استعماري هېوادونو په خپله استعماري دوره کې داسې وحشتناک جنايتونه کړي دي چې د تاريخ کتابونه يې په يادولو او بيانولو شرميږي. پرلپسې وژنې، جنسي تیرۍ، په غونډو او عامه ځایونو کې چاودنې، اعدامونه، شړل، جلاوطني، ژوندي ښخول او داسې نور د دوی د ظلمونو برخې دي. په دې برخه کې، موږ پریکړه وکړه چې د دې ځینې قضیې یادونه وکړو.
په الجزایر کې د فرانسې جنایتونه
فرانسه چې نن ورځ ځان د تمدن، د بیان د ازادۍ او عصري فکر زانګو ګڼي او تل پر مسلمانانو د ترهګرۍ او د هغوی په ملاتړ تورنوي، په خپله هم تر ټولو ستر استعماري جنایتکار او د بشري حقونو سرغړونکی دی. د دغه هیواد له تاریخ نه وتلی څیړنه ښيي چې د استعمار په دوره کې د دغه هیواد افسرانو او سرتیرو د الجزایر، تیونس او داسې نورو هیوادونو په وړاندې وحشتناک او دردونکي جنایتونه کړي دي. په دې ډول چې پخپله د تاریخ پوهانو او فرانسوي لیکوالانو په وینا، په الجزایر باندې د دغه هیواد د 132 کلن استعمار په ترڅ کې تر لسو میلیونو زیات انسانان ووژل شول؛ او په ملیونونو خلک ژوبل، او جلاوطن شول.
د ۱۹۴۵ ميلادي کال د می پر اتمې د انقلاب جنایتونه
په الجزایر باندې د استعمار په دوره کې د فرانسې د سترو جنایتونو څخه یو، د ۱۹۴۵ میلادي کال د می د میاشتې په اتمه نیټه د ولسي انقلاب او سوله ایزو مظاهرو په ترڅ کې وحشتناکه صحنې وه. په دغه ورځ 45 زره الجزایري وګړي چې له استعمار څخه د خپلواکۍ غوښتونکي وه د فرانسې د پوځ له خوا د هوا او ځمکې له لارې د «سطیف»، «قالمه» او «خراطه» په سیمو کې ووژل شول. دا وحشتناکه نسل وژنه د استعماري هېوادونو په تېره بیا د فرانسې پر تندي د شرم وړ داغ دی او د تاریخ په اوږدو کې د دغه هېواد د تروریستي ماهیت یوه څرګنده نښه ده.
د الجزایر لیکوال او مفکر ډاکټر (سعدي بزیان) په «جرائم فرانسه في الجزائر» کتاب کې لیکي: ایا د الجزایر خلګ به د فرانسوي ځواکونو هغه خطرناک جنایتونه هیر کړي کوم چې د ۱۹۴۵ میلادي کال د مې په اتمه. د سطیف، خراطه او قالمه د اوسیدونکو په وړاندې ترسره شوي؟ په بل ځای کې لیکي: د فرانسې د جنایتونو لیست بې شمېره دی. دلته د ۱۹۴۵ میلادي کال د می د اتمې نیټې د دغه هیواد جنایتونه څیړو، په دې ورځ فرانسوي استعمار ۴۵ زره انسانان ووژل او د ۱۹۴۵ ميلادي کال انقلاب یې راوپاراوه. همدارنګه، دوی په ۱۹۵۵ ميلادي کال کې ۱۲۰۰ کسان او په ۱۹۶۱ ميلادي کال کي ۳۰۰ کسان چې جسدونه یې سمندر ته وغورځول شول، او په ۱۸۳۲ ميلادي کي دوي په «العوفیه» سیمه کې ۱۲۰۰ تنه او په «الأربعة» جومات کې ۴۰۰۰ کسان شهیدان کړل. د «الأغواط» قتل عام چې په بمبارۍ او د سرسري ګازو په کارولو سره ترسره شو، له ۲۳۰۰ څخه زیاتې ښځې، ماشومان او عام خلک په کې شهیدان شول. دا په الجزایر کې د فرانسوي جرمونو بله برخه ده.
فرانسې ۱۳۲ کاله الجزایر مستعمره کړ او تر لسو میلیونو ډیر خلګ یې ووژل او یا جلاوطنه يه کړل.
دوی هر ډول بمونه وکارول او نسل وژنه او ډله ایز وژنه یې وکړه. فرانسې د الجزایر پر خلکو ۱۷ ځله اټومي بمونه و آزمویل، چې قربانیان یې ۱۰۰ زره اټکل شوي دي. د الجزایر تر څنګ فرانسې د ۷۵ کلونو لپاره تونس، ۴۴ کاله مراکش او ۶۰ کاله موریتانیا استعمار کړی وه. او په دغو هیوادونو کې یې هر ډول جنایتونه او ظلمونه وکړل او په زرګونو خلګ یې ووژل، او ژوبلې کړل او یا یې جلاوطن کړل.
