لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)
د خپل زوی لپاره د نوح عليه السلام دعا
شک او د شک ځواب:
حضرت نوح علیه‌ السلام څنګه د خپل زوی لپاره دعا وکړه؟ په داسې حال کې چې ښه پوهېده چې خدای جل جلاله د کافرانو د هلاکت امر مخکې له مخکې کړی و او (د هغه زوی) هم د دوی په منځ کې و او دا امکان نه‌ لري چې د زوی حالت  یې له هغه څخه پټ وي؟
دې شک ته دا ډول ځواب ورکول کېږي:
لومړی احتمال: کېدای شي حضرت نوح علیه ‌السلام چې کله خپل زوی له کافرانو لرې ولیده، ګومان یې کړی وي چې هغه د ایمان پر لور مایل شوی او د ایمان لرونکو له ډلې شوی دی؛ هغه ایمان لرونکي چې الله تعالی يې د ژغورلو وعده ورکړې وه.
دویم احتمال: کېدای شي حضرت نوح علیه ‌السلام دا درک کړې وي، چې زوی یې د دغه ایت «إنه لن یؤمن من قومك إلا من قد آمن»[1] په عمومي مفهوم کې نه راځي؛ ځکه چې خدای جل جلاله ژغورل شوي کسان په دوو ډلو وېشلي وو: «د هغه کورنۍ» پرته له هغو کسانو څخه چې استثنا وو او «د خپل قوم مومنان»، نو د حضرت نوح علیه‌ السلام په درک کې دا روا وه چې د ده د کورنۍ ځینې کسان چې کافران وو، بیا ایمان راوړي؛ ځکه دوی یوه جلا ډله ګڼل کېده او د دويمې ډلې (د مومنانو د قوم) برخه نه وو. دا پوهه د پلار د رحمت او شفقت په وسیله تایید او پیاوړې شوه او له همدې امله نوح علیه‌ السلام هغه څه چې د خپل زوی په اړه یې غوښتل، له الله تعالی څخه وغوښتل.
له هغې وروسته خدای جل جلاله نوح علیه‌ السلام د دې غوښتنې لپاره ملامت کړ او ویې ویل: “فَلاَ تَسْأَلْنِ مَا لَیسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ.”[2] ژباړه: «نو  هغه څه چې ته پرې نه پوهېږې( چې هغه ښه دي که بد) له ما څخه یې مه غواړه.»
او بیا یې وویل: “إِنِّی أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِینَ”.[3] ژباړه«زه درته نصيحت کوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.»
دا نهي د الله تعالی له خوا خپل پیغمبر نوح علیه‌ السلام ته داسې ملامتي ده، چې له خورا نرمۍ او مهربانۍ سره مل ده. دا داسې ده، لکه الله تعالی چې ورته وایي: ستا مقام ډېر ستر دی او ستا شان دا دی چې داسې پوښتنه، چې نه پوهېږې سمه ده که ناسمه، یا د هغې له پایلې څخه خبر نه یې او نه پوهېږې چې خیر دی که نه، مطرح نه کړې. زه تا ته نصیحت کوم چې د هغه په وسیله له کاملانو شې او د جاهلانو له صفتونو وژغورل شې.
قرطبی رحمه ‌الله لیکي چې ابن العربی د دې معنا په اړه وایي: دا (د خدای کلام) د لوړوالي او نصیحت په بڼه دی چې په وسیله یې نوح علیه ‌السلام د جاهلانو له مقامه پورته کېږي او د عالمانو او عارفانو مقام ته رسېږي.[4]
نو هغه څه چې الله تعالی نوح علیه ‌السلام ته وویل، هېڅکله د انبیاوو په عصمت کې ملامتي نه ده، لکه څنګه چې ځینو یادونه کړې ده، بلکې دا ملامتي د لومړي ( غوره عمل) پرېښودلو ته لارښوونه شوې ده او «حسنات الأبرار سیئات المقربین» (د صالحانو نېک عملونه ځینې وختونه د دوی د نږدې کسانو لپاره بد ګڼل کېږي.)  [5]
د خپل خدای پر روړاندې د حضرت نوح علیه‌ السلام د بخښنې غوښتنه
کله چې الله تعالی نوح علیه‌ السلام د خپل زوی له هلاکت څخه د ژغورلو د غوښتنې له امله ملامت کړ، نو هغه خپل رب ته مخ واړاوه، خپل نفس یې ملامت کړ او له هغه څه څخه چې ترې شوي و، پښېمانه شو او له الله تعالی څخه یې د بخښنې او رحمت غوښتنه وکړه.
الله تعالی فرمايي: “قَالَ رَبِّ إِنِّی أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَیسَ لِی بِهِ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِی وَتَرْحَمْنِی أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِینَ”.[6] ژباړه: «نوح وویل: «ای زما ربه! زه له تا پناه غواړم چې له تا څخه هغه څه وغواړم چې پرې نه پوهېږم. که ته ما ونه بخښې او پر ما رحم ونه کړې، زه به له زیان کارانو څخه شم.»
دلته وینو چې حضرت نوح علیه ‌السلام خپله بخښنه د الله تعالی په لور له پناه غوښتلو سره پیل کړه. دا کار د توبې په مبالغه او د هغې په ښکاره کولو کې د غوښتنې او جديت نښه ده. په همدې توګه هغه د هغه څه په یادولو سره برکت واخیست چې الله تعالی ورته ښودلي و. دا طریقه تر دې ډېره بلیغه ده چې یوازې ووایي: «زه توبه کوم له دې چې له تا څخه غوښتنه وکړم» ځکه دا تعبیر د دې معنا لري چې دا کار (د زوی د ژغورلو غوښتنه) ستره موضوع وه او له هغې څخه د خلاصون یوازینۍ لار الله تعالی ته پناه وړل دي او دا چې د هغه ځواک د الله تعالی له مرستې پرته نیمګړی دی.[7]
نوح علیه السلام له الله تعالی څخه له پناه غوښتلو وروسته د خپلې پوښتنې په پایله کې له هغه څخه بخښنه او توبه وغوښته او ویې ویل: “وَإِلَّا تَغْفِرْ لِی وَتَرْحَمْنِی أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِینَ”.[8] ژباړه: « که ته ما و نه وبخښې او پر ما رحم و نه کړې زه به له زیان کارانو څخه شم.»
توبه پر دوو اصلو ولاړه ده:
(1) راتلونکی: هغه چې د (ګناه) د پرېښودلو هوډ دی او د ایت په دې برخه کې ورته اشاره شوې ده: «إِنِّی أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَیسَ لِی بِهِ عِلْمٌ.»
(2) تېر وخت: چې هماغه پښېماني ده، پر هغه څه چې له ده صادر شوي دي او د ایت په دې برخه کې ورته اشاره شوې ده «وَإِلَّا تَغْفِرْ لِی وَتَرْحَمْنِی أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِینَ.»[9]
په پای کې حضرت نوح علیه‌ السلام خپله بخښنه په دې هیله پای ته ورسوله چې  خدای جل جلاله د ده دا بخښنه او پښېماني ومني او که نه، نو هغه به له هغو کسانو څخه وي چې عملونه یې زیانمن شوي دي.[10]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1] . هود: ۳۶.

[2] . هود: 46.

[3] . هود: 46.

[4] . محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج9، ص48.

[5] . محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج18، ص4.

[6] . هود: 47.

[7] . عماد زهیر، حافظ، القصص القرآنی، ص32.

[8] . هود: 47.

[9] . محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج18، ص5.

[10] . محمد بن محمد العمادی، أبوسعود، ارشاد العقل السلیم إلی مزایا القرآن الکریم، ج4، ص213.

Leave A Reply

Exit mobile version