لیکوال: عبدالحی لیان
د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د انسان د دیني اړتیاوو ارزونه (دویمه برخه)
ښوونکی/ ښوونکې
د دې څېړنې اصلي موخه د پوهې د ارزښت روښانه کول دي او د دې بحث یو له مهمو اصطلاحاتو څخه د ښوونکي کلمه ده، نو اړینه ده چې دا اصطلاح له لغوي او اصطلاحي اړخه وڅېړل شي، معاصر او اکاډمیک تعریف یې وړاندې شي او دې کلمې پورې نور اړوند نومونه او اصطلاحات تشریح شي.
الف: په لغت کې
د عربي ژبې لغتپوهان د ښوونکي کلمې لغوي معنا داسې وړاندې کوي:
-
مُعَـلِّم ( د «میم» په ضم د «عین» په فتح او د «لام» په تشدید) سره فاعل نوم دی، چې د روزونکي او ښوونکي په معنا دی.[1]
-
مُلهِم یا د نېکې لارې ښوونکی.[2]
-
هفه څوک چې نورو ته علمي یا عملي او مسلکي زدهکړه ورکوي.[3]–[4]
-
ښوونکی هغه څوک چې تدریس کوي.[5]
-
ښوونکی یعنې روزونکی هغه څوک چې د تدریسکوونکي، لارښود او استاد سره هممعنا دی او که د پخوانیو پوهانو له نظره وګورو؛ ښوونکی هغه څوک دی، چې د خپل عصر ټول علوم تر پوښښ لاندې راولي .[6]
د لغتپوهانو له پورته معناوو څخه څرګندېږي، چې ښوونکی د روزونکي، او لارښود په معنا دی.
ب : په اصطلاح کې
د (ښوونکي) اصطلاحي معنا له لغوي معنا سره یې ډېره نېږدې اړیکه لري؛ چې ځېنو د نظر خاوندانو یې په اړه داسې لیکلي:
-
ښوونکی هغه څوک چې نورو ته خیر ورسوي، خلک د هغه شاوخوا راټول شي (د هغه له پوهې او اخلاقو څخه ګټه پورته کړي).[7] داسې ښکاري چې دا معنا د حج له موسم (مَعـلَم)څخه اخیستل شوې ده، ځکه چې د حج په ورځو کې، د ټولې نړۍ مسلمانان له دې فریضې څخه د مادي او معنوي ګټې اخیستنې لپاره راټولېږي.[8]
-
ښوونکی په ښوونیز ډګر کې بنسټیز کس دی، چې د خپلو خبرو او کړنو له لارې زده کونکي اغیزمنوي.[9]
-
ښوونکی هغه څوک دی، چې د زده کړې په لومړۍ کچه (لومړنۍ، منځنۍ او عالي لېسه) کې تدریس کوي.[10]
-
د ښوونې او روزنې یو شمېر پوهانو لیکلي: ښوونکی/ ښوونکې د هغو نارینهوو او ښځینهوو له نومونو څخه دی، چې له ارزونې وروسته د ټاکلو شرائطو پر اساس په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې تدریس کوي .[11]
-
د ښوونې او روزنې ځینې نظرخاوندانو په خپل ژور لیدلوري سره لیکلي: ښوونکی، هغه څوک دی چې د خپلې پوهې له لارې په زدهکوونکو کې د فکري، بیداري، پېژندنې او پوهاوي وده رامنځته کوي، د دوی کړنې، احساسات او شخصیت د اسلامي لارښونو پر اساس روزي .[12]
-
ډاکټر علياکبر سیف ښوونکی داسې تعریفوي: ( هغه څوک چې له یو یا ډېرو زدهکوونکو سره داسې متقابل چلند کوي، چې په زدهکوونکي کې بدلون رامنځته کړي.) دا بدلون که معرفتي وي، نظریاتي وي او که مهارتي وي، ټول د ښوونکي له لوري یو هدفمند بدلون دی..[13]
-
د ښوونې او روزنې تخصصي قاموس (ترمینولوژي) د ښوونکي کلمه داسې تعریفوي: ښوونکی، چې ښوونیز او روزنیز پروګرامونه یې په بریالیتوب سره د ښوونکو په روزنیز مرکز یا اړوند پوهنتون کې بشپړ کړي، رسمي سند یې ترلاسه کړی وي او اصلي دنده یې په ټولګي کې تدریس کول وي، یا په دقیقه اصطلاح ( ښوونه او روزنه) یې اصلي دنده وي.[14]