د تونس په هیواد کې په نامه د«معرکةالجلاء» مشهوره جګړه او بمبار د سیدي یوسف په کلي، او جګړه په جبل أقري، او په «غار الجاني» او داسې نورو مشهورو جګړو کې یې تر دوه زره زیات کسان ووژل. ډیرې ټپیان او ټوټې کړل، او بې شمیره جسدونه اعدام کړل او یا د ښخولو مخه يې ونیول، د تونس لیکوالان او مفکرین لیکي چې په دې جګړو کې د تونس له ملت سره هر ډول بمبارۍ، د ذخیرو او طبیعي کانونو لوټ، د کرنیزو ځمکو غصب، درنې مالیې او بې شمیره ناروا مقابلې وشوې.
په هند کې د بریتانیې جنایتونه
انگلستان تر یوې نیمې پیړۍ زیات هند استعمار کړی وو دا استعمار له ۱۸۰۰ ميلادي راهیسې. بیا تر ۱۹۴۷ پورې دوام وکړۍ. په دې موده کې په ملیونونو خلګ په نظامي توګه ووژل شول. ډېر خلګ د استعمار د لوږې او بې وزلۍ له امله مړه او هلاک شول؛ او د دغه هیواد دین او کلتور د انګرېزانو له خوا اشغال او تر پښو لاندې شو.
د ترسره شویو پایلو له مخې، برتانیا په هند کې د وژنو پېښې تر ۸۰۸۰ زیاتې کړې دي چي تر یو ملیون زیاتي یوازې مسلمانان قرباني شوي دي. په دغه هېواد کې پر اسلامي هويت بريد وشو او ګڼ شمېر اسلامي او غير اسلامي عالمان او پوهان ووژل شول. مسلماناني د لویو دولتي پوستونو او چوکيو له نیولو څخه منع کړل او مسلمان ماشومان يي په ځوانۍ کې په کار وګمارل او د هغو دماغ او فکر یې وربدلوۍ
د “آمریتسار” قتل عام
د ۱۹۱۹ ميلادي کال د اپرېل په دیارلسمه نېټه. په داسې حال کې چې د هند له پنځو زرو څخه زیات وګړي، مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه، پرته له کومې وسلې د «جالیپان والا» په باغ کې اوسېدل. چي د پنجاپ شاوُخا په “آمریتسار” ښار کې دوی د خپلواکۍ لپاره په یوه آرامه او سوله ییزه غونډه کې راټول شول. دوی د جنرال«رجینالد دایه» په امر تر برید لاندې راغله . د دغه جنرال په حکم، چې د آمریتسار قصاب په نامه یادېږي، دغه مظاهره په وینو لړلې پای ته ورسېده. او تر ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول او ۴۰۰۰ نور ټپیان شول. دا شرمناکه پیښه د آزادۍ د مبارزې پیل او په پای کې د هند خپلواکي وه.
د ۱۸۵۷میلادي کال پاڅون او د هغه ناکامي
کله چې د هند خلک، مسلمانان او غیر مسلمانان، د استعمار له کلونو ناوړه تجربې وروسته پوه شول. چې انګرېزان له دې پرته چې د دې هېواد شتمني غلا کړي او پر خلکو یې ظلم وکړي بله دنده نه لري. دوی یو پاڅون پیل کړ چې هغه د ۱۸۵۷ په پاڅون مشهور شو. په دغه پاڅون کې ډېرو مسلمانو علماوو هم غونډه درلوده. په حقیقت کې په دې تاریخي پیښه کې ستره غونډه او د خپل استقلال او ازادۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره د هند د خلګو هڅونه د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د علماوو او مشرانو وه. علماء لکه “مولانا احمدالله”، “مولانا لیاقت علي”، “مولانا محمد قاسم نانوتوي”، “مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله” په دې پاڅون کې مهم او اساسي رول درلود. له بده مرغه دغه پاڅون ناکام شو او انګریزانو تر ټولو خطرناک جنایتونه وکړل. علامه سيد ابوالحسن ندوي، چې د اسلامي نړۍ او هند ليکوال او مفکر دى، ليکي: د دغه پاڅون له ماتې وروسته انګرېزانو تر ټولو سخت غچ واخيست. په دې ډول چې په ډيلي کې د قتل او غلا بازار جوړ شو؛ ویني تُوي شوي؛ غاړې پریشوي ؛ توغندي پرته له دې چې هدف وپیژندل شي خوشې کیدل او کورونه تالاشي کیدل. هر چا چې د خپل ځان، کورنۍ او عزت د ژغورلو توان درلود له ښاره ووتل. په دې ډول چې هغه ښار چې د ښارونو ناوې او د هند پلازمېنه وه، په یوه وحشتناکه دښته بدله شوې وه چي پرته له تشو کورونو او کنډوالو. او د بد بویو جسدونو او د وحشي لښکر بل څه پاتې نه وه، بیا د مسلمانانو د اعدام او خفه کولو مرحله راغله او د عامو لارو پر سر چنګکونه ولګول شوه او د خلګو د تفریح په ځایونو کې کښیښودل شوه او په ۷ ورځو کې ۲۷ زره مسلمانان اعدام شول او په دې توګه د استعمار په تاریخ کې یوه تر ټولو ترخه پېښه رامنځته شوه.»
