لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۸)
د لوېدیځ تمدن هغه برخې چې له اسلامي تمدن څخه اغېزمنې شوې دي
د تمدنونو د رامنځته کېدو په برخه کې د پام وړ خبره دا ده چې هر نوی تمدن د پخواني تمدن پر بنسټ رامنځته کېږي او تکیه پرې کوي. هېڅ تمدن له صفري نقطې څخه نه پیلېږي. همدا وجه ده چې اسلامي تمدن پر وروسته راټوکېدلي نوي اروپایي تمدن او د نوموړي په رامنځته کېدلو لوی او ژور اغېز پرېښی دی.
په اروپا کې د اسلامي تمدن اغېز پراخ، هر اړخیز او ژور و او د ژوند په بېلابېلو برخو یې سیوری غوړولی و. تر دې چې د اروپایانو د ژوند ټولې برخې یې تر پوښښ لاندې راوستي، لکه عقیده، علمي اړخونه، ژبه، ادب، حقوقي، ټولنیزې، سیاسي او ګڼې نورې خواوې.
(الف) د عقیدې او تشریع برخه
اسلام په داسې یوه ټولنه او نړۍ کې د توحید عقیده مطرح کړه چې د شرک او بت پرستۍ فضا پرې حاکمه وه. اسلام الله جل جلاله یو، له جسم والي او هر ډول عيب څخه پاک وباله، انسان یې د بل هر ذات له بندګۍ ازاد کړ او د انسان او الله تعالی تر منځ یې هر ډول روحاني منځګړی ختم کړ. کله چې نړۍ، په ځانګړي ډول د اروپا د رنسانس په دوره کې د دې سپېڅلې عقیدې له حقیقت څخه خبره شوه، نو د هر دین پیروانو هڅه وکړه چې په خپل دیني نظام کې موجود شرکي عناصر، د شرک نښې، بت پرستانه رواجونه او دودونه داسې تعبیر او تاویل کړي چې له اسلامي توحید سره نږدې او ورته ښکاره شي.[۱]
«احمد امین» وایي: «په نصاراوو کې داسې تمایلات پیدا شول چې د اسلام څرګند اغېز پکې لیدل کېږي. د هغوی له جملې کولای شو په اتمه میلادي پېړۍ (دويمه او درېیمه هجري پېړۍ) کې په «سبتمانیه» سیمه کې له هغه خوځښت څخه یادونه وکړو چې خلک یې د کشیشانو پر وړاندې له اعتراف (confession) کولو څخه منع کول. دوی به ویل چې کشیشان هېڅ حق نه لري، انسان باید یوازې له الله تعالی څخه د بښنې غوښتنه وکړي. د دې لپاره چې په اسلام کې کشیشان، راهبان او احبار نشته نو د اعتراف دود هم پکې نشته.»
همدارنګه «یو بل خوځښت هم را وټوکېده چې د دیني انځورونو او مجسمو د ماتولو لپاره یې مبارزه کوله او دې چارې هم د اسلام له اغېزو سرچینه اخیسته. تر دې چې په اتمه او نهمه میلادي پېړۍ کې یوه مسیحي مذهبي ډله رامنځته شوه چې د انځورونو او مجسمو تقدیس یې ردوه. د روم امپراتور «درېیم لیو» په (۱۰۸هـ ق / ۷۲۶م) کې فرمان ورکړ چې د انځورونو او مجسمو تقدیس دې منع شي او په (۱۱۲هـ ق / ۷۳۰م) کې یې بل فرمان صادر کړ چې د مجسمو راوړل یې د بت پرستۍ یوه بڼه وبلله. له دې وروسته «پنځم قسطنطین» او «څلورم لیو» هم همدا لاره غوره کړه.»
په همدې ډول د نصاراوو یوه داسې ډله رامنځته شوه چې د تثلیث عقیده یې په داسې ډول بیانوله چې توحید ته نږدې ښکارېده او د مسیح الوهیت یې ردوه. هر هغه څوک چې د اروپا د دیني تاریخ او مسیحي کلیسا تاریخ ته مراجعه وکړي، نو په اسقف محوه نظام کې به د مصلحانو او بغاوتکوونکو ترمنځ د اسلام عقلاني اغېز په څرګند ډول وویني. د تاريخ ليکونکو د اعتراف له مخې د «لوتر» په لوی اصلاح غوښتونکي دعوت کې سره له دې چې نیمګړتیاوې یې هم درلودې، خو د اسلام ځینې ښکاره بېلګې موجودې وې.[۲]
له همدې امله اسلامي عقیدې د خپل وضاحت او پاکوالي له امله د ډېرو غیر اسلامي وګړو پر عقایدو لوی او ژور اغېز پرېښود او د دې لامل شوه چې ډېری هغه مفاهیم چې د زمانې په تېرېدو سره په ټوله نړۍ کې د انحراف ښکار شوي وو، بېرته اصلاح شي.
