Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»شل ویناوې، شل روښانه څېرې (یوولسمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _19 _فبروري _2025AH 19-2-2025AD

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو نصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (یوولسمه برخه)

د شیخ عزالدین رحمه الله بې‌سارې زړورتیا د زورواکو په مقابل کې
د شیخ عزالدین رحمه الله په ژوند کې یوه مهمه او حیرانوونکې پېښه د سلطنت د امیرانو لیلام وو. شیخ استدلال وکړ، چې دا امیران ترکي نژاد لري او د مصر د پاچاهۍ پر چارو مسلط شوي، خو شرعاً غلامان دي او د مسلمانانو د خزانې برخه جوړوي، ځکه دوی په شرعي توګه آزاد شوي نه دي.
په همدې اساس، شیخ فتوا ورکړه، چې تر څو دوی شرعاً آزاد شوي نه وي، له هغوی سره هر ډول معامله او سوداګري باطله ده. د دې فتوا له امله، خلک له دغو امیرانو سره د راکړې ورکړې څخه ډډه وکړه، چې په پایله کې یې ګڼې ستونزې، ګډوډي او اضطراب رامنځته شو.
د شیخ پر ضد د امیرانو عکس‌العمل
امیران په یوه غونډه کې سره راټول شول او شیخ ته یې بلنه ورکړه، څو وپوښتي، چې د دې فتوا موخه یې څه ده؟ شیخ په ځواب کې وویل، پلان لري، چې یوه غونډه جوړه کړي، دوی د بیت المال په استازیتوب لیلام کړي او شرعاً یې آزاد کړي.
امیرانو دا خبره سلطان ته ورسوله او شکایت یې وکړ، چې شیخ غواړي د دوی سپکاوی وکړي، ځکه یې غواړي په بازار کې وپلوري. سلطان هڅه وکړه، چې شیخ له دې پرېکړې راوګرځوي، خو شیخ په خپله فتوا ټینګار وکړ.
د دې خبرو په جریان کې، سلطان د شیخ په وړاندې ناوړه الفاظ وکارول او آن پوښتنه یې وکړه: «دا ستاسو سره څه تړاو لري؟ ولې د امیرانو په چارو کې مداخله کوئ؟»
د شیخ هجرت او د خلکو غبرګون
شیخ د سلطان له دې خبرې خپه شو او پرېکړه یې وکړه، چې له مصر څخه هجرت وکړي. هغه خپل د کور سامان پر اوښ بار کړ، خپل ماشومان یې په اوښ سپاره کړل، او له ښار څخه روان شو.
کله چې د شیخ د هجرت خبر د قاهرې خلکو ته ورسېد، دوی په غوسه شول او داسې ښکارېده، لکه چې ښار په ماتم کې ډوب وي.
عالمان، صالحان، سوداګر، او عام مسلمانان چمتو شول، چې له شیخ سره ووځي. سلطان ته وویل شول، که شیخ له مصر څخه ووځي، دا به د ده د سلطنت د پای ته رسېدو مانا ولري.
د سلطان بښنه غوښتل
بالاخره، سلطان پخپله پر آس سپور شو او د شیخ پسې روان شو. شیخ یې ودرولو، بښنه یې ترې وغوښته، او هڅه یې وکړه، چې هغه بېرته مصر ته راستون کړي.
په پای کې، پرېکړه وشوه، چې شیخ به پخپله دا امیران لیلاموي.
د نائب سلطان هڅه او ناکامي
نائب سلطان له دې پرېکړې ناخوښ و. لومړی یې هڅه وکړه، چې شیخ په نرمو خبرو قانع کړي، خو شیخ ونه منله. نائب په غوسه شو او ویې ویل:
«شیخ څنګه کولی شي موږ وپلوري، په داسې حال کې چې موږ د هېواد واکمنان یو؟! په خدای قسم، زه به یې غاړه د تورې سره پرې کړم!»
نائب سلطان له خپلو سرتېرو سره وسله راواخیسته، توره یې په لاس کې ونیوله، او د شیخ د کور پر لور روان شو.
