Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (دولسمه برخه)
د امت مشران پنجشنبه _5 _دسمبر _2024AH 5-12-2024AD

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (دولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (دولسمه برخه)

 ملنګ صفته پاچا 
قاضي ابن شداد د سلطان د شخصیت او اخلاقي ځانګړتیاوو په اړه لیکي: سلطان صلاح الدین ایوبي د صحیح عقیدې او ټینګ ایمان څښتن و. د عقیدې له اړخه د اهل سنت والجماعت په مسلک ولاړ و. په لمانځه او نورو دیني دندو او واجباتو کې خورا ټینګ و. یو ځل یې ویلي و: ډېر کلونه تېر شول، ما هیڅکله هم له جماعت پرته لمونځ نه دی کړی. آن که ناروغ به و، د جومات امام به یې ځان ته غوښت او په ډېرو تکلیفونو سره به یې په جماعت لمونځ ادا کاوه.
په شپه کې به یې څومره چې ممکن و، نفل او تهجد لمونځ کاوه، او که به د تهجد فرصت نه و، د شافعي مذهب له مخې (ځکه چې هغه شافعي و)، د شپې د لمانځه قضا به یې له سباني لمونځ وړاندې ادا کاوه. په خپله وروستۍ ناروغۍ کې یې هم په ولاړه لمونځ کاوه، یوازې په هغو درېیو ورځو کې چې بې‌هوښه و، لمونځ یې قضا شو.
سلطان په خپل ټول ژوند کې دومره مال نه درلود چې د زکات نصاب ته ورسېږي. هغه خپل ټول عاید په صدقه او خیرات کې مصرفوه. د وفات پر مهال یې یوازې څلوېښت ناصري درهمه او یوه د سرو زره سکه پرېښودله. نه یې کور درلود او نه یې کرونده.
د رمضان میاشتې روژې به یې په خورا اخلاص، پرهېزګارۍ او شوق نیولې. څو روژې یې قضا شوې وې چې د قاضي فاضل په یاداښتونو کې ثبت وې. د وفات څخه مخکې یې د هغو ټولو روژو قضا وکړه، سره له دې چې ډاکټرانو له روژې نیولو منع کړی و. هغه په ځواب کې وویل: سبا څه سبا وي؟
د بیت الله شریف د حج کولو سخته هیله یې درلوده، خو دا ارمان یې پوره نه شو. په تېره بیا د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې یې د بیت الله سره مینه نوره هم زیاته شوې وه. هغه د قرانکریم د تلاوت اورېدو ته ډېره لېوالتیا درلوده. کله کله به یې خپلو ساتونکو ته امر کاوه چې دوه، درې، یا څلور برخې قرآن تلاوت کړي، او هغه به یې اورېد.
 د سلطان تواضع او د دیني شعائرو تعظیم 
سلطان ډېر متواضع، حلیم او نرم‌زړی انسان و. د قرانکریم د تلاوت په اورېدو به یې اوښکې بهېدلې، او د احادیثو اورېدو ته یې ځانګړې لیوالتیا لرله. هغه به په ځانګړي درناوي سره د احادیثو اورېدو مجلسونه جوړول او حاضرینو ته به یې امر کاوه چې په ډېر ادب سره کښېني. حتی د جګړې په ډګر کې به یې هم کله ناکله د احادیثو اورېدو وخت پیدا کاوه.
سلطان د دیني شعائرو خورا درناوی کاوه. هغه په ټولو حساسو او خطرناکو وختونو کې د الله جل جلاله لوري ته رجوع کوله او د دعا او عبادت له لارې به یې خپلې ستونزې هوارولې.
 د بیت المقدس د ازادۍ لپاره دعا 
 
یوه شپه، کله چې صلیبیانو د بیت المقدس د نیولو لپاره خپل لښکر راټول کړی و، سلطان ډېر غمجن او اندېښمن و. هغه له دې ځایه په وتلو رضا نه و. دا د جمعې شپه وه، د ژمي شپه، زه یوازې د هغه په خدمت کې وم. موږ دواړه ټوله شپه په ذکر او لمانځه بوخت وو. په دې حالت کې د سلطان پر مزاج وچه (قبض) غالب وه، او زه د هغه د ناروغېدو په اړه ډېر اندېښمن وم، ځکه چې هغه ټوله شپه ویښ و. ما ورته وویل: “راځه چې لږ استراحت وکړو.”
هغه په ځواب کې وویل: ښایي پر تا خوب غلبه کړې وي او ماته د استراحت نصیحت کوې؟
دا خبره یې وکړه او پاڅېد. یوه شېبه هم نه وه تېره شوې چې موذن د سهار د لمانځه اذان وکړ. لکه تل، زه د سهار لمانځه لپاره ورسره وم. کله چې مې هغه ولید، د لاسونو او پښو په لوندولو بوخت و. په لیدو مې یې وویل: زما سترګې یوه شېبه هم پټې نه شوې.
بیا هغه د سهار لمونځ وکړ. ما ورته وویل: “زما ذهن ته یوه ګټوره خبره راغلې ده. تاسو باید خدای ته په زارۍ او ژړا دعا وکړئ او یقین ولرئ چې خدای به دا ستونزه حل کړي.”
هغه وپوښتل: ترتیب یې څنګه دی؟
ما ورته وویل: “نن د جمعې ورځ ده. لومړی غسل وکړئ او بیا مسجدالاقصی ته لاړ شئ، چیرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه تشریف راوړی و. مخکې له دې چې جومات ته ننوځئ، په پټه صدقه وکړئ. بیا د اذان او اقامې ترمنځ دوه رکعته لمونځ وکړئ. په حدیث کې راغلي چې په دې وخت کې دعا قبلیږي.
کله چې سر په سجدې کښېږدئ، داسې ووایئ: ای خدایه! هیله او تمه له مادي او دنیاوي اسبابو څخه پرې شوې ده. اوس په دې حساس پړاو کې یوازې ستا په وړاندې سر په سجده کښېږدم، ستا پر رسۍ منګولې ښخوم، او یوازې پر تا توکل کوم. ته زما ملاتړی او مرستندوی یې. په یقین سره امید لرم چې ته به مې دعا قبوله کړې.”
سلطان زما مشوره ومنله او همداسې یې وکړل. زه د معمول په څېر د هغه څنګ ته په لمانځه ولاړ وم. ومې لیدل چې سلطان په سجده کې دی، او د لمانځه ځای یې له اوښکو لمده شوی و.
له دې وروسته د سلطان دعا قبوله شوه. د صلیبیانو په لښکر کې تفرقه او نفاق رامنځته شو. په یوه وروسته بل خوشحاله خبرونه راغلل. بالاخره د دوشنبې تر سهار پورې میدان په بشپړه توګه خالي شو، او یرغلګرو پوځ د بیت المقدس د نیولو اراده پرېښوده او رملې ته په شا شول.
ادامه لري… 
Previous Articleد “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (لسمه برخه)
Next Article د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک  (دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «دیارلسمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک «دوولسمه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «یوولسمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD5 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD9 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار څلورمه برخه حاجي امر ته…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.