(ب) د قوانینو برخه
د اندلس او نورو سیمه ییزو اسلامي مرکزونو له مدرسو سره د لوېدیځو زدهکوونکو اړیکې د دې لامل شوې چې د فقهې او تشریع ګڼ شمېر احکام د هغوی د ژبو برخه وګرځي. هغه وخت اروپا منظم نظام او عادلانه قوانین نه درلودل. د ناپلیون په زمانه کې کله چې نوموړی مصر ته راغی، د مالکي فقهې مشهور کتابونه فرانسوي ژبې ته وژباړل شول. له دغو لومړنیو کتابونو څخه یو یې «مختصر خلیل» و، چې وروسته د فرانسې د مدني قانون (Code Civil) هسته وګرځېده او د مالکي فقهې له احکامو سره یې ډېر ورته والی درلود.[۳]
«سیدیو» وايي: «مالکي مذهب زموږ د پام وړ دی؛ ځکه چې موږ افریقایي عربانو سره اړیکې لرو. د همدغو اړیکو له امله د فرانسې دولت د دکتر «بیرون» په نوم یو شخص وګماره چې «د خلیل بن اسحاق مختصر» (متوفی ۷۷۶هـ / ۱۳۷۴م) فرانسوي ژبې ته وژباړي.»[۴]
سره له دې اسلامي تمدن د اروپا د قانون په جوړښت کې هم خپله ونډه درلوده. د انګلستان مشهور تاریخ پوه «ولز» په خپل کتاب «ملامح تاریخ الانسانیة» کې لیکي: «اروپا خپل ډېری اداري او سوداګریز قوانین له اسلام څخه اخیستې دي.»[۵]
(ج) د علومو برخه
طب، درملجوړونه، ریاضیات، کیمیا، نور پوهنه، جغرافیه، نجوم او نور علوم په اروپایي تمدن کې د مسلمانانو ښکاره بېلګې وې. ډېرو لوېدیځو لیکوالو اعتراف کړی چې مسلمانان لږ تر لږه شپږ سوه کاله د اروپا استادان پاتې شوي دي! د پورته خبرې ښکاره نښې اروپایي ژبو ته د مسلمانو علماوو اثار ژباړل کېدل او لوېدیځو پوهنتونونو کې د تدریس د بنسټیزو سرچینو په توګه کارېدل دي. د بېلګې په توګه په داسې حال کې چې طبابت په اسلامي تمدن کې خپل اوج ته رسېدلی و، خو اروپایي کلیسا درملنه حرامه ګڼله او ناروغي یې د «خدای له لوري سزا» بلله! وروسته اروپایانو د ابن سینا او رازي له اثارو د طبابت واقعي علم زده کړ. د ابنسینا «القانون» په دولسمه پېړۍ کې وژباړل شو، څو څو ځله چاپ شو او د فرانسې او ایټالیا په پوهنتونونو کې د تدریس اساسي کتاب وګڼل شو.[۶]
د «پست یونسکو» مجلې د (۱۹۸۰م) کال په یوه مقاله کې لیکل شوي دي: «د ابن سینا کتاب «القانون» تر (۱۹۰۹م) کال پورې د بروکسل په پوهنتون کې تدریسېده.»
«اوسلر» وایي: «قانون د طب د تاریخ تر هر بل کتاب ډېر ژوند وکړ او یوازې د (۱۵) مې پېړۍ په وروستیو دېرشو کلونو کې له پنځلسو ځلو څخه زیات چاپ شو. ابن سینا په همدې توګه د لوېدیځ د علمي انقلاب بنسټ ایښودونکی شو چې په (۱۳) مې پېړۍ کې پیل او په (۱۷) مې پېړۍ کې بنسټیزې مرحلې ته ورسېده.»[۷]
همدارنګه د رازي «الحاوي» او «المنصوري» اثار د (۱۳) مې پېړۍ په پای کې وژباړل شول او د امريکا د پرینستون پوهنتون یوه ستره څانګه د رازي په نوم ونومول شوه.
«ثقل نوعي» (Specific Gravity) په برخه کې د ابوریحان البیروني څېړنو او د هوايي فشار او وزن په برخه کې د الخازني اختراعاتو د لوېدیځ پر علومو تل پاتې اغېز پرېښود. د مسلمانانو له دقیقو تلو او ازمېيښتي وسایلو څخه اروپا څو پېړۍ ګټه واخیسته.
