لیکوال: عبدالحمید نوروزي
امام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (اتمه برخه)
امام اعظم رحمه الله تابعي و
علامه ابن حجر مکي رحمه الله د مشکوة په شرح کې لیکي: امام ابوحنیفه رحمه الله اووه تنه صحابه کرام رضی الله عنهم لیدلي دي؛ په دوی کې حضرت انس، عبدالله، بن ابی، اوفی، سهل بن سعد او ابو طفیل رضي الله عنهم هم وو.
کفي النعمان فخرا ما رواه
من الاخبار عن غرر الصحابة
علامه خوارزمي رحمه الله د امام په مسند کې وايي:« علماء کرام په دې متفق دي چې امام صاحب له صحابه کرامو څخه روایتونه لري، خو د روایتونو په شمیر کې اختلاف شته چې شپږ، اووه یا اته دي».
علامه کردري رحمه الله فرمايي:« ځينو محدثينو، د صحابه کرامو سره د امام اعظم رحمه الله له لیدنې څخه انکار کړی دی؛ خو د ده اصحابو دا خبره په اسنادو سره ثابته کړه او د هغه مسندونه يې راغونډ کړل او امام صاحب له صحابه کرامو څخه پنځوس حدیثونه روايت کړي».
د امام ابو حنیفه رحمه الله استاذان
د امام اعظم رحمة الله علیه ځینې استادان دا دي: حضرت عطا، نافع، عبدالرحمن بن هرمز اعرج، عدی بن ثابت، سلمه بن کهیل، ابن جعفر محمد بن علي، قتاده، عمرو بن دینار او ابو اسحاق رحمهم الله.
د امام ابوحنيفه رحمه الله شاګردان
د امام صاحب د شاګردانو له جملې څخه د لاندې کسانو یادونه کولای شو: وکیع، یزید بن هارون، سعد بن صلت، ابو عاصم، عبدالرزاق، عبیدالله بن موسی، ابو عبدالرحمن مقری؛ او د فقهې په شاګردانو کې يې: زفر بن هزیل، داود طائي، حسن بن زياد لولوي، قاضي ابو يوسف، محمد بن حسن، اسد بن عمرو، نوح جامع، ابو مطیع بلخي او… رحمهم الله.
علامه محمد بن یوسف صالحي په “عنقود الجمان” کې وايي:« ابو مؤید خوارزمي رحمه الله له امام محمد بن علي زرنجري رحمه الله څخه روایت کوي چې امام ابو حفص کبیر رحمه الله ته امر وشو چې د امام اعظم رحمة الله علیه د مشایخو شمېر معلوم کړي، کله چې هغوی شمېرنه وکړه نو څلور زرو ته ورسېدل».
د امام ابو حنیفه رحمه الله لیکنې او تالیفات
په فقه کې د امام لیکنې
لاندې کتابونه د امام ابوحنيفه رحمه الله د ځينو فقهي کتابونو مجموعه ده، چې د ده په زمانه کې د اسلامي امت په منځ کې په پراخه کچه خپاره شوي او مشهور دي او ډېرو مذهبي مشرانو ته رسېدلي دي. یو له دغو مشرانو څخه امام مالک بن انس رحمه الله (وفات ۱۷۹ هـ ق) دی چې د امام ابوحنیفه رحمه الله کتابونه یې درلودل او له هغو څخه یې ګټه اخیستله.
همدارنګه اميرالمؤمنين في الحديث امام عبدالله بن مبارک حنفي (وفات 181 هـ) هم دا کتابونه په اوږدو سفرونو کې له ځانه سره وړي او کله کله به يې له هغو څخه تصنیفات کول او جلا کتابونه يې جوړول.
دا کتابونه چې له امام مالک رحمه الله سره وو، ۶۰ زره فقهي مسایل پکې شامل وو.
که موږ د دې کتابونو هر ټوک دوه زره مسایل په پام کې ونیسو، د دې کتابونو شمیر له دېرشو ټوکونو څخه زیاتیږي.
1- د امام ابو حنیفه رحمه الله جیاد المسائل؛
2- د امام ابو حنیفه رحمه الله د فقهې اصول؛
3- د امام ابو حنیفه رحمه الله الرأی؛
4- د امام ابو حنیفه رحمه الله المناسک؛
5- د امام ابی حنیفه رحمه الله الفرائض؛
6- د امام ابو حنیفه رحمه الله الشروط؛
7- دامام ابی حنیفه رحمه الله الرهن؛
8- د امام ابی حنیفه رحمه الله الصلاة؛
9- د امام ابوحنیفه رحمه الله لخوا د اوزاعی ځواب؛
10- د امام ابو حنیفه رحمه الله اختلاف الصحابة؛
11- د امام ابی حنیفه رحمه الله الجامع؛
12- د امام ابی حنیفه رحمه الله السیر؛
د کلام علم او عقیدې په اړه د امام لیکنې
-
1. د امام ابو حنیفه رحمه الله فقه الکبر؛
-
2. د امام ابو حنیفه رحمه الله فقه الاوسط؛
3.د امام ابی حنیفه رحمه الله العالم و المتعلم؛
-
4. د امام ابی حنیفه رحمه الله الرسالة الی مقاتل ؛
-
5. د امام ابوحنيفه رحمه الله الرسالة الی عثمان البتي؛
-
6. د امام ابو حنیفه رحمه الله وصیت؛
-
7. د امام ابو حنیفه رحمه الله الرد علی القدریة؛
-
8. امام ابو حنیفه رحمه الله الارجاء؛
-
9. د امام ابی حنیفه رحمه الله فقه الابسط؛
-
10. په توحید کې د امام ابو حنیفه رحمه الله وصیت.