لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلوېښتمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
د آخرت او امت په اړه فکر او اندېښنه
د حضرت امام سيد ابوالحسن علي ندوي رحمه الله له ارزښتناکو ځانګړنو څخه يوه د آخرت او امت په اړه د هغه ژور او ابدي فکر او اندېښنه وه. په داسې ډول چې په دې درد او فکر سره یې په بدن کې یوه عجیبه نارامي او بې صبري رامنځته شوې وه.
بلال عبدالحی حسني ندوي په دې اړه لیکي:«تاریخ شاهد دی چې د هغه ستر نیکه حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه د شپې په تیاره کې دومره بې صبره او نا کراره و لکه مار چې چیچلی وي.» دا خبره د حضرت مولانا ندوي رحمه الله په اړه هم سمه ده، چې نه په ورځ کې او نه هم د شپې لخوا ارامه و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوصافو کې راغلي دي:«کان دائم الفکرة طویل السکت متواصل الاحزان.» رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل په فکر کې و، ډېر وخت به یې چوپتیا غوره کوله او پرله پسې غمونه به ورسره وو.
مولانا مجیب الله ندوي چې د مولانا له لومړنیو شاګردانو څخه دی، لیکي:«په لومړي سفر کې له هغه (ابوالحسن ندوي رحمه الله) سره ملهور ته ولاړو. په دوبي کې د جومات په انګړ کې ویده شوو. مولانا ندوي زما څنګ ته ویده وو؛ د شپې درې بجې چې د اودس لپاره مې سترګې خلاصې کړې، مولانا مې په خپل ځای کې ونه موند، ګډوه مې واخیستله او د استنجا لپاره باغونو ته لاړم. له لرې څخه مې یوه دردونکې غږ واورېده، کله چې ور نږدې شوم، ومې لیدل چې مولانا مصلی را غوړولې ده او د تهجد لمونځ اداء کوي او په غږ او اواز کې یې د زړه درد و. په احادیثو کې راغلي دي چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د تهجد لمونځ ادا کړ او د قرآن کریم تلاوت به یې کاوه نو د سینې څخه به یې د ایشېدلي دیګي غږ پورته کېده.
مولانا په بشپړ ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوله او کولای شوای چې دا لمونځ د جومات په یوه کونج کې ادا کړي، خو د دوو دلایلو له امله یې ونه کړ؛ لومړی، تر څو نور خلک له خوبه را ویښ نکړي او دوهم داچې نوافل پټ پاتې شي.
د مینې او مهربانۍ اړیکې
څرنګه چې د امام ندوي زړه د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم له مينې او جذبې ډک و، نو هيڅکله د حسد او کرکې ځاى پکې و نه موندل شو. هغه تل له خپلو ملګرو، شاګردانو او خپلوانو سره د مینې په لاره کې هیڅ ډول هڅې نه سپمولې او دا د هغه د اتباع او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روښانه لارې د پیروۍ یوه څرګنده نښه وه. د ده په وصف کې راغلي دي چې هر چا چې هغه پېژندلو، فکر یې کاوه چې له هغه سره تر ټولو زیاته مینه لري. هغه به د خپلو اشنایانو پوښتنه کوله او د هغوی د اړتیاوو او ستونزو په اړه به یې ځان خبرول. هر آشنا په دې انتظار وو چې د خدمت توفیق یې ترلاسه کړي، خو حضرت مولانا هغوی منع کول. کله کله به يې څرګندونې کولې، خو هيڅکله يې د خپل ځان لپاره چا ته څه نه ويل. که کومه تېروتنه به هم ترسره شوه، هغه به یې له پامه غورځوله.
حلال خواړه
د حضرت امام ندوي رحمه الله د کورنۍ غړي د علم او پوهې، تقوا او پرهېزګارۍ په سمندرونو کې ډوب وو او د بیدارۍ نرم باران به تل پر دې کورنۍ باندې د رحمت ملغلرې اورولې. امام ندوي رحمه الله د خپل پاک ژوند له پیل څخه نیولې، د حکمت تر لوړو پوړیو پورې، تل د دې پاک نسب له فیوضاتو څخه ګټه پورته کړې ده. د هغه دروند پلار هم د خپلو نورو مشهورو نیکونو په څیر هڅه وکړه چې د حرامو او مشکوکو شتمنیو لاره دې کورنۍ ته د ننوتو مخه ونیسي او تل یې د دې کورنۍ د مبارک محرمیت ساتنه په پوره اخلاص او د نورو فضیلتونو تر څنګ دا کورنۍ او نسب دې د حرامو سره د اړیکو څخه خوندي شي؛ ځکه چې د هر انسان نږدې راتلونکی او رول د ژوند په دې قضیې پورې اړه لري، لکه څنګه چې شاعر وايي:
سر دین صدق مقال اکل حلال خلوت و جلوت تماشای جمال
بلال عبدالحی حسني لیکي:«د هغه محترم پلار مولانا عبدالحی حسني دوه شیانو ته ډیر پام کاوه: ۱.د خلکو ځورونه او د هغوی د زړونو ماتول؛ 2- حرام مال.»
د مولانا په کورنۍ کې همېشه حلال خوراک ته ډېره توجه وه، په تېره بیا د مولانا محترم پلار حکیم سید عبدالحی حسني ډېره توجه کوله تر څو د دوی کور ته د حرامو او مشکوکو شیانو هیڅ شی ور دننه نشي. دې احتیاط په ټوله کورنۍ باندې د پام وړ اغیزه درلوده، تر هغه چې نوکرانو او کارګرانو د دې مسلې په اړه فکر کاوه او هڅه یې کوله چې د دې کورنۍ ماشومان د شکمنو شتمنیو او خواړو څخه خوندي وساتي.
په دې احتیاط او ډډه کولو سره د دې ماشوم په طبیعت او فطرت کې ژور تاثیرات پیدا شول. امام ندوي رحمه الله هم د کورنۍ د دې اصولو په اړه د پام وړ حساسیت درلود او د همدې ستر احتیاط په اساس خدای تعالی هغه ته پوره بصیرت او د ایمان رڼا ور په برخه کړې وه.
بلال عبدالحی حسني لیکي: هغه حلال خواړو ته ډیره پاملرنه کوله؛ حتی که د شک لږ احتمال به هم پکې و، بیا به یې هم له ډېر احتیاط څخه کار اخیست او په دې کار کې یې هوښیارتیا درلوده؛ داسې ډېرې پېښې شوې دي چې بلنو او غونډو ته تللو خو یوه ګوله یې هم نه خوړله. کله کله به ځینو کسانو شکمن خواړه د هغه مخې ته ازموینې لپاره کېښودل، خو مولانا به هغه نه خوړل. او داسې پیښې هم شتون لري چې هغه په غلطۍ سره حرام خواړه وخوړل، مګر سمدلاسه یې بېرته وګرځول ؛له همدې امله، حرام خواړه د دوی په بدن کې نه جذبیږي.