لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)
شعبان د اړیکو د اصلاح کولو میاشت
د شعبان میاشتې له نرمو او په عین حال کې له پامه غورځول شوو روزنیزو اړخونو څخه یو هم له خلکو سره د اړیکو اصلاح ده. په عمومي ډول چې کله د ځان جوړونې خبره کېږي، ذهنونه د فردي عبادتونو پر لور متوجه کېږي؛ حال دا چې د قرآن او سنت په منطق کې، ځان جوړونه د انساني اړیکو له سمون پرته بشپړه نه ده. شعبان هغه میاشت ده چې انسان په خپلو ټولنيزو او اخلاقي اړيکو بيا کتنې ته رابولي او د اصلاح لور ته يې متوجه کوي.
په روایتو کې راغلي دي چې په دې میاشت کې د انسانانو اعمال د الله تعالی دربار ته وړاندې کېږي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «هُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ»[1] ژباړه: په دې میاشت کې عملونه د کایناتو رب ته پورته کېږي.
دا حقیقت د مؤمن په زړه کې یوه ژوره پوښتنه راولاړوي: هغه عملنامه چې پورته وړل کېږي، له کومې محتوا او څه ډول کړنو سره مل وي؟
قرآن کریم ډېر ځله خبرداری ورکړی چې کرکه، حسد، دښمني او د خلکو د حقونو ضایع کول د عملونو د قبلېدلو مخه نیسي. خدای جل جلاله فرمایي: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ.»[2] ژباړه: له شک پرته مؤمنان (سره) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ سوله کوئ.
دا ایت د اړیکو اصلاح د یوې ساده اخلاقي سپارښتنې په توګه نه، بلکې د ایمان د یوې دندې په توګه معرفي کوي.
شعبان له زړونو څخه د کینې د پاکولو میاشت ده. هغه زړه چې له کینې او حسد څخه ډک وي، که څه هم د عبادت خاوند وي، خو بیا هم روژې ته د ننوتلو لپاره چمتو نه وي. قرآن د باطني پاکۍ په اړه فرمایي: «وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ.»[3] ژباړه:او په سينو کې يې چې څه کينه ده، هغه به ترې بهر کړو.
دا ایت څرګندوي چې روغ زړه د الهي نږدېوالي لوړو کچو ته د رسېدو لپاره یو شرط دی.
له روزنیز پلوه شعبان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او ورک شوو حقونو د بېرته راګرځولو میاشت ده. دا د پخلاینې میاشت ده؛ د توبې له لارې له الله سره د پخلاینې او د بخښنې او عدالت له لارې له خلکو سره د پخلاینې. قرآن کریم بخښنه د روح د عظمت نښه ګڼي، لکه چې وايي: «وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ»[4]؛ ژباړه: عفوه او تېرېدنه دې وکړي، ايا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وکړي؟
په پای کې شعبان موږ ته دا را زده کوي، هغه عملنامه چې اسمان ته پورته کېږي، یوازې په لمانځه او روژې نه شي درنېدلی، بلکې په پاک زړه، رغول شوو اړیکو او ادا شوو حقونو په وسیله ارزښت پیدا کوي. همدا ډول شعبان انسان روژې ته د ننوتلو لپاره برابروي؛ داسې روژه چې له الله تعالی سره پکې اړیکه لا ژوره او له مخلوق سره تړاو پکې پاک او انساني بڼه خپلوي.
پایله
د قرآن، حدیث او نبوي سیرت صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څېړنه دا څرګندوي، چې د شعبان میاشت د اسلامي عبادتونو په تقویم کې له عادي وخت څخه لوړ ځای لري او دا میاشت باید د روژې لپاره د چمتووالي په بهیر کې د ایماني روزنې له بنسټیزو ستنو څخه وګڼل شي. دا میاشت په رجب کې د ګناه پرېښودو او په روژه کې د شعوري او ژورې غلامۍ د احساس ترمنځ یوه منځګړې اړیکه ده؛ د دې مياشتې اصلي موخه دا ده چې انسان په تدریجي ډول د نیت، چلند، اخلاقو او انساني اړیکو په کچو کې چمتو او وروزي.
