Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)
متفرقه شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)
د نوي الحاد عقل‌پالنه
په تېره برخه کې عقل‌پالنه، د عقل‌پالنې ماناوې او استعمال د نوي الحاد د یوه مهم بنسټ په توګه وڅېړل شول. د عقل‌پالنې د درېیو مهمو ماناوو او استعمال له څېړلو وروسته، دې پوښتنې ته رسېږو چې معاصر ملحدان د خدای‌باورۍ پر وړاندې عقل‌پالنه په کومه مانا کاروي؟ ایا له عقل‌پالنې د دوی موخه د تجربه‌پالنې ردول دي، که د سنت نفي، او یا هم د دیني لارښوونو عقلاني څېړنه؟
هغه معاصره عقل‌پالنه چې ملحدان استفاده ترې کوي د یوه داسې هر اړخیز نړۍ‌لید د رامنځته لپاره په وسیله بدله شوې ده چې هڅه کوي پرته له دې چې متافزیکي یا دودیزو مفاهیمو ته مراجعه وکړي، د نړۍ انځور وړاندې کړي. دا تګلاره یو ډول «ځان‌بنسټه عقل» (عقل خودبنیاد) تبلیغوي، چې ادعا کوي یوازې د عقل او تجربوي معلوماتو پر بنسټ کولای شي هر څه تشریح کړي. په دې مسیر کې، دین د یوه فلسفي سیال په توګه نه، بلکې د خپلواک عقل پر وړاندې د یوه خنډ په توګه معرفي کوي.
د دوی له ویناوو او اثارو څخه په ډاګه کېږي چې له یادې اصطلاح څخه د دوی موخه نه د تجربې‌پالنې پر وړاندې درېدل دي او نه هم د دین عقلاني تفسیر وړاندې کول؛ بلکې د دوی اساسي هدف د دین او سنت پر وړاندې مبارزه ده.
عقل‌پالنه د تجربې‌پالنې د نفي په مانا، یوه ژوره فلسفي موضوع ده چې له دکارت، سپینوزا او د هغوی له همفکرانو، او همدارنګه له لاک، هیوم او د هغوی له پلویانو سره تړاو لري، او له نویو ملحدانو او خداناباورانو سره چې لازماً د یوه بشپړ فیلسوف په څېر افکار نه لري، مستقیم تړاو نه پیدا کوي.
د دین د عقل‌محوره تفسیر بحث هم یو درون‌دیني بحث دی. له درون‌دیني بحث موخه د دین په چوکاټ کې د دین عقل‌محوره تفسیر دی؛ او له هغو خداناباورانو سره، چې عموماً له دیني باورونو انکار کوي  اړیکه نه لري. په همدې اساس، یوازینی مانا چې له خداناباورانو سره تړاو پیدا کوي او عقل‌پالنه په همدې مانا کاروي، د عقل‌پالنې دویمه مانا ده، یعنې له سنت سره مخالفت. د نویو ملحدانو په ویناوو او لیکنو کې ګڼ داسې شواهد شته چې همدا ادعا تاییدوي.
داوکینز دیني باور له وطن‌پالنې سره پرتله کوي. د هغه په اند، وطن‌پالنه یا له قومي ډلې سره مینه هم کولای شي نړۍ د افراطیت د ځانګړې نسخې له مخې ګډوډه کړي. خو دیني ایمان هغه پیاوړی عامل دی چې د عقلاني محاسبې بهیر متوقف کوي او ډېری وخت داسې ښکاري چې پر نورو ټولو شیانو غلبه لري.
له دیني سنت سره د نوي الحاد اصلي ستونزه  په حقیقت کې د نوي الحاد له معرفتي سرچینې سره تړاو لري. د دې لیدلوري پر اساس دیني باورونه د «د تولد د جغرافیې د تصادف» او په غیرعقلاني ډول د کلتور د انتقال محصول ګڼل کېږي، چې له معاصرو عقلاني معیارونو (ازمون‌پذیری‌ او ابطال‌پذیری) سره سازګار نه دي. له همدې امله، د هغې عقل‌پالنې له مخې چې ادعا یې کېږي د هر هغه معرفت پر وړاندې چې سنتي او تاریخي رېښه لري تر ډېره سلبي او نقادانه دریځ لري، د سنت محتوا ورته مهمه نده.