د جابر بن حیان، ابنهیثم او خوارزمي اثار هم وژباړل شول او په اروپايي علمي مرکزونو کې د څو پېړیو لپاره بنسټیزې مراجع پاتې شوې.[۸]
«سیدیو» وایي: «جربرت، چې وروسته د «دويم پاپ سیلویستر» په نوم مشهور شو، د ریاضیاتو په برخه کې په اندلس کې ټول زده کړي شیان اروپا ته انتقال کړل. انګلیسي «او هیلارد» د شپږمې هجري پېړۍ پر مهال د اقلیدس کتاب ارکان له عربي څخه وژباړل. «افلاطون الطیقولی» د الاکر کتاب ژباړلی. «رودلف البروجی» د بطلیموس «جغرافیا» وژباړله. «لیونارد بیسي» د جبر رساله ولیکله چې له عربانو څخه یې زده کړې وه. «قیتلیون البولوني» د ابن هیثم کتاب «مناظر» ژباړلی. «جرارد الکرموني» د بطلیموس «المجسطی» وژباړه او د اصلي نجوم علم یې خپور کړ. «الفونس العاشر» عربي زیجات (نجومي جدولونه) خپاره کړل. په سیسیل (ایټالیا) کې د دويم فردریک په دربار کې عربي علوم او ادبیات تدریسېدل، د ابن رشد زامن په همدې دربار کې اوسېدل او طبعي علوم یې زده کول.»[۹]
له دې هر څه څرګندېږي چې مسلمانانو اروپایانو ته یوازې خپل علم نه دی انتقال کړی، بلکې هغوی یې له هغه یوناني میراث سره هم بلد کړي، چې دوی په بشپړ ډول ترې پردي شوي وو.
(د) د اسلامي صنعتونو برخه
د اسلامي صنعتونو له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه یو هم د کاغذ جوړولو صنعت و چې مسلمانانو یې تولید او کارول ټولې نړۍ ته خپاره کړل. له دې صنعت پرته نه علم پرمختګ کولای شو، نه د کتابت بهیر او نه اروپایي تمدن وده کولای شوه.
مسلمانانو د اتمې میلادي پېړۍ په نیمایي کې یو شمېر چینایي اسیران سمرقند ته راوستل چې د کاغذ جوړولو صنعت یې زده و. دې صنعت په سمرقند کې ډېره وده وکړه او د پنبې او کتان په ګډولو سره یې نوی، نرم او ښه کیفیت لرونکی کاغذ تولید کړ. وروسته د پاپیروس د لوړې بیې له امله همدا نوی کاغذ په پراخه کچه وکارول شو. تر دې چې عباسي خلیفه «منصور» حکم وکړ چې په دولتي دفترونو کې دې د پاپیروس پر ځای یوازې عام کاغذ وکارول شي. وروسته په بغداد، دمشق، طرابلس، فلسطین او مصر کې د کاغذ جوړولو کارخانې جوړې شوې او بیا دا صنعت لوېديځ، سیسیلي (صقلیه) او اندلس ته ولېږدول شو او په دې توګه اروپا له دې صنعت سره اشنا شوه. یاد صنعت لکه څنګه چې «زیګرید هونکه» وایي د بشري فرهنګ او روحي ژوند ستنه وګرځېده او هغه علم یې عام کړ چې مخکې یوازې د یوې ځانګړې طبقې په انحصار کې و.
بارسلونا او بلنسية ته راتلونکو زايرانو، سوداګرو او اروپایي زدهکوونکو د مسلمانانو د لوړکیفیت کاغذ له ځان سره لېږدوه. هونکه وایي: «کاغذ جوړونه د عربو ځانګړی مهارت و او دوی اوبیيز او باد چلېدونکي وسایل اروپا ته ولېږدول.»[۱۰]
همدارنګه قطب نما (مغناطیسي ستنه) د عربانو له لارې اروپایانو ته ورسېده، که څه هم ځینې یې د «فلاویو جیویا» په نوم یو ایټالیايي ته منسوبوي، خو هونکه دا نظر ردوي او وایي چې نوموړي دا وسیله له مسلمانانو څخه زده کړې وه. ډېری څېړونکي د قطب نما لومړنی عملي استعمال د عربانو کار بولي.[۱۱] پر اروپايي ژوند د دې وسیلې اغېز خورا زیات و.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1] ندوي، سید ابوالحسن، ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین، ص ۱۱۶، مکتبة الإیمان، المنصورة، قاهره، مصر.
[2] هماغه اثر، ص ۱۱۶؛ له «ضحی الإسلام» جلد ۱، ص ۱۶۴–۱۶۵ څخه په نقل.
[۳] من روائع حضارتنا، ص ۹۰
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۷۰۶
[۵] هماغه سرچینه
[۶] حضارة العرب، ص ۴۹۰
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۷۰۷
[۸] هماغه سرچینه
[۹] من روائع حضارتنا، ص ۸۲–۸۴
[۱۰] شمس العرب تسطع علی الغرب، ص ۴۵–۴۶
[۱۱] هماغه سرچینه