د ديني متونو شننه دا څرګندوي چې د شعبان میاشتې تر ټولو ښکاره ځانګړنه له هغې څخه عمومي غفلت دی؛ داسې غفلت چې د اسلام د روزنیز منطق له مخې د اخلاص په عبادت کې، د صداقت او نیتونو د پاکوالي لپاره یو امتیازي فرصت ګرځي. له همدې امله په شعبان کې عبادت یوازې ذاتي ارزښت نه لري، بلکې دا چې په داسې فضا کې ترسره کېږي چې ټولنیز فشار پکې کم وي، د انسان د دیندارۍ د ژورتیا او له خپل رب سره د اړیکې د کیفیت د ارزونې لپاره لا اغېزمن رول ترسره کوي.
له بلې خوا په دې میاشت کې د عملونو وړاندې کېدل د شعبان د حساب محوره او اصلاح غوښتونکي بعد ارزښت لا څرګندوي. دا حقیقت مؤمن دې ته رابولي چې خپل تېر یو کلن عمل لیک ته په رښتیني ډول بیاکتنه وکړي او دا ورښيي چې د عملونو قبلېدل یوازې د عبادت له ډېرښت سره تړاو نه لري، بلکې د زړه له سلامتۍ، د نیت له اخلاص او د انساني اړیکو له پاکوالي سره هم اړيکه لري. په دې معنا چې له الله تعالی سره د اړیکې اصلاح د توبې له لارې او له خلکو سره د اړیکو سمون د بخښنې، انصاف او د حقونو د ادا کولو له لارې، د دې میاشتې د سمې ګټې اخیستنې له بنسټیزو ارکانو څخه شمېرل کېږي.
دغه راز د شعبان میاشت د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له سیرت او سنت سره ځانګړې اړيکه لري، چې دا میاشت د اخلاقي او عملي لارو لپاره په یوه عملي ډګر بدلوي. په دې میاشت کې روژې او عبادت ته نبوي پاملرنه امت ته یو روښانه پیغام لري؛ هغه پیغام چې تدریجي چمتووالی ضروري دی، له موسمي دیندارۍ څخه بايد ډډه وشي او عبادت بايد په دوامدار او باخبره سلوک بدل شي. له دې امله شعبان د فردي ځان جوړونې او ټولنیز مسؤولیت منلو ترمنځ د نبوي بېلګې په چوکاټ کې یو پل دی.
د پايلې په ډول ويلی شو چې له شعبان میاشتې څخه غفلت، د روژې د معنوي اغېزو د بې ثباتۍ له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي. برعکس دې میاشتې ته باخبره او منظمه پاملرنه، د روژې مبارکې میاشتې ته د ژورو، متوازنو او ګټورو ننوتلو لپاره لار هواروي. له همدې امله په دیني کلتور کې د شعبان مقام بیا تعریف او د هغې د روزنیزو کړنو را ژوندي کول، یوازې یوه اخلاقي سپارښتنه نه ده، بلکې د معاصرو مسلمانانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د باخبره دیندارۍ د بیا جوړونې لپاره یوه معرفتي او روزنیزه اړتیا بلل کېږي.
سرچینې:
مخکینۍ برخه
(۱) قرآن مجید
(۲) ابن حجر عسقلانی، ابوالفضل شهابالدین احمد بن علی بن محمد، فتح الباري بشرح صحیح البخاری، مصر: المكتبة السلفيه، 1390ق.
(۳) ابن رجب، عبدالرحمن بن احمد، لطائف المعارف فیما لمواسم العام من الوظائف، بیروت: دار ابن کثیر، 1420ق.
(۴) ابن فارس، احمد بن فارس بن زکریا، معجم مقاییس اللغه، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، 1422ق.
(۵) ابن منظور، محمد بن مکرم بن منظور، لسان العرب، بیروت: دار صادر، چاپ سوم، 1414هق.
(۶) ابوعبدالرحمن، احمد بن شعیب بن علی بن سنان، سنن النسائي، الریاض: دارطویق للنشر والتوزیع، 1429ق.
(۷) امام بخاری، ابوعبدالله محمد بن اسماعیل، صحیحالبخاری، دمشق: دار إبن کثیر، 1423ق.
(۸)امام مسلم، ابوحسین مسلم بن حجاج، صحيح مسلم، الریاض: بیت الافکار الدولیه للنشر والتوزیع، 1419ق.
(۹) فیروزآبادی، مجدالدین محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، قاهره: دارالحدیث، 1429ق.
[1]. ابوعبدالرحمن، احمد بن شعیب بن علی بن سنان، سنن النسائي، شماره حدیث 2357.
[2]. الحجرات:10.
[3]. الاعراف:43.
[4]. النور:22.
