لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر
مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۶)
د امام ابوحنيفه رحمه الله سیاسي ژوند (ادامه)
د امام ابوحنيفه رحمه الله اغېزه پر وروسته زمانو باندې
د امام ابوحنيفه رحمه الله هڅې، د عدالت د خپراوي او له ظلم سره د مبارزې په برخه کې په اسلامي ټولنو ژورې اغېزې کړې دي. دا کار په ځانګړې توګه د عباسي دورې په جریان کې د پام وړ دی چې له بنوامیه وروسته واک ته ورسید. عباسيان چې د اهل بيتو د ملاتړ او د عدالت د خپراوي په شعار سره واک ته ورسېدل؛ خو بیا یې هم د امویانو ځینې غلطې لارې تعقیب کړې. خو د امام ابوحنيفه رحمه الله ميراث او د هغه فقهې مکتب، د هر ډول ظلم پر وړاندې د فکري او کلتوري مقاومت د نمونې په توګه پاتې شو.
په ټوليزه توګه ويلاى شو چې امام ابوحنيفه رحمه الله د اسلام د تاريخ تر ټولو سختو وختونو کې ژوند وکړ او د واکمنانو له سختيو او فشارونو سره- سره يې د علم او عدالت خپراوي ته دوام ورکړ.
د سیاست مفهوم د امام ابوحنیفه رحمه الله له نظره
د ظالم او قاهر حکومت او پاچاهۍ پر وړاندې امام ابوحنیفه رحمه الله خپل سیاسي ژوند په بشپړ ډول د اسلام له فقهي او شرعي نظریې سره برابر کړ. دا منهج داسې و چې ډېری لوړ کسان یې نه شي ترلاسه کولی. هغه سیاست چې د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” باندې یې تعبیر کولی شو، او په بل عبارت د خلکو په ژوند کې د اسلام د بشپړ تطبیق او هغې ته د بلنې په توګه تعبیر کېدی شي. دې پالیسي په قرآن او حدیث کې په مختلفو لارښوونو له مسلمانانو څخه غوښتي چې په خپل چاپیریال او ټولنه کې یې پلي کړي.
په عین وخت کې زیات شمیر محدثین د ظالمو پاچاهانو پر وړاندې د چوپتیا په غوره کولو او په خپلو ځانګړو او موروثي مسؤلیتونو کې د بوختېدو په صورت کې د اسلام پالیسي غوره کړه او د خپل ژوند ورځې یې په (عزلت) عزت کې تیرې کړې. په داسې حال کې چې امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له یوې خوا د ظالمو امیرانو پر وړاندې د مطلقې چوپتیا د سیاسي مسلک غوره کول د قرآني احکامو د “امر بالمعروف” او “نهی عن المنکر” د نسخ په مانا ګڼي او د فقهې، شريعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو په نظر کې نیولو پرته ميدان ته راوتل یې بې ګټې ګڼل.
د ناسمو او منفي کړنو اصلاح او بدلول يې ضروري ګڼل، خو کله چې د يوه منفي عمل د بدلولو د بل غلط او بل ناوړه عمل لپاره لاره هواره وله، نو د اعتدال او احتياط لاره يې خپله کوله. حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله د قرآني آیاتونو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديثو ته په پام سره او د هغه د صحابه کرامو د عمل طریقې ته پام په عملي توګه خپل کړ؛ ځکه له قرآن څخه څرګنده کیږي چې په هر حالت کې د منکر بدلون فرض نه دی، که نه نو د لاندې آیاتونو مطلب به څه وي: «فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَى» [الاعلی: ۹]، «فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ. لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُسَيْطِرٍ» [الغاشیة: ۲۱ – ۲۲] «(خلکو ته) یادونه کوه. ځکه چې ته یوازې نصیحت کوونکی او په یاد راوړونکی یې او بس، ته پر دوی باندې مسلط نه یې تر څو دوی ایمان ته اړ کړې.»
د مشهور حنفي امام، ابو جعفر طحاوي رحمه الله نظر
امام ابو جعفر طحاوي رحمه الله چې مشهور حنفي امام دی، د همدې اصولو پر بنسټ د ټولو رواياتو له راغونډولو وروسته د حنفيانو دريځ داسې بيانوي: «کله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر هېڅ اغېز نه درلود او هغه کسان چې په منکر اخته دي له هغو سره د مقابلې توان نه و، تر ټولو بد بدلون دخطر شتون دی. نو دا هغه وخت دی چې د هر چا خبرې تر خپل شخص پورې محدودییږي، او الله تعالی د دې وخت په اړه فرمایلي دي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ»؛ «ای مسلمانانو! خپل ځانونه وساتئ. [ځکه] هغه څوک چې ګمراه شوی دی تاسو ته ضرر نه شي رسولی، ځکه چې تاسو د هدایت لاره خپله کړې ده.»
علامه عبدالقيوم حقاني د دغو قضيو له څېړلو وروسته وايي: «زما په اند د هر چا خبره د هغه فرد پورې محدوده پاتې کېدل دا دي؛ ټول هغه کسان چې د امت د اصلاح لپاره درد او انګيزه لري، د اتحاد او اتفاق په ساتلو سره د انقلابي او اسلامي ځواکمن ځواک تر څنګ ودریږي، د امت د بیا ژوندي کولو او واکمنۍ په لور ګامونه واخلي. حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله د ابراهیم الصائع په اړه چې د ظالمو امیرانو په مقابل کې یې صبر ونه کړ او په سیاسي شخړو کې شهید شو، ویې ویل«قُتِلَ وَلَمْ يُصْلِحْ لِلنَّاسِ أَمْرًا»[1]؛ شهید شو خو د خلکو لپاره یې اصلاحي او تلپاتې برنامه پرینښودله.»