د نائب سلطان د غوسې پر ځای وېره
کله چې نائب سلطان د شیخ کور ته ورسېد، دروازه یې وټکوله. د شیخ زوی بهر راووت او ویې لیدل، چې نائب سلطان له تورې سره ولاړ دی. هغه ژر پلار ته خبر ورکړ.
شیخ په پوره بې‌پرواۍ وویل:
«داسې سعادت به دې پلار ته په نصیب نه شي، چې د الله تعالی په لاره کې شهید شي.»
شیخ له کوره بهر راووت. کله چې نائب سلطان شیخ ولید، نو بدن یې لړزېدل پیل کړل، توره یې له لاسه ولوېده، او ژړل یې پیل کړل.
نائب سلطان له شیخ څخه د دعا غوښتنه وکړه، او ویې ویل:
«ښاغلیه، تاسو غواړئ څه وکړئ؟»
شیخ وویل: «زه غواړم تاسو لیلام کړم او وپلورم.»
نائب سلطان وپوښتل: «څوک به زموږ قیمت ترلاسه کړي؟»
شیخ وویل: «زه پخپله.»
د امیرانو پلورل او بېرته آزادول
نائب سلطان قبول کړه، او شیخ دوی هر یو لیلام کړل. د نه ذلیل کېدو لپاره، یې د دوی قیمتونه لوړ کړل، خرڅ یې کړل، او د هغوی بیه یې د مسلمانانو د ګټې لپاره په خیریه کارونو کې ولګوله.
له آزادېدو وروسته، دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
د ابن سبکي تبصره
ابن سبکي لیکي:
«موږ د بل چا په اړه داسې پېښه نه ده اورېدلې. د علماوو دغه عظمت او رعب بې‌ساری دی.»
د شیخ عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله اخلاقي ځانګړنې
شیخ عزالدین رحمه الله د علم، فضل، وقار، او حیا له پلوه یو بې‌ساری شخصیت و. هغه سخي او زړور و او د خلکو سره یې له احسان کولو خوند اخیست.
قاضي القضاة بدرالدین وايي، لکه څنګه چې ابن جماعه هم روایت کړی:
«کله چې شیخ په دمشق کې اوسېده، سخته قحطي راغله. په هماغه وخت کې، باغونه په خورا ارزانه بیه پلورل کېدل. د شیخ مېرمنې هغه ته له خپلو زیورونو څخه یو زیور ورکړ او ویې ویل:
“په دې زیور یو باغ واخله، تر څو د اورښت په موسم کې هلته ژوند وکړو.”
شیخ رحمه الله زیور وپلوره، خو د پیسو پر ځای یې هغه غریبانو ته وویشلې. مېرمنې یې وپوښتل:
“تا باغ واخیست؟“
شیخ وویل:
“هو، خو په جنت کې! کله مې چې ولیدل خلک په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، دا مې په هغوی وویشله.”
مېرمنې یې په ځواب کې یوازې دومره وویل:
“جزاک الله، ښه دې وکړل.”
سخي‌توب او زهد
قاضي القضاة رحمه الله وایي:
“شیخ حتی د سختې بې‌وزلۍ پر مهال هم سخي و. که به یې هیڅ نه لرل، د خپلې پګړۍ یوه ټوټه به یې پرې کړه او سوالګر ته به یې ورکړه.”
شیخ نه یوازې د سلاطینو او امیرانو په وړاندې صادق او حق‌ویونکی و، بلکې خپل ځان یې هم تل محاسبه کاوه.
ابن سبکي او سیوطي رحمهما الله روایت کوي:
“یو ځل، شیخ په مصر کې د فتوا په صادرولو کې خطا شو. کله چې پوه شو، سمدستي یې په ښار کې اعلان وکړ:
“هر څوک چې د ابن عبدالسلام پخوانۍ فتوا لري، باید پرې عمل ونه کړي، ځکه چې هغه ناسم وه.”
د شیخ عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله تالیفات
شیخ یوه تجربه لرونکی مدرس، پراخ‌فکره فقیه، او تکړه مفتي و. د لیکلو او تألیف تجربه یې هم درلوده.