د داوکینز په اند یې لامل تر ډېره هغه غولونکې وعده ده چې وایي «مرګ د ژوند پای نه دی او جنت ځانګړی جلال لري.» خو تر یوه بریده یو بل لامل دا هم کېدلی شي چې د دین ماهیت له پوښتنې او عقلاني نقد سره سازګار نه دی.[1]
داوکینز په بل ځای کې دیني باورونه د «شر» په توګه مطرح کوي، ځکه د ده په باور دیني باورونه هیڅ ډول توجیه او استدلال نه لري. د هغه په اند دیني ایمان ډېر خطرناک کېدای شي او د یوه بې‌ګناه او زیان‌منونکي ماشوم په ذهن کې په  قصدي ډول د دیني عقیدې کرل یوه لویه تېروتنه ده.[2]
داوکینز له ستونزو سره د مقابلې په برخه کې د دیني لارښوونو په مقابل کې په کلکه پر علم او د انسان د وړتیاوو پر ځواک باور لري. د ده د انګېرنې له مخې، علم هغه کوچنۍ کړکۍ ده چې په مرسته یې کولای شو د احتمالاتو پراخ ډګر ته نظر واچوو.[3]
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، داوکینز چې د نوي الحاد له مخکښو څېرو څخه دی، خپلو څرګندونو کې د«عقلاني محاسبې»، «د دین د استدلال‌ناپذیری دعوه»، «د دیني باور خطرناک والی» او «پر علم د باور» په څېر مفاهیمو باندې ټینګار کوي. نوموړی هڅه کوي چې خدای‌باوري له همدې زاویې تر نقد لاندې راولي.
له بلې خوا، موږ پوهېږو چې دا ټول هغه څه دي چې عقل‌پالنه د سنت د رد په توګه ټینګار پرې کوي. نو په همدې اساس، د دغو دواړو ټکو له یو ځای کولو سره دې پایلې ته رسېږو چې داوکینز یو عقل‌پال دی او هڅه کوي چې له همدې لیدلوري خداباوري له ننګونو سره مخ کړي.
له همدې امله، د وړاندې شوو شواهدو پر بنسټ ویلای شو چې د نوي الحاد له نظره عقل‌پالنه نه د تجربې‌پالنې نفي ده او نه هم د دیني لارښوونو عقلاني ارزونه؛ بلکې عقل‌پالنه دلته د دیني سنت د نقد او رد په مانا کارول شوې ده.
همدا ادعا شوی عقل د «عقلاني محاسبې»، «استدلال‌پذیری» او «پر علم د باور» په څېر معیارونه وړاندې کوي او هر هغه څه چې له دې چوکاټ څخه بهر تعریف شي- لکه د ماورايي چارو اړوند باورونه او هغه دیني لارښوونې چې له سنت څخه راټوکېدلې دي—بې‌اعتباره ګڼي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1] Dawkins، 306.

[2] هماغه، 309.

[3] هماغه، 374.

الحاد الحاد او نقد نوی الحاد نوی الحاد د نقد په تله کې
Previous Articleکپیټالېزم (برخه :۱۳)
Next Article قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)

اړوند منځپانګې

متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD5 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸) خرما، روژه او تغذیه؛ د…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD3 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷) د نوي الحاد…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټالېزم (برخه :۱۳)

پنجشنبه _9 _اپریل _2026AH 9-4-2026AD8 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي کپیټالېزم (برخه :۱۳) د کپیټالېزم هغه فردي پایلې چې د ټولنیزو…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۳)

چهارشنبه _8 _اپریل _2026AH 8-4-2026AD11 Views

لیکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۳) په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه (دوام) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.