لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
سوسیالېزم (اوومه برخه)
دولتي سوسیالېزم؛
د بالشویکي انقلاب (1917)زیږدیز کال څخه وروسته، شوروي اتحاد لومړنۍ ټولنه شوه چې د اقتصادي سازمان سوسیالیستي ماډل یې په ښکاره توګه ومنله، او دا ماډل د سټالین د “دویم انقلاب” تر وخته پورې په بشپړه توګه جوړ شوی نه و، او په دې وخت کې، د بازار سازمان اړخونه؛ لا هم د “لینین نوې اقتصادي پالیسۍ” پر بنسټ و چې په 1920 کې جوړه شوې وه؛ له همدې امله هغه ماډل چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ختیځې اروپا ته صادر شو او د ارتودوکس کمونیزم په واک کې و، د اقتصادي سټالینزم په نوم یادېږي، او دا سیسټم د دولت د جمعي کولو او د ګوند تر کنټرول او څارنې لاندې د ټولو اقتصادي سرچینو د ټولیز کولو پر بنسټ ولاړ و.
د بازار سوسیالیزم؛
د شوروي اتحاد د خورا مرکزي اقتصادي ماډل د بدلولو او د بازار د سیالۍ له قواعدو سره د سوسیالېزم د اصولو د همغږي کولو لپاره هڅې پیل شوې، او دا ماډل په 1949 کې په یوګوسلاویا کې د یوګوسلاویا د ولسمشر «تیتو» او «استالین» تر منځ د اختلاف وروسته عملي شو، په هنګري کې هم وروسته له هغه چې شوروي اتحاد د1956 سیاسي بغاوت له ځپلو څخه وروسته پلي شو.
د بازار سوسیالیزم جذابیت دا ده چې داسې بریښي چې د مرکزي پلان جوړونې ډېری جدي نیمګړتیاوې جبرانوي، د بازار چاپیریال نه یوازې مصرف کونکي ته مؤثریت او ځواب ویل تضمینوي؛ بلکې دا د بیوروکراټیک ځواک د خطرونو مخه هم نیسي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې سوسیالیستي بازار په بشپړه توګه غیر پلان شوی او غیر منظم یا بې کنټروله دی؛ بلکې په دې برخه کې ځانګړي اصول او مقررات شته چې په پراخه کچه کارول کیږي.
پایله؛
په پای کې د موضوع د لنډیز په توګه څو ټکو ته اشاره کولای شو.
لومړی: د سوسیالیزم اصطلاح (په ټولنې باور) د فرانسوي کلمې “سوسیال” څخه د ټولنیز په معنیٰ اخیستل شوې ده، او د سوسیالیستي نظریو تر ټولو مهم عام عنصر د ټولنې په برتري باندې تکیه کول او د فرد او وګړي په پرتله د خلکو ګټو ته اصليت ورکول دي.
دویم: په تاریخي لحاظ، د سوسیالیزم مفهوم څو پیړۍ وړاندې او حتید افلاطون اثارو ته ورګرځي؛ خو دا نظریه په وروستیو پیړیو کې په دقیق ډول کارول شوې او دا د سیاسي عقیدې په ډګر کې یو له معاصرو نظریاتو څخه شمیرل کیږي.
دریم: د سوسیالیزم د اصلاحي دود په راتګ سره، چې د کار د شرایطو او معاشونو د ښه والي او د کارګرانو د اتحادیو او د کارګر سیاسي ګوندونو د ودې له لارې په سرمایه دارۍ ټولنه کې د کارګرو طبقو د تدریجي ادغام پلوي وو، د سوسیالیزم دغه څانګه د “پارلماني لارې” په منلو سره یې د سوسیالېزم په لور یو قانوني ګام اعلان کړ او نن ورځ د “سوسیالیزم” بنسټیزه څانګه د سوسیالېزم د مدرنیت استازی ګڼل کېږي.
څلورم: دا چې سوسیالیزم څو بنسټیز عناصر لري چې د سوسیالیزم د نظریې د دغو عناصرو په راغونډولو سره بشپړیږي او دا عناصر چې له ټولنې سره ډېر تړاو لري، یو ځانګړی نظم ترتیبوي چې پکې ټولنه، ټولنیز مساوات، ورورولي، ټولنیزه طبقه، اړتیا، شریک ملکیت.
په پای کې، که څه هم د سوسیالیستي اثارو ټولګه له اقتصادي ماډلونو ډکه ده؛ خو د دغو موډلونو تر ټولو اغېزمن د مارکسیستي افکارو په چوکاټ کې رامنځته شوي، او هغه څه چې په دې ټولو کې شتون لري دا باور دی چې د اقتصادي پلان جوړونې یوه بڼه باید د بازار میکانیزم ځای ناستی شي، په هرصورت، دولتي سوسیالېزم او د بازار سوسیالېزم د سوسیالیزم اصلي او عمده بېلګې او ډولونه دي.