Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځمه برخه)
اسلامي علما دوشنبه _15 _اپریل _2024AH 15-4-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: عبیدالله نیمروزی

 

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځمه برخه)

د خاندان پېژندنه

علامه ندوي (رح) په داسې کورنۍ کې وزیږید چې د لیکوالانو او مؤلفانو څخه ډکه وه؛ څرنګه چې د نوموړي نیکه هم د دغه موهبت څخه بې برخې نه و او د قدرمن پلار یې حضرت علامه سید عبدالحی حسني هم د تألیف او تصنیف په برخه کې لوړ لاس درلود؛ په ځانګړي ډول د رجالو د تاریخ په برخه کې، چې له همدې وجې او د ارزښتمن او مشهور کتاب «نزهة الخواطر» د لیکلو په پار ( د هند ابن خلکان ) لقب یې خپل کړ. نوموړی نور ګټور او ارزښتناکه کتابونه هم لري چې د ده په لوړ علمي مقام باندې دلالت کوي. له بلې خوا، د علامه ندوي مور او خور څخه هم ګټور اثار پر ځای پاتې دي چې هرو مرو د علامه د شخصیت او فکري او روحي جوړښت کې یې رغنده اغیزه لرله او له همدې امله د ژوند له پیل څخه د کتاب او کتاب لوستلو سره مینه درلوده.

علامه د ژوند په کاروان کې لیکي: «زموږ خاندان د عالمانو او مصنفینو خاندان دې؛ او پلار محترم یې د خپلې دورې مصنف و؛ کورني او میراثي اغیزې ډيرې پیاوړې او موثره وي او نسل په نسل لیږدول کیږي او دغه خصیصه څه نا څه په ټولو هلکانو او انجونو کې لیدل کیږي، د کورني اثراتو یوه برخه او د پلار ذوق او علاقه، په ټولې کورنۍ د کتاب او لوستلو علاقه او انګیزه را منځته کړې وه؛ د کتاب او لوستلو مینه او علاقه د ذوق له حده تېره او د ناروغۍ او روږدوالي حد ته رسیدلې وه، په داسې توګه چې هیڅ کتاب به یې بې لوستلو نه پریښود؛ هغه پیسې چې دغو ورونو او خویندو ته د شخصي لګښت لپاره ورکول کیدلې او یا د معمول دود مطابق که د کورنۍ مشر به د تللو پر مهال څه پیسې ورکولې، د لګښت تر ټولو غوره ځای یې کتاب و؛ یعنې په هغه پیسو باندې کتاب رانیول کیده. له همغه کوچنیوالي څخه د کتاب مینه د دوی په زړونو کې وه؛ ویلی شو چې د نیکه ګانو د رنګ یوه صبغه وه او همدغه زاید الوصفه مینه او لیوالتیا، هغه دې ته وهڅاوه چې د کتابونو په موندلو او را غونډولو کې هڅه او زیار وباسي، په داسې توګه چې د کوچنیوالي راهیسې یې یو کتابتون د خپل په نوم ځانګړی کړ او د کمیت او کیفیت له اړخه د پراخوالي په لاره کې یې ډیرې هلې ځلې وکړې او دغه شوق او علاقه هغه مهال د ده په زړه کې ولویده چې نوموړي د دې تشخیص او پوهه نه درلوده چې کتاب د کتابتون څخه رانیول کیږي او که له نورو پلورنځیو څخه؟!».

د مهربانې او زړه سواندې مور په غیږ کې

مور تر ټولو غوره بستر او مناسبه زانګو ده چې اولاد د هغې د مهر او عاطفې تر سیوري لاندې پالنه او روزنه مومي او په سالمه توګه رشد او وده کوي او داچې د اولاد په ذهني جوړښت کې د مور نقش ډیر اغیزناکه دې او ماشوم ته هم ډیره د اعتماد وړ وي، د ماشوم د ودې یو له بنسټیزو ستنو څخه شمیرل کیږي او کولای شي ماشوم هرې لارې ته چې وغواړي همغسي و روزي؛ د علامه ندوي د نیکمرغۍ له نښو څخه یو دا وو چې د داسې مور په غیږه کې و روزل شو چې نه یوازۍ مورنۍ دندې یې په ښه ډ‌ول ترسره کړې؛ بلکه د پلار تشه یې هم ډکه کړې وه؛ مؤمنه، مخلصه او د شپې لخوا پاڅیدونکې (قیام الیل او تهجد کوونکې) چې تل به یې د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه فکر کاوه او هغوی ته د ډیرو سترو هیلو او ارمانونو غوښتونکې وه.

سیده خیرالنساء هغه مور وه چې نه یوازې د خپل زړه ټوټې ظاهري پاکوالي ته پام کاوه، بلکه د هغه باطني پاکوالي ته یې هم ډیره پاملرنه کوله؛ د خپل اولاد د دنیایي ژوند په نسبت یې د هغوی د اخروي ژوند په جوړولو او ودانولو کې ډير فکر کاوه او په دې لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې؛ د خپل اولاد د بدن او جامو په نسبت یې د هغو د روح او زړه صفاکولو ته ډیر پام کاوه او تل به د اولاد په اصلاح او روزنې باندې لګیا وه. له شک پرته، سیده خیرالنساء د خپل نوم په څېر غوره او نېکه ښځه وه؛ په عبادت، زهد او پرهیزګارۍ، خواخوږي او د امت فکر او د اولاد په ښه روزنه کې بېسارې وه او د ډاکټر محسن عثماني ندوي په وینا، اسلامي امت په اوسنۍ دوره کې د هغې په شان له مهربانې او فداکارې مور څخه ندې برخمن شوی… هغه د سنتو تابعداره وه او له فتنې څخه یې وېره درلوده او تل به یې دعا کوله چې خاندان یې په فتنو اخته نشي او د کورنۍ غړي یې له فتنو څخه خوندي پاتې شي او په همدې علت د جمعې په ورځ به یې د کهف مبارکه سوره تلاوت کوله ترڅو د هغې لپاره د آخرت توښه او د دجال له فتنې څخه د مخنیوي سبب وګرځي؛ د ژوند په ټوله دوره کې ذکرونه، دعاګانې، د قرآنکریم تلاوت او د نیمې شپې عبادت یې پرینښودل او له هغو څخه غافله نشوه؛ حتی وروسته له هغې چې کمزورې شوه او عمر یې لوړ شو، تا به ویل چې د تلاوت لپاره نوی قوت ترلاسه کوي او بلآخره د (۹۰) کالو ژوند کولو وروسته له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې؛ په داسې حال کې چې د هغې د بدن عنصري ترکیب ډیر کمزوری او او د زړه روحانیت یې د کمال لوړې کچې ته رسیدلی و.

ادامه لري…

Previous Articleاستعمار (دیرشمه برخه)
Next Article د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD12 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD10 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD27 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.