د امام ابوحنیفه رحمه الله سیاسي دریځونه
امام ابوحنيفه رحمه الله د بني اميه د دويم خليفه عبدالملک بن مروان په واکمنۍ کې وزيږيد. دا هغه وخت و چې د واک د انتقال او د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د پاڅون له ستونزو سره حکومت لا هم په بشپړه توګه پای ته نه و رسېدلی.
د زبيريانو د پاڅون له ځپلو وروسته عبدالملک د بصرې، کوفې او حجاز د حکومت چارې حجاج بن يوسف ثقفي ته وسپارلې. په دې وخت کې امام ابوحنيفه رحمه الله خپل ماشومتوب تېراوه او د هغو ظلمونو او تاوتريخوالي شاهد و، چې حجاج په عراق کې وکړل. پر خلکو او سترو فقهاوو باندې د حجاج سختي د دې سبب شوه، چې امام ابوحنيفه رحمه الله له ماشومتوبه د بني اميه له حکومته ناخوښه شي.
سربېره پردې، امام ابوحنیفه رحمه الله ته د پیغمبر له کورنۍ سره مینه له مور او پلار څخه په میراث پاتې وه. په غیر عربو او موالیو (غیرعربو) باندې د امویانو فشار او د موالیو څخه د اهل بیتو ملاتړ د امام ابوحنیفه رحمه الله مینه له هغو سره لا زیاته کړه. امام ذهبي رحمه الله په خپل کتاب “سیر اعلام النبلاء” کې د دې مینې په اړه داسې روایت کوي: «یوه ورځ ابوحنیفه رحمه الله د مدینې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ویل. څو کسان د هغه شاوخوا ناست وو او نور ولاړ وو. په دې وخت کې يې وليدل چې امام جعفر صادق رحمه الله د خلکو په منځ کې ولاړ دی، نو هغه ورته وویل: زما لپاره مناسبه نه ده چې کښېنم په داسې حال کې چې تاسو ولاړ یاست.»
امام ابوحنیفه رحمه الله د هشام بن عبدالملک د خلافت په وخت کې د زید بن علي د پاڅون ملاتړ وکړ. ځینې سرچېنې حتی د زید په پاڅون کې د هغه د ګډون او مالي ملاتړ او د خلکو هڅول له هغه سره د یو ځای کېدو خبر ورکوي. هغه وخت امام ابوحنیفه رحمه الله ۴۲ کلن و او د خپل استاد حماد بن ابي سلیمان له وفات وروسته یې په کوفه کې د اهل رأی مکتب مشري په غاړه اخیستې وه.
امويانو د زيد له پاڅون څخه د امام ابوحنيفه رحمه الله په ملاتړ خبر شول او له اهل بيت سره يې د علاقې د ازمويلو او د خپل ضعف په وخت کې د لويو فقهاوو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د کوفې والي يزيد بن عمر بن هبيره، امام ابوحنيفه رحمه الله ته د قضاوت وړاندېز وکړ. خو امام رحمه الله ونه منله او د دې انکار په وجه به هره ورځ لس دُرې وهل کېده. دغه حالت دې ته اړ کړ چې کوفه پرېږدي او مکې ته هجرت وکړي، چې هلته تر ۱۳۲ هجري (۷۵۰ میلادي) کال یعني د عباسي حکومت تر جوړېدو پورې پاتې شو.
امام ابوحنیفه رحمه الله په پیل کې د عباسي حکومت ملاتړ کاوه، خو د امویانو د طریقو په تکرار سره یې د هغوی ملاتړ څخه لاس واخیست. د امام حسن مجتبی رضي الله عنه له اولادې څخه د محمد بن عبدالله (چې په نفس زکیه مشهور و) او د هغه د ورور ابراهیم بن عبدالله د پاڅون پر مهال امام ابوحنیفه رحمه الله څرګند دریځ خپل کړ، چې عباسي خلیفه ابوجعفر منصور یې په غوسه کړ.
نفس زکيه په مدينه کې راپورته شو او خپل ورور ابراهيم يې بصرې ته ولېږه، چې هغه وتوانېده چې د بصرې، اهواز، فارس او واسط ونیسي او کوفې باندې یې بريد وکړ. د عباسيانو له هڅو سره- سره چې دغه پاڅون د ځپلو لپاره یې د بېلابېلو چمونو او جګړو وروسته بالاخره دغه پاڅون په شا وتمباوه.
امام ابوحنيفه رحمه الله ابراهيم ته څلور زره درهم ولېږل او د ابوجعفر منصور پوځي قوماندان حسن بن قحطبه يې له عبدالله (نفس زکيه) سره له جګړې منع کړل. دا عمل د منصور له سترګو پټ نه شو او د دې لامل شو، چې منصور له امام څخه غچ واخلي او له همدې امله یې د قضاوت وړاندیز ورته وکړ. د بېلابېلو روايتونو له مخې د امام ابوحنيفه رحمه الله او منصور خبرې او د امام ځواب د امام صاحب زړورتيا او د عباسيانو له اقداماتو څخه د هغه سخت غوسه توب څرګندوي. د يو روايت له مخې امام ابوحنيفه رحمه الله دا فيصله ونه منله او په نتيجه کې يې په بند او دُرو وهلو محکوم شو او بالاخره په زندان کې وفات شو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[1] د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله انقلابي او سیاسي دریځونه، ص ۴۸


