Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (نولسمه برخه)
اسلامي علما پنجشنبه _12 _جون _2025AH 12-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله 

نولسمه برخه

۱. د سید جمال‌الدین افغاني تاریخي مأموریت او پر اسلامي تاریخ یې اغېزې
د سید جمال‌الدین افغاني تاریخي مأموریت د اسلامي نړۍ د معاصر تاریخ د بدلون یو له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي. د د مأموریت نه یوازې د اسلامي نړۍ په فکري او علمي ډګر اغېز کړی، بلکې په سیاسي ډګر کې یې هم دمحمد عبده او سعد زغلول  په څېر شخصیتونه تر خپل تأثیر لاندې راوستل. محمد عبده د تفکر په میدان کې او سعد زغلول د سیاسي مبارزې په میدان کې.
سید جمال‌الدین چې نوې او بدلون راوستونکې نظریې یې درلودې د دیني او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره یو مناسب بستر رامنځته کړ. محمد عبده، چې دده له وتلو زده‌کوونکو څخه و، د سید نظریات د دیني افکارو د ودې او علمي اصلاحاتو د پلي کولو په موخه په مصر او نورو عربي هېوادونو کې خپاره کړل.
همداراز سعد زغلول، چې د مصر له وتلو سیاسي څېرو څخه شمېرل کېږي، د سید جمال‌الدین د افکارو تر اغېز لاندې د ملي او استعماري ضد غورځنګونو په ډګر کې راڅرګند شو او د خپل هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ په برخه کې یې خورا مهم رول ولوباوه.
دا دوه څېرې په اسلامي نړۍ د سید جمال‌الدین د پراخو اغېزو دوه نمونه دي. سید جمال‌الدین نه یوازې د مسلمانانو په فکري نړۍ کې نفوذ وکړ، بلکې په سیاسي او ټولنیز ډګر کې یې هم تلپاتې اغېز درلود چې په معاصرو اسلامي خوځښتونو کې یې تر ننه نښې ترسترګو کیږي.
۲. د سید جمال‌الدین افغاني پېچلی شخصیت او ښکاره ځانګړنې
سید جمال‌الدین افغاني پېچلی او څو بُعدی شخصیت درلود، چې د ژوند په هر بُعد کې یې ځانګړې او بې‌سارې ځانګړنې لرلې. افغاني داسې سړی و چې متضاد صفات یې په ځان کې راټول کړي وو. له یوې خوا به یې د ستونزو او سختیو پر مهال له ډېر صبر او زغم څخه کار اخېست، او له بلې خوا به یې د ظلم او بې‌عدالتیو په وړاندې ډېر تند او تېز غبرکون ښکاره کاوه.
سید د خپلو هم‌فکرانو او ملګرو په وړاندې یو ساده‌ او خاکسار انسان و، خو د متکبرو پاچاهانو او مشرانو پر وړاندې هېڅکله له خپل حق څخه نه تېرېده. هغه په مختلفو موقعیتونو ښکاره کوله چې نه له څوکۍ او مقام وېره لري او نه هم د کوم ظالم او فاسد ځواک پر وړاندې تسلیمېږي.
همداراز، سید جمال‌الدین د پاک‌زړه او نېک‌نیت څښتن و، کله به یې هم د خپلو عقایدو په دفاع کې شک نه‌کاوه. د ژوند په ټولو پړاوونو کې یې د حق او حقیقت لټون کاوه او د ترلاسه کولو لپاره یې هېڅ ډول هڅه نه سپموله.
همدا ځانګړتیاوې د دې لامل شوې وې چې سید جمال‌الدین د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای ولري. له بلې خوا همدا ځانګړتیاوې کله ناکله د دې سبب هم کېدې چې له سختو مخالفتونو سره مخ شي. ملګرو او هم‌فکرانو به یې ویل چې د سید پر اصولو او نظریو باندې ټینګار، کله کله دده د اهدافو په لاسته‌راوړنه کې خنډ ګرځېده، او مخالفانو ته به یې زمینه برابره کړه چې له احتمالي کمزوریو یې ګټه پورته کړي.
په ځانګړي ډول د استعماري واکمنیو پر مهال او هغه وخت چې ډېری مسلمانان د استعمار له وېرې او ډار سره مخ وو، سید جمال‌الدین په ښکاره لهجه او بې‌ساري زړورتیا سره د اسلامي نړۍ ډېر مهم مسایل مطرح کړل او خلک یې د اصلاحاتو لور ته راوبلل.
۳. زړورتیا او پر اصولو ټینګار: د سید جمال‌الدین افغاني ښکاره ځانګړنې
له هغو خورا برجسته ځانګړنو څخه چې سید جمال‌الدین افغاني تر برخمن و، یوه یې د خپلو اصولو او عقایدو پر وړاندې ټینګه وفاداري وه. هغه نه یوازې د سختو نیوکو او مخالفتونو پر وړاندې نه تسلیمیده، بلکې په ډېرې زړورتیا او لوړ همت سره به یې د خپلو باورونو دفاع کوله.
سید پوره باور درلود چې یوازې په ریښتیني توګه د دیني او اخلاقي اصولو د مراعت کولو له لارې په ټولنه کې ژور اصلاحات رامنځته کیدلی شي. ده باور درلود چې د حق د لاسته راوړو لپاره باید له هېڅ ډول مشروع وسیلې څخه سترګې پټې نه‌شي، که دا چاره له زورواکو او استبدادي واکمنانو سره د مقابلې په مانا وي هم.
همدا دریځ و چې سید جمال‌الدین یې د اسلامي فکر په تاریخ کې په یوه اغېزناک او ټولمنلي شخصیت بدل کړ.
په عین حال کې دده ځینو ملګرو او نږدې کسان باور درلود چې د افغاني دا ډول دریځ کله ناکله په غیرمستقیم ډول دده د لا نورو پرمختګونو پر وړاندې خنډ ګرځېده. په ځانګړي ډول هغه مهال چې سید جمال‌الدین د استبداد او استعمار پر ضد مبارزه کوله، دده له لوري پر اصولو ډېر ټینګار د دې لامل کېده چې مخالفین یې همدا ځانګړنې د هغه پر ضد د نیوکو په توګه وکاروي.
سره له دې، سید هېڅکله له خپلو اصولو په شا نه شو، او تل یې د خپلو موخو د تحقق لپاره مبارزه کوله. همدا ځانګړنه وه چې هغه یې د اسلامي نړۍ د اصلاح‌غوښتونکو خوځښتونو له مخکښو شخصیتونو څخه وګرځاوه.
۴. د سید جمال‌الدین افغاني دیني دعوت او پر څېړونکو او دوښمنانو یې اغېزې
سید جمال‌الدین افغاني دیني دعوت د عقلاني او علمي اصولو پر بنسټ ترسره کاوه، خو دا دعوت د دې لامل شو چې له ګڼو ننګونو او بحثونو سره مخ شي. ده خپل دیني نظریات په داسې بڼه وړاندې کول چې ډېری مخالفان او ځینې څېړونکي به یې سختو نیوکو ته اړ کول.
سید هڅه کوله چې دیني مفاهیم د زمانې له علمي او ټولنیزو بدلونونو سره سم تفسیر کړي، خو دا نوې تفسیرونه د دې لامل شول چې ډېر دودیز او محافظه‌کار عالمان د هغه پر وړاندې ودریږي او له دیني اصولو په انحراف یې تورن کړي.
دې بحثونو او شخړو نه یوازې د سید جمال‌الدین علمي او دیني موقعیت تر اغېز لاندې راوست، بلکې دده مخالفینو له همدې اختلافونو څخه استفاده وکړه، څو د هغه شخصیت ته زیان ورسوي او حیثیت یې کمزوری کړي.
په حقیقت کې سید جمال‌الدین په زړورتیا او بې‌باکۍ سره د دیني تفسیرونو د بیاکتنې او همدارنګه د سیاسي او ټولنیز فساد پر ضد نیوکو ته دوام ورکړ، چې له امله یې د ډېرو پام ځان ته راواړاوه. همدا ځانګړتیاوې وې چې ځینو مخالفینو ته یې زمینه برابره کړه چې له هرې موقعې څخه دده د شخصیت د تخریب لپاره ګټه واخلي. خو دې ننګونو هیڅکله په اسلامي افکارو او ټولنیزو اصلاحاتو دده اغېز کم نه کړ.
ادامه لري…
Previous Articleد حج حکمت، فلسفه او اسرار (دیارلسمه برخه)
Next Article د حج حکمت، فلسفه او اسرار (څوارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (اتلسمه برخه)

جمعه _20 _جون _2025AH 20-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD6 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD6 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک نولسمه برخه امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD6 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه لومړۍ برخه سریزه:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.