د ښوونکي دا تعریف د لاندي دلایلو پر اساس یو جامع او اکاډمیک تعریف دی؛ ځګه:
-
معلمي د یو صلاحیت په توګه منل شوې، چې افراد یې له ترسره کولو ورووسته، د ښوونکي په نوم یادېږي؛
-
دغه راز یې په څرګنده ویلي، هغه څوک چې په یوه رسمي مرکز کې ښوونیز پروګرام په بریاليتوب سره بشپړ کړي، ښوونکی بلل کېږي؛
دغه عبارت (په ټولګي تدریس… د هغه اصلي دنده ده) څرګندوي چې د «ښوونکي» لقب لرل په مستقیم ډول د تدریس له پیل، عملي کولو او تعقیب سره تړاو لري، تر هغه چې ښوونکی د مسلکي پرمختګ مرحلې ته ورسېږي
ج: دښوونکي له کلمې سره ورته اصطلاحات
په علمي او اکاډمیک چاپېریال کې د ښوونکي له کلمې سره ورته اصطلاحات د دې لامل شوې، چې ځینې دغه کلمې ان دومره سره ګډې کړي، چې فکر کوې ټول یوه معنا لري؛ دا امر د دې اړتیا را منځته کوي، چې دا اصطلاحلات په واضحه توګه تشریح شي.
-
استاد
د استاد کلمه په دري کې د ماهر، مهارت او د مهارتدرلودونکي په معنا کارول کېږي [15] او په عربي کې دغه کلمه د «دال» حرف په «ذال» اوښتی او د استاذ په قسم راځي.
دا کلمه په اصل کې غیر عربي کلمه ده؛ ځکه چې په عربي کې هېڅکله د (ذال) حرف له (سین) سره یوځای نه راوړل کېږي، په داسې حال کې چې (مضمومه ) همزه ولري .[16]
د (تاج العروس) کتاب لیکول لیکي: د استاذ کلمه عربي نهده؛ ځګه چې دغه کلمه له اسلام څخه مخکې دور په شعرونو کې نه موندل کېږي. د دې کلمې استعمال هغه وخت په ټولنه کې ډېر عام شو، چې خلکو د خپلو محبوبینو د احترام لپاره و کاروله.[17]
په ځینې عربي هېوادنو کې د استاذ اصطلاح په پوهنتونونو کې یو عملي لقب دی [18] او هغه چا ته ورکول کېږي، چې په پوهنتون کې په تدریس او څېړنې بوخت وي.[19]
په افغانستان کې د دې کلمې د اکاډمیکو کارولو تر څنګ یې لغوي کارونه هم ډېره پراخه ده، په دودیزه توګه هر هغه څوک چې په یوه مسلک کې وړتیا ولري، استاذ ورته وایي.
-
لارښود
د لارښود کلمه د تفعیل له جوړښته اخېستل شوی فاعل نوم دی او په لغت کې ښوونکی او هغه چاته ویل کېږي، چې ډېر کتابونه لولي او تدریس کوي .[20]
په عامه او اکاډمیکه توګه، لارښود د پوهنتون هغه علمي لقب دی، چې په پوهنتونونو کې د دوکتورا او ماسټرۍ د رتبې ترلاسه کولو وروسته ورکول کېږي..[21]
په یو شمېر اسلامي هېوادونو په تېره افغانستان کې هغه څوک، چې په رسمي او خصوصي دارالعومو کې په ښوونه او روزنه بوخت وي استاد ورته ویل کېږي.
د دې ټولو تعریفونو په پام کې نیولو سره دې پایلې ته رسېږو چې: د ښوونکي لغوي معنا د استاد او لارښود په پرتله عمومي ده؛ [22] خو په تخصصي او اکاډمیک ډګر کې هره کلمه ځانګړې معنا لري.
متعلم
که څه هم خبره د پوهې د ارزښت په اړه ده او د زدهکوونکي کلمه هم له پوهې سره مستقیمه اړیکه لري؛ نو لاندې یې په لنډه توګه بیانوو.
افغانستان کې د (زدهکوونکي) اصطلاح اوسني استعمال په پام کې نیولو سره ویلی شو چې: زدهکوونکی هغه څوک دی چې په ټاکلي عمر کې، په دولتي او خصوصي ښوونځيو( لومړنۍ، منځنۍ او عالي لېسه) کې له ښوونیزو اصولو سره سم د ټاکل شوي نصاب له مخې په زدهکړه بوخت وي. دې ته ورته تعریف د ښوونې او روزنې په لغتنامه کې هم راغلی .[23]
دوام لري…
مخکنئ برخه
[1]. فیومی، احمد بن محمد بن علی. المصباح المنیر، دراسة و تحقیق: یوسف الشیخ محمد، بیجا، المکتبة العصریة، مادۀ (علم)، ج2، ص427.
[2]. زبیدی، محمد بن محمد بن عبدالرزاق، تاج العروس من جواهر القاموس، ماده (علم)، ج33، ص137.
[3]. عبدالحمید عمر، أحمد مختار، معجم اللغة العربیة المعاصرة، قاهره: عالم الکتب، چاپ اول، ج1، ص89.
[4]. از همین جهت کسیکه به حجاج بیت الله الحرام چگونگی ادای حج را آموزش میدهد «معلم» خطاب میکنند.
[5]. مصطفی، ابراهیم و دیگران، المعجم الوسیط، بیجا: دارالدعوة، بیتا، ج2، ص624.
[6]. دهخدا، علی اکبر، لغتنامه دهخدا، تهران: موسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، چاپ دوم، سال 1377، شماره14، ص21178.
[7]. نووی، ابو زکریا محیی الدین یحیی بن شرف، تهذیب الاسماء واللغات، بیروت: دارالکتب العلمیة، بیتا، ج4، ص192.
[8]. همان، ج4، ص192.
[9]. زیدان، محمد مصطفی، الکفایة الإنتاجیة للمدرس، جدة: دارالشروق، چاپ اول، 1981م، ص46.
[10]. عبدالحمید عمر، احمد مختار، معجم اللغة العربیة المعاصرة، قاهره: عالم الکتب، چاپ اول، 1429ه، ج2، ص1544.
[11]. مجدی عزیز، ابراهیم، معجم مصطلحات ومفاهیم التعلیم والتعلم، قاهره: عالم الکتب، 2009م، ص939.
[12]. رفاعی، مأمون وجیه احمد، ملخّصات حول التدریس وأسالیبه، فلسطین: جامعة النجاح الوطنیة، بیتا، ص1.
[13]. صافی، احمد، سیمای معلم، تهران: انجمن اولیاء و مربیان، 1398ش، ص21
[14]. عابدینی، احمد، واژهنامۀ تخصصی آموزش و پرورش، تهران: سادس، چاپ اول، 1393ش، واژه آموزگار، ص34.
[15]. دهخدا، علی اکبر، لغتنامه دهخدا، ج2، واژه (استاد).
[16]. فیومی، احمد بن محمد بن علی. المصباح المنیر، ماده (س ت ذ)، ج1، ص14.
[17]. همان، ج9، ص418.
[18]. «به گونۀ نمونه در برخی از کشورهای عربی رتبههای علمی دانشگاهی استادان عبارت است از «أستاذ مساعد»، «أستاذ مشارک»، «أستاذ کرسی»، «أستاذ مُبَرِّز» و «أستاذ زائر». «معجم اللغة العربیة المعاصرة»، عبدالحمید عمر، احمد مختار، ج1، ص89.
[19]. همان، ج1، ص89.
[20]. ابن منظور، محمد بن مکرم بن منظور الأفریقی، لسان العرب، ماده (درس)، ج6، ص79؛ مصطفی، ابراهیم و دیگران، المعجم الوسیط، ج1، ص279.
[21]. عبدالحمید عمر، احمد مختار، معجم اللغة العربیة المعاصرة، ج1، ص738.
[22]. نمر، علی السید اسماعیل، أحکام المعلمین فی الشریعة الإسلامیة، مصر: جامعة کفرالشیخ، 1441ه، ص55.
[23]. عابدینی، احمد، واژهنامۀ تخصصی آموزش و پرورش، واژۀ دانشآموز.