د هغه له مهمو تالیفاتو څخه “القواعد الکبری“ او “مجاز القرآن“ ځانګړی ارزښت لري.
ابن سبکي لیکي:
“دا دوه کتابونه د شیخ د لوړ مقام او علمي امامت څرګندونه کوي.”
شیخ د دغو آثارو منځپانګه په دوو نورو کتابونو کې هم لنډه کړې ده:
  • “شجرة المعارف“
  • “الدلائل المتعلقة بالملائکة و الإنس علیهم السلام“
دا دواړه کتابونه ډېر مشهور دي.
همدارنګه، د شیخ بل کتاب “مقاصد الصلوة“ په خپل وخت کې ډېر محبوب و. خلکو په زرګونو نسخې له هغه کتاب څخه لیکلې، ځکه چې د چاپ امکانات نه وو.
د شافعي فقهې په اړه، شیخ د فتواوو یوه ارزښتناکه ټولګه هم پرېښې ده.
د احکامو فلسفه او د فقهي علم وده
له امام غزالي رحمه الله وروسته، شیخ عزالدین بن عبدالسلام هغه عالم و، چې د احکامو فلسفه یې وڅېړله او د الهي اوامرو رازونه او حکمتونه یې بیان کړل.
د اسلامي علومو ستر عالم، شاه ولی‌الله محدث دهلوي رحمه الله، د خپل کتاب “حجة الله البالغة“ په سریزه کې د دې فن د پخوانیو لیکوالانو په نوملړ کې درې علما یاد کړي:
  1. حجة الاسلام امام غزالي
  2. ابوسلیمان خطابي
  3. شیخ الاسلام عزالدین بن عبدالسلام
د شیخ عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله وفات
شیخ عزالدین رحمه الله د ۹ جمادی الاولی، ۶۶۰ هـ ق کال، د ۸۳ کالو په عمر وفات شو. دا دوره د ملک ظاهر بیبرس د واکمنۍ سره سمون خوري.
حاکم د شیخ له مړینې ډېر متاثر شو او ویې ویل:
“د هغه مړینه زما د واکمنۍ پر مهال مقدر شوې وه.”
د شیخ د جنازې په لمانځه کې:
  • ټولو دولتي شخصیتونو،
  • حکومتي وزیرانو،
  • سلطان خادمانو،
  • او د پوځ مشرانو ګډون وکړ.
سلطان د شیخ د جنازې تابوت پر اوږه کېښود او پخپله یې په جنازه کې ګډون وکړ.
د ملک ظاهر بیبرس اعتراف
کله چې د شیخ جنازه د سلطان د ماڼۍ مخې ته تېره شوه، سلطان د خلکو لویه ګڼه ګوڼه ولیده.
هغه خپل یو خادم ته وویل:
“اوس پوه شوم، چې زما سلطنت څومره پیاوړی و.
دا ستر انسان، چې د خلکو دومره محبوب و، که یې یوه اشاره کړې وای، خلک به مې له واکه غورځولي وای!”
“اوس چې هغه وفات شو، پوه شوم چې هغه او د هغه پیروان له ما څخه راضي وو.”
د شیخ له مړینې وروسته، د اسلامي نړۍ غبرګون
علامه سبکي وايي:
“له هغې ورځې چې شیخ عزالدین رحمه الله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې،
اسلامي نړۍ په بشپړ ماتم کې ډوبه شوه، او هر چا ځان یتیم احساساوه.”
ملک ظاهر بیبرس به ویل:
“شیخ عزالدین به ویل: دنیا یو سیوری او خوب دی.”
سرچینې
  1. طبقات شافعي، علامه سبکي (۵ ټوک)
  2. النجوم الزاهرة (۷۲/۷)
  3. البدایة والنهایة (۱۳/۲۱۵)
  4. د اسلام جنګیالي، مفتي فرید (۲ ټوک)
  5. حسن المحاضرة (۲ ټوک، ۴۹ او ۱۴۲ مخ)
  6. د دعوت او اصلاح تاریخ (۴ ټوک)
Previous Articleامریکا کې د اسلام نفوذ (پنځمه برخه)
Next Article د افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.