لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د ابو حامد امام غزالي رحمهالله ژوند لیک
(نهمه برخه)
د امام غزالي رحمهالله له لوري د فلسفې جراحي: د فلسفي اصولو نقد او له هغوی سره تقابل
له فلسفې سره په مواجهه کې بدلون
له امام محمد غزالي رحمهالله د مخه، په اسلامي نړۍ کې د فلسفې پر وړاندې دریځ عموماً دفاعي و.
اسلامي متکلمینو که څه هم هڅه کوله چې د فلسفي افکارو په مقابل کې له دیني عقایدو ساتنه وکړي، خو د فلسفې د بنسټیزو اصولو مستقیم نقد او پر هغوی برید ته یې چندان توجه نه وه کړې.
فلسفې همیشه د الهیاتو په برخه کې په اسلامي اصولو حمله کوله، او د علم کلام عالمانو پرته له دې چې فلسفي بنسټونه په جدي ډول چیلنج کړي یوازې یې دفاعي دریځ غوره کاوه.
امام غزالي رحمهالله لومړنۍ متفکر و چې دا معادله یې بدله کړه. هغه نهیوازې فلسفه ژوره مطالعه کړه، بلکې د هغې ریښې یې هم وننګولې او ویې ښوده چې د فلسفې ګڼ بنسټونه د ضعف، تناقض او ناسمو استدلالونو ښکار دي. هغه تر هر څه لومړۍ د «مقاصد الفلاسفه» په لیکلو سره د فیلسوفانو نظریات په بېطرفانه ډول مطرح کړل، ورپسې یې د «تهافت الفلاسفه» په تألیف سره د فلسفې تر ټولو ستر نقد وړاندې کړ. دا اقدام د اسلامي تفکر په تاریخ کې د پام وړ نقطه ګڼل کېږي، ځکه چې فلسفه نهیوازې د متهم په توګه مطرح شوه، بلکې د هغې بنیادونه تر یوه ژور او علمي نقد لاندې راغلل.
-
مقاصد الفلاسفه: تر نقد د مخه په بېطرفانه ډول د فلسفې معرفي
امام غزالي رحمهالله د فلسفې پر وړاندې د مؤثرې مقابلې لپاره پرېکړه وکړه چې لومړۍ فلسفه په بې طرفانه ډول او څنګه چې په وقعیت کې ده همغسې معرفي کړي.
هغه په خپل کتاب مقاصد الفلاسفه کې، د فلسفې د ردولو لپاره بیړه و نه کړه، لومړی یې په روښانه توګه د فلسفې اصول بیان کړل. هغه له دې کار څخه دوه موخې درلودې:
-
د خپل علمي تسلط اثبات: امام غزالي رحمهالله وښوده چې د فلسفې نقد یې د ناپوهۍ یا تعصب له مخې نه، بلکې د ژورې مطالعې او دقیقې ارزونې پایله ده.
-
د فلسفي مغالطو خنثی کول: فیلسوفانو ادعا کوله چې متکلمان له دې امله فلسفه ردوي چې د فلسفې حقیقي مفهوم یې نهدی درک کړی. امام غزالي رحمهالله د مقاصد الفلاسفه په لیکلو سره دا ادعا باطله کړه.
امام غزالي په دې کتاب کې د منطق، الهیاتو، او طبیعاتو په برخو کې مهم بحثونه په لنډ او بېطرفانه ډول تشریح کړل. هفه په دې اثر کې واضح کړه چې ریاضيکي علوم په خپل ذات کې د مخالفت وړ نه دي، بلکې اساسي ستونزه د فلسفې او اسلامي الهیاتو ترمنځ تقابل دی.
امام غزالي رحمهالله دا هم روښانه کړه چې که څه هم منطق ځینې نیمګړتیاوې لري، خو د اختلافاتو اصلي رېښه په الهیاتو او مابعدالطبیعه (متافزیک) کې ده، چیرې چې فلسفه په مستقیم ډول له دیني عقایدو سره ټکر پیدا کوي.
-
تهافت الفلاسفه: پر فلسفي بنسټونو بېسارې حمله
د مقاصد الفلاسفه تر لیکلو وروسته، امام غزالي رحمهالله یو بل لوی او بېساری اثر، تهافت الفلاسفه (د فیلسوفانو تناقضات) ولیکه. دا کتاب د اسلامي تفکر په تاریخ کې له څو اړخونو بې ساری و:
-
دا لومړنی علمي اثر و چې فلسفه یې له د ننه څخه، د فلسفي بنسټونو په اساس نقد کړه؛
-
د یقیني او قاطع استدلال له لارې، یې فیلسوفان وننګول او د هغوی له کمزورتیاوو یې پرته پورته کړه؛
-
د علم کلام تدافعي موقف یې بدل کړ او پر فلسفه یې مستقیمه حمله وکړه.
امام غزالي رحمهالله په دې کتاب کې د الهیاتو او متافزیک (مابعدالطبیعه) په برخه کې شپېته اساسي مسئلې مطرح کړې او ثابته یې کړه چې فلاسفه په دې مسئلو کې تناقضګویي او منطقي تېروتنې لري. هغه دا هم وښوده چې د دوی ډېری ادعاوې پر حدس او ګمان ولاړې دي او د قطعي برهان پیاوړې شواهد نه لري.
-
په تهافت الفلاسفه کې قاطع او بېپروا لهجه