لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)
د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)
(۴) له ټولنیزو اصولو سرغړونه
په شیطان‌ پرستۍ کې شعر او موسیقي د فحاشۍ او غیر اخلاقي‌ ویناوو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. کنځل چې په ټولنه کې د ارزښت د ضد په توګه پېژندل کېږي، د دغو ډلو له‌ خوا په پراخه کچه کارول کېږي. د شیطان‌ پرستۍ اشعار د سپکو او ناوړه کلمو تر څنګ اورېدونکي ځینو غیر انساني او قبیحو کړنو ته هم هڅوي. وژنه، فحشا، دروغ او دوکه هغه ناوړه او انساني ضد چارې دي چې په دغسې اشعارو کې تبلیغ او دود کېږي. په ځینو موسیقیو او اشعارو کې چې کله ناکله د ټوکې، اعتراض یا سیاسي نقد تر پلمې لاندې خپرېږي، ګڼ شمېر کنځلې او سپکې خبرې موندل کېږي. دا ډول موسیقي تر هر څه وړاندې خلک د ټولنیزو اصولو ماتولو او خپرولو ته هڅوي.[۱]
(۵) له سټلایټ سره تړلې شبکې
په تېرو کلونو کې له سټلايت سره د تړلو شبکو غیر قانوني او له کوم قید او شرط پرته استعمال د کورنیو په کچه نه جبرانېدونکې اغېزې پرېیښي دي. د ځینو کورنیو د سرپرستانو ناپوهي د دې لامل شوې چې همدا شبکې کورنیو ته لار ومومي او زهرجنې څپې یې اسلامي فکر، اند او د ژوند طرز بدل کړي. نن سبا دا ډول فلم او سریال ډېر کم موندل کېږي چې د شیطان ‌پرستۍ نښې او سمبولونه پکې نه وي کارول شوي. د سپوږمکۍ ډېر پروګرامونه په هدفمند او له مخکې طرحه شوي ډول، د هوا پرستۍ او له دین څخه د تېښتې تر عنوان لاندې د شیطان ‌پرستۍ تبلیغ کوي. د جنسي میل عادي کول او شهواني کړنو ته له کومې قاعدې پرته پاملرنه، په ځانګړي ډول د ځوانانو تر منځ، د شیطان ‌پرستۍ د ترویج له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.[۲]
(۶) انټرنېټ او مجازي فضا
بېشکه انټرنېټ د خپل نړیوال پراخوالي له امله په ډېرو برخو کې د متني، غږیزو او انځوریزو فایلونو ترلاسه کول اسانه کړي دي. ښکاره ده چې په دې لړ کې تخریبي جریانونه لکه شیطان ‌پرستان هم له دې فرصته ګټه اخلي او خپل عقاید یې دې بې ‌پولې معلوماتي شبکې ته داخل کړي دي. له بده مرغه نن ورځ د انټرنېټ او مجازي فضا لویه برخه د انحرافي ډلو د نښلولو تر ټولو غوره وسیله ګرځېدلې ده.[۳]
(۷) موسیقي
شیطان‌ پرستان د موسیقۍ، په ځانګړي ډول د «مېتال» موسیقۍ (هغه موسیقي چې له تندو او چټکو بدني حرکاتو سره مل وي او ګیتار پکې مرکزي او اساسي رول لري) د ځوانانو د جذب په برخه کې يې پر اغېز ټینګار کوي او وايي: شیطان په موسیقۍ کې پټ پیغامونه ځای پر ځای کړي دي.[۴]
هغه سپارښتنې چې شیطان‌ پرستان یې یو بل ته کوي، د تندو او له تاوتریخوالي د ډکو نغمو اورېدل دي؛ داسې نغمې چې وېره او کرکه له ځان سره لري. دوی تل د دینونو او الهي مقدساتو پر وړاندې خپل قهر او نفرت څرګندوي او ډېر توند او خشن سندرغاړي چې په غږ کې یې د وحشي ځناورو غرېو ته ورته اواز اورېدل کېږي، د شیطان‌ پرستۍ د ځواک نښه ګڼي. دوی خپلې تشې او اړتیاوې د ډېر تاوتریخوالي له لارې پوره کوي او د دینونو سپکاوی د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې د شیطان‌ پرستو سندرغاړو په تصنیفونو کې ترویج او خپروي.[۵]
(۸) ګېم یا کمپیوټري لوبې
د زرګونو کمپیوټري لوبو چمتو کول او تولید چې پکې د شريرو او بې ‌رحمو موجوداتو تر منځ جګړې په ځانګړي او عصري ډول طرحه او انځور شوې وي، د شیطان‌ پرستۍ د ترویج له نورو لارو چارو څخه شمېرل کېږي. د دغو پروګرامونو طرحه کوونکي په هدفمند ډول داسې لوبې جوړوي چې لوبغاړی د لوبې لپاره د شر اختیار انتخابولو ته اړ کړي. له همدې امله د چارو سرپرستان باید په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.[۶]
(۹) مطبوعات (رسنۍ)
مطبوعاتو له پخوا څخه تر نن د اشخاصو او څېرو د انځورګرۍ په برخه کې ځانګړی رول لوبولی دی او دا بهیر لا هم دوام لري. مطبوعات د خپل مخاطب د ډول له مخې کولی شي رښتیا دروغ او دروغ رښتیا وښيي؛ ناتوانه کسان مدبر او وړ معرفي کړي او وړ او مدبر کسان بې‌کفایته او ناتوان وښيي. همدارنګه مطبوعات د یوې تخریبي څېرې د ناسم او غیر اصولي نقد له لارې کولی شي د هغې د لا ودې سبب هم شي.
ځینې خپرونې د نړیوالې فضا تر اغېز لاندې یا د خپلو لوستونکو/مشتریانو د شمېر د لوړولو لپاره او یا د شیطان ‌پرستو کړیو د مالي مرستو له امله په شعوري یا لاشعوري ډول د شیطان ‌پرستۍ تبلیغ ته مخه کوي.[۷]
(۱۰) ورزش
ورزش هم له هغو ډګرونو څخه دی چې شیطان ‌پرستان پکې په پټه توګه فعالیت لري. د لوېدیځ ځینې نامتو ورزشکاران د شیطان‌ پرستۍ پیروان دي او یو شمېر نور بیا ځانونه هغو چوکاټونو ته داخلوي چې پایله یې شیطان ‌پرستۍ ته رسېږي.[5]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. الحالة النفسیة لعبدة الشیطان، ۲۰۰۷م، https://www.sehha.com

[۲]. نگارش، حمید، کژراهۀ شیطان‌پرستی، مخ ۱۰۴.

[۳]. هماغه، مخ ۱۰۶.

[۴]. الدجني، یحیی، مخاطر عبادة الشیطان علی الدعوة الإسلامیة، ناچاپ، مخ ۱۲.

[۵]. حارب، سعید عبدالله، أضواء علی الحرکة الماسونیة، دوبۍ: مکتبة الأمة، لومړی چاپ، ۱۴۰۵هـ، مخ ۹۸.

[۶]. هماغه، مخ ۹۹.

[۷]. هماغه، مخ ۷۸.

[۸]. العوضي، محمد، «ثلاث لیال مع عبدة الشیطان»، ۲۰۰۷م، https://www.swalif.net.

Leave A Reply

Exit mobile version