د استعمار ډولونه او بېلګې
استعمار د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل ډولونه او بېلګې لري او استعمارګر هیوادونو د نورو هیوادونو د استعمار لپاره بیلابیل لارې چارې کارولي دي. د استعمار هغه مهم ډولونه په لاندې ډول دي:
1- د ځمکې د اشغال سره یوځای استعمار
دا د استعمار یوه بیلګه ده چې استعمارګر هیواد خپل خلګ هڅوي ترسو د استعمار ځمکې ته لاړ شي او د هغه هیواد له شتمنیو څخه ګټه پورته کړي او ځمکې یې اشغال کړي. دا استعمار دومره خطرناکه دۍ چې کله ناکله دا نابلل شوۍ مېلمه هڅه کوي چې د دې ځمکې له ګټو او سرمایې څخه ډیر تولید، ملکیت او ګټه پورته کړي او شاید کله ناکله د دې خاورې اصلي اوسیدونکي وژني . یا یې له ښاره شړي؛ لکه څنګه چې په فلسطین کې دغه پیښه سوي او هره ورځ کيږي د اسرایلو غاصب حکومت ورځ تر بلې د دې خاورې اصلي اوسیدونکي وژني، د استوګنځایونو پراخولو او وژنو ته دوام ورکوي.او د فلسطین د خاورې ګټې او پلازمینې په لاس کې اخلي.
۲- پوځي استعمار
دا ډول استعمار دا دی چي یو ځواکمن دولت او ملت له پوځي ځواک سره ناڅاپه پر هغه کمزوري دولت او ملت برید کوي چې پیاوړې وسلې او قوي ملت او دفاعي وړتیا نه لري. او د دوی د شتمنیو او طبیعي زیرمو او مادي زیرمو په غلا کولو بوخت شي؛ لکه څنګه چې فرانسې د الجزایر او تونس په اشغال کې وکړل.
۳- د استعمار ملاتړي
دا ډول استعمار په دې ډول دی: چي استعمارګر هیواد استعمار سوۍ هیواد اړ باسي چې د هغه موضوع سره یو تړون لاسلیک کړي چې استعمارګر هیواد د استعمارسوي هیواد ملاتړ کوي. په دې ډول، چي استعمارګر هیواد ځان د استعمار سوي ملت د خیر خواه او ملاتړي په توګه څرګندوي او هرکله چې وغواړي، کولۍ شي د استعمارسوي هیواد له غوښتنې پرته د دوی په خاوره کې مداخله وکړي او په دې ډول سره به یې په تدریج سره په ټوله ځمکه او په ټولو چارو کې د اقتصادي، نظامي او سیاسي چارو په ګډون مداخله کوي. دا دول طریقه د انګلستان لخوا تطبیق شوه کله چې دوی د عربي خلیج کنټرول درلود. او دا طریقه د تونس د استعمار په دوره کې د فرانسې لخوا هم کارول سوي، د دغو دوو هېوادونو تر منځ په ۱۸۸۱ ميلادي کال کې د تړون پر بنسټ. دا بند شو او بیا په ۱۸۳۳ ميلادي کې. دا تازه شو، ټول بهرني قوتونه او بهرنۍ ډیپلوماسۍ د تونس له هیواد څخه لیرې شوې.
۴- امانتدارۍ استعمار
دا ډول استعمار د “جانشینۍ” او”سرپرستۍ ” استعمار په نوم پیژندل کیږي او په عربي ژبه کې ورته “انتداب” وايي. دا استعمار په لاندې ډول دی: استعمارګر هیواد د استعمارسوي هیواد د شتمنیو یوه برخه ساتي او په تدریج سره د هغه شتمني او ګټې په یرغمل نیسي او د وخت په تیریدو سره د دې خاورې مالک کیږي. د استعمار په تاریخ کې د امانتدارۍ دوره هغه دوره بلل کیږي چې استعمارګر هیوادونه ځانونه د استعمار سوي هیوادونو وکیل، استازي او ټول اړخونه وبولی. .
۵- وصیتي استعمار
دا ډول استعمار هم د “جانشيني استعمار” سره ډير ورته دۍ، په دې توپیر سره چې په دې ډول استعمار کې، ملګري ملتونه د استعمار سوي هیواد واکمني کوي. او هغه د هغې شتمنۍ، او واکونه په لاس کې اخلي او کولای شي په هره طریقه چې وغواړي او پریکړه وکړي وکاروي، دا ډول استعمار په حقیقت کې هغه هیواد له خپلواکۍ، استقلال او وړتیا څخه محروموي او واکونه یې محدودوي او د هغه هیواد لپاره هیڅ ډول مثبته پایله یا اغیزمنه پروسه نه لري. يادې شوې قضيې د استعمار تر ټولو مشهورې بېلګې وې او هره يوه يې د اروپا د استعمارګر هېوادونو له خوا د منځني ختيځ يا افريقا پر کمزورو هېوادونو کارول شوې ده.