله ( چې په تاریخونو کې په ګوډ ملا هم یاد شوی) د پکتیا د والي د انحرافاتو د سمون لپاره اعتراضیه غونډې پيل کړي. د شاوخوا سیمو ډېر علماء او قومونه ورسره ملګري شول. هغوی په لومړیو کې د سوله ییزو احتجاجیه غونډو په شکل په حکومت غږ کاوه چې خپل سیاست او نظامنامې سمې کړي. د امان الله خان حکومت د ملا عبدالله د آرامولو لپاره له کابل څخه د هیئتونو لیږل پيل کړل. څرنګه چې ملا عبدالله د کابل د شوربازار د حضراتو کرامو مرید و، امان الله خان د شوربازار د حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي او نور المشائخ فضل عمر مجددي په ګډون د علماوو یو هیئت چې قاضي عبدالرحمن پغمانی او د موسهي محمد نور صاحبزاده هم په کې ول، پکتیا ته ولیږه، خو دغه علماء چې خپله يې هم د امان الله خان او د هغه د قوانینو په غیر شرعي موادو اعتراض درلود، د دې په ځای چې ملا عبدالله ته قناعت ورکړي د مخامخ بحث او مناقشې په لړ کې یې د هغه ډېر اعتراضات پر ځای وبلل چې ورسره ملا عبدالله نور هم په خپل موقف باندې کلک او مطمئن شو.
امان الله خان وروسته د دې په ځای چې له خپلو قوانینو شاتګ وکړي پکتیا ته يې مسلح قوتونه ولیږل چې ورسره د جګړو لړۍ پیل شوه، په دې نهه میاشتنیو جګړو کې حکومتي قواوو ته بیا بیا درانه زیانونه ورسېدل. امان الله خان په پای کې اړ شو چې په پغمان کې جرګه را وغواړي او له خپلو نظامنامو څخه شپاړس هغه مواد لرې او یا اصلاح کړي چې ديني علماوو ورباندې اعتراض درلود.
امان الله خان چې وروسته یې ملا عبدالله او د هغه پاڅون لومړی د انګریزانو سره د تړاو په تور بدنام او ورپسې یې له ټول افغانستانه د راټولو شویو لښکرو او قوتونو په مټ سرکوب کړ، په پوځي لحاظ له دې جګړې بریالی راووت، اما د خپلو نویو افکارو او لیبرال ارزښتونو په تطبیق کې یې شکست وخوړ.
قاضي عبدالرحمن چې خپله يې هم د امان الله خان په نظامنامو او یو لړ اقداماتو اعتراض درلود، دغه ټول جریان یې د یوې عملي تجربې په حیث د سترګو په وړاندې تېر شو. هغه ولیدل چې امان الله خان که څه هم چې ځان یې انقلابي پاچا ګاڼه او د نېزې په څوکه یې د خپلو قوانینو د اجراء هوډ درلود اما په نهايه کې د پکتیا د اتماني کلي د خټين جومات ملا امام وتوانېد چې د ولسي اعتراض او فشار په مټ هغه شاتګ ته اړ کړي. همدا لامل و، چې کله څو کاله وروسته امان الله خان یو ځل بیا د اصلاحاتو(!) په نوم د لیبرال سازۍ پروسه پيل کړه، قاضي عبدالرحمن یې د خپل شاګرد حضرت محمد صادق مجددي په ملتیا د مخنیوي لپاره هماغې مجربې نسخې ته لاس واچاوه. هغه له کابل څخه ووت او د لوګر او پکتیا کلیو او قومونو ته یې مخه کړه، تر څو په ولسي اعتراض سره امان الله خان شاتګ ته اړ کړي.
دوام لري…
[1] افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله خان صـ ۲